د صحیفه سجادیه پینځه ویشتمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د احمد نیریزي لخوا لیکل شوی، د ۱۱۴۵ قمري کال

د صحیفه سجادیه پنځه ویشتمه دعا د امام سجاد(ع) د اولادونو لپاره د مأثورو دعاګانو څخه ده. په دغه دعا کښې حضرت سجاد(ع) د خداے پاک نه د ښه اولاد غوښتنه کوي او خیرغوښتونکي کیدل، د اولاد د اوږد عمر او د عزت غوښتنه کوي. همدارنګه، هغه د شیطان له فتنو څخه خدای ته پناه وړي او د هغه د نفوذ لارې تشریح کوي.

پینځه ویشتمه دعا د صحیفه سجادیه په ځینې شرحو لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان لیکلی او شهود و شناخت د حسن ممدوحي کرمانشاهي په فارسۍ ژبه لیکلی او په ریاض السالکین د سید علي خان مدني په عربۍ ژبه لیکلی شرحې کې راغلې ده.

تعلیمات

د صحیفه سجادیه پينځه ویشتمه دعا د اولاد لپاره دعا ده. امام سجاد(ع) په دې دعا کې د والدینو او اولاد په یو بل باندې حقوق بیانوي او دې دعا کې له خدایه د خپل اولاد لپاره اخروي او دنیوي نعمتونه غواړي.[۱] د دې دعا تعلیمات په دیارلسو برخو[۲] کې راغلي دي:

  • د ښه اولاد غوښته
  • د اولاد لپاره د عزت او اوږد عمر غوښتل
  • د اولاد د خیرغوښتونکو کیدو لپاره دعا (یعنی هم نیکانو وي او هم تقوادار او بصیرت لرونکي)
  • د اولاد د رزق د زیاتي لپاره دعا
  • د اولاد لپاره دا دعا چې د خدای له ولیانو سره مینه وکړي او د هغوي اطاعت وکړي
  • د خدای له دښمانانو سره د اولاد د دښمنۍ لپاره دعا
  • د اولاد د تربیت او مهربانۍ لپاره له خدایه مرسته غوښتل
  • د شیطان له سلطې د خوندي پاتی کیدو لپاره اولاد ته دعا
  • د والدین له عاق کیدو د خوندي پاتی کیدو لپاره اواد ته دعا
  • د ماشومانو لپاره دا دعا چې والدین ورته یاد پاتی شي
  • بې د خدای له رحمته له شیطاني خوندي پاتی کیدل ناممکن دي
  • د خدای په قدرت سره او په زیاتې دعا سره د شیطان بندي کیدل
  • د انسانانو د بې لارې کولو لپاره د شیطان وسوسې: له نیکو اعمالو منعه کول، په ګناه باندې جري کول، په عقیدو کې شبهې رامنځته کول، او لویو لویو ارمانونو باندې اخته کول.
  • د ټولو حاجتونو د پورا کیدو لپاره دعا
  • د دنیا او آخرت د ټولو چارو د سمیدو لپاره دعا
  • له خدای په غوښتې سره د مصلحینو مقام ته رسیدل
  • د خدای له نعمته د نه محروم کیدو لپاره د توکل لاره
  • د اصلاح کوونکو په ډله د کیدو لپاره دعا
  • الله سره د تجارت او اړیکه لویه ګټه
  • خیر، پرمختږ او نیغې لارې ته د رسیدو لپاره د الله تعالی اطاعت
  • له ګناهونو، خطاګانو او غلطو د ژغوریدو لپاره د الله د تقوا لار
  • د ټولو مومنانو او مسلمانانو لپاره په دنیا او اخرت کې عزت او سرلوړي غوښتل
  • د دوزخ له عذابه خدای ته پناه وړل
  • د دنیا او آخرت لپاره د خیر او ښه والي غوښته.[۳]

شرحې

پينځه ویشتمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان په کتاب کې،[۴] په شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي په کتاب کې[۵] او شرح و ترجمه صحیفه سجادیه د سید احمد فهري په کتاب کې[۶] په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.

د صحیفه سجادیه پينځه یشتمه دعا همدارنګ په ځینې کتابونو لکه ریاض السالکین د سید علي خان مدني کتاب،[۷] فی ظلال الصحیفه السجادیه د محمد جواد مغنیه کتاب،[۸] ریاض العارفین د محمد بن محمد دارابي تالیف[۹] او آفاق الروح د سید محمد حسین فضل‌ الله لیکلی کتاب کې[۱۰] په عربۍ ژبه شرحې شوې ده. د دې دعا ګران ټکي په ځینې لغوي شرحو لکه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني کتاب[۱۱] او شرح الصحیفه السجادیه د عزالدین جزائري کتابونو کې[۱۲] په تفصیل سره راغلي دي.

متن او ژباړه

د صحیفه سجادیه پینځه ویشتمه دعا
متن ترجمه[۱۳]
وَ کانَ مِنْ دُعَائِهِ علیه‌السلام لِوُلْدِهِ عَلَیهِمُ السَّلَامُ

(۱) اللَّهُمَّ وَ مُنَّ عَلَی بِبَقَاءِ وُلْدِی وَ بِإِصْلَاحِهِمْ لِی و بِإِمْتَاعِی بِهِمْ. (۲) إِلَهِی امْدُدْ لِی فِی أَعْمَارِهِمْ، وَ زِدْ لِی فِی آجَالِهِمْ، وَ رَبِّ لِی صَغِیرَهُمْ، وَ قَوِّ لِی ضَعِیفَهُمْ، وَ أَصِحَّ لِی أَبْدَانَهُمْ وَ أَدْیانَهُمْ وَ أَخْلَاقَهُمْ، وَ عَافِهِمْ فِی أَنْفُسِهِمْ وَ فِی جَوَارِحِهِمْ وَ فِی کلِّ مَا عُنِیتُ بِهِ مِنْ أَمْرِهِمْ، وَ أَدْرِرْ لِی وَ عَلَی یدِی أَرْزَاقَهُمْ. (۳) وَ اجْعَلْهُمْ أَبْرَاراً أَتْقِیاءَ بُصَرَاءَ سَامِعِینَ مُطِیعِینَ لَک، وَ لِأَوْلِیائِک مُحِبِّینَ مُنَاصِحِینَ، وَ لِجَمِیعِ أَعْدَائِک مُعَانِدِینَ وَ مُبْغِضِینَ، آمِینَ. (۴) اللَّهُمَّ اشْدُدْ بِهِمْ عَضُدِی، وَ أَقِمْ بِهِمْ أَوَدِی، وَ کثِّرْ بِهِمْ عَدَدِی، وَ زَینْ بِهِمْ مَحْضَرِی، وَ أَحْی بِهِمْ ذِکرِی، وَ اکفِنِی بِهِمْ فِی غَیبَتِی، وَ أَعِنِّی بِهِمْ عَلَی حَاجَتِی، وَ اجْعَلْهُمْ لِی مُحِبِّینَ، وَ عَلَی حَدِبِینَ مُقْبِلِینَ مُسْتَقِیمِینَ لِی، مُطِیعِینَ، غَیرَ عَاصِینَ وَ لَا عَاقِّینَ وَ لَا مُخَالِفِینَ وَ لَا خَاطِئِینَ. (۵) وَ أَعِنِّی عَلَی تَرْبِیتِهِمْ وَ تَأْدِیبِهِمْ، وَ بِرِّهِمْ، وَ هَبْ لِی مِنْ لَدُنْک مَعَهُمْ أَوْلَاداً ذُکوراً، وَ اجْعَلْ ذَلِک خَیراً لِی، وَ اجْعَلْهُمْ لِی عَوْناً عَلَی مَا سَأَلْتُک. (۶) وَ أَعِذْنِی وَ ذُرِّیتِی مِنَ الشَّیطَانِ الرَّجِیمِ، فَإِنَّک خَلَقْتَنَا وَ أَمَرْتَنَا وَ نَهَیتَنَا وَ رَغَّبْتَنَا فِی ثَوَابِ مَا أَمَرْتَنَا وَ رَهَّبْتَنَا عِقَابَهُ، وَ جَعَلْتَ لَنَا عَدُوّاً یکیدُنَا، سَلَّطْتَهُ مِنَّا عَلَی مَا لَمْ تُسَلِّطْنَا عَلَیهِ مِنْهُ، أَسْکنْتَهُ صُدُورَنَا، وَ أَجْرَیتَهُ مَجَارِی دِمَائِنَا، لَا یغْفُلُ إِنْ غَفَلْنَا، وَ لَا ینْسَی إِنْ نَسِینَا، یؤْمِنُنَا عِقَابَک، وَ یخَوِّفُنَا بِغَیرِک. (۷) إِنْ هَمَمْنَا بِفَاحِشَةٍ شَجَّعَنَا عَلَیهَا، وَ إِنْ هَمَمْنَا بِعَمَلٍ صَالِحٍ ثَبَّطَنَا عَنْهُ، یتَعَرَّضُ لَنَا بِالشَّهَوَاتِ، وَ ینْصِبُ لَنَا بِالشُّبُهَاتِ، إِنْ وَعَدَنَا کذَبَنَا، وَ إِنْ مَنَّانَا أَخْلَفَنَا، وَ إِلَّا تَصْرِفْ عَنَّا کیدَهُ یضِلَّنَا، وَ إِلَّا تَقِنَا خَبَالَهُ یسْتَزِلَّنَا. ( ۸) اللَّهُمَّ فَاقْهَرْ سُلْطَانَهُ عَنَّا بِسُلْطَانِک حَتَّی تَحْبِسَهُ عَنَّا بِکثْرَةِ الدُّعَاءِ لَک فَنُصْبِحَ مِنْ کیدِهِ فِی الْمَعْصُومِینَ بِک. (۹) اللَّهُمَّ أَعْطِنِی کلَّ سُؤْلِی، وَ اقْضِ لِی حَوَائِجِی، وَ لَا تَمْنَعْنِی الْإِجَابَةَ وَ قَدْ ضَمِنْتَهَا لِی، وَ لَا تَحْجُبْ دُعَائِی عَنْک وَ قَدْ أَمَرْتَنِی بِهِ، وَ امْنُنْ عَلَی بِکلِّ مَا یصْلِحُنِی فِی دُنْیای وَ آخِرَتِی مَا ذَکرْتُ مِنْهُ وَ مَا نَسِیتُ، أَوْ أَظْهَرْتُ أَوْ أَخْفَیتُ أَوْ أَعْلَنْتُ أَوْ أَسْرَرْتُ. (۱۰) وَ اجْعَلْنِی فِی جَمِیعِ ذَلِک مِنَ الْمُصْلِحِینَ بِسُؤَالِی إِیاک، الْمُنْجِحِینَ بِالطَّلَبِ إِلَیک غَیرِ الْمَمْنُوعِینَ بِالتَّوَکلِ عَلَیک. (۱۱) الْمُعَوَّدِینَ بِالتَّعَوُّذِ بِک، الرَّابِحِینَ فِی التِّجَارَةِ عَلَیک، الْمُجَارِینَ بِعِزِّک، الْمُوَسَّعِ عَلَیهِمُ الرِّزْقُ الْحَلَالُ مِنْ فَضْلِک، الْوَاسِعِ بِجُودِک وَ کرَمِک، الْمُعَزِّینَ مِنَ الذُّلِّ بِک، وَ الْمُجَارِینَ مِنَ الظُّلْمِ بِعَدْلِک، وَ الْمُعَافَینَ مِنَ الْبَلَاءِ بِرَحْمَتِک، وَ الْمُغْنَینَ مِنَ الْفَقْرِ بِغِنَاک، وَ الْمَعْصُومِینَ مِنَ الذُّنُوبِ وَ الزَّلَلِ وَ الْخَطَاءِ بِتَقْوَاک، وَ الْمُوَفَّقِینَ لِلْخَیرِ وَ الرُّشْدِ وَ الصَّوَابِ بِطَاعَتِک، وَ الْمُحَالِ بَینَهُمْ وَ بَینَ الذُّنُوبِ بِقُدْرَتِک، التَّارِکینَ لِکلِّ مَعْصِیتِک، السَّاکنِینَ فِی جِوَارِک. (۱۲) اللَّهُمَّ أَعْطِنَا جَمِیعَ ذَلِک بِتَوْفِیقِک وَ رَحْمَتِک، وَ أَعِذْنَا مِنْ عَذَابِ السَّعِیرِ، وَ أَعْطِ جَمِیعَ الْمُسْلِمِینَ وَ الْمُسْلِمَاتِ وَ الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِنَاتِ مِثْلَ الَّذِی سَأَلْتُک لِنَفْسِی وَ لِوُلْدِی فِی عَاجِلِ الدُّنْیا وَ آجِلِ الْآخِرَةِ، إِنَّک قَرِیبٌ مُجِیبٌ سَمِیعٌ عَلِیمٌ عَفُوٌّ غَفُورٌ رَءُوفٌ رَحِیمٌ. (۱۳) وَ «آتِنا فِی الدُّنْیا حَسَنَةً، وَ فِی الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَ قِنا عَذابَ النَّارِ».

د خپلو بچيانو علیهم السلام په حق كې د امام دعا

(۱) اى څښتنه زما د بچيو د بقا د هغوى د روغتيا او سمتيا او له هغوی د برخمنتيا وسيلې برابرې كړه چې زه دې ممنون او منندوے شم. (۲) او زما د لاس نيوى لپاره د هغوي په عمرونو كې بركت واچوه، او ژوند يې اوږد كړه په هغوي کې د وړو پالنه وكړې او کمزورو ته وس وركړې او د هغوي بدني ايماني او اخلاقي حالت سم كاندې. او د هغو په اروا او بدن او نورو چارو كې چې زه ورته بايداهميت وركړم هغوى له عافيت او خيريت څخه برخمن كړه او زما لپاره او زما په وسيله د هغوي لپاره روزي پريمانه كړه (۳) او هغوي نيك پالى، پرهيزګاره روڼ اندي، حق اوريدونكي، ستا منونكي ستا د دوستانو خير غواړي او ستا د ميرڅمنانو دښنه او بد غواړي وګرځوه، امين. (۴) اى خدايه!  د دوي په ذريعه زما مټې پياوړې، زما پريشان حالي سمه، او د دوي له كبله زما ميړونه زيات او زما د غونډو ځلا څو چنده كړه او د دوي په بركت زما نامه ژوندۍ وساته او زما په نيشتوالي كې دوي زما  لپاره ځاى ناستي وټاکه او د دوي په وسيله زما په اړتياوو کې زما مرسته وکړه او دوي زما لپاره مله، مهربانه، پام لرونكى، مستقل او فرمان وړونكى وګرځوه دوي دې سرغړاندی، بلوسګر مخالف او خطاپالى نه وى (۵) او د دوي په روزنې او ښوونې او له دوي سره په ښه سلوك كې زما كومك وكړه پر دوي سر بيره هم ماته د خپل رحمت له خزانى نارينه بچى راكړه او دوي زما لپاره له سره تر پښو خير او بركت وګرځوه او دوي په هغو څيزونو كې چې زه يې غوښتونكے يم زما مرستندوى جوړ كانده (۶) او ما او زوزاد مې له شړل شوى شيطانه وساته ځكه چې تا موږ وپنځولو امر او نهى دې وكړه او كوم حكم چې دې وكړ د هغې ثواب ته دې وګرهولو او له څه چې دې منعې كړي يوو د هغه له عذابه دې وډرولو او زموږ دې يو دښمن جوړ كړ چې له موږ سره مكر كوي او څومره چې دې زموږ په چارو ده ته واك ورکړے دے داسې چي دې دې زموږ په سينو كې استوګن كړ او په رګونو كې دې وزغلاوه موږ غافله شو خو دے نه غافله كيږى موږ يې هير كړو خو دې هيره نه لري دې موږ ته ستا له عذابه ډاډ راكوي له تا پرته مو له نورو ويروي (۷) كه موږ د كومې بدۍ نيت وكړو نودې مو نوره ملا تړي او كه د كوم خير اراده وكړو نو له هغه مو غړوي ګناهانو ته مو رابلي او په زړه كې مو شوبې پيدا كوي كه ژمنه كوي نو دروغ او كه هيله راكوي نو تر پښو لاندى كوي يې او كه ته د هغه مكر ونه غړوې نو دې به لاره راوركه كړي (۸) د دغه لعين تسلط په خپل وس او توان سره له موږ ليرې كړه او د ډيرې دعا په وسيله، دې زموږ له لارې ايسته كړه چې موږ د ده له مكاريو بچ شو. (۹) اى الله! زما هره غوښتنه ومنه او اړتيا مې پوره کانده كله چې تا د دعا د قبلولو ذمه اخستې نو زما دعا مه ستنوه، او كله چې تا ماته د دعا حكم كړے نو زما دعا له خپل دره مه تموه او په كومو څيزونو پورې چې زما د دين او دنيا ګټه تړلې. د هغو په بشپړولو سره پر ما احسان وكړه. چې كوم مې ياد دي يا مې هير دي څرګند كړې مې وي او كه پټ مې پريښيى وي كه په ښكاره مې غوښتى وي او كه په پرده كې (۱۰) په دغو ټولو بڼو كې له دې كبله چې له تا مې سوال كړے دے نو د نيت او كړو په سموونكو او له دې امله چې له تا مې غوښتى نو په بريالى كيدونكو او له دې وجهې چې په تا مې تكيه كړې ده نو په نه ردوونكو كې مې وګرځوه. (۱۱) او له هغو كسانو مې وټاكه چې ستا په لمن كې د پناه غوښتلو ليوال، له تاسره په لين دين كې ګټه وړونكي او ستا د عزت په لمنه كې پناه اخستونكي دي چا چې ستا په هر اړخيز فضل ښندنې او سخا سره په حلال رزق كې پراختيا موندلې ده او ستا په وجه له ذلته عزت ته رسيدلي دي او ستا د عدل او انصاف په سيوري كې يې له ظلمه پناه اخستې ده او د رحمت په وسيله له بلاګانو او مصيبتونو خوندي دي او ستا د بې نيازۍ له كبله له فقير نه غني شوي او ستا د تقوى په بركت له ګناهونو، ښويدلو او خطاګانو معصوم دي  او ستا د اطاعت په وجه ورته د خير ښيګړې او سمون توفيق په برخه شوے دے او ستا په قدرت سره د دوي او د ګناهانو تر مينځ پرده كښل شوې ده او له ټولو ګناهانو لاس په سر او ستا د رحمت په  خونه كې ديره دي. (۱۲) لويه خدايه! په خپل رحمت او توفيق سره دا ټول څيزونه راپيرزو كړه او د دوزخ له ځوره مو وساته او د كومو څيزونو مې چې د ځان او زوزاد لپاره دعا كړې ده داسې څيزونه ټولو مومنو او مسلمانانو ښاغلو او ميرمنو ته نارينه او ښځينو ته په دنيا او آخرت كې وركانده ځكه چې ته نزدې او د دعا قبلوونكے  يې، اوريدونكے او خبريدونكے يې معافوونكے بخښونكے او مهربانه او شفيق يې (۱۳) او موږ ته په دنيا كې نيكې (د عبادت توفيق) او په آخرت كې نيكى (تل پاتے جنت) راكړې او د دوزخ له عذابه مو وساته.

فوټ نوټ

  1. ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۴۱۵.
  2. ترجمه و شرح دعای بیست و پنجم صحیفه سجادیه، سایت عرفان.
  3. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۶ ص۵۰۹-۵۳۴؛ ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۴۱۵-۴۴۵.
  4. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۶ ص۵۰۹-۵۳۴.
  5. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۴۱۵-۴۴۵.
  6. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۴۱۹-۴۲۹.
  7. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۴، ص۹۳-۱۴۸.
  8. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۳۲۷-۳۳۶.
  9. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۳۲۳-۳۳۶.
  10. فضل الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۶۳۹-۶۵۷.
  11. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۵۹-۶۰.
  12. جزایری، شرح الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۲، ص۱۴۱-۱۴۴.
  13. (په پارسی ژبه کښې) ترجمه از شیخ حسین انصاریان.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
  • جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک