د صحیفه سجادیه یو پنځوسمه دعا

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دوتنه:Fifty-first Supplication of al-Sahifa al-Sajjadiyya.jpg
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د احمد نیریزي لخوا لیکل شوی، د ۱۱۴۵ قمري کال

د صحیفه سجادیه یو پنځوسمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې خدای ته په کې دعا او زاري ده. په دغه دعا کښې امام سجاد(ع) د خداے پاک د بې شمېره نعمتونو لپاره شکر ادا کوي. که څه هم د انسان شکر د خدای د نعمتونو په وړاندې بې ارزښته ګڼي او انسان د خدای له شکر ادا کولو ناتوان ګڼي. همدارنګه په دې دعا کې خدای د انسان د یوازیني ملاتړي په توګه معرفی شوی چې له ستونزو څخه د خلاصون لاره په هغه توکل کول دي. د خدای د عیبونو د پټولو په ترڅ کې د ټولنیز ژوند ثبات او د بې وسۍ په وخت کې د دعا قبلیدل د دې دعا له نورو تعلماتو څخه دي

یو پنځوسمه دعا د صحيفه سجاديه په شرحو لکه د حسن ممدوحي کرمانشاهي په کتاب شهود او شناخت کې په فارسي ژبه او په عربي ژبه د سيد علي خان مدني په رياض السالکين کتاب کې شرحه شوې ده.

تعلیمات

د یو پنځوسمې دعا موضوعات د صحیفه سجادیه له دعاګانو څخه، د خدای حمد، له بالذات بې نیازه خدای څخه د حاجتونو غوښتنه، د خدای درګاه ته پناه وړل، بخښنه غوښتل، د عافیت غوښتل، د قضا مسله او د الله جل جلاله شکر ادا کول او د انسان د کمزوریو بیان.[۱] د دې دعا په شرحه کې د حسن ممدوحي کرمانشاهي په وینا، د خدای درګاه کې د معصومو امامانو علیهم السلام خبرې له ټولو غوره مناجات او د راز و نیاز دي؛. ځکه چې هغوي د خدای په وړاندې د انسان ذاتي فقر او د خدای تعالی بې نیازۍ ته پام کوي، نو له همدې امله هغوي د بندګانو ټولې اړتیاوې اوري او په غوره عبارتونو سره د خدای د رحمت غوښتنه کوي.[2]

د دې دعا تعلمات په لاندې ډول دي:

  • د احسان په وړاندې د خدای شکر
  • په بندګانو باندې د خدای احسان د هغوي له غوښتې زیات دی
  • د انسانانو لپاره د خدای بې شمېره نعمتونه
  • د خدای پاک د نعمتونو د شکر ادا کولو لپاره د انسان په ناتوانۍ اعتراف
  • د خدای د احسان او نعمتونو په ترڅ کې له ژونده خوند اخستل او د نفس اصلاح
  • د انسان د خدای نعتونه سپک ګڼل او په شکر ادا کولو کې سستي
  • خدای په سختۍ او ناچارۍ کې دعا قبلوي
  • خدای له انسانه سختې بلاګانې لری کوي
  • په بندګانو باندې د خدای خاص کرم
  • د خدای له درګاه څخه د بندګانو نهیلی نه ستنیدل
  • د دښمنانو په وړاندې خدای پاک د بندګانو یوازینی ملاتړی دی
  • ځان، ژبې او عقل سره د خدای ستاینه
  • حمد او ستایش او شکر سره د خدای له غضبه خلاصې
  • حقیقي او بشپړ حمد چې شکر سره وي د خدای رضا سره برابر دی
  • خدای د خطاګانو معافوونکی دی
  • د ټولنیز ژوند پایداري او د عزت ساتل د خدای د عیب پټولو په ترڅ کې
  • د ګناه له سببه د انسان ذلت او سپکاوې
  • د خدای په وړاندې ذلت او خواري او د خدای له قدرته ویره
  • له وژونکیو ګناهانو څخه تیښته او د خدای ته ستنیدل
  • د نفس له وسوسو او ډېرو غمونو خدای ته شکوه
  • د انسان په حق کې د خدای د فیض او کرم دایمي شونه
  • د خدای درګاه ته د انسان هر اړخیزه اړتیا
  • د بد باطن له سببه له رسوا کیدو څخه د امان لپاره دعا
  • د ذمه وارو په ترسره کولو کې سستي د شیطان له چلونو څخه دي
  • له مشکلاتو څخه د ژغوریدو لپاره یواځینۍ لاره په خدای باندې توکل دی
  • د کم شکر له سبب خدا پاک ته د دنیا او اخرت له خیره نه محرومیدو لپاره دعا
  • د خدای د نعمتونو په وړاند د انسان د شکر نا څه شونه
  • د خدای عذاب د هغه عدالت دی.[۱]

شرحې

یو پنځوسمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو کې شرحه شوې او همدارنګ په دیار عاشقان کتاب کې چې حسین انصاریان لیکلی[۳] شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحی کرمانشاهي کتاب[۴] او د سید احمد فهری د صحیفه سجادیه په شرحې کې[۵] په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.

همدارنګ پنځوسمه دعا په ځنې کتابونو لکه ریاض السالکین چې سید علی خانی مدنی لیکلی[6] فی ظلال الصحیفه السجادیه چې محمدجواد مغنیه لیکلی،[7] ریاض العارفین کې چې محمد بن محمد دارابی لیکلی[8] او آفاق الروح کې چې سید محمدحسین فضل الله لیکلی[9] په عربۍ ژبه شرح شوې ده او همدارنګ د دې دعا ګران ټکي لغوي شرحه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني لیکلی کتاب[10] او د عزالدین جزایري[11] د صحیفه سجادیه په شرحه کې راغلې ده.

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه یو پنځوسمه دعا
متن Translation
وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ فِي التَّضَرُّعِ وَ الِاسْتِكَانَةِ

(۱) إِلَهِي أَحْمَدُكَ وَ أَنْتَ لِلْحَمْدِ أَهْلٌ عَلَى حُسْنِ صَنِيعِكَ إِلَيَّ، وَ سُبُوغِ نَعْمَائِكَ عَلَيَّ، وَ جَزِيلِ عَطَائِكَ عِنْدِي، وَ عَلَى مَا فَضَّلْتَنِي بِهِ مِنْ رَحْمَتِكَ، وَ أَسْبَغْتَ عَلَيَّ مِنْ نِعْمَتِكَ، فَقَدِ اصْطَنَعْتَ عِنْدِي مَا يَعْجِزُ عَنْهُ شُكْرِي. (۲) وَ لَوْ لَا إِحْسَانُكَ إِلَيَّ وَ سُبُوغُ نَعْمَائِكَ عَلَيَّ مَا بَلَغْتُ إِحْرَازَ حَظِّي، وَ لَا إِصْلَاحَ نَفْسِي، وَ لَكِنَّكَ ابْتَدَأْتَنِي بِالْإِحْسَانِ، وَ رَزَقْتَنِي فِي أُمُورِي كُلِّهَا الْكِفَايَةَ، وَ صَرَفْتَ عَنِّي جَهْدَ الْبَلَاءِ، وَ مَنَعْتَ مِنِّي مَحْذُورَ الْقَضَاءِ. (۳) إِلَهِي فَكَمْ مِنْ بَلَاءٍ جَاهِدٍ قَدْ صَرَفْتَ عَنِّي، وَ كَمْ مِنْ نِعْمَةٍ سَابِغَةٍ أَقْرَرْتَ بِهَا عَيْنِي، وَ كَمْ مِنْ صَنِيعَةٍ كَرِيمَةٍ لَكَ عِنْدِي (۴) أَنْتَ الَّذِي أَجَبْتَ عِنْدَ الِاضْطِرَارِ دَعْوَتِي، وَ أَقَلْتَ عِنْدَ الْعِثَارِ زَلَّتِي، وَ أَخَذْتَ لِي مِنَ الْأَعْدَاءِ بِظُلَامَتِي. (۵) إِلَهِي مَا وَجَدْتُكَ بَخِيلًا حِينَ سَأَلْتُكَ، وَ لَا مُنْقَبِضاً حِينَ أَرَدْتُكَ، بَلْ وَجَدْتُكَ لِدُعَائِي سَامِعاً، وَ لِمَطَالِبِي مُعْطِياً، وَ وَجَدْتُ نُعْمَاكَ عَلَيَّ سَابِغَةً فِي كُلِّ شَأْنٍ مِنْ شَأْنِي وَ كُلِّ زَمَانٍ مِنْ زَمَانِي، فَأَنْتَ عِنْدِي مَحْمُودٌ، وَ صَنِيعُكَ لَدَيَّ مَبْرُورٌ. (۶) تَحْمَدُكَ نَفْسِي وَ لِسَانِي وَ عَقْلِي، حَمْداً يَبْلُغُ الْوَفَاءَ وَ حَقِيقَةَ الشُّكْرِ، حَمْداً يَكُونُ مَبْلَغَ رِضَاكَ عَنِّي، فَنَجِّنِي مِنْ سُخْطِكَ. (۷) يَا كَهْفِي حِينَ تُعْيِينِي الْمَذَاهِبُ وَ يَا مُقِيلِي عَثْرَتِي، فَلَوْ لَا سَتْرُكَ عَوْرَتِي لَكُنْتُ مِنَ الْمَفْضُوحِينَ، وَ يَا مُؤَيِّدِي بِالنَّصْرِ، فَلَوْ لَا نَصْرُكَ إِيَّايَ لَكُنْتُ مِنَ الْمَغْلُوبِينَ، وَ يَا مَنْ وَضَعَتْ لَهُ الْمُلُوكُ نِيرَ الْمَذَلَّةِ عَلَى أَعْنَاقِهَا، فَهُمْ مِنْ سَطَوَاتِهِ خَائِفُونَ، وَ يَا أَهْلَ التَّقْوَى، وَ يَا مَنْ‏ «لَهُ الْأَسْماءُ الْحُسْنى»‏، أَسْأَلُكَ أَنْ تَعْفُوَ عَنِّي، وَ تَغْفِرَ لِي فَلَسْتُ بَرِيئاً فَأَعْتَذِرَ، وَ لَا بِذِي قُوَّةٍ فَأَنْتَصِرَ، وَ لَا مَفَرَّ لِي فَأَفِرَّ. (۸) وَ أَسْتَقِيلُكَ عَثَرَاتِي، وَ أَتَنَصَّلُ إِلَيْكَ مِنْ ذُنُوبِيَ الَّتِي قَدْ أَوْبَقَتْنِي، وَ أَحَاطَتْ بِي فَأَهْلَكَتْنِي، مِنْهَا فَرَرْتُ إِلَيْكَ- رَبِّ- تَائِباً فَتُبْ عَلَيَّ، مُتَعَوِّذاً فَأَعِذْنِي، مُسْتَجِيراً فَلَا تَخْذُلْنِي، سَائِلًا فَلَا تَحْرِمْنِي مُعْتَصِماً فَلَا تُسْلِمْنِي، دَاعِياً فَلَا تَرُدَّنِي خَائِباً. (۹) دَعَوْتُكَ- يَا رَبِّ- مِسْكِيناً، مُسْتَكِيناً، مُشْفِقاً، خَائِفاً، وَجِلًا، فَقِيراً، مُضْطَرّاً إِلَيْكَ. (۱۰) أَشْكُو إِلَيْكَ يَا إِلَهِي ضَعْفَ نَفْسِي عَنِ الْمُسَارَعَةِ فِيمَا وَعَدْتَهُ أَوْلِيَاءَكَ، وَ الْمُجَانَبَةِ عَمَّا حَذَّرْتَهُ أَعْدَاءَكَ، وَ كَثْرَةَ هُمُومِي، وَ وَسْوَسَةَ نَفْسِي. (۱۱) إِلَهِي لَمْ تَفْضَحْنِي بِسَرِيرَتِي، وَ لَمْ تُهْلِكْنِي بِجَرِيرَتِي، أَدْعُوكَ فَتُجِيبُنِي وَ إِنْ كُنْتُ بَطِيئاً حِينَ تَدْعُونِي، وَ أَسْأَلُكَ كُلَّمَا شِئْتُ مِنْ حَوَائِجِي، وَ حَيْثُ مَا كُنْتُ وَضَعْتُ عِنْدَكَ سِرِّي، فَلَا أَدْعُو سِوَاكَ، وَ لَا أَرْجُو غَيْرَكَ (۱۲) لَبَّيْكَ لَبَّيْكَ، تَسْمَعُ مَنْ شَكَا إِلَيْكَ، وَ تَلْقَى مَنْ تَوَكَّلَ عَلَيْكَ، وَ تُخَلِّصُ مَنِ اعْتَصَمَ بِكَ، وَ تُفَرِّجُ عَمَّنْ لَاذَ بِكَ. (۱۳) إِلَهِي فَلَا تَحْرِمْنِي خَيْرَ الْآخِرَةِ وَ الْأُولَى لِقِلَّةِ شُكْرِي، وَ اغْفِرْ لِي مَا تَعْلَمُ مِنْ ذُنُوبِي. (۱۴) إِنْ تُعَذِّبْ فَأَنَا الظَّالِمُ الْمُفَرِّطُ الْمُضَيِّعُ الْآثِمُ الْمُقَصِّرُ الْمُضَجِّعُ الْمُغْفِلُ حَظَّ نَفْسِي، وَ إِنْ تَغْفِرْ فَأَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ.

{{{2}}}

فوټ نوټ

  1. ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۴، ص۳۱۱-۳۳۶؛ شرح فرازهای دعای پنجاه و یکم صحیفه از سایت عرفان.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
  • جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفة السجادیة، تهران، مؤسسة البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفة السجادیة، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک