د صحیفه سجادیه درې ویشتمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د یو نامعلوم لیکوال لخوا، د 13 پیړۍ تاریخ

د صحیفه سجادیه درې ویشتمه دعا د امام سجاد(ع) له مشهورو دعاګانو څخه ده چې په هغه کې یې له خدایه د دین، عقل، زړه او بدن د روغتیا او سلامتۍ غوښتنه کړې ده. په دغه لمنځ کښې امام سجاد(ع) په شکر او د لارښوونې په راخستلو کښې د زړه او ژبې په يووالي تاکيد کوي او له خدايه د خشیت د مقام غوښتنه کوي. په دې لمنځ کې د شیطان، پیریانو او د نورو له مکره د خدای ته پناه وړی شي.

درې ویشتمه دعا د صحیفه سجادیه په ځینې شرحو لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان لیکلی او شهود و شناخت د حسن ممدوحي کرمانشاهي په فارسۍ ژبه لیکلی او په ریاض السالکین د سید علي خان مدني په عربۍ ژبه لیکلی شرحې کې راغلې ده.

تعلیمات

حضرت سجاد(ع) د صحیفه سجادیه په درې ویشتمه دعا کې له خدایه د دین، عقل، زړه او بدن د روغتیا او سلامتۍ غوښتنه کوي.[۱] د حسن ممدوحي کرمانشاهي په وینا، امام سجاد(ع) په دې دعا کې، له الله تعالی، په سیر الی الله کې د رامنځته شوی خنډونو د لری کولو غوښتنه کړې ده.[۲] د دې دعا تعلیمات په لاندې ډول دي:

  • په ټولو مادي او معنوي چارو کې د روغتیا غوښته کول
  • په دین او دنیا کې د عافیت غوښتنه
  • د ښکلا غوښته او په خلکو باندې د ګرانیدو او د عافیت په سیوري کې د بې نیازۍ غوښته
  • د عافیت په لاسته راوړنې سره د هغې آثار او برکات ترلاسه کول
  • په دین او بدن کې د روغتیا او خوندیتوب او سلامتۍ غوښتنه
  • په زړه کې د بصیرت لپاره غوښتنه او د کارونو د ګټور کیدو غوښتنه
  • د الهي اطاعت د ترسره کولو لپاره او له ګناهونو سره د منعه کیدو لپاره د توان غوښتنه
  • له خدای د خشیت او وېرې لپاره دعا
  • د امنیت غوښتنه، په چارو کې پریکنده، د واجباتو د ترسره کولو لپاره ځواک او د خدای له نافرمانۍ څخه د ډډه کولو لپاره د توان غوښتنه
  • د عمر په اوږدو کې د حج او عمرې غوښتنه او د رسول الله(ص) د قبر د زیارت غوښتنه
  • د حج او عمرې او د رسول الله(ص) د قبر زيارت د زیارت د قبلیدو غوښته او د آخرت لپاره د هغې د ذخیره کیدو غوښتنه
  • د خدای په عبادت کې د ظاهر او باطن همغږي: په ژبه حمد او شکر او په زړه سره د دین لارښوونو منل
  • په ژبې سره د هغه د حمد، شکر، ذکر او ښې ستاینې غوښتنه
  • د خپل ځان او کورنۍ لپاره د شیطان له شر څخه د معافیت غوښتنه
  • د شیطان او پیریانو له شر څخه خدای ته پناه وړل
  • د هر ډول بد مخالفینو او دښمنانو د مخنیوي لپاره دعا
  • د نورو له مکارۍ څخه د ځان ساتلو او د هغوی د نیتونو د بدلیدلو لپاره دعا[۳]

شرحې

درې ویشتمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان په کتاب کې،[۴] په شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي په کتاب کې[۵] او شرح و ترجمه صحیفه سجادیه د سید احمد فهري په کتاب کې[۶] په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.

د صحیفه سجادیه درې ویشتمه دعا همدارنګ په ځینې کتابونو لکه ریاض السالکین د سید علي خان مدني کتاب،[۷] فی ظلال الصحیفه السجادیه د محمد جواد مغنیه کتاب،[۸] ریاض العارفین د محمد بن محمد دارابي تالیف[۹] او آفاق الروح د سید محمد حسین فضل‌ الله لیکلی کتاب کې[۱۰] په عربۍ ژبه شرحې شوې ده. د دې دعا ګران ټکي په ځینې لغوي شرحو لکه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني کتاب[۱۱] او شرح الصحیفه السجادیه د عزالدین جزائري کتابونو کې[۱۲] په تفصیل سره راغلي دي.

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه درې ویشتمه دعا
متن ترجمه[۱۳]
وَ کانَ مِنْ دُعَائِهِ علیه‌السلام إِذَا سَأَلَ اللَّهَ الْعَافِیةَ وَ شُکرَهَا

(۱) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ أَلْبِسْنِی عَافِیتَک، وَ جَلِّلْنِی عَافِیتَک، وَ حَصِّنِّی بِعَافِیتِک، وَ أَکرِمْنِی بِعَافِیتِک، وَ أَغْنِنِی بِعَافِیتِک، وَ تَصَدَّقْ عَلَی بِعَافِیتِک، وَ هَبْ لِی عَافِیتَک وَ أَفْرِشْنِی عَافِیتَک، وَ أَصْلِحْ لِی عَافِیتَک، وَ لَا تُفَرِّقْ بَینِی وَ بَینَ عَافِیتِک فِی الدُّنْیا وَ الْآخِرَةِ. (۲) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ عَافِنِی عَافِیةً کافِیةً شَافِیةً عَالِیةً نَامِیةً، عَافِیةً تُوَلِّدُ فِی بَدَنِی الْعَافِیةَ، عَافِیةَ الدُّنْیا وَ الْآخِرَةِ. (۳) وَ امْنُنْ عَلَی بِالصِّحَّةِ وَ الْأَمْنِ وَ السَّلَامَةِ فِی دِینِی وَ بَدَنِی، وَ الْبَصِیرَةِ فِی قَلْبِی، وَ النَّفَاذِ فِی أُمُورِی، وَ الْخَشْیةِ لَک، وَ الْخَوْفِ مِنْک، وَ الْقُوَّةِ عَلَی مَا أَمَرْتَنِی بِهِ مِنْ طَاعَتِک، وَ الِاجْتِنَابِ لِمَا نَهَیتَنِی عَنْهُ مِنْ مَعْصِیتِک. (۴) اللَّهُمَّ وَ امْنُنْ عَلَی بِالْحَجِّ وَ الْعُمْرَةِ، وَ زِیارَةِ قَبْرِ رَسُولِک، صَلَواتُک عَلَیهِ وَ رَحْمَتُک وَ بَرَکاتُک عَلَیهِ وَ عَلَی آلِهِ، وَ آلِ رَسُولِک عَلَیهِمُ السَّلَامُ أَبَداً مَا أَبْقَیتَنِی فِی عَامِی هَذَا وَ فِی کلِّ عَامٍ، وَ اجْعَلْ ذَلِک مَقْبُولًا مَشْکوراً، مَذْکوراً لَدَیک، مَذْخُوراً عِنْدَک. (۵) وَ أَنْطِقْ بِحَمْدِک وَ شُکرِک وَ ذِکرِک وَ حُسْنِ الثَّنَاءِ عَلَیک لِسَانِی، وَ اشْرَحْ لِمَرَاشِدِ دِینِک قَلْبِی. (۶) وَ أَعِذْنِی وَ ذُرِّیتِی مِنَ الشَّیطَانِ الرَّجِیمِ، وَ مِنْ شَرِّ السَّامَّةِ وَ الْهَامَّةِ و الْعَامَّةِ وَ اللَّامَّةِ، وَ مِنْ شَرِّ کلِّ شَیطَانٍ مَرِیدٍ، وَ مِنْ شَرِّ کلِّ سُلْطَانٍ عَنِیدٍ، وَ مِنْ شَرِّ کلِّ مُتْرَفٍ حَفِیدٍ، وَ مِنْ شَرِّ کلِّ ضَعِیفٍ وَ شَدِیدٍ، وَ مِنْ شَرِّ کلِّ شَرِیفٍ وَ وَضِیعٍ، وَ مِنْ شَرِّ کلِّ صَغِیرٍ وَ کبِیرٍ، وَ مِنْ شَرِّ کلِّ قَرِیبٍ وَ بَعِیدٍ، وَ مِنْ شَرِّ کلِّ مَنْ نَصَبَ لِرَسُولِک وَ لِأَهْلِ بَیتِهِ حَرْباً مِنَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ، وَ مِنْ شَرِّ کلِّ دَابَّةٍ أَنْتَ آخِذٌ بِناصِیتِها، إِنَّک عَلی صِراطٍ مُسْتَقِیمٍ. (۷) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ مَنْ أَرَادَنِی بِسُوءٍ فَاصْرِفْهُ عَنِّی، وَ ادْحَرْ عَنِّی مَکرَهُ، وَ ادْرَأْ عَنِّی شَرَّهُ، وَ رُدَّ کیدَهُ فِی نَحْرِهِ. (۸) وَ اجْعَلْ بَینَ یدَیهِ سُدّاً حَتَّی تُعْمِی عَنِّی بَصَرَهُ، وَ تُصِمَّ عَنْ ذِکرِی سَمْعَهُ، وَ تُقْفِلَ دُونَ إِخْطَارِی قَلْبَهُ، وَ تُخْرِسَ عَنِّی لِسَانَهُ، وَ تَقْمَعَ رَأْسَهُ، وَ تُذِلَّ عِزَّهُ، وَ تَکسُرَ جَبَرُوتَهُ، وَ تُذِلَّ رَقَبَتَهُ، وَ تَفْسَخَ کبْرَهُ، وَ تُؤْمِنَنِی مِنْ جَمِیعِ ضَرِّهِ وَ شَرِّهِ وَ غَمْزِهِ وَ هَمْزِهِ وَ لَمْزِهِ وَ حَسَدِهِ وَ عَدَاوَتِهِ وَ حَبَائِلِهِ وَ مَصَایدِهِ وَ رَجِلِهِ وَ خَیلِهِ، إِنَّک عَزِیزٌ قَدِیرٌ.

د هغه حضرت دعا کله چې یې هر اړخیزه سلامتي او شکر له خدای پاک څخه غوښته

(1) اى څښتنه رحمت وليږه پر محمد(ص) او د هغه پر آل او ماته د خپلې ساتنې جامې راواغونده او د خپل عافيت څادر راوغوړوه په خپل عافيت سره مې خوندى كړه او په خپل عافيت سره مې بې نيازه كړه او د خپل عافيت خير مې جولۍ ته راواچوه خپل عافيت له ما سره تل مل وګرځوه او خپل عافيت زما لپاره سم او اصلاح كانده.او په دنيا او آخرت كې زما او د خپل عافيت ترمينځ بيل والی مه راوله (2) اى څښتنه! رحمت وليږه پر محمد(ص) او د هغه پر ال او ماته داسې عافيت راكړه چې بې نياز كوونكے شفا وركوونكے د مرضونو له لاسه ليرې، او زياتيدونكے وى داسې عافيت چې زما په بدن كې د دنيا او آخرت عافيت وپنځوى. (3) او روغتيا، امن، د جسم او ايمان سلامتياو د زړه بصيرت، د چارو د نافذولو وړتيا د ويرې او هيلې جذبه او د كوم اطاعت حكم چې دي كړے د هغه د كولو طاقت او له كومو ګناهانو چې دې منعې كړې يوو له هغو د دډه كولو د توفيق په راكولو سره په ما احسان وكړه (4) باره خدايه! پر ما دا احسان هم وكړه چې تر كومې ته ما ژوندے وساتې تل سږ كال او په راتلونكو كلونو كې حج او عمره او ستا د استازى(ص)او د هغوى د پاك آل د سپیڅلو قبرونو زيارت وكړم او دا عبادتونه خوښ قبول، د پام وړ او د ځان په نزد زيرمه كړه (5) او د حمد، شكر، ذكر، لمانځنې او ستاينې په سندرو سره زما ژبه ويانده وساته. او د دينى لارښود نو لپاره زما د زړه غوټې پرانيزه (6) او ما او زما بچې د شړل شوى شيطان، زهرجنو ځناورو، وژونكو حيواناتو او د نورو ځناورو له تاوانه او د نظر له لګيدو خوندى وساته او له هر سر غړانده شيطان، هر ظالم واكمن له هرې غاوره ډلې، هر كمزورى او پياوړى هر لوى او وړوكى، هر اعلى او پريوتى او هر نزدې او ليرى، او په جنيانو كې له هغو چې ستا له پيغمبر(ص) او د هغه له ال سره يې جګړې ته مټې رانغاړلى. او د هر حيوان له شره چې ته پرې واك لرې بچ ولره ځكه چې ته د حق او عدل په لاره يې (7) اى څښتنه پر محمد(ص) او د هغوى پر آل رحمت وليږه او څوك چې راسره بد كول غواړى هغه رانه وغړوه. مكر يې له ما ليرى، او اغيز يې تر ما وريا كړه او د هغه د مكر او غولونې غشى د هغه د سينې په لور ستون كړه (8) او د هغه په مخكې يو ديوال ودروه تر دې چې سترګې يې زما له ليدلو ړندې او غوږونه يې زما د خبروله اوريدو كاڼه كړه او په زړه يې قفل ووهه چې زما خيال پكې رانه شى او زما په هكله له څه ويلو د هغه ژبه ګونګۍ كړه د هغه سر وچقوه د هغه عزت تر پښو لاندې كړه د هغه وياړ مات كانده د هغه په غاړه كې د سپكاوى غړوندے واچوه غرور يې ختم كړه او ما د هغه له ضرر رسولو، شر غوښتنو، پيغورونو، بدوينو، غيبته،ځيله، ميرڅۍ، چلونو، لټولو، غښتو او پلو او سورو په خپل امن كې وساته. بې شكه چې ته د برى او اقتدار څښتن ئې.

فوټ نوټ

  1. مغنیه، فی ظلال الصحیفه السجادیه، ۱۴۲۸ق، ص۲۳۲.
  2. ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۳۷۲.
  3. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۶ ص۴۵۵-۴۷۲؛ ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۳۷۲-۳۸۶.
  4. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۶ ص۴۵۵-۴۷۲.
  5. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۳۷۲-۳۸۶.
  6. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۳۸۳-۳۹۰.
  7. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۴، ص۵-۳۶.
  8. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۳۰۹-۳۱۵.
  9. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۳۰۱-۳۱۰.
  10. فضل الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۵۹۹-۶۱۵.
  11. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۵۳-۵۶.
  12. جزایری، شرح الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۲، ص۱۳۲-۱۳۵.
  13. (په پارسي ژبه کښې) ترجمه از شیخ حسین انصاریان.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
  • جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک