د صحیفه سجادیه درې دېرشمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د احمد نیریزي لخوا لیکل شوی، د ۱۱۴۵ قمري کال

د صحیفه سجاده درې دېرشمه دعا له امام سجاد(ع) څخه ماثوره دعا ده چې له خدایه د خیر غوښتلو په وخت هغه لولو. په دې دعا کې پېژندل (معرفت) د الهي قضا په وړاندې د رضا لامل ګڼل شوی دی. همداراز د تسلیم او یقین مقام او له ګناه او له خدایه له غفلته لرې والی غوښتل شوی دی.

درې دېرشمه دعا د صحفیه سجادیه په شرحو لکه د حسین انصاریان په دیار عاشقان او د حسن ممدوحي کرمانشاهي شهود و شناخت کتابونو کې په فارسۍ او د سید علي خان مدني په لیکلي کتاب ریاض السالکین کې په عربۍ سپړل شوې ده.

لمنځ

درې دېرشمه دعا د صحیفه سجادیه له دعاګانو څخه ده چې د خیر غوښتلو په وخت به امام سجاد(ع) ویله. ممدوحي کرمانشاهي د دغه دعا په شرحه کې د استخارې په اړه خبرې کړې دي. د هغه په وینا استخاره د الهي هدایت د لاسته راوړلو له لارو ګڼل شوې ده چې بندګان هغه وخت چې نه شي کولی خپله دنده او فریضه د فکر او مشورې له لارې معلومه کړي، له خدایه هدایت غواړي.[۱] د دغه دعا تعلیمات په دې ډول دي:

  • له خدایه د خیر او د هر یو غوره شي غوښتنه
  • په الهي درګاه کې د تسلیم او یقین د مقام غوښتنه
  • له ګناه او غفلته لرې والی
  • په الهي قضا او قدر د رضا او تسلیم غوښتنه
  • د مُخلصینو له یقینه د برخمنېدا غوښتنه
  • د الهي قضا په وړاندې د رضایت د لامل پېژندل
  • د الهي مقدراتو د خوښولو لپاره دعا
  • د الهي قضا د اسان موندلو لپاره غوښتنه
  • د الهي ارادې او مشیت په وړاندې د کامل تسلیم او انقیاد او اطاعت غوښتنه
  • خدای تعالی د ښو څیزونو عطا کوونکی او د لویو نعمتونو بخښونکی
  • د ښه انجام غوښتنه [۲]

شرحې

درې دېرشمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو منجمله د حسین انصاریان په کتاب دیار عاشقان[۳] د محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي په کتاب شهود وشناخت[۴] او د سید احمد فهري[۵] په کتاب شرح و ترجمه صحیفه سجادیه کې په فارسۍ ژبه تشریح او سپړل شوې ده.

د صحیفه سجادیه درې دېرشمه دعا همداراز د سید علي خان مدني، په کتاب ریاض السالکین[۶] فی ظلال الصحیفه السجادیه لیک د محمد جواد مغنیه،[۷] ریاض العارفین تألیف د محمد بن محمد دارابي[۸] او آفاق الروح ، لیک د سید محمد حسین فضل‌ الله[۹] په عربۍ ژبه تشریح شوې ده. د دغه دعا د ټکو وضاحت هم په لغوي شرحو لکه د فیض کاشاني په کتاب تعلیقات علی الصحیفه السجادیه[۱۰] او د عزالدین جزائري[۱۱] په لیکلې شرح صحیفه سجادیه کې شوی دی.

د دعا متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه درې دېرشمه دعا
متن ترجمه[۱۲]
وَ کانَ، مِنْ دُعَائِهِ علیه‌السلام فِی الِاسْتِخَارَةِ

اللَّهُمَّ إِنِی أَسْتَخِیرُک بِعِلْمِک، فَصَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ اقْضِ لِی بِالْخِیرَةِ (۲) وَ أَلْهِمْنَا مَعْرِفَةَ الِاخْتِیارِ، وَ اجْعَلْ ذَلِک ذَرِیعَةً إِلَی الرِّضَا بِمَا قَضَیتَ لَنَا وَ التَّسْلِیمِ لِمَا حَکمْتَ فَأَزِحْ عَنَّا رَیبَ الِارْتِیابِ، وَ أَیدْنَا بِیقِینِ الْمُخْلِصِینَ. (۳) وَ لَا تَسُمْنَا عَجْزَ الْمَعْرِفَةِ عَمَّا تَخَیرْتَ فَنَغْمِطَ قَدْرَک، وَ نَکرَهَ مَوْضِعَ رِضَاک، وَ نَجْنَحَ إِلَی الَّتِی هِی أَبْعَدُ مِنْ حُسْنِ الْعَاقِبَةِ، وَ أَقْرَبُ إِلَی ضِدِّ الْعَافِیةِ (۴) حَبِّبْ إِلَینَا مَا نَکرَهُ مِنْ قَضَائِک، وَ سَهِّلْ عَلَینَا مَا نَسْتَصْعِبُ مِنْ حُکمِک (۵) وَ أَلْهِمْنَا الِانْقِیادَ لِمَا أَوْرَدْتَ عَلَینَا مِنْ مَشِیتِک حَتَّی لَا نُحِبَّ تَأْخِیرَ مَا عَجَّلْتَ، وَ لَا تَعْجِیلَ مَا أَخَّرْتَ، وَ لَا نَکرَهَ مَا أَحْبَبْتَ، وَ لَا نَتَخَیرَ مَا کرِهْتَ. (۶) وَ اخْتِمْ لَنَا بِالَّتِی هِی أَحْمَدُ عَاقِبَةً، وَ أَکرَمُ مَصِیراً، إِنَّک تُفِیدُ الْکرِیمَةَ، وَ تُعْطِی الْجَسِیمَةَ، وَ تَفْعَلُ مَا تُرِیدُ، وَ أَنْتَ عَلَی کلِّ شَیءٍ قَدِیرٌ.

له خدایه د غېر غوښتلو لپاره د هغه حضرت دعا

(۱)اى څښتنه زه ستا د علم په وسيله له تا خير او ښيګړه غواړم ته پر محمد (ص) او د هغوى پر ّال رحمت وليږه او زما لپاره د ښو فيصله وكړه(۲) او زموږ په زړونو كې د خپلې فيصلې حكمت او مصلحت واچوه او دا يوه ذريعه وګرځوه چې موږ ستا پر فيصله راضي اوسو او ستا امر ته غاړه كيږدو په دا ډول زموږ له زړه د شك خلش لرې كانده او په زړه كې مو د مخلصانو د يقين په زېږولو سره پياوړى كړه(۳) او موږ خپل ځان ته مه سپاره چې څه تا فيصله كړې ده د هغې له معرفته عاجز پاتى شوو او ستا ارزښت او مقام سپك وګڼو او په كوم څيز پورې چې ستا خوښه تړلې ده هغه ناخوښ كړو او كومه چاره چې له ښې پایى وريا او د عافيت له ضد سره نزدې وي هغې ته وګروهو(۴) ستا كومه فيصله چې موږ خوښه نه كړو هغه زموږ په سترګو كې خوښه وګرځوې او څه چې سخت وګڼو هغه موږ ته راحته او اسانه كاندې(۵) او كومه خوښه او اراده دې چې زموږ په هكله كړې ده د هغې اطاعت زموږ په زړه كې راواچوه تر دې چې په كومې چارې تا بيړه كړې ده په هغې كې ځنډ او په كومې كې چې دې ځنډ كړی په هغې كې تادي ونه غواړو او كوم څه مو چې خوښ كړي هغه ناخوښ نه کړو او كوم دې چې بد او ناخوښ ګڼلى هغه ونه كاندو(۶) او زموږ كارونه په هغه څيز پاى ته ورسوه چې د انجام له نظره غوره او د پايلې له اړخه ښه وي ځكه چې ته صفا او سوتره څيزونه راكوې او ستر نعمتونه رابخښې او څه چې غواړې هم هغه كوې او په هر څيز وسيال يې.

فوټ نوټ

  1. ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۱۶۱.
  2. ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۱۶۱-۱۶۹؛ شرح فرازهای دعای سی و سوم از سایت عرفان.
  3. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۷، ص۲۲۷-۲۳۸.
  4. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۱۵۹-۱۶۹.
  5. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۶۷-۷۷.
  6. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۵، ص۱۲۴-۱۵۴.
  7. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۴۱۹-۴۲۳.
  8. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۴۴۳-۴۴۷.
  9. فضل‌الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۱۸۹-۲۰۲.
  10. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۶۸-۷۲.
  11. جزایری، شرح الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۲، ص۱۸۰-۱۸۱.
  12. (په پارسي ژبه کښې)ترجمه از شیخ حسین انصاریان.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
  • جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک