د صحیفه سجادیه درې څلویښتمه دعا
د دعا او زیارت معلومات | |
---|---|
موضوع | د میاشتې لیدل |
مأثور/غیرمأثور | مأثور |
څخه صادر شوی | امام سجاد(ع) |
راوی | متوکل بن هارون بلخي |
شیعه سرچینې | صحیفه سجادیه |
مشهور دعاګانې او زیارتونه | |
توسل دعا • کمیل دعا • ندبه دعا • سمات دعا • فرج دعا • ابوحمزه ثمالي دعا • عاشورا زیارت • جامعه کبیره زیارت • وارث زیارت • امین الله زیارت • اربعین زیارت |
د صحیفه سجادیه درې څلویښتمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې د سپوږمۍ د لیدلو په وخت کې یې تلاوت کوله. په دغه دعا کښې امام سجاد(ع) د سپوږمۍ پيدايښت او حرکت د خدای د تدبیر یوه نښه ګڼي او د نوې مياشتې په شروع کښې له خدايه د توبه، روغتيا، له شرونو څخه د سلامتيا او داسې نورو دعاګانې کوي.
درې څلویښتمه دعا د صحیفه سجادیه په ځینې شرحو لکه دیار عاشقان کې چې حسین انصاریان لیکلی او شهود و شناخت چې حسن ممدوحي کرمانشاهي په فارسۍ ژبه لیکلی او ریاض السالکین چې سید علي خان مدني لیکلی دی او په الحدیقه الهلالیه چې شیخ بهایي لیکلی دی په عربۍ ژبه شرحه شوې ده.
تعلیمات
دری څلویښتمه دعا د صحیفه سجادیه په کتاب کی له هغو دعاګانو څخه ده چی امام سجاد(ع) د سپوږمۍ د لیدلو په وخت تلاوتوله. د محمد حسین فضل الله په کتاب "افاق الروح" کې راغلي، د مخلوقاتو په نړۍ کې د ټولو موجوداتو جلوو ته کتل، د طبیعت د اسرارونو د کشف او په عالم امکان کې خپل مقام ته د انسان د پاملرنې لامل ګرځي[۱] همدارنګ د ممدوحي کرمانشاهي په وینا امام سجاد(ع) له هر موقعې چې یو پکې د سپوږمۍ لیدل دي د دعا او خدای ته د نژدیوالي لپاره ګټه اخلي، ځکه چې له هرې شیبې خدای ته د نږدې کیدو لپاره ګټه اخستل اړین دي.[۲]
د دې دعا تعلیمات په دا ډول دي:
- سپوږمۍ خدای پاک حکم منونکی مخلوق او د اسمان په تدبیر کې تصرف کوونکې ده
- سپوږمۍ د خدای د حاکمیت نښه ده
- د سپوږمۍ په جوړولو او حرکت کې د خدای د پلان حیرانتیا
- خدای د جهان یواځینۍ مدبر دی
- سپوږمۍ د خدای پاک د حاکمیت دلیل دی
- د سپوږمۍ د برکتی شونې لپاره دعا
- د میاشتې د نیکمرغی شونې او له بدیو څخه په امان کې شونې لپاره دعا
- له هغه خوښو کسانو څخه د کیدو لپاره دعا چې نوې سپوږمۍ ورباندې راختلې ده.
- د توبې د توفیق لپاره دعا
- په هره نوې میاشت کې د نعمتونو د شکر کولو لپاره دعا
- د سلامتۍ او بدیو څخه د ژغورنې لپاره دعا
- د خدای د اطاعت په سیوري کې د خدای د نعمتونو د بشپړتیا لپاره دعا
- د سلامتۍ او روغتیا غوښته کول[۳]
شرحې
د صحیفه سجادیه درې څلویښتمه دعا په ځینې شرحو کې راغلې ده: لکه حسین انصاریان په خپل کتاب دیار عاشقان کې په تفصیل سره شرحه کړې ده.[۴] شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي کتاب[۵] د صحیفه سجادیه شرحه او ترجمه چې سید احمد فهري په فارسۍ ژبه شرحه کړې ده.[۶]
همدارنګ د صحیفه سجادیه درې څلویښتمه دعا په ځینې عربي کتابونو لکه ریاض السالکین فی شرح صحیفة سید الساجدین چې سید علي خان مدني لیکلی[۷] فی ظلال الصحیفه السجادیه چې محمد جواد مغنیه لیکلی،[۸] ریاض العارفین کې چې محمد بن محمد دارابي لیکلی[۹] او ځینې نورو کتابونو لکه آفاق الروح کې چې سید محمد حسین فضل الله لیکلی[۱۰] په عربۍ ژبه شرح شوې ده او همدارنګ د دې دعا ګران ټکي لغوي شرحه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني لیکلی کتاب[۱۱] او شرح الصحیفه السجادیه د عزالدین جزائری لیکلی کتاب[۱۲] کې شرحه شوې ده.
درې څلویښتمه دعا همدارنګ په عربی ژبه کی شیخ بهایي په کتاب الحدیقة هلالیه کی شرحه کړې ده. شیخ بهايي لومړی د هلال لغوي معنی او د سپوږمۍ د لیدلو په وخت کې د دعا د قبلیدو په اړه بحث کړی دی او بیا یې د دعا متن تشریح کړی دی. د دې کتاب د ستورپوهنې څېړنه په نورو شرحو لکه ریاض السالکین کې د سید علي خان لیکلی کتاب کې راغلی ده. په دې کتاب کې ډېر ادبي، عرفاني، فقهي او حدیثي ډېر ټکي شته. د الحدیقة الهلالیه کتاب د سید علي موسوي خراساني لخوا څیړل شوی دی.[۱۳]
متن او ترجمه
متن | ترجمه |
---|---|
(۱) أَيُّهَا الْخَلْقُ الْمُطِيعُ، الدَّائِبُ السَّرِيعُ، الْمُتَرَدِّدُ فِي مَنَازِلِ التَّقْدِيرِ، الْمُتَصَرِّفُ فِي فَلَكِ التَّدْبِيرِ. (۲) آمَنْتُ بِمَنْ نَوَّرَ بِكَ الظُّلَمَ، وَ أَوْضَحَ بِكَ الْبُهَمَ، وَ جَعَلَكَ آيَةً مِنْ آيَاتِ مُلْكِهِ، وَ عَلَامَةً مِنْ عَلَامَاتِ سُلْطَانِهِ، وَ امْتَهَنَكَ بِالزِّيَادَةِ وَ النُّقْصَانِ، وَ الطُّلُوعِ وَ الْأُفُولِ، وَ الْإِنَارَةِ وَ الْكُسُوفِ، فِي كُلِّ ذَلِكَ أَنْتَ لَهُ مُطِيعٌ، وَ إِلَى إِرَادَتِهِ سَرِيعٌ (۳) سُبْحَانَهُ مَا أَعْجَبَ مَا دَبَّرَ فِي أَمْرِكَ! وَ أَلْطَفَ مَا صَنَعَ فِي شَأْنِكَ! جَعَلَكَ مِفْتَاحَ شَهْرٍ حَادِثٍ لِأَمْرٍ حَادِثٍ (۴) فَأَسْأَلُ اللَّهَ رَبِّي وَ رَبَّكَ، وَ خَالِقِي وَ خَالِقَكَ، وَ مُقَدِّرِي وَ مُقَدِّرَكَ، وَ مُصَوِّرِي وَ مُصَوِّرَكَ: أَنْ يُصَلِّيَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ أَنْ يَجْعَلَكَ هِلَالَ بَرَكَةٍ لَا تَمْحَقُهَا الْأَيَّامُ، وَ طَهَارَةٍ لَا تُدَنِّسُهَا الْآثَامُ (۵) هِلَالَ أَمْنٍ مِنَ الْآفَاتِ، وَ سَلَامَةٍ مِنَ السَّيِّئَاتِ، هِلَالَ سَعْدٍ لَا نَحْسَ فِيهِ، وَ يُمْنٍ لَا نَكَدَ مَعَهُ، وَ يُسْرٍ لَا يُمَازِجُهُ عُسْرٌ، وَ خَيْرٍ لَا يَشُوبُهُ شَرٌّ، هِلَالَ أَمْنٍ وَ إِيمَانٍ وَ نِعْمَةٍ وَ إِحْسَانٍ وَ سَلَامَةٍ وَ إِسْلَامٍ. (۶) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ اجْعَلْنَا مِنْ أَرْضَى مَنْ طَلَعَ عَلَيْهِ، وَ أَزْكَى مَنْ نَظَرَ إِلَيْهِ، وَ أَسْعَدَ مَنْ تَعَبَّدَ لَكَ فِيهِ، وَ وَفِّقْنَا فِيهِ لِلتَّوْبَةِ، وَ اعْصِمْنَا فِيهِ مِنَ الْحَوْبَةِ، وَ احْفَظْنَا فِيهِ مِنْ مُبَاشَرَةِ مَعْصِيَتِكَ (۷) وَ أَوْزِعْنَا فِيهِ شُكْرَ نِعْمَتِكَ، وَ أَلْبِسْنَا فِيهِ جُنَنَ الْعَافِيَةِ، وَ أَتْمِمْ عَلَيْنَا بِاسْتِكْمَالِ طَاعَتِكَ فِيهِ الْمِنَّةَ، إِنَّكَ الْمَنَّانُ الْحَمِيدُ، وَ صَلَّى اللَّهُ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ الطَّيِّبِينَ الطَّاهِرِينَ.
|
فوټ نوټ
- ↑ فضلالله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۳۴۸-۳۴۹.
- ↑ ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۳۷۳.
- ↑ انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۷، ص۳۸۵-۳۹۸؛ ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۳۷۳-۳۸۱؛ شرح فرازهای دعای چهل و سوم از سایت عرفان.
- ↑ انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۷، ص۳۸۱-۳۹۸.
- ↑ ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۳۷۱-۳۸۱.
- ↑ فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۲۰۵-۲۰۹.
- ↑ مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۵، ص۴۹۹-۵۳۴.
- ↑ مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۴۹۳-۴۹۸.
- ↑ دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۵۱۵-۵۴۲.
- ↑ فضلالله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۳۴۹-۳۵۸.
- ↑ فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۸۰-۸۷.
- ↑ جزایری، شرح الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۲، ص۲۱۳-۲۱۵.
- ↑ شیخ بهایی، الحدیقة الهلالیه، ۱۴۱۱ق، مقدمه محقق.
سرچينې
- انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
- جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
- دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
- شیخ بهایی، محمد، الحدیقه الهلالیه، تحقیق سید علی موسوی خراسانی، قم، موسسه آل الیت، ۱۴۱۱ق.
- فضلالله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
- فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
- فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
- مدنی شیرازی، سید علیخان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
- مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
- ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیتالله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.