د صحیفه سجادیه دیارلسمه دعا

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبدالله یزدي په نسخ خط کې، د ۱۱۰۲ قمري کال د شعبان میاشت کې لیکل شوې

د صحیفه سجادیه دیارلسمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې خدای ته د انسان د اړتیا او د خدای د بې نیازۍ په اړه ده. په دغه دعا کښې حضرت سجاد(ع) هم د خداے د بې شمېره نعمتونو او هم د الهي حکمت د نه بدلېدو په هکله هم اشاره کړې ده. په دې دعا کې محرومیت او نا امیدي، له خدای پرته له نورو د غوښتی پایله ګڼلی شوی او ګناه د خدای له درګاه څخه د لری کیدو له عواملو څخه ګڼل شوي دي. امام سجاد(ع) همدارنګ په سجده کښې دعا کول او په پېغمبراکرم(ص) او د هغه په آل باندې درود ویل د دعاګانو د قبلیدو د لارو چارو په توګه معرفي کړي دي.

دیارلسمه دعا د صحيفه سجاديه په شرحو لکه دیار عاشقان کې چې حسین انصاریان لیکلی او د حسن ممدوحی کرمانشاهي په کتاب شهود او شناخت کې په فارسي ژبه او په عربي ژبه د سيد علي خان مدني په رياض السالکين کتاب کې شرحه شوې ده.

تعلیمات

د صحیفه سجادیه د دیارلسمې دعا اصلي موضوع د انسان الله تعالی ته محتاجي او خدای ته د بیرته ستنیدو لازم والې په کې بیان شوی دی. په دې دعا کې هم د مخلوقاتو د خپلو اړتياوو د پوره کولو ناتواني بیان شوی او بيا يې له خدايه خپل حاجتونه غوښتي دي.[۱] د ديارلسمې دعا تعلمات چې په ۲۵ جملو کې راغلي دي[۲] په دې لاندې ډول دي:

  • الله جل جلاله د دعا کوونکو وروستۍ غوښتنه ده.
  • د الله تعالی قدرت ته د ټوول موجوداتو تکوینی تسلیمیدل
  • د خدای نعمتونه په خپلو بندګانو بې زبادلو او بې حسابه دي
  • د خدای نعمتونه خپلو بندګانو لپاره وړیا دي.[۳]
  • خدای ته د مخلوق اړتیا او له مخلوقاتو د خدای بې نیازي
  • د خدای په وسیله بې نیازه کیدل[۴]
  • د خدای لامحدود خزانه
  • خدای پاک د ټولو حرکتونو غرض او مقصد دی
  • د خدای حکمتونه نه بدلیدونکي دي
  • د خدای پاک مطلق کمال
  • د مشکلاتو هواری یوازی د الله په لاس دی.
  • بې له خدایه له نورو د غوښتلو پای محرومیت او نهیلي ده.
  • یواځې له خدایه غوښتل او مرسته غوښتل او ورته نیک ګمان ساتل
  • د خدای پاک توفیق او ورکړه له ګناهونو او ګمراهۍ څخه د لری کیدو سبب دی.
  • په خدای باندې د ایمان له مخې هیله
  • د خدای له درګاه څخه د انسان د لری کیدو له ټولو لوی عامل ګناه ده.
  • د خدای پاک د عدل پر ځای د خدای د عدل غوښته
  • د خدای درګاه ته زاري کول
  • د خدای له لطف او رحمت څخه د نه محرومیدو لپاره دعا کول
  • ټول کارونه خدای ته سپارل
  • په محمد(ص) او د هغه په آل باندې درود د حاجتونو د پوره کیدو سبب کیږي.
  • د خدای د عطا او بخښښ له مخې انسان ته آرامښت راځي
  • له بندګانو د غوښتی پایله ناامیدي او محرومیت دی.
  • بندګانو نه غوښته د نفس د فریب او وسواس میوه ده.[۵]
  • د بندګانو له دعا نه ستړی کیدل
  • د خدای پاک د تقدیر په سیوري کې د دعا توفیق
  • په سجده کې دعا کول[۱]

شرحې

دیارلسمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو کې بیان شوې ده، لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان کتاب،[۷] د محمد حسن ممدوحی کرمانشاهي په کتاب شهود او شناخت کې،[8] او د صحیفه سجادیه په ترجمه او شرحه کې چې په فارسي ژبه سید احمد فهري لیکلی[9] راغلې ده.

د صحیفه سجادیه دیارلسمه دعا همدارنګ د سید علی خان مدنی په کتاب ریاض السالکین کی،[10] فی ظلال الصحیفه السجادیه د محمد جواد مغنیه کتاب، [11] ریاض العارفین د محمد جواد دارابي په کتاب کی[12] او افاق الروح چې د سيد محمد حسين فضل الله لخوا ليکل شوی دی[13] په عربي ژبه بيان شوی دی. د دې دعا کلمات په لغوي شرحو کې تشریح شوې ده لکه د فیض کاشاني شرحه تعلیقات علي الصحفه السجادیه[13] او د عزالدین الجزایري لیکلی شرح الصحیفه السجادیه کې راغلې ده.[14]

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه دیارلسمه دعا
متن Translation
وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ فِي طَلَبِ الْحَوَائِجِ إِلَي اللَّهِ تَعَالَي

اللَّهُمَّ يَا مُنْتَهَى مَطْلَبِ الْحَاجَاتِ وَ يَا مَنْ عِنْدَهُ نَيْلُ الطَّلِبَاتِ وَ يَا مَنْ لَا يَبِيعُ نِعَمَهُ بِالْأَثْمَانِ وَ يَا مَنْ لَا يُكَدِّرُ عَطَايَاهُ بِالِامْتِنَانِ وَ يَا مَنْ يُسْتَغْنَى بِهِ وَ لَا يُسْتَغْنَى عَنْهُ وَ يَا مَنْ يُرْغَبُ إِلَيْهِ وَ لَا يُرْغَبُ عَنْهُ وَ يَا مَنْ لَا تُفْنِي خَزَائِنَهُ الْمَسَائِلُ وَ يَا مَنْ لَا تُبَدِّلُ حِكْمَتَهُ الْوَسَائِلُ وَ يَا مَنْ لَا تَنْقَطِعُ عَنْهُ حَوَائِجُ الْمُحْتَاجيِنَ وَ يَا مَنْ لَا يُعَنِّيهِ دُعَاءُ الدَّاعِينَ . تَمَدَّحْتَ بِالْغَنَاءِ عَنْ خَلْقِكَ وَ أَنْتَ أَهْلُ الْغِنَى عَنْهُمْ وَ نَسَبْتَهُمْ إِلَى الْفَقْرِ وَ هُمْ أَهْلُ الْفَقْرِ إِلَيْكَ . فَمَنْ حَاوَلَ سَدَّ خَلَّتِهِ مِنْ عِنْدِكَ ، وَ رَامَ صَرْفَ الْفَقْرِ عَنْ نَفْسِهِ بِكَ فَقَدْ طَلَبَ حَاجَتَهُ فِي مَظَانِّهَا ، وَ أَتَى طَلِبَتَهُ مِنْ وَجْهِهَا . وَ مَنْ تَوَجَّهَ بِحَاجَتِهِ إِلَى أَحَدٍ مِنْ خَلْقِكَ أَوْ جَعَلَهُ سَبَبَ نُجْحِهَا دُونَكَ فَقَدْ تَعَرَّضَ لِلْحِرْمَانِ ، وَ اسْتَحَقَّ مِنْ عِنْدِكَ فَوْتَ الْاِحْسَانِ . اللَّهُمَّ وَ لِي إِلَيْكَ حَاجَةٌ قَدْ قَصَّرَ عَنْهَا جُهْدِي ، وَ تَقَطَّعَتْ دُونَهَا حِيَلِي ، وَ سَوَّلَتْ لِي نَفْسِي رَفْعَهَا إِلَى مَنْ يَرْفَعُ حَوَائِجَهُ إِلَيْكَ ، وَ لَا يَسْتَغْنِي فِي طَلِبَاتِهِ عَنْكَ ، وَ هِيَ زَلَّةٌ مِنْ زَلَلِ الْخَاطِئِينَ ، وَ عَثْرَةٌ مِنْ عَثَرَاتِ الْمُذْنِبِينَ . ثُمَّ انْتَبَهْتُ بِتَذْكِيرِكَ لِي مِنْ غَفْلَتِي ، وَ نَهَضْتُ بِتَوْفِيقِكَ مِنْ زَلَّتِي ، وَ رَجَعْتُ وَ نَكَصْتُ بِتَسْدِيدِكَ عَنْ عَثْرَتِي . وَ قُلْتُ سُبْحَانَ رَبِّي كَيْفَ يَسْأَلُ مُحْتَاجٌ مُحْتَاجاً وَ أَنَّى يَرْغَبُ مُعْدِمٍ اِلَي مُعْدِمٍ فَقَصَدْتُكَ ، يَا إِلَهِي ، بِالرَّغْبَةِ ، وَ أَوْفَدْتُ عَلَيْكَ رَجَائِي بِالثِّقَةِ بِكَ . وَ عَلِمْتُ أَنَّ كَثِيرَ مَا أَسْأَلُكَ يَسِيرٌ فِي وُجْدِكَ ، وَ أَنَّ خَطِيرَ مَا أَسْتَوْهِبُكَ حَقِيرٌ فِي وُسْعِكَ ، وَ أَنَّ كَرَمَكَ لَا يَضِيقُ عَنْ سُؤَالِ أَحَدٍ ، وَ أَنَّ يَدَكَ بِالْعَطَايَا أَعْلَى مِنْ كُلِّ يَدٍ . اللَّهُمَّ فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ ، وَ احْمِلْنِي بِكَرَمِكَ عَلَى التَّفَضُّلِ ، وَ لَا تَحْمِلْنِي بِعَدْلِكَ عَلَى الِاسْتِحْقَاقِ ، فَمَا أَنَا بِأَوَّلِ رَاغِبٍ رَغِبَ إِلَيْكَ فَأَعْطَيْتَهُ وَ هُوَ يَسْتَحِقُّ الْمَنْعَ ، وَ لَا بِأَوَّلِ سَائِلٍ سَأَلَكَ فَأَفْضَلْتَ عَلَيْهِ وَ هُوَ يَسْتَوْجِبُ الْحِرْمَانَ . اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ ، وَ كُنْ لِدُعَائِي مُجِيباً ، وَ مِنْ نِدَائِي قَرِيباً ، وَ لِتَضَرُّعِي رَاحِماً ، وَ لِصَوْتِي سَامِعاً . وَ لَا تَقْطَعْ رَجَائِي عَنْكَ ، وَ لَا تَبُتَّ سَبَبِي مِنْكَ ، وَ لَا تُوَجِّهْنِي فِي حَاجَتِي هَذِهِ وَ غَيْرِهَا إِلَى سِوَاكَ وَ تَوَلَّنِي بِنُجْحِ طَلِبَتِي وَ قَضَاءِ حَاجَتِي وَ نَيْلِ سُؤْلِي قَبْلَ زَوَالِي عَنْ مَوْقِفِي هَذَا بِتَيْسِيرِكَ لِيَ الْعَسِيرَ وَ حُسْنِ تَقْدِيرِكَ لِي فِي جَمِيعِ الْأُمُورِ وَ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ صَلَاةً دَائِمَةً نَامِيَةً لَا انْقِطَاعَ لِأَبَدِهَا وَ لَا مُنْتَهَى لِأَمَدِهَا ، وَ اجْعَلْ ذَلِكَ عَوْناً لِي وَ سَبَباً لِنَجَاحِ طَلِبَتِي ، اِنَّكَ وَاسِعٌ كَرِيمٌ . وَ مِنْ حَاجَتِي يَا رَبِّ كَذَا وَ كَذَا . (تَذْكُرُ حَاجَتَكَ ثُمَّ تَسْجُدُ وَ تَقُولُ فِي سُجُودِكَ) فَضْلُكَ آنَسَنِي ، وَ إِحْسَانُكَ دَلَّنِي ، فَأَسْأَلُكَ بِكَ وَ بِمُحَمَّدٍ وَ آلِهِ ، صَلَوَاتُكَ وَ عَلَيْهِمْ أَن لَا تَرُدَّنُِي خَائِباً .


فوټ نوټ

  1. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۱۶۵-۲۱۸؛ ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۵۶۲-۶۰۸.

سرچينې

بهرنۍ لینک