د صحیفه سجادیه اومه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه لاسوند چې په ۱۱۴۵ هجري قمری کال کې د احمد نیریزي له خوا په نسخ خط کې لیکل شوې ده.

د صحیفه سجادیه اومه دعا له امام سجاد(ع) راغلې د صحیفه سجادیه اومه دعا چې د غم په وخت کې او د سختیو او بلاګانو د نازلېدو په وخت لوستل کیږي او د خدای په لاس د سختیو اسانېدو او د الهي رحمت په وسیله د ژوند د اسبابو برابرېدو ته اشاره لري. امام سجاد[ع] په دې دعا کې له خدایه د ژوند د غوټو د پرانستو غوښتنه کوي. همداراز د صحیفه سجادیه په دعا کې څلورم امام ټول مخلوقات د خدای د ارادې تابع ګڼي او د خدای په وړاندې د ټولو په کمزورتیا او د هغه چا لپاره چې خدای ذلیل کړی د کوم ملګري او مرسته کوونکي په نشتون اعتراف کوي.

سپارښتنه شوې چې دغه دعا د مشکلاتو د لرې کولو لپاره په خاصو ادابو سره منجمله د سهار له لمانځه وروسته او په بین الطلوعین کې ولوستل شي. اومه دعا په فارسۍ ژبه د حسین انصاریان د اثر دیار عاشقان او په عربۍ ژبه د سید علي خان مدني د اثر ریاض السالکین په شان صحیفه سجادیه په شرحو کې تشریح شوې ده.

ارزښت او مقام

د صحیفه سجادیه اومه دعا، هغه دعا ده چې حضرت سجاد(ع) د ملا ماتوونکو سختیو او د سختو بلاګانو د راتللو او د غم او خپګان په وخت هغه د غم او سختیو د لرې کولو لپاره لوستله. څلورم امام په دغه دعا کې په ضمني ډول د بلاګانو په وخت د بنده دندې هم یادې کړې دي.[۱] د ایران د اسلامي انقلاب مشر آیت الله خامنه ای هم د ۱۳۹۸ کال په کب کې د کرونا ویروس د خپرېدو په وخت په ایران او نورو هیوادونو کې د دغه ناروغۍ د لرې کولو لپاره د دغه دعا د لوستلو سپارښتنه کړې ده.[۲]

تعلیمات

د صحیفه سجادیه د اومې دعا تعلیمات په دې ډول دي:

  • خدای د هرې سختۍ او غوټې پرانستونکی دی.
  • ټول مخلوقات د خدای اراده تابع دي.
  • د الهي مهربانۍ او رحمت په وسیله د ژوند د وسایلو برابرېدل او د ژوند د اسبابو اثرشیندنه.[۳]
  • قضا او قدر د خدای په قدرت سره دي.
  • د خدای اراده حتمي ده.
  • خدای د سختیو، بلاګانو او ربړو په وړاندې د انسان پناه ځای دی.
  • د خدای د غوښتنې په وړاندې د ټولو کمزوري.
  • له پالونکي د فرج او راحتۍ د ورونو د خلاصېدو غوښتنه
  • د دعا د قبلېدو د خوږلت د څکلو غوښتنه.[۴]
  • د واجباتو د کولو او مستحباتو ته د اهمیت ورکولو لپاره دعا
  • د هر څه چلښت یوازې د خدای په اراده او غوښتنه دی
  • هغه څوک چې خدای ذلیل کړی وي هیڅ ملګری او مرستندویی نه لري.[۵]

د لوستلو طریقه

په ځینو کتابونو کې د صحیفه سجادیه د اومې دعا د لوستلو طریقه نقل شوې ده: د دغه دعا پېل د یکشنبې په ورځې دی او تر دېرشو ورځو هره ورځ دغه دعا لس ځله ویل کیږي او د دعا له ختمېدو وروسته، د یا رب، یا رب، ذکر ویل کیږي تر دې چې ساه غوڅه شي. بیا په سجده کې، له خدایه حاجت غوښتل کیږي، ویل شوي چې د دغه دعا په ختم کې، تر شروع کېدو مخکې یې لس ځله درود شریف وویل شي او د دعا له ویلو مخکې او وروسته څلویښت ځله یاالله وویل شي. د دعا په ختم کې، د طلوعینو په مینځ کې او د سهار له لمانځه وروسته د هغې د لوستلو، او په دېرشو ورځو کې له محرماتو او ډېرې ډوډۍ خوړلو د ډډه کولو سپارښتنه شوې ده.همداراز طهارت او د قبلې په مخ کښېناستل او د زړه حضور هم شرط دی.[۶]

شرحې

کومې شرحې چې په صحیفه سجادیه لیکل شووي، د صحیفه سجادیه اومه دعا هم پکې تشریح شوې او د سختو لغتونو وضاحت یې شوی دی. دغه دعا په دیار عاشقان،[۷] شهود و شناخت،[۸] ریاض السالکین[۹] و فی ظلال الصحیفة السجادیة[۱۰] کتابونو کې تشریح شوې او د فیض کاشاني په کتاب تعلیقات علی الصحیفة السجادیة[۱۱] کې سپړل شوې ده.

متن او ژباړه

د صحیفه سجادیه اومه دعا، متن او ژباړه
متن وَ کانَ مِنْ دُعَائِهِ علیه‌السلام إِذَا عَرَضَتْ لَهُ مُهِمَّةٌ أَوْ نَزَلَتْ بِهِ، مُلِمَّةٌ وَ عِنْدَ الْکرْبِ


(۱) یا مَنْ تُحَلُّ بِهِ عُقَدُ الْمَکارِهِ، وَ یا مَنْ یفْثَأُ بِهِ حَدُّ الشَّدَائِدِ، وَ یا مَنْ یلْتَمَسُ مِنْهُ الْمَخْرَجُ إِلَی رَوْحِ الْفَرَجِ.

(۲) ذَلَّتْ لِقُدْرَتِک الصِّعَابُ، وَ تَسَبَّبَتْ بِلُطْفِک الْأَسْبَابُ، وَ جَرَی بِقُدرَتِک الْقَضَاءُ، وَ مَضَتْ عَلَی إِرَادَتِک الْأَشْیاءُ.

(۳) فَهِی بِمَشِیتِک دُونَ قَوْلِک مُؤْتَمِرَةٌ، وَ بِإِرَادَتِک دُونَ نَهْیک مُنْزَجِرَةٌ.

(۴) أَنْتَ الْمَدْعُوُّ لِلْمُهِمَّاتِ، وَ أَنْتَ الْمَفْزَعُ فِی الْمُلِمَّاتِ، لَا ینْدَفِعُ مِنْهَا إِلَّا مَا دَفَعْتَ، وَ لَا ینْکشِفُ مِنْهَا إِلَّا مَا کشَفْتَ

(۵) وَ قَدْ نَزَلَ بی‌ یا رَبِّ مَا قَدْ تَکأَّدَنِی ثِقْلُهُ، وَ أَلَمَّ بی‌مَا قَدْ بَهَظَنِی حَمْلُهُ.

(۶) وَ بِقُدْرَتِک أَوْرَدْتَهُ عَلَی وَ بِسُلْطَانِک وَجَّهْتَهُ إِلَی.

(۷) فَلَا مُصْدِرَ لِمَا أَوْرَدْتَ، وَ لَا صَارِفَ لِمَا وَجَّهْتَ، وَ لَا فَاتِحَ لِمَا أَغْلَقْتَ، وَ لَا مُغْلِقَ لِمَا فَتَحْتَ، وَ لَا مُیسِّرَ لِمَا عَسَّرْتَ، وَ لَا نَاصِرَ لِمَنْ خَذَلْتَ.

(۸) فَصَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ افْتَحْ لِی یا رَبِّ بَابَ الْفَرَجِ بِطَوْلِک، وَ اکسِرْ عَنِّی سُلْطَانَ الْهَمِّ بِحَوْلِک، وَ أَنِلْنِی حُسْنَ النَّظَرِ فِیمَا شَکوْتُ، وَ أَذِقْنِی حَلَاوَةَ الصُّنْعِ فِیمَا سَأَلْتُ، وَ هَبْ لِی‏ مِنْ لَدُنْک رَحْمَةً وَ فَرَجاً هَنِیئاً، وَ اجْعَلْ لِی مِنْ عِنْدِک مَخْرَجاً وَحِیاً.

(۹) وَ لَا تَشْغَلْنِی بِالاهْتِمَامِ عَنْ تَعَاهُدِ فُرُوضِک، وَ اسْتِعْمَالِ سُنَّتِک.

(۱۰) فَقَدْ ضِقْتُ لِمَا نَزَلَ بی‌یا رَبِّ ذَرْعاً، وَ امْتَلَأْتُ بِحَمْلِ مَا حَدَثَ عَلَی هَمّاً، وَ أَنْتَ الْقَادِرُ عَلَی کشْفِ مَا مُنِیتُ بِهِ، وَ دَفْعِ مَا وَقَعْتُ فِیهِ، فَافْعَلْ بی‌ذَلِک وَ إِنْ لَمْ أَسْتَوْجِبْهُ مِنْک، یا ذَا الْعَرْشِ الْعَظِیمِ.

ژباړه كله به چې كوم مهم كار په وړاندي وْ يا به كوم مصيبت راپيښ شوى وْ يا به بل كوم مشكل او ستونځه وه نو امام سجاد به دا دُعا كوله:

اى هغه ذاته چې ستا په وسيله د ستونځو او مصيبتونو غوټې پرانستل كيږى او اى هغه ذاته چې ستا له امله د سختيو توره پڅيږى. اى هغه هستۍ چې له ستونځو او تنګسو څخه د پراختيا او اسانتيا په لور د وتلو لپاره تا ته دعا كيږي(۱)

ته هغه ذات يې چې ستا د قدرت په وړاندې سختۍ اسانى شوې ستا په مهربانۍ د نعمتونو او وسيلو لړۍ جارى وه او ستا په قدرت سره قضا او تقدير نافذ شو او ټول څيزونه ستا د ارادې په لور روان دي(۲)

هغه بې له ويلو ستا د خوښې پابند او بې له تمولو ستا په ارادى تم دي.(۳)

په مشكلاتو او سختيو كې هم ته رابللی شې او د بلاګانو په وخت هم ته پناه ځاى يې، هيڅ مصيبت تر هغې نه غړيږي چې ته يې ونه غړوې او هيڅ ستونځه تر هغې نه اواريږي چې ته ئي اواره نه كاندې.(۴)

اى لويه خدايه پر ما داسې مصيبت نازل شوی چې دروند والى يې زما ملا راكږه كړې او يوه داسې بلا راپيښه شوې چې له زغملو يې زه بې وسه يم(۵)

تا په خپل قدرت سره دا مصيبت پر ما نازل كړی او په خپل وس سره دې زما لور ته كړی دی.(۶)

نو څه چې ته راواړوې د هغه د اړولو او څه چې ته رامتوجه كړې د هغه د غړولو، او څه چې ته بند كړې د هغه د پرانستلو او څه چې ته پرانيزې د هغه د بندولو او څه چې ته سخت كړې د هغه د اسانولو او له چا چې ته پام واړوې له هغه سره د مرستې كولو هيڅوك نيشته.(۷)

رحمت وليږه پر محمد(ص) او د هغه پر آل او اى زما پالونكيه په خپل رحمت سره ماته د اسانتيا ورونه پرانيزه او په خپل وس او طاقت سره د غم او خپګان زور مات كړه او ماته د خپل رحمت سترګې راواړوه زما اړتيا پوره كانده او د احسان خوږ لت راوڅښه او له خپلې خوا رحمت او خوږه اسانى راپه برخه كړه او په خپلې ځانګړې مهربانۍ سره زما لپاره له مصيبته د ژغورلو چټکه لاره اواره کړه.(۸)

او د دې غم او انديښنې په وجه مې د فرائضو له پوره كولو او د مستحباتو له سر ته رسولو مه غافلوه (۹)

ځكه چې زه له دې مصيبته تنګ شوی يم او د دې پيښې په راپيښيدو مې زړه له غمونو او خپګانونو ډك شوی دی په كومې لانجې كې چې ښكيل يم له هغې د وتلو او په كومې بلا چې اخته يم له هغې د ژغورولو وس يوازې هم ته لرې نو خپل قدرت زما په حق كې وچلوه كه څه هم ستا لخوا زه د دې جوګه ونه ګرځيدی شم. اى د ستر عرش مالكه.(۱۰)[۱۲]

فوټ نوټ

  1. ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۴۲۵.
  2. «دعایی که رهبر انقلاب خواندن آن را در دوران شیوع بیماری توصیه کردند.»
  3. متن دعا
  4. متن دعا
  5. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۱۰۳-۲۲۴
  6. اکبری ساوجی، آب حیات، ۱۳۹۲ش، دستور ۱۸۶.
  7. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۱۰۳-۲۲۴.
  8. ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۴۲۵-۴۳۵.
  9. حسینی مدنی، ریاض السالکین، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۳۰۱-۳۲۵.
  10. مغنیه، فی ظلال الصحیفه السجادیه، ۱۴۲۸ق، ص۱۳۵-۱۴۱.
  11. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۳۲-۳۳.
  12. ترجمه از شیخ حسین انصاریان.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۱ش.
  • اکبری ساوجی، محمدحسین، آب حیات، قم، قائم آل محمد(ص)، ۱۳۹۲ش.
  • حسینی مدنی، سید علیخان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۰۹ق.
  • «دعایی که رهبر انقلاب خواندن آن را در دوران شیوع بیماری توصیه کردند.»، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای، درج مطلب ۱۳ اسفند ۱۳۹۸ش، مشاهده ۱۲ آذر ۱۳۹۹ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفة السجادیة، تهران، مؤسسة البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفة السجادیة، قم،‌ دارالکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت: ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، با مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۵ش.