د صحیفه سجادیه لسمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه په نسخ خط کې لاسوند نسخه، د احمد نیریزي لخوا لیکل شوی، د ۱۱۴۵ قمري کال

د صحیفه سجادیه لسمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده. په دې دعا کې له خدایه غوښتل شوي چې له خپلو بندګانو سره دې په خپل فضل سره چلند وکړي، نه په خپل عدل سره؛ ځکه چې د فضل سره د چلند لازمه بخښنه ده، او د عدل سره د چلند لازمه عذاب دی، او بندګان د خدای عذاب نشي زغملی. په دې دعا کې همدارنګ د انسان الله تعالی ته نیازمندي او د انسان په نافرمانۍ کې د شیطان د خوښۍ خبره هم شوې ده. د خدای له خوا په ځان باندې د انسان د دعا قبلول د دې دعا له نورو موضوعاتو څخه دي.

لسمه دعا د صحیفه سجادیه په ځینې شرحو لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان لیکلی او شهود و شناخت د حسن ممدوحي کرمانشاهي په فارسۍ ژبه لیکلی او په ریاض السالکین د سید علي خان مدني په عربۍ ژبه لیکلی شرحې کې راغلې ده.

تعلیمات

د صحیفه سجادیه د لسمې دعا اصلي موضوع د خدای فضل او رحمت ته پناه وړل او له خدایه مرسته غوښتل دي. د دې دعا تعلیمات چې په شپږو برخو کې[۱] د امام سجاد(ع) له خوا راغلې ده په لاندې ډول دي:

  • له خدایه دا غوښتل چې خپلو بندګانو سره په خپل فضل سره چلند وکړي نه په خپل عدل سره.
  • د فضل سره د چلند لازمه بخښنه ده، او د عدل سره د چلند لازمه عذاب دی
  • د بندګانو د نجات یواځینۍ لاره، د خدای تعالی بخښنه ده.
  • بندګان د خدای پاک د عذاب د زغم طاقت نه لري.
  • د خدای تعالی مطلقه بې نیازي او د انسانانو خدای ته نیازمندي.
  • د هغه کس شقاوت چې د خدای له رحمته محروم دی.
  • په خپلې بې وزلۍ او مجبورۍ او مشکلاتو باندې اعتراف[۲]
  • د خدای پاک له خوا د دعا د قبلیدو وعده او د بندګانو د مشکلات ختمول
  • د شیطان پيژندګلو او د انسان د فریب لپاره د هغه اوزار
  • د انسان په ګناه باندې د شیطان خوشحالي
  • د خدای پاک په نافرمانۍ باندې د شیطان له خوا د انسان غندنه.[۳]

شرحې

لسمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو لکه د دیار عاشقان د حسین انصاریان کتاب په پينځم ټوک کې په مفصله طریقه په فارسۍ کې شرحه شوې ده.[۴] په شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي په کتاب کې[۵] او شرح و ترجمه صحیفه سجادیه د سید احمد فهري په کتاب کې[۶] او په څو نورو کتابونو کې په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.

د صحیفه سجادیه لسمه دعا همدارنګ په ځینې کتابونو لکه ریاض السالکین د سید علي خان مدني کتاب،[۷] فی ظلال الصحیفه السجادیه د محمد جواد مغنیه کتاب،[۸] ریاض العارفین د محمد بن محمد دارابي تالیف[۹] او آفاق الروح د سید محمد حسین فضل‌ الله لیکلی کتاب کې[۱۰] په عربۍ ژبه شرحې شوې ده. د دې دعا ګران ټکي په ځینې لغوي شرحو لکه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني کتاب په تفصیل سره راغلي دي.[۱۱]

متن او ژباړه

د صحیفه سجادیه لسمه دعا
متن ترجمه
وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ فِي اللَّجَإِ إِلَي اللَّهِ تَعَالَي

للَّهُمَّ إِنْ تَشَأْ تَعْفُ عَنَّا فَبِفَضْلِكَ، وَ إِنْ تَشَأْ تُعَذِّبْنَا فَبِعَدْلِكَ

فَسَهِّلْ لَنَا عَفْوَكَ بِمَنِّكَ، وَ أَجِرْنَا مِنْ عَذَابِكَ بِتَجَاوُزِكَ، فَإِنَّهُ لَا طَاقَةَ لَنَا بِعَدْلِكَ، وَ لَا نَجَاةَ لِأَحَدٍ مِنَّا دُونَ عَفْوِكَ

يَا غَنِيَّ الْأَغْنِيَاءِ، هَا، نَحْنُ عِبَادُكَ بَيْنَ يَدَيْكَ، وَ أَنَا أَفْقَرُ الْفُقَرَاءِ إِلَيْكَ، فَاجْبُرْ فَاقَتَنَا بِوُسْعِكَ، وَ لَا تَقْطَعْ رَجَاءَنَا بِمَنْعِكَ، فَتَكُونَ قَدْ أَشْقَيْتَ مَنِ اسْتَسْعَدَ بِكَ، وَ حَرَمْتَ مَنِ اسْتَرْفَدَ فَضْلَكَ

فَإِلَى مَنْ حِينَئِذٍ مُنْقَلَبُنَا عَنْكَ، وَ إِلَى أَيْنَ مَذْهَبُنَا عَنْ بَابِكَ، سُبْحَانَكَ نَحْنُ الْمُضْطَرُّونَ الَّذِينَ أَوْجَبْتَ إِجَابَتَهُمْ، وَ أَهْلُ السُّوءِ الَّذِينَ وَعَدْتَ الْكَشْفَ عَنْهُمْ

وَ أَشْبَهُ الْأَشْيَاءِ بِمَشِيَّتِكَ، وَ أَوْلَى الْأُمُورِ بِكَ فِي عَظَمَتِكَ رَحْمَةُ مَنِ اسْتَرْحَمَكَ، وَ غَوْثُ مَنِ اسْتَغَاثَ بِكَ، فَارْحَمْ تَضَرُّعَنَا إِلَيْكَ، وَ أَغْنِنَا إِذْ طَرَحْنَا أَنْفُسَنَا بَيْنَ يَدَيْكَ

اللَّهُمَّ إِنَّ الشَّيْطَانَ قَدْ شَمِتَ بِنَا إِذْ شَايَعْنَاهُ عَلَى مَعْصِيَتِكَ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ لَا تُشْمِتْهُ بِنَا بَعْدَ تَرْكِنَا إِيَّاهُ لَكَ، وَ رَغْبَتِنَا عَنْهُ إِلَيْكَ.

الله تعالى ته د پناه وړلو لپاره د امام دُعا

اى خدايه كه ته وغواړې چې موږ وبخښې نو دا ستا د فضل او رحمت بركت دے او كه ته وغواړې چې سزا راكاندې نو دا ستا د عدل له مخه دى.

نو ته د خپل احسان په وجه موږ پوره پوره وبخښې او زموږ له ګناهانو تير شې ځكه چې موږ ستا د عدل طاقت نه لرو او ستا له بخښنې پرته يو هم ژغوريدلى نه شو.

اى د بې نيازانو بې نيازه. هو، نو موږ ټول ستا بندګان يوو او ستا په وړاندې ولاړ يوو او زه تر ټولو محتاجانو زيات تا ته اړمن يم نو په خپلو ډكو خزانو سره زموږ د فقر لمنه ډكه كانده او له خپلو ورونو مو نا اميده مه ستنوه كه نه وى نو هغه كس چې له تا يې خوښى غوښتله هغه به ستا لخوا بې برخې شى او هغه كس چې ستا له فضله يې بخښنه او عطا غوښتله هغه به ستا له دره محرومه شي.

نو اوس موږ ستا له دره چيرته لاړ شو او ستا له دره د چا ورهْ ته لاړ شو ته تر دې لوړ او پاك يې چې موږ ستانه كړې  موږ  هغه عاجزه او بې وسه يوو د چا د دعا ګانو قبلول چې تا پر ځان ضرورى كړى دى او هغه دړمن يوو چې د هغوي په  دړدونو د پاه كيښودلو تا ژمنه كړې ده.

او په ټولو څيزونو كې ستا له خوښې سره مناسب او په ټولو چارو كې  ستا له لويۍ او عظمت سره دا ښايې چې هر څوك ستا رحم وغواړي ته پرې رحم وكړې او څوك چې درته فرياد وكړي فرياد ته يې ورسيږې. ته اوس په خپلې بارګاه كې زموږ په زارۍ او فرياد رحم وكړه او په داسې حال كې چې موږ خپل ځان ستا په وړاندې د ذلت په خاورو اچولى دے ته موږ له فكرونو او غمونو وژغوره.

اى لويه خدايه كله چې موږ ستا په معصيت كې د شيطان په پله پل كيښود نو هغه (زموږ په دې كمزورۍ) خوشحاله شو ته په محمد (ص) او د هغه پر آل رحمت وليږه او اى پرودګاره كله چې موږ ستا په خاطر شيطان پريښود او مخ مو ورځنې واړوه او له تاسره مو مينه پيدا كړه نو داسې بلا راباندې مه راوله چې هغه موږ ته پيغور راكړي[۱۲].

فوټ نوټ

  1. ترجمه و شرح دعای دهم صحیفه سجادیه، سایت عرفان.
  2. د دعا متن
  3. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۷۵-۹۶؛ ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۴۶۵-۴۸۲.
  4. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۷۵-۹۶.
  5. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۴۶۵-۴۸۲.
  6. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۵۱۹-۵۲۵.
  7. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۲، ص۴۲۵-۴۴۱.
  8. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۱۵۹-۱۶۵.
  9. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۱۳۷-۱۴۰.
  10. فضل الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۲۷۵-۲۸۴.
  11. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۳۴-۳۵.
  12. (په پارسي ژبه کښې) ترجمه از شیخ حسین انصاریان.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک