د صحیفه سجادیه شپږ ویشتمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبدالله یزدي په نسخ خط کې، د ۱۱۰۲ قمري کال د شعبان میاشت کې لیکل شوې

د صحیفه سجادیه شپږ ویشتمه دعا د ګاونډیانو او ملګرو د حقوقو لپاره د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده. په دغه دعا کښې حضرت سجاد(ع) د خپلو ګاونډيانو او ملګرو د حقوقو د درناوي لپاره له خدايه مرسته غوښتې ده. همدارنګه د ښو اخلاقو په زده کړه، د ناروغانو په پوښتنې، له مظلوم سره د مرستې او له ګاونډیانو سره په عاجزۍ ټینګار کوي.

شپږ ویشتمه دعا د صحیفه سجادیه په ځینې شرحو لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان لیکلی او شهود و شناخت د حسن ممدوحي کرمانشاهي په فارسۍ ژبه لیکلی او په ریاض السالکین د سید علي خان مدني په عربۍ ژبه لیکلی شرحې کې راغلې ده.

تعلیمات

د صحیفه سجادیه د شپږ ویشتمې دعا اصلي موضوع، د ګاونډیانو او ملګرو لپاره دعا ده، په دې دعا کې د ګاونډیانو او دوستانو حقونه، هغوي سره د کړچار څه رنګ والی او د فردي او ټولنیزو اړیکو ته هم اشاره کوي.[۱] د دې دعا تعلمات په څوارلسو برخو[۲] کې له امام سجاد(ع) راغلي دي، چې په لاندې ډول دي:

  • د ګاونډیانو د حقونو د خیال ساتلو لپاره له خدایه مرسته غوښتل
  • د هغه ګاونډیانو لپاره دعا چې د اهل بیتو(ع) له حقه خبر دي.
  • د ګاونډیانو لپاره دا دعا چې د خدای سنت ژوندي وساتي
  • د ګاونډیانو لپاره دا دعا چې ښه کړچار ولري
  • د ګاونډیانو لپاره دا دعا چې بې وزلو سره مرسته وکړي او د هغوي حاجتونه پوره کړي
  • د ګاونډیانو لپاره دا دعا چې د ناروغانو پوښتنه وکړي او د مسافرانو مخې ته وځي
  • د ګاونډیانو لپاره دا دعا چې د یو بل رازونه پټ کړي
  • د ګاونډیانو لپاره دا دعا چې مظلومینو سره مرسته وکړي
  • د ګاونډیانو لپاره دا دعا چې نورو ته له بخښولو ډډه ونه کړي
  • د همسایګانو او دوستانو د بدۍ په مقابله کې هغوي سره نیکي کول
  • ګاونډیانو سره په درناوي ناسته پاسته کول
  • د ګاونډیانو په نسبت ښه نظر درلودل
  • د یو ګاونډي د بل سببه نکمرغه کیدل
  • څه چې د ځان لپاره غواړو د ګاونډیانو لپاره یې هم وغواړو او د هغوي (له بدیو) سترګې پټې کړو.[۳]

شرحې

شپږ ویشتمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان په کتاب کې،[۴] په شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي په کتاب کې[۵] او شرح و ترجمه صحیفه سجادیه د سید احمد فهري په کتاب کې[۶] په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.

د صحیفه سجادیه شپږ ویشتمه دعا همدارنګ په ځینې کتابونو لکه ریاض السالکین د سید علي خان مدني کتاب،[۷] فی ظلال الصحیفه السجادیه د محمد جواد مغنیه کتاب،[۸] ریاض العارفین د محمد بن محمد دارابي تالیف[۹] او آفاق الروح د سید محمد حسین فضل‌ الله لیکلی کتاب کې[۱۰] په عربۍ ژبه شرحې شوې ده. د دې دعا ګران ټکي په ځینې لغوي شرحو لکه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني کتاب[۱۱] او شرح الصحیفه السجادیه د عزالدین جزائري کتابونو کې[۱۲] په تفصیل سره راغلي دي.

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه شپږ ویشتمه دعا
متن ترجمه[۱۳]
وَ کانَ مِنْ دُعَائِهِ علیه‌السلام لِجِیرَانِهِ وَ أَوْلِیائِهِ إِذَا ذَکرَهُمْ

(۱) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ تَوَلَّنِی فِی جِیرَانِی وَ مَوَالِی الْعَارِفِینَ بِحَقِّنَا، وَ الْمُنَابِذِینَ لِأَعْدَائِنَا بِأَفْضَلِ وَلَایتِک. (۲) وَ وَفِّقْهُمْ لِإِقَامَةِ سُنَّتِک، وَ الْأَخْذِ بِمَحَاسِنِ أَدَبِک فِی إِرْفَاقِ ضَعِیفِهِمْ، وَ سَدِّ خَلَّتِهِمْ، وَ عِیادَةِ مَرِیضِهِمْ، وَ هِدَایةِ مُسْتَرْشِدِهِمْ، وَ مُنَاصَحَةِ مُسْتَشِیرِهِمْ، وَ تَعَهُّدِ قَادِمِهِمْ، وَ کتْمَانِ أَسْرَارِهِمْ، وَ سَتْرِ عَوْرَاتِهِمْ، وَ نُصْرَةِ مَظْلُومِهِمْ، وَ حُسْنِ مُوَاسَاتِهِمْ بِالْمَاعُونِ، وَ الْعَوْدِ عَلَیهِمْ بِالْجِدَةِ وَ الْإِفْضَالِ، وَ إِعْطَاءِ مَا یجِبُ لَهُمْ قَبْلَ السُّؤَالِ (۳) وَ اجْعَلْنِی اللَّهُمَّ أَجْزِی بِالْإِحْسَانِ مُسِیئَهُمْ، وَ أُعْرِضُ بِالتَّجَاوُزِ عَنْ ظَالِمِهِمْ، وَ أَسْتَعْمِلُ حُسْنَ الظَّنِّ فِی کافَّتِهِمْ، وَ أَتَوَلَّی بِالْبِرِّ عَامَّتَهُمْ، وَ أَغُضُّ بَصَرِی عَنْهُمْ عِفَّةً، وَ أُلِینُ جَانِبِی لَهُمْ تَوَاضُعاً، وَ أَرِقُّ عَلَی أَهْلِ الْبَلَاءِ مِنْهُمْ رَحْمَةً، وَ أُسِرُّ لَهُمْ بِالْغَیبِ مَوَدَّةً، وَ أُحِبُّ بَقَاءَ النِّعْمَةِ عِنْدَهُمْ نُصْحاً، وَ أُوجِبُ لَهُمْ مَا أُوجِبُ لِحَامَّتِی، وَ أَرْعَی لَهُمْ مَا أَرْعَی لِخَاصَّتِی. (۴) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ ارْزُقْنِی مِثْلَ ذَلِک مِنْهُمْ، وَ اجْعَلْ لِی أَوْفَی الْحُظُوظِ فِیمَا عِنْدَهُمْ، وَ زِدْهُمْ بَصِیرَةً فِی حَقِّی، وَ مَعْرِفَةً بِفَضْلِی حَتَّی یسْعَدُوا بی‌وَ أَسْعَدَ بِهِمْ، آمِینَ رَبَّ الْعَالَمِینَ.

د ګاونډيو او دوستانو لپاره د امام دعا کله چې به يې هغوي یادول

(۱) اى خدايه! پر محمد (ص) او د هغوى پر آل رحمت وليږه او په دې لړ كې له ماسره ډيره ښه مرسته وكړه چې زه د خپلو ګاونډيو او هغو ملګرو د حقونو خيال وساتم چې زمونږ د حق پيژندونكى او زمونږ د دښنو مخالف وى

(۲) او هغوى ته د خپلو رودو د ټينګولو او په  ښو او غوره اخلاقو او ادبونو د سينګاريدو توفيق وركړي.په دا ډول چې هغوى له كمزورو سره نرمه روده ولرى او د هغوى د فقيرۍ چاره وكړى د ناروغو پوښتنه، د لاره پلټونكو هدايت، د مشوره كوونكو خير غوښتنه او له نوى راغلى كس سره ملاقات وكړى. رازونه پټ كاندى په عيبونو پرده واچوى د مظلوم مرسته او د كورنيو ضرورتونو په پوره كولو سره ښه راشه درشه وكړى او په بخښنې او لورينې سره نورو ته فايده ورسوى او تر غوښتلو مخكې د هغوى اړتياوې پوره كاندى (۳) اى خدايه ما داسې كړه چې په هغو كې له بد سره ښه پيښ شم د ظالم په ظلم سترګې پټې كړم او ورځنې تير شم او د ټولو په باب له ښه ګمانه كار واخلم. په نيكۍ او احسان سره د ټولو خبر واخلم او د پرهيزګارۍ او حيا له مخې د هغوى په نيمګړتياو او بديو سترګې پټې كړم د عاجزۍ او تواضع له رويه له هغوى سره نرم چلند وكړم او د مهربانۍ پر بنسټ غمځپلى د لاسه كوم د هغوى په نيشتوالى كې د هغوى مينه په زړه كې وساتم او د خلوص له مخې په هغوى تل د نعمتونو لورول خوښ كړم او كوم څيزونه چې د خپلو ډيرو نزديكانو لپاره ضرورى وګڼم د هغوى لپاره يې هم ضرورى وبولم او كومې خيال ساتنې چې د خپلو ځانګړو كسانو  وكړم همدغه اسانتياوې هغوى ته هم وركاندم (4) اى خدايه!  پر محمد (ص) او د هغوى پر آل رحمت وليږه او ما هم له هغوى د داسې سلوك وړ وګرځوه او كوم څيزونه چې له هغوى سره دى په هغو كې زما برخه لويه كانده او هغوى ته زما د حق په بصيرت او پيژندنې  او زما په فضل او لوړتيا په پوهيدنې او معرفت كې ترقى او زياتے وركړه چې هغوى زما له كبله نيكمرغه او زه د هغوى له امله د اجر او ثواب وړ وګرځم آمين اى د ټولو كائناتو پالوونكيه.

فوټ نوټ

  1. ترجمه و شرح دعای بیست و ششم صحیفه سجادیه، سایت عرفان.
  2. ترجمه و شرح دعای بیست و ششم صحیفه سجادیه، سایت عرفان.
  3. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۶ ص۵۳۹-۵۶۸؛ ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۴۴۹-۴۶۰.
  4. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۶، ص۵۳۹-۵۶۸.
  5. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۴۴۹-۴۶۰.
  6. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۴۳۵-۴۴۱.
  7. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۴، ص۱۴۹-۱۷۶.
  8. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۳۳۷-۳۴۵.
  9. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۳۳۷-۳۴۲.
  10. فضل‌الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۲۱-۳۸.
  11. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۶۰-۶۱.
  12. جزایری، شرح الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۲، ص۱۴۵-۱۴۶.
  13. (په پارسي ژبه کښې) ترجمه از شیخ حسین انصاریان.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
  • جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک