د صحیفه سجادیه دویمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د احمد نیریزي لخوا لیکل شوی، د شعبان ۱۱۴۵ قمري کال

د صحیفه سجادیه دوهمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثور دعاګانو څخه ده چې پر پیغمبر(ص) یې درود او سلام ویلی او حق ته د خلکو په بللو کې د هغوي هڅې بیان کړي دي. په دغه لمنځ کښې امام سجاد(ع) د مسلمانانو په مينځ کښې د خداے د ګران رسول(ص) په رالېږلو باندې د خداے پاک شکر ادا کړی او د پېغمبراکرم(ص) د اسلام د خپریدو لپاره د هغه کوششونو له امله يې د خداے پاک څخه د هغه لپاره د لوړ مقام غوښتنه کوي. په دغه لمنځ کې د حضرت محمد(ص) ستاینه هم بیان شوې ده.

د صحیفه سجادیه دویم لمنځ د صحیفه سجادیه په شرحو کې تشریح شوی دی لکه دیار عاشقان په فارسي ژبه کې حسین انصاریان کتاب او ریاض السالکین في شرح صحیفه سید الساجدین کتاب چې په عربۍ ژبه سید علي خان مدني شرح کړی دی.

تعلیمات

د صحیفه سجادیه د دوهمې دعا اصلي موضوع پر پیغمبر(ص) باندې درود او سلام ویل، د هغه د ځانګړتیاوو بیان او همدارنګه د حق او د اسلام د دین د دعوت په لاره کې د هغه هڅې او زیار ته اشاره ده. د دې دعا ځینې تعلیمات دا دي:

  • د خداى ستاينه چې په مسلمانانو يې، د وروستي الهي رسول په رالېږلو سره، پيرزوینه وکړه
  • د خدای قدرت د هر څه کولو توان لري، مهمه نده چې څومره لوی وي، او هیڅ شی له هغه څخه پټ نه دي، مهمه نده چې څومره کوچنی وي.
  • د پیغمبر(ص) د پیغمبرانو خاتم دی او اسلام د دینونو خاتم دی.
  • د امت په اعمالو د امام ګواه شونه
  • د حضرت محمد(ص) ستاینې چې هغه (د وحی امین، له ټولو مخلوقاتو څخه غوره، له بندګانو څخه غوره شوی، د رحمت مشر، د نیکو چارو مشر او د برکت کونځي)
  • د حق لوري ته د خلکو په بلولو او د خداى د حکم په عملي کولو کې د رسول الله(ص) هڅې او په دې لاره کې د سختيو زغمل (د خپل ژوند په خطر کې اچول، د حق د انکار له امله د هغه له خپلوانو او د هغه له قبيلې سره شخړه کول، د لرې خلکو د دې لپاره نږدې کول چې د هغه دین یې منلی، د بل وطن ته هجرت، د خدای له دښمنانو سره جګړې او داسې نور...)؛
  • د رسول الله(ص) لپاره په جنت کې د لوړ مقام غوښتنه
  • د هغه د پاکې کورنۍ او د هغه د امت د مومنانو لپاره د رسول الله(ص) د شفاعت قبلیدل
  • له مومنانو سره د خدای د وعدې ډاډ.[۱]
  • خدای د بدو شیانو په ښو شیانو بدلونکی دی.

شرحې

دویمه دعا د صحیفه سجادیه په بیلا بیلو شرحو لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان لیکلی،[۲] شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي لیکلی،[۳] اسرار خاموشان[۴] د محمد تقي خلجي په فارسۍ ژبه شرح شوې ده. همدارنګ دا دعا په «سیمای پیامبر اعظم در صحیفه سجادیه» کتاب کې او په «محمد راز آفرینش» کتاب کې څیړل شوې ده.

د صحیفه سجادیه دویمه دعا په ځینې کتابونو لکه فی ظلال الصحیفه السجادیه د محمد جواد مغنیه لیکلی،[۵] ریاض العارفین د محمد بن محمد دارابي تألیف[۶]، آفاق الروح د سید محمد حسین فضل الله لیکلی[۷] او ریاض السالکین في شرح صحیفه سید الساجدین د سید علي خان مدني لیکلی[۸] کتابونو کې په عربۍ ژبه شرحه شوې ده. د دې دعا ګران ټکي په لغوي شرحو لکه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه کتاب چې فیض کاشاني لیکلی،[۹] شرحه کړې شوې ده.

متن او ژباړه

د صحیفه سجادیه دویمه دعا
متن ترجمه
وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ بَعْدَ هَذَا التَّحْمِيدِ فِي الصَّلَاةِ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ آلِهِ:

وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي مَنَّ عَلَيْنَا بِمُحَمَّدٍ نَبِيِّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ آلِهِ دُونَ الْأُمَمِ الْمَاضِيَةِ وَ الْقُرُونِ السَّالِفَةِ، بِقُدْرَتِهِ الَّتِي لَا تَعْجِزُ عَنْ شَيْ‌ءٍ وَ إِنْ عَظُمَ، وَ لَا يَفُوتُهَا شَيْ‌ءٌ وَ إِنْ لَطُفَ

فَخَتَمَ بِنَا عَلَى جَمِيعِ مَنْ ذَرَأَ، وَ جَعَلَنَا شُهَدَاءَ عَلَى مَنْ جَحَدَ، وَ كَثَّرَنَا بِمَنِّهِ عَلَى مَنْ قَلَّ.

اللَّهُمَّ فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ أَمِينِكَ عَلَى وَحْيِكَ، وَ نَجِيبِكَ مِنْ خَلْقِكَ، وَ صَفِيِّكَ مِنْ عِبَادِكَ، إِمَامِ الرَّحْمَةِ، وَ قَائِدِ الْخَيْرِ، وَ مِفْتَاحِ الْبَرَكَةِ.

كَمَا نَصَبَ لِأَمْرِكَ نَفْسَهُ وَ عَرَّضَ فِيكَ لِلْمَكْرُوهِ بَدَنَهُ وَ كَاشَفَ فِي الدُّعَاءِ إِلَيْكَ حَامَّتَهُ وَ حَارَبَ فِي رِضَاكَ أُسْرَتَهُ وَ قَطَعَ فِي إِحْيَاءِ دِينِكَ رَحِمَهُ. وَ أَقْصَى الْأَدْنَيْنَ عَلَى جُحُودِهِمْ وَ قَرَّبَ الْأَقْصَيْنَ عَلَى اسْتِجَابَتِهِمْ لَكَ. وَ وَالَى فِيكَ الْأَبْعَدِينَ وَ عَادَى فِيكَ الْأَقْرَبِينَ و أَدْأَبَ نَفْسَهُ فِي تَبْلِيغِ رِسَالَتِكَ وَ أَتْعَبَهَا بِالدُّعَاءِ إِلَى مِلَّتِكَ. وَ شَغَلَهَا بِالنُّصْحِ لِأَهْلِ دَعْوَتِكَ

وَ هَاجَرَ إِلَى بِلَادِ الْغُربَةِ، وَ مَحَلِّ النَّأْيِ عَنْ مَوْطِنِ رَحْلِهِ، وَ مَوْضِعِ رِجْلِهِ، وَ مَسْقَطِ رَأْسِهِ، وَ مَأْنَسِ نَفْسِهِ، إِرَادَةً مِنْهُ لِإِعْزَازِ دِينِكَ، وَ اسْتِنْصَاراً عَلَى أَهْلِ الْكُفْرِ بِكَ.

حَتَّى اسْتَتَبَّ لَهُ مَا حَاوَلَ فِي أَعْدَائِكَ وَ اسْتَتَمَّ لَهُ مَا دَبَّرَ فِي أَوْلِيَائِكَ.

فَنَهَدَ إِلَيْهِمْ مُسْتَفْتِحاً بِعَوْنِكَ، وَ مُتَقَوِّياً عَلَى ضَعْفِهِ بِنَصْرِكَ

فَغَزَاهُمْ فِي عُقْرِ دِيَارِهِمْ. وَ هَجَمَ عَلَيْهِمْ فِي بُحْبُوحَةِ قَرَارِهِمْ

حَتَّى ظَهَرَ أَمْرُكَ، وَ عَلَتْ كَلِمَتُكَ، «وَ لَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ».

اللَّهُمَّ فَارْفَعْهُ بِمَا كَدَحَ فِيكَ إِلَى الدَّرَجَةِ الْعُلْيَا مِنْ جَنَّتِكَ

حَتَّى لَا يُسَاوَى فِي مَنْزِلَةٍ، وَ لَا يُكَافَأَ فِي مَرْتَبَةٍ، وَ لَا يُوَازِيَهُ لَدَيْكَ مَلَكٌ مُقَرَّبٌ، وَ لَا نَبِيٌّ مُرْسَلٌ.

وَ عَرِّفْهُ فِي أَهْلِهِ الطَّاهِرِينَ وَ أُمَّتِهِ الْمُؤْمِنِينَ مِنْ حُسْنِ الشَّفَاعَةِ أَجَلَّ مَا وَعَدْتَهُ

يَا نَافِذَ الْعِدَةِ، يَا وَافِيَ الْقَوْلِ، يَا مُبَدِّلَ السَّيِّئَاتِ بِأَضْعَافِهَا مِنَ الْحَسَنَاتِ إِنَّكَ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ.

له لمانځنې او ستاينى وروسته په ګران رسول حضرت محمد(ص) د درود او سلام لپاره د امام سجاد دُعا:

ټول تعريفونه د هغه ذات لپاره دى چې د خپل استازى حضرت محمد (ص) په راستولو سره يې پر موږ داسې احسان وكړ چې نه يې په تېرو امتونو كړے او نه په تيرو خلكو. دا يې د خپل قدرت په زور سره وکړ چې له هيڅ څيزه عاجز او ناتوانه كيږى نه كه هر څومره لوى ولې نه وي. او هيڅ څيز د هغه پاك خداى له وسه بهر نه دے تللے كه هر څومره نازك او لطيف وى.

هغه موږ په خپل پنځون كې وروستے امت وګرځولو او پر منكرينو يې ګواه كړو او په خپل رحمت او مهربانۍ سره يې د كم شميرو په وړاندې زيات كړو.

اى پاكه ربه رحمت وليږه پر محمد او د هغه په  زوزات چې ستا د وحى امانت لرونكے، په ټولو مخلوقاتو كې ستا غوريز، په بندګانو كې ستا خوښ،  ستا په بندګانو کې د رحمت  امام. د خېر او نيكمرغۍ بيرغپال او د بركت سرچينه ده

لكه څنګه چې هغوى ستا د شرعې په خاطر ځان ټينګ كړ، او ستا په لار كې يې هر ډول بدنى ځورونې وزغملې، او ستا د بلنې د وركولو لپاره يې له خپلو خپلوانو سره دښمنى په سر واخسته، او ستا د خوښې لپاره يې له خپلې قبيلې سره جنګ وكړ او ستا د دين د ژوندی ساتلو په غرض يې ټولې خپلوۍ او تړونونه غوڅ كړل. نزدې خپلوان يې د انكار په وجه ليرې كړل او ليرې كسان يې پر تا د اقرار په وجه نږدې كړل ستا لپاره يې له نزدو سره ميرڅى  وکړه او له ليرو سره دوستى وكړه ستا د ږغ د رسولو لپاره يې تكليفونه وګالل

او دين ته د بلنى په لاره كې يې ځورونې او مصيبتونه وزغمل

او ځان يې هغو خلكو ته په نصيحت او لارښودنې كې مشغول وساته كومو چې ستا بلنه ومنله

او له خپل كور اوره، زيږنځاىه او خواږه  وطنه پرديو وطنونو او ليرو سيمو ته يوازې په دې وجه په کډه شول چې ستا دين پياوړے كاندى او ستا پر منكرانو لاسبرى شى

تر دې چې ستاد دښمنانو په هكله يې چې څه غوښتل تر سره شول او د جهاد لپاره ستا د دوستانو د چمتو كولو پلانونه بشپړ شول

نو هغوى ستا په مرسته د برياليتوب او كاميابۍ په غوښتنې او له خپلې كمزورۍ سره سره ستا په ملاتړ د دښمنانو مقابلې ته پاڅيدل،

د هغوى د كورونو په حدودو كې له هغوى سره وجنګيدل او د هغوى په آرام ځايونو كې يې پر هغوى بريد وكړ تر دې چې ستا دين بر او ستا كلمه لوړه شوه كه څه هم مشركانو نه خوښوله.

اى پاكه ربه! هغوى چې ستا لپاره كوم زحمتونه او كوششونه وكړل د دې په بدله كې ورته په جنت كې داسې لوړه درجه وركانده

چې هيڅ درجه ورسره برابرى ونه لرى او نه په حيثيت او مقام كې د هغې سارے وى او نه كومه ستا در ته نزدې فرښته او نه كوم پيغمبر ستا په نزد د هغوى سارى او هم څنګ شى

او د هغوى د پاكو اهلبيتو او د مومنانو د ټولګې په هكله چې دې د كوم د منلو وړ شفاعت ژمنه له هغو سره كړې تر هغې زياته وركانده

اى د ژمنې نافذونكى، د وعدى بشپړوونكى او د ګناهانو په څوچنده د ښيګړو او نيكيو بدله وركوونكيه بې شكه چې ته د لوى فضل څښتن يې.[۱۰]

فوټ نوټ

  1. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۲، ص۱۷-۳۵۶؛ خلجی، اسرار خاموشان، ۱۳۸۳ش، ج۲، ۱۶-۱۳۱.
  2. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۲، ص۱۷-۳۵۶.
  3. ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۲۶۷-۲۸۷.
  4. خلجی، اسرار خاموشان، ۱۳۸۳ش، ج۲، ص۱۶-۱۳۱.
  5. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۷۳-۸۲.
  6. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۴۹-۶۴.
  7. فضل الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۱، ۵۵-۶۷.
  8. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۱، ص۴۱۵-۵۰۵.
  9. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفة السجادیة، ۱۴۰۷ق، ص۲۰-۲۲.
  10. (په پارسي ژبه کښې)ترجمه از شیخ حسین انصاریان.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان، تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۴ش.
  • حسینی مدنی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۰۹ق.
  • خلجی، محمدتقی، اسرار خاموشان، قم، پرتو خورشید، ۱۳۸۳ش.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، محقق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • سلطان مرادی، محمد، سیمای پیامبر اعظم در صحیفه سجادیه، قم، انتشارات سبط النبی، ‍۱۳۸۵ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فیض کاشانی، محمدبن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت: ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، با مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۵ش.
  • هاشمی نژاد، سید جواد، محمد راز آفرینش، قم، انتشارات آیات بینات، ۱۳۸۵ش.

بهرنۍ لینکونه