د صحیفه سجادیه څلور پنځوسمه دعا

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبدالله یزدي په نسخ خط کې، د ۱۱۰۲ قمري کال د شعبان میاشت کې لیکل شوې

د صحیفه سجادیه څلور پنځوسمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې د غم او زړه تنګۍ څخه د خلاصون لپاره به یې لوستله. په دې دعا کې له الله تعالی د غمونو د بهترین لرې کوونکی په توګه معرفي شوی او له هغه څخه د غوره برخلیک غوښتنه شوې ده.

څلور پنځوسمه دعا د صحيفه سجاديه په شرحو لکه دیار عاشقان کې چې حسین انصاریان لیکلی او د حسن ممدوحي کرمانشاهي په کتاب شهود او شناخت کې په فارسي ژبه او په عربي ژبه د سيد علي خان مدني په رياض السالکين کتاب کې شرحه شوې ده.

تعلیمات

څلور پنځوسمه دعا د صحیفه سجادیه له هغه دعاګانو څخه ده چې په هغه کې امام سجاد(ع) له خدایه د هغه د غم، زړه تنګۍ او کړاوونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده. حسن ممدوح کرمانشاهي د دې دعا په شرحې کې وايي: په دنياوي او آخرت چارو کې غم او په مادي او معنوي مسايلو کې فکر او خپګان د انسان د ژوند لازمه ده او په داسې حالت کې مؤمن يوازې خدای ته رجوع کوي.[۱]

د دې دعا تعلیمات په لاندې ډول دي:

  • یوازې مهرمان خدای د زړه تنګو او غمونو لری کوونکی دی
  • د ژوند په پراختیا کې د خدای ځنې صفتونو سره توسل
  • له خدایه د غوره قضا او قدر غوښته کول
  • د هغه چا په شان له خدایه چې اړتیا یې زیاته او توان یې کم شوی دی
  • د داسې مړینې لپاره دعا چې د ریښتوني عمل او اخلاق پر اساس وي
  • له دنیا څخه د بې نیازۍ او خدای ته د ګروهنی غوښته
  • له ډېرې بدې غندنې څخه چې مقرر شوې ده، خدای ته پناه وړل
  • د حق الیقین مقام ته د ګروهنی غوښته
  • خدای ته د لیوالتیا غوښته د هغه لیوالو په شان چې د خدای د درګاه عاشقان دي
  • له خدایه د هغه شان ویرې غوښته لکه څه رنګ چې د الله ولیان لري
  • په ټولو چارو کې یواځې په خدای باندې باور او هېله
  • د عبادت کوونکیو د ویرې غوښته او د خاشعانو عبادت او د توکل کوونکیو او مومنانو د توکل غوښته
  • له ټولو د ښې عمل نامې غوښته
  • د خوف او رجا صفت سره د متصف شونې ضرورت
  • د اخرت نعمتونه د خدای د ټولو له ښو ورکړو څخه دي
  • د بدن د عافیت او سلامتۍ لپاره دعا
  • د بې لارې کوونکو فتنو څخه د ژغوریدو غوښته
  • د دې لپاره دعا چې د دین په احکامو باندې ثابت قدم پاتی شي بې له دې چې له نورو وویریږي
  • د خدای درود او سلام د هغه په راستولي شوي نبي او د هغه په اهلبیتو باندې[۲]

شرحې

څلور پنځوسمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو کې شرحه شوې او همدارنګ په دیار عاشقان کتاب کې چې حسین انصاریان لیکلی[۳] شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحی کرمانشاهي کتاب[۴] او د سید احمد فهری د صحیفه سجادیه په شرحې کې[۵] په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.

همدارنګ څلور پنځوسمه دعا په ځنې کتابونو لکه ریاض السالکین چې سید علي خان مدني لیکلی[۶] فی ظلال الصحیفه السجادیه چې محمد جواد مغنیه لیکلی،[۷] ریاض العارفین کې چې محمد بن محمد دارابي لیکلی[۸] او آفاق الروح کې چې سید محمد حسین فضل الله لیکلی[۹] په عربۍ ژبه شرح شوې ده او همدارنګ د دې دعا ګران ټکي لغوي شرحه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني لیکلی کتاب[۱۰] او د عزالدین جزایري د صحیفه سجادیه په شرحه کې راغلې ده.[۱۱]

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه څلور پنځوسمه دعا
متن Translation
وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ فِي اسْتِكْشَافِ الْهُمُومِ

(۱) يَا فَارِجَ الْهَمِّ، وَ كَاشِفَ الْغَمِّ، يَا رَحْمَانَ الدُّنْيَا وَ الْآخِرَةِ وَ رَحِيمَهُمَا، صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ، وَ افْرُجْ هَمِّي، وَ اكْشِفْ غَمِّي. (۲) يَا وَاحِدُ يَا أَحَدُ يَا صَمَدُ يَا مَنْ‏ «لَمْ يَلِدْ وَ لَمْ يُولَدْ وَ لَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُواً أَحَدٌ»،[۱۳] اعْصِمْنِي وَ طَهِّرْنِي، وَ اذْهَبْ بِبَلِيَّتِي. وَ اقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِيِّ وَ الْمُعَوِّذَتَيْنِ وَ قُلْ هُوَاللهُ أَحَدٌ، وَ قُلْ: (۳) اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ سُؤَالَ مَنِ اشْتَدَّتْ فَاقَتُهُ، وَ ضَعُفَتْ قُوَّتُهُ، وَ كَثُرَتْ ذُنُوبُهُ، سُؤَالَ مَنْ لَا يَجِدُ لِفَاقَتِهِ مُغِيثاً، وَ لَا لِضَعْفِهِ مُقَوِّياً، وَ لَا لِذَنْبِهِ غَافِراً غَيْرَكَ، يَا ذَا الْجَلَالِ وَ الْإِكْرَامِ أَسْأَلُكَ عَمَلًا تُحِبُّ بِهِ مَنْ عَمِلَ بِهِ، وَ يَقِيناً تَنْفَعُ بِهِ مَنِ اسْتَيْقَنَ بِهِ حَقَّ الْيَقِينَ فِي نَفَاذِ أَمْرِكَ. (۴) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ، وَ اقْبِضْ عَلَى الصِّدْقِ نَفْسِي، وَ اقْطَعْ مِنَ الدُّنْيَا حَاجَتِي، وَ اجْعَلْ فِيمَا عِنْدَكَ رَغْبَتِي شَوْقاً إِلَى لِقَائِكَ، وَ هَبْ لِي صِدْقَ التَّوَكُّلِ عَلَيْكَ. (۵) أَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ كِتَابٍ قَدْ خَلَا، وَ أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ كِتَابٍ قَدْ خَلَا، أَسْأَلُكَ خَوْفَ الْعَابِدِينَ لَكَ، وَ عِبَادَةَ الْخَاشِعِينَ لَكَ، وَ يَقِينَ الْمُتَوَكِّلِينَ عَلَيْكَ، وَ تَوَكُّلَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَيْكَ. (۶) اللَّهُمَّ اجْعَلْ رَغْبَتِي فِي مَسْأَلَتِي مِثْلَ رَغْبَةِ أَوْلِيَائِكَ فِي مَسَائِلِهِمْ، وَ رَهْبَتِي مِثْلَ رَهْبَةِ أَوْلِيَائِكَ، وَ اسْتَعْمِلْنِي فِي مَرْضَاتِكَ عَمَلًا لَا أَتْرُكُ مَعَهُ شَيْئاً مِنْ دِينِكَ مَخَافَةَ أَحَدٍ مِنْ خَلْقِكَ. (۷) اللَّهُمَّ هَذِهِ حَاجَتِي فَأَعْظِمْ فِيهَا رَغْبَتِي، وَ أَظْهِرْ فِيهَا عُذْرِي، وَ لَقِّنِّي فِيهَا حُجَّتِي، وَ عَافِ فِيهَا جَسَدِي. (۸) اللَّهُمَّ مَنْ أَصْبَحَ لَهُ ثِقَةٌ أَوْ رَجَاءٌ غَيْرُكَ، فَقَدْ أَصْبَحْتُ وَ أَنْتَ ثِقَتِي وَ رَجَائِي فِي الْأُمُورِ كُلِّهَا، فَاقْضِ لِي بِخَيْرِهَا عَاقِبَةً، وَ نَجِّنِي مِنْ مَضَلَّاتِ الْفِتَنِ بِرَحْمَتِكَ يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ. (۹) وَ صَلَّى اللهُ عَلَى سَيِّدِنَا مُحَمَّدٍ رَسُولِ اللهِ الْمُصْطَفَى وَ عَلَى آلِهِ الطَّاهِرِينَ.

{{{2}}}

فوټ نوټ

  1. ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۴، ص۳۸۰.
  2. ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۴، ص۳۸۰-۳۹۴؛ شرح فرازهای دعای پنجاه و چهارم صحیفه از سایت عرفان.
  3. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۷، ص۶۳۱-۶۴۰.
  4. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۴، ص۳۷۷-۳۹۴.
  5. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۵۷۷-۵۸۳.
  6. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۷، ص۴۱۳-۴۴۶.
  7. مغنیه، فی ظلال الصحیفة، ۱۴۲۸ق، ص۶۶۱-۶۶۷.
  8. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۷۳۱-۷۳۸.
  9. فضل‌الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۶۳۶-۶۴۶.
  10. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفة السجادیة، ۱۴۰۷ق، ص۱۰۳-۱۰۵.
  11. جزایری، شرح الصحیفة السجادیة، ۱۴۰۲، ص۲۹۹-۳۰۱.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
  • جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفة السجادیة، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفة السجادیة، تهران، مؤسسة البحوث و التحقیقات الثقافیة، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفة السجادیة، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک