د صحیفه سجادیه اته ویشتمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبدالله یزدي په نسخ خط کې، د ۱۱۰۲ قمري کال د شعبان میاشت کې لیکل شوې

د صحیفه سجادیه اته ویشتمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې الله تعالی سره د راز او نیاز او هغه ته د پناه وړلو په وخت لوستل کیږي. په دغه دعا کښې حضرت امام سجاد(ع) له خدايه پرته له بل چا څخه مرسته غوښتل د عقل د خطا نتيجه ګڼي او د نورو له خطاګانو څخه په زده کړه باندې تاکيد کوي. همدارنګه د خدای خاصو ځانګړتیاوو ته اشاره کوي لکه د الله وحدانیت، او هغه ته د رسیدو لپاره له نورو څخه زړه پری کول اړین ګڼي او خدای پاک د اړتیاوو پوره کوونکی معرفي کوي.

اته ویشتمه دعا د صحیفه سجادیه په ځینې شرحو لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان لیکلی او شهود و شناخت د حسن ممدوحي کرمانشاهي په فارسۍ ژبه لیکلی او په ریاض السالکین د سید علي خان مدني په عربۍ ژبه لیکلی شرحې کې راغلې ده.

تعلیمات

د صحیفه سجادیه د اته ویشتمې دعا اصلي موضوع، الله تعالی سره راز او نیاز او هغه ته پناه وړل دي[۱] دا دعا الله تعالی سره اړیکې له ټولو متواضعه طریقه ګڼل شوې ده همدارنګ ویل شوي دي چې دا دعا د امام سجاد(ع) د خدای د پيژندګلو ژوروالی ښايي او په بله طریقه هغه څه ښايي چې یو دعا کوونکی یې باید د الله د پيژندګلو په هکله ولري[۲] د دې دعا تعلیمات لاندې دي:

  • خدای ته د رسیدو لپاره له نورو څخه پرې کیدل
  • په ټول زړه سره خدای ته رجوع کول
  • د هغه چا څخه هیله پری کول چې په خپله د بل چا محتاج وي.
  • له خدایه پرته له بل چا ناامیدي
  • له محتاجو څخه د محتاجه غوښته د عقل د ګمراهۍ پایله ده
  • د هغه چا ذلت چې له الله پرته له بل چا عزت غواړي
  • فقر او نیازمندي له خدای پرته له نورو څخه د شتمنۍ د غوښتلو پایله ده
  • سپکاوی او پستي، له خدایه پرته له نورو څخه د لویۍ د غوښتلو پایله ده
  • د نورو له تېروتنو څخه د زده کړې ضرورت
  • د سمې لارې غوره کول د هغو کسانو څخه د زده کړې پایله ده چې له خدای پرته پر نورو یې تکیه وهله
  • خدای د محتاجانو د اړتیاوې پوره کوونکی دی
  • له خدای پرته په بل چا هیڅ امید نشته
  • د خدای ځانګړتياوې: توحيد، په قدرت سره قایمیدل، بې نیازي او برتري
  • ټولو مخلوقاتو ته د الهي رحمت شاملیدل
  • د خدای او مخلوق ترمنځ ځینې توپیرونه
  • خدای له شبیه او ورته درلودلو لوړ دی[۳]

شرحې

اته ویشتمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو لکه شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي په کتاب کې[۴] او شرح و ترجمه صحیفه سجادیه د سید احمد فهري په کتاب کې[۵] په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.

د صحیفه سجادیه اته ویشتمه دعا همدارنګ په ځینې کتابونو لکه ریاض السالکین د سید علي خان مدني کتاب،[۶] فی ظلال الصحیفه السجادیه د محمد جواد مغنیه کتاب،[۷] ریاض العارفین د محمد بن محمد دارابي تالیف[۸] او آفاق الروح د سید محمد حسین فضل‌ الله لیکلی کتاب کې[۹] په عربۍ ژبه شرحې شوې ده. د دې دعا ګران ټکي په ځینې لغوي شرحو لکه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني کتاب[۱۰] او شرح الصحیفه السجادیه د عزالدین جزائري کتابونو کې[۱۱] په تفصیل سره راغلي دي.

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه اته ویشتمه دعا
متن ترجمه[۱۲]
وَکانَ مِنْ دُعَائِهِ علیه‌السلام مُتَفَزِّعاً إِلَی اللَّهِ عَزَّوَجَلَّ

(۱) اللَّهُمَّ إِنِّی أَخْلَصْتُ بِانْقِطَاعِی إِلَیک (۲) وَ أَقْبَلْتُ بِکلِّی عَلَیک (۳) وَ صَرَفْتُ وَجْهِی عَمَّنْ یحْتَاجُ إِلَی رِفْدِک (۴) وَ قَلَبْتُ مَسْأَلَتِی عَمَّنْ لَمْ یسْتَغْنِ عَنْ فَضْلِک

(۵) وَ رَأَیتُ أَنَّ طَلَبَ الْمُحْتَاجِ إِلَی الْمُحْتَاجِ سَفَهٌ مِنْ رَأْیهِ وَ ضَلَّةٌ مِنْ عَقْلِهِ. (۶) فَکمْ قَدْ رَأَیتُ- یا إِلَهِی- مِنْ أُنَاسٍ طَلَبُوا الْعِزَّ بِغَیرِک فَذَلُّوا، وَ رَامُوا الثَّرْوَةَ مِنْ سِوَاک فَافْتَقَرُوا، وَ حَاوَلُوا الارْتِفَاعَ فَاتَّضَعُوا، (۷) فَصَحَّ بِمُعَاینَةِ أَمْثَالِهِمْ حَازِمٌ وَفَّقَهُ اعْتِبَارُهُ، وَ أَرْشَدَهُ إِلَی طَرِیقِ صَوَابِهِ اخْتِیارُهُ. (۸) فَأَنْتَ یا مَوْلَای دُونَ کلِّ مَسْئُولٍ مَوْضِعُ مَسْأَلَتِی، وَ دُونَ کلِّ مَطْلُوبٍ إِلَیهِ وَلِی حَاجَتِی (۹) أَنْتَ الْمَخْصُوصُ قَبْلَ کلِّ مَدْعُوٍّ بِدَعْوَتِی، لَا یشْرَکک أَحَدٌ فِی رَجَائِی، وَ لَا یتَّفِقُ أَحَدٌ مَعَک فِی دُعَائِی، وَ لَا ینْظِمُهُ وَ إِیاک نِدَائِی (۱۰) لَک- یا إِلَهِی- وَحْدَانِیةُ الْعَدَدِ، وَ مَلَکةُ الْقُدْرَةِ الصَّمَدِ، وَ فَضِیلَةُ الْحَوْلِ وَ الْقُوَّةِ، وَ دَرَجَةُ الْعُلُوِّ وَ الرِّفْعَةِ. (۱۱) وَ مَنْ سِوَاک مَرْحُومٌ فِی عُمُرِهِ، مَغْلُوبٌ عَلَی أَمْرِهِ، مَقْهُورٌ عَلَی شَأْنِهِ، مُخْتَلِفُ الْحَالاتِ، مُتَنَقِّلٌ فِی الصِّفَاتِ (۱۲) فَتَعَالَیتَ عَنِ الْأَشْبَاهِ وَ الْأَضْدَادِ، وَ تَکبَّرْتَ عَنِ الْأَمْثَالِ وَ الْأَنْدَادِ، فَسُبْحَانَک لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ.

خدای پاک ته د پناه وړلو په وخت د هغه حضرت دعا:

(۱) اى څښتنه ما په پوره خلوص سره له نورو مخ اړولے او له تاسره مې مينه پيدا كړې ده (۲) او په ټول وجود سره تا ته متوجې يم (۳) او له هغه كس مې چې پخپله ستا ښندنې او بخشنې ته اړمن دے مخ اړولے (۴) او له هغه چا مې چې ستا له فضل او احسانه بې نيازه نه دے ځان غړولے (۵) او دې نتيجې ته رسيدلے يم چې له يو محتاجه د بل غوښتنه د پوهې پوره سپكاوے او د عقل چورلټه ګمراهى ده (۶) ځكه چې اى زما خدايه ما ډير داسې كسان وليدل چې ته يې پريښودې او له بله يې عزت وغوښت او سپك او رسوا شول او كله يې چې له نورو د نعمت او شتو هيله وكړه نو بيوزلى او فقير پاتې شول او د لوړتيا نيت يې وكړ نو په ګړنګ كې پريوتل (۷) نو د داسې كسانو په ليدلو سره د يو روڼ اندى او لرليدى فكر او سوچ بيخى په ځاى دے چې د عبرت په نتيجه كې ورته توفيق حاصل شو او د هغه سم انتخاب  هغه ته سمه لاره وښوده (۸) نو چې كله حقيقت دا دى نو اى زما څښتنه! هم ته زما د غوښتنې مرجع يې نه هغه چې سوال ترې كيږى او هم ته زما اړتيا پوره كوونكے يي نه هغه چې حاجتونه ترې غوښتل كيږى (۹) او تر دغو ټولو كسانو  مخکې چې  څوك د دعا لپاره بلل کيدی شي  هغه ته يې، چې دعا ورتـــــــــه كوم. او زما په هيله كې له تاسره څوك شريك نه دى او زما په دعا كې ستا سارے نيشته او زما غږ له تاسره څوك نه شريكوى (۱۰) اى خدايه! د شمير يووالے، د بشپړ قدرت كارندوالی، پوره كمال او توان او د مقام لوړوالی  او سترتوب تالره دى (۱۱) او له تا پرته چې څوك دى هغه په خپل ژوند كې ستا رحم او كرم ته اړمن، په خپلو چارو كې پاتې او په خپل ځاى بې وسه او لاچاره دى او حالات يې ډول ډول دى او بدليږى رابدليږى او له يو حالته بل حالت ته اوړى (۱۲) ته له سارى اوهم څنګه لوړ او له مثال او ورته والى سپیڅلی يې. ته پاك يې له تا پرته بل معبود نيشته.

فوټ نوټ

  1. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۷ ص۷۷ و ۸۱.
  2. ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۵۱۳.
  3. سایت عرفان؛ ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۵۱۳-۵۲۶.
  4. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۵۱۳-۵۲۶.
  5. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۴۷۷-۴۸۳.
  6. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۴، ص۲۸۱-۳۱۰.
  7. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۳۶۹-۳۷۲.
  8. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۳۷۳-۳۸۰.
  9. فضل الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۷۹-۸۸.
  10. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۶۵.
  11. جزایری، شرح الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۲، ص۱۵۶-۱۵۷.
  12. (په پارسی ژبه کښې) ترجمه از شیخ حسین انصاریان.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
  • جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک