د صحیفه سجادیه نهه ویشتمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د احمد نیریزي لخوا لیکل شوی، د ۱۱۴۵ قمري کال

د صحیفه سجادیه نهه ویشتمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې هغه وخت به يې لوستله کله چې د هغه رزق ستونزمن وې او د رزق په لټه کې وې. په دغه دعا کښې امام زين العابدين(ع) د معيشت په مشکل کښې د خداے پاک لخوا د انسانانو د ازموينې يادونه کړی او دا یې د معيشت په باره کښې د ځينو شکونو سبب بللی دی. همدارنګه، په دې دعا کې، هغه د رزق لپاره غیر ضروري هڅې تورنوي او د رزق د چمتو کولو په اړه د خدای د وعدې په یقین سره د پریشانۍ له منځه وړل ممکن ګڼي.

نهه ویشتمه دعا د صحیفه سجادیه په ځینې شرحو شهود و شناخت د حسن ممدوحي کرمانشاهي په فارسۍ ژبه لیکلی او په ریاض السالکین د سید علي خان مدني په عربۍ ژبه لیکلی شرحې کې راغلې ده.

تعلیمات

د صحیفه سجادیه د نهمه ویشتمې دعا اصلی موضوع، هغه وخت دعا ده کله چې د انسان لاس تنګ وي. او د ممدوحي کرمانشاهي په وینا د امام سجاد(ع) دا دعا د روزۍ په چمتو کولو کې د توحیدي لیدتوګې ښوونه کوي.[۱] د دې دعا تعلمات په پينځو برخو[۲] کې په لاندې توګه بیان شوي دي:

  • لویو امیدونو او د معیشت سختۍ سره د انسانانو آزموینه
  • د بدګمان او اوږدو هیلو جرړه او د دې دواړو نتیجې
  • د اوږدو عمرونو والو کسانو سره زړه تړلو د خدای په رازقیت باندې د بدګمانۍ نتیجه ده
  • د روزۍ په لټه کې سختي په خدای باندې د یقین نه درلودلو پایله ده
  • په خدای باندې باور او یقین او له هغه غوښته د روزۍ د لټولو د سختۍ له خلاصي طریقه ده
  • د رزق او روزۍ لپاره بې ځایه هڅې
  • ستاسو روزي او هغه چې له تاسو سره یې وعده کړې شوې ده په اسمانونو کې دي.
  • په روزي ورکوونکي باندې یقین سره د روزۍ د لټولو او ورباندې د زړه مشغولتیا نه ځان خلاصولی شو
  • خپلو بندګانو ته د روزۍ رسولو په هکله د الله تعالی قسم.[۳]

شرحې

نهه ویشتمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو لکه شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي په کتاب کې[۴] او شرح و ترجمه صحیفه سجادیه د سید احمد فهري په کتاب کې[۵] په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.

د صحیفه سجادیه نهه ویشتمه دعا همدارنګ په ځینې کتابونو لکه ریاض السالکین د سید علي خان مدني کتاب،[۶] فی ظلال الصحیفه السجادیه د محمد جواد مغنیه کتاب،[۷] ریاض العارفین د محمد بن محمد دارابي تالیف[۸] او آفاق الروح د سید محمد حسین فضل‌ الله لیکلی کتاب کې[۹] په عربۍ ژبه شرحې شوې ده. د دې دعا ګران ټکي په ځینې لغوي شرحو لکه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني کتاب[۱۰] او شرح الصحیفه السجادیه د عزالدین جزائري کتابونو کې[۱۱] په تفصیل سره راغلي دي.

متن او ژباړه

د صحیفه سجادیه نهه ویشتمه دعا
متن ترجمه[۱۲]
وَ کانَ مِنْ دُعَائِهِ علیه‌السلام إِذَا قُتِّرَ عَلَیهِ الرِّزْقُ

(۱) اللَّهُمَّ إِنَّک ابْتَلَیتَنَا فِی أَرْزَاقِنَا بِسُوءِ الظَّنِّ، وَ فِی آجَالِنَا بِطُولِ الْأَمَلِ حَتَّی الْتَمَسْنَا أَرْزَاقَک مِنْ عِنْدِ الْمَرْزُوقِینَ، وَ طَمِعْنَا بِآمَالِنَا فِی أَعْمَارِ الْمُعَمَّرِینَ. (۲) فَصَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ هَبْ لَنَا یقِیناً صَادِقاً تَکفِینَا بِهِ مِنْ مَئُونَةِ الطَّلَبِ، وَ أَلْهِمْنَا ثِقَةً خَالِصَةً تُعْفِینَا بِهَا مِنْ شِدَّةِ النَّصَبِ (۳) وَ اجْعَلْ مَا صَرَّحْتَ بِهِ مِنْ عِدَتِک فِی وَحْیک، وَ أَتْبَعْتَهُ مِنْ قَسَمِک فِی کتَابِک، قَاطِعاً لِاهْتِمَامِنَا بِالرِّزْقِ الَّذِی تَکفَّلْتَ بِهِ، وَ حَسْماً لِلِاشْتِغَالِ بِمَا ضَمِنْتَ الْکفَایةَ لَهُ (۴) فَقُلْتَ وَ قَوْلُک الْحَقُّ الْأَصْدَقُ، وَ أَقْسَمْتَ وَ قَسَمُک الْأَبَرُّ الْأَوْفَی: «وَ فِی السَّماءِ رِزْقُکمْ وَ ما تُوعَدُونَ». (۵) ثُمَّ قُلْتَ «فَوَ رَبِّ السَّماءِ وَ الْأَرْضِ إِنَّهُ لَحَقٌّ مِثْلَ ما أَنَّکمْ تَنْطِقُونَ».

كله به چې درزق تنګى وه نوامام به دادعا كوله:

(۱) اى څښتنه! تا د رزق په هكله په بې باورۍ او د ژوند په باب د هيلو په اوږدولو سره موږ ازمويلي يوو تر دې چې مونږ له هغو روزى په غوښتلو كړه چې پخپله له تا رزق مومى او د بوډاګانو د عمرونو په ليدلو سره موږ هم د اوږدو عمرونو ارمانونه او هيلې وكړې (۲) نو اى خدايه پر محمد(ص) او د هغه پر آل رحمت وليږه او موږ ته داسې پياوړے يقين راكانده چې د هغه په وسيله مو د غوښتنې او لټې له زياره وژغورې او زموږ په زړونو كې سوچه ډاډمن حالت پيدا كړه چې موږ له كړاو او سختيو خلاص كړى او په وحى سره چې كومې صفا او څرګندې ژمنې تا كړى دى (۳) او په خپل كتاب كې دې له دې سره څنګته قسم هم خوړلے دے نو دا د هغه روزۍ له اهتمامه چې ته يې ضامن يې زموږ د اوږې د سپكولو سوب كړه او د كومې روزۍ ذمه چې تا اخستې ده د هغې له مشغولتياوو د بيلتون وسيله جوړه كړه (۴) لكه څنګه چې تا فرمايلي او ستا دا ژمنه حق او ډيره رښتنې ده او تاقسم خوړلے دے او ستا دا قسم رښتيا او پوره كيدونكے دے. (۵) «چې اى خلكو ستاسو روزى او هغه چې له تاسو سره يې وعده كيږى په اسمان كې دي» بيا ستا ونيا ده «د ځمكې او اسمان په مالك قسم! دا چاره يقيني او ارو مرو ده داسې چې ته يې وائي»

فوټ نوټ

  1. ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۵۲۹.
  2. ترجمه و شرح دعای بیست و نهم صحیفه سجادیه، سایت عرفان.
  3. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۵۲۹-۵۴۲.
  4. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۵۲۹-۵۴۲.
  5. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۴۸۷-۴۹۴.
  6. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۴، ص۳۱۱-۳۳۸.
  7. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۳۷۳-۳۷۶.
  8. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۳۸۱-۳۸۷-.
  9. فضل‌الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۸۹-۹۸.
  10. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۶۵-۶۶.
  11. جزایری، شرح الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۲، ص۱۵۸-۱۵۹.
  12. (په پارسی ژبه کښې) ترجمه از شیخ حسین انصاریان.

سرچينې

  • جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک