د صحیفه سجادیه اته دیرشمه دعا

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبدالله یزدي په نسخ خط کې، د ۱۱۰۲ قمري کال د شعبان میاشت کې لیکل شوې

د صحیفه سجادیه اته دیرشمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې د خلکو د حقوقو په ادا کولو کې د ناکامۍ او د جهنم له اور څخه د خلاصون لپاره یې د بخښنې غوښتلو لپاره یې لوستله. په دې دعا کې د ځینې څیزونو لپاره بخښنه غوښتل شوې ده چې له هغو ځینې دا دي: د نورو د احسان شکر د نه ادا کولو، د ده په وړاندې چې په چا ظلم شوی دی او هغه یې دفاع نه ده کړی، په ځان باندې یې هغه محتاج ته ترجیح نه ده ورکړی چې مرسته یې غوښتې ده، د بندګانو عیبونه نه دي پټ کړي. د نورو عذرونه یې نه دي قبول کړي، او همدارنګ د عذر غوښتونکیو کسانو د حق نه ادا کول.

اته دېرشمه دعا د صحیفه سجادیې کتاب په شرحو لکه شهود و شناخت د حسن ممدوحي کرمانشاهي په فارسي کې او په عربي کې د سيد علي خان مدني په رياض السالکين کتاب کې بيان شوی دی.

تعلیمات

امام سجاد(ع) د صحیفه سجادیه په اته دېرشمې دعا کې د خلکو د حقوقو په ادا کولو کې د کموالي له امله له خدايه بخښنه غواړي او د سالمو ټولنيزو اړيکو په اړه يې ځينې ټکي په ګوته کړي دي.[۱]

د دې دعا درسونه په لاندې ډول دي:

  • د مظلوم د دفاع ضروت،
  • د نیکي کوونکیو د مننې ضرورت،
  • د نورو د بخښنی د غوښتلو د منلو اهمیت
  • د دیني وروڼو د رازونو ښکاره کول حرام دي
  • د ګناه په مجلس کې له بدو منع کول ضروري دي
  • د نورو د حقوقو په ادا کولو کې ځنډ نه کول
  • د ګناه لپاره ریښتینې بښنه دا ده چې له هغې څخه زده کړه وکړي او تکرار يې نه کړي
  • د نورو د غوښتنو د پوره کولو ضرورت
  • د ګناهونو او خطاګانو لپاره د پښيمانۍ غوښته
  • د ګناهونو د پریښودو لپاره د جدي پریکړه له خدایه غوښتل
  • د داسې توبې غوښتنه کول چې د خدای په حضور کې د محبوبیت سبب شي
  • له توبې وروسته د ګناه لپاره د کرکې د حالت د رامنځته کولو غوښتنه
  • خدای هغه کسان خوښوي چې توبه کوي
  • توبه په تیرو ګناهونو پښیمانه کیدل او د راتلونکو ګناهونو مقابله کول دي.[۱]

شرحې

اته دیرشمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو کې بیان شوې ده، لکه د محمد حسن ممدوحی کرمانشاهي په کتاب شهود او شناخت کې [3] او د صحیفه سجادیه په ترجمه او شرحه کې چې په فارسي ژبه سید احمد فهري لیکلی[4] راغلې ده.

د صحیفه سجادیه اته دیرشمې دعا همدارنګ د سید علی خان مدني په کتاب ریاض السالکین کی،[5] فی ظلال الصحیفه السجادیه د محمد جواد مغنیه کتاب،[6] ریاض العارفین د محمد جواد دارابي په کتاب کی[7] او افاق الروح چې د سيد محمد حسين فضل الله لخوا ليکل شوی دی[8] په عربي ژبه بيان شوی دی. د دې دعا کلمات په لغوي شرحو کې تشریح شوې ده لکه د فیض کاشاني شرحه تعلیقات علي الصحفه السجادیه[9] او د عزالدین الجزایري لیکلی شرح الصحیفه السجادیه کې راغلې ده.[10]

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه اته دیرشمه دعا
متن Translation
وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ فِي الِاعْتِذَارِ مِنْ تَبِعَاتِ الْعِبَادِ وَ مِنَ التَّقْصِيرِ فِي حُقُوقِهِمْ وَ فِي فَكَاكِ رَقَبَتِهِ مِنَ النَّارِ

(۱) اللَّهُمَّ إِنِّي أَعْتَذِرُ إِلَيْكَ مِنْ مَظْلُومٍ ظُلِمَ بِحَضْرَتِي فَلَمْ أَنْصُرْهُ، وَ مِنْ مَعْرُوفٍ أُسْدِيَ إِلَيَّ فَلَمْ أَشْكُرْهُ، وَ مِنْ مُسِي‏ءٍ اعْتَذَرَ إِلَيَّ فَلَمْ أَعْذِرْهُ، وَ مِنْ ذِي فَاقَةٍ سَأَلَنِي فَلَمْ أُوثِرْهُ، وَ مِنْ حَقِّ ذِي حَقٍّ لَزِمَنِي لِمُؤْمِنٍ فَلَمْ أُوَفِّرْهُ، وَ مِنْ عَيْبِ مُؤْمِنٍ ظَهَرَ لِي فَلَمْ أَسْتُرْهُ، وَ مِنْ كُلِّ إِثْمٍ عَرَضَ لِي فَلَمْ أَهْجُرْهُ. (۲) أَعْتَذِرُ إِلَيْكَ- يَا إِلَهِي- مِنْهُنَّ وَ مِنْ نَظَائِرِهِنَّ اعْتِذَارَ نَدَامَةٍ يَكُونُ وَاعِظاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنْ أَشْبَاهِهِنَّ. (۳) فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ اجْعَلْ نَدَامَتِي عَلَى مَا وَقَعْتُ فِيهِ مِنَ الزَّلَّاتِ، وَ عَزْمِي عَلَى تَرْكِ مَا يَعْرِضُ لِي مِنَ السَّيِّئَاتِ، تَوْبَةً تُوجِبُ لِي مَحَبَّتَكَ، يَا مُحِبَّ التَّوَّابِينَ.

فوټ نوټ

  1. ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۲۵۱-۲۵۸؛ شرح فرازهای دعای سی و هشتم از سایت عرفان.

سرچينې

بهرنۍ لینک