د صحیفه سجادیه یو څلویښتمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه یو څلویښتمه دعا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبدالله یزدي په نسخ خط کې، د ۱۱۰۲ قمري کال د شعبان میاشت کې لیکل شوې
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبدالله یزدي په نسخ خط کې، د ۱۱۰۲ قمري کال د شعبان میاشت کې لیکل شوې
د دعا او زیارت معلومات
موضوعله ګناه پرده پوښي
مأثور/غیرمأثورمأثور
څخه صادر شویامام سجاد(ع)
راویمتوکل بن هارون بلخي
شیعه سرچینېصحیفه سجادیه
مشهور دعاګانې او زیارتونه
توسل دعاکمیل دعاندبه دعاسمات دعافرج دعاابوحمزه ثمالي دعاعاشورا زیارتجامعه کبیره زیارتوارث زیارتامین الله زیارتاربعین زیارت


د صحیفه سجادیه یو څلویښتمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې د ګناهونو څخه د هیساریدو او پرده پوښې په هکله ده. امام په دې دعا کې د خدای د رحمت او د هغه له انتقام او عذاب له خلاصي غوښته کوي.

یوڅلویښتمه دعا د صحیفه سجادیه په ځینې شرحو لکه دیار عاشقان کې چې حسین انصاریان لیکلی او شهود و شناخت چې حسن ممدوحي کرمانشاهي په فارسۍ ژبه لیکلی او ریاض السالکین چې سید علي خان مدني لیکلی دی په عربۍ ژبه شرحه شوې ده.

تعلیمات

یو څلوېښتمه دعا د صحیفه سجادیه له دعاګانو څخه ده چې په کې د ګناهونو د پټولو او د ځان ساتنې غوښته شوې ده.[۱] د ممدوحي کرمانشاهي په وینا په دنیا او آخرت کې د انسان د بدیو څرګندیدل له ډېر خپه کوونکیو دردونو څخه دی. له همدې سببه امام سجاد(ع) په دې دعا کې له خدای پاک څخه د خپلو بندګانو د ګناهونو د پټولو غوښتنه کوي او هیڅکله یې د نورو په وړاندې رسوا نه کړي.[۲]

د دې دعا تعلیمات په دا ډول دي:

  • د خدای د کرامت او رحمت غوښته او د خدای له دره د رد نه شونې غوښته
  • د ګناهونو په سبب د خدای په انتقام او غداب کې د نه راتللو دعا
  • د ګناهونو د پټیدو او نه شرمنده کیدو غوښته
  • جنت ته د داخلیدو دعا
  • د خلکو د رازونو د فاش کولو انجام
  • د خدای بخښښ او رضایت سره د خدا انسان د اعتبار او حرمت بشپړتیا
  • د صالحانو د مجلسونو د آبادولو مقام ته د رسیدو غوښته
  • د اصحاب یمین کې د کیدو لپاره دعا.[۳]

شرحې

د صحیفه سجادیه یو څلویښتمه دعا په ځینې شرحو کې راغلې ده: لکه شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي کتاب[۴] د صحیفه سجادیه شرحه او ترجمه چې سید احمد فهري په فارسۍ ژبه شرحه کړې ده.[۵]

همدارنګ د صحیفه سجادیه یو څلویښتمه دعا په ځینې عربي کتابونو لکه ریاض السالکین فی شرح صحیفة سید الساجدین چې سید علي خان مدني لیکلی[۶] فی ظلال الصحیفه السجادیه چې محمد جواد مغنیه لیکلی،[۷] ریاض العارفین کې چې محمد بن محمد دارابي لیکلی[۸] او ځینې نورو کتابونو لکه آفاق الروح کې چې سید محمد حسین فضل الله لیکلی[۹] په عربۍ ژبه شرح شوې ده او همدارنګ د دې دعا ګران ټکي لغوي شرحه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني[۱۰] لیکلی کتاب کې او شرح الصحیفه السجادیه د عزالدین جزائری لیکلی کتاب[۱۱] کې شرحه شوې ده.

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه یو څلویښتمه دعا
متن ترجمه
وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ فِي طَلَبِ السِّتْرِ وَ الْوِقَايَةِ

(۱) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ أَفْرِشْنِي مِهَادَ كَرَامَتِكَ، وَ أَوْرِدْنِي مَشَارِعَ رَحْمَتِكَ، وَ أَحْلِلْنِي بُحْبُوحَةَ جَنَّتِكَ، وَ لَا تَسُمْنِي بِالرَّدِّ عَنْكَ، وَ لَا تَحْرِمْنِي بِالْخَيْبَةِ مِنْكَ. (۲) وَ لَا تُقَاصَّنِي بِمَا اجْتَرَحْتُ وَ لَا تُنَاقِشْنِي بِمَا اكْتَسَبْتُ، وَ لَا تُبْرِزْ مَكْتُومِي، وَ لَا تَكْشِفْ مَسْتُورِي، وَ لَا تَحْمِلْ عَلَى مِيزَانِ الْإِنْصَافِ عَمَلِي، وَ لَا تُعْلِنْ عَلَى عُيُونِ الْمَلَإِ خَبَرِي (۳) أَخْفِ عَنْهُمْ مَا يَكونُ نَشْرُهُ عَلَيَّ عَاراً، وَ اطْوِ عَنْهُمْ مَا يُلْحِقُنِي عِنْدَكَ شَنَاراً (۴) شَرِّفْ دَرَجَتِي بِرِضْوَانِكَ، وَ أَكْمِلْ كَرَامَتِي بِغُفْرَانِكَ، وَ انْظِمْنِي فِي أَصْحَابِ الْيَمِينِ، وَ وَجِّهْنِي فِي مَسَالِكِ الْآمِنِينَ، وَ اجْعَلْنِي فِي فَوْجِ الْفَائِزِينَ، وَ اعْمُرْ بِي مَجَالِسَ الصَّالِحِينَ، آمِينَ رَبَّ الْعَالَمِينَ.

فوټ نوټ

  1. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۵، ص۳۶۵.
  2. ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۲۹۷.
  3. ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۲۹۷-۳۰۸؛ شرح فرازهای دعای چهل و یکم از سایت عرفان.
  4. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۲۹۵-۳۰۸.
  5. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۱۵۷-۱۶۰.
  6. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۵، ص۳۶۳-۳۸۲.
  7. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۴۶۵-۴۶۶.
  8. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۴۹۳-۴۹۶.
  9. فضل‌الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۳۰۵-۳۱۲.
  10. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۷۷.
  11. جزایری، شرح الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۲، ص۲۰۲-۲۰۳.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
  • جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک