د صحیفه سجادیه څلور دیرشمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبدالله یزدي په نسخ خط کې، د ۱۱۰۲ قمري کال د شعبان میاشت کې لیکل شوې

د صحيفه سجاديه څلور دیرشمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده، چې په مصيبت کې د ښکلیو کسانو په لیدلو او يا د ګناه په وجه د رسوا شوو کسانو په لیدلو سره لوستل کیږي. په دې دعا کې د خدای د عیبونو د پټولو(ستارالعیوب) په سبب د هغه ستاینه شوې ده، او د خدای په پرده پوښۍ او له ګناهونو څخه توبه په کولو ټینګار شوی.

څلور ديرشمه دعا د صحيفه سجاديه په شرحو لکه د حسن ممدوحی کرمانشاهي په کتاب شهود او شناخت کې په فارسي ژبه او په عربي ژبه د سيد علي خان مدني په رياض السالکين کتاب کې شرحه شوې ده.

تعلیمات

څلورمه دعا د صحیفه سجادیه له دعاګانو څخه ده چې امام سجاد(ع) چې په مصيبت کې د ښکلیو کسانو په لیدلو او يا د ګناه په وجه د رسوا شوو کسانو په لیدلو سره لوستل کیږي.[۱] د دې دعا په شرحې کې د ممدوحي کرمانشاهي په وینا هره پیښه د مومن لپاره نصیحت ده او د هغو کسانو د کار پای چې د بدو اعمالو په پایله کې نیول شوي دي د نورو پیښو په پرتله ډیره درس ورکونکی ده. ځکه چې دا پیښې د عمل د مجازاتو یوه حقیقي جلوه او د تکوین تشریع سره اړیکه  او د قیامت صحنه څرګندوي.[۲] د دې دعا تعلیمات په لاندې ډول دي:

  • ځانګړې ستاینه د خدای لپاره ده چې ګناهونه پوښي
  • د خدا ستار العیوب شونه د ټولنیز ژوند بنسټ دی
  • د ګناه په کولو او د خدای په پرده پوښۍ اعتراف
  • د توبې غوښتنه او د ستاینې وړ لار تعقیبول (په نیکو اعمالو او وینا سره)
  • له غفلت څخه د خوندي پاتې کیدو غوښته او ځانته پریښودل کیدل
  • د خدای د ستاریت له صفته په ځای ګټه اخستل
  • د خدای له پردې پوښۍ څخه زده کړه
  • د ګناهونو توبه
  • د خدای ته شوق او له غفلته خدای ته پناه وړل
  • له ټولو په پاکو خلکو حضرت محمد(ص) او د هغه په ​​کورنۍ باندې د خدای درود
  • د محمد (صلی الله علیه وآله) او د محمد(ص) د کورنۍ د حکمونو د اطاعت ضرورت[۳]

شرحې

څلور دیرشمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو کې بیان شوې ده، په دې کې د محمد حسن ممدوحی کرمانشاهي په کتاب شهود او شناخت کې،[۴] او د صحیفه سجادیه په ترجمه او شرحه کې چې په فارسي ژبه سید احمد فهري لیکلی[۵] راغلې ده.

د صحیفه سجادیه څلور دیرشمه دعا هم د سید علي خان مدني په کتاب ریاض السالکین کی،[۶] فی ظلال الصحیفه السجادیه د محمد جواد مغنیه کتاب،[۷] ریاض العارفین د محمد بن محمد دارابي په کتاب کی[۸] او افاق الروح چې د سيد محمد حسين فضل الله لخوا ليکل شوی دی[۹] په عربي ژبه بيان شوی دی. د دې دعا کلمات په لغوي شرحو کې تشریح شوې ده لکه د فیض کاشاني شرحه تعلیقات علي الصحفه السجادیه[۱۰] او د عزالدین الجزایري لیکلی شرح الصحیفه السجادیه کې راغلې ده.[۱۱]

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه څلور دیرشمه دعا
متن ترجمه[۱۲]
وَ کانَ مِنْ دُعَائِهِ علیه‌السلام إِذَا ابْتُلِی أَوْ رَأَی مُبْتَلًی بِفَضِیحَةٍ بِذَنْبٍ

(۱) اللَّهُمَّ لَک الْحَمْدُ عَلَی سِتْرِک بَعْدَ عِلْمِک، وَ مُعَافَاتِک بَعْدَ خُبْرِک، فَکلُّنَا قَدِ اقْتَرَفَ الْعَائِبَةَ فَلَمْ تَشْهَرْهُ، وَ ارْتَکبَ الْفَاحِشَةَ فَلَمْ تَفْضَحْهُ، وَ تَسَتَّرَ بِالْمَسَاوِئِ فَلَمْ تَدْلُلْ عَلَیهِ.

(۲) کمْ نَهْی لَک قَدْ أَتَینَاهُ، وَ أَمْرٍ قَدْ وَقَفْتَنَا عَلَیهِ فَتَعَدَّینَاهُ، وَ سَیئَةٍ اکتَسَبْنَاهَا، وَ خَطِیئَةٍ ارْتَکبْنَاهَا، کنْتَ الْمُطَّلِعَ عَلَیهَا دُونَ النَّاظِرِینَ، وَ الْقَادِرَ عَلَی إِعْلَانِهَا فَوْقَ الْقَادِرِینَ، کانَتْ عَافِیتُک لَنَا حِجَاباً دُونَ أَبْصَارِهِمْ، وَ رَدْماً دُونَ أَسْمَاعِهِمْ

(۳) فَاجْعَلْ مَا سَتَرْتَ مِنَ الْعَوْرَةِ، وَ أَخْفَیتَ مِنَ الدَّخِیلَةِ، وَاعِظاً لَنَا، وَ زَاجِراً عَنْ سُوءِ الْخُلُقِ، وَ اقْتِرَافِ الْخَطِیئَةِ، وَ سَعْیاً إِلَی التَّوْبَةِ الْمَاحِیةِ، وَ الطَّرِیقِ الْمَحْمُودَةِ

(۴) وَ قَرِّبِ الْوَقْتَ فِیهِ، وَ لَا تَسُمْنَا الْغَفْلَةَ عَنْک، إِنَّا إِلَیک رَاغِبُونَ، وَ مِنَ الذُّنُوبِ تَائِبُونَ.

(۵) وَ صَلِّ عَلَی خِیرَتِک اللَّهُمَّ مِنْ خَلْقِک: مُحَمَّدٍ وَ عِتْرَتِهِ الصِّفْوَةِ مِنْ بَرِیتِک الطَّاهِرِینَ، وَ اجْعَلْنَا لَهُمْ سَامِعِینَ وَ مُطِیعِینَ کمَا أَمَرْتَ.


د هغه حضرت دعا کله به چې په مصیبت کې ښکلیده یا به یې څوک په مصیبت کې ښکلیل ولیدل

1.       اى زما ربه! ټولې لمانځنې او حمدونه تالره دى په دې خبره، چې ته زما پر ګناهانو له خبريدو سره سره هغه پټې كړې او په حالاتو له پوهيدو وروسته دې هم موږ ته سلامتيا راكړه هسې خو له موږ هر يو په نيمګړتياوو او عيبونو پسې شو خو تا هغه څرګند او په ګوته نه كړ او هر يو بد وكړل خو تا رسوا اواشوا نه كړ او هر كس تر پردې شاته په بديو ككړ شو خو تا چا ته ونه ښود

2.        څومره ستا منع شوې كارونه وو چې موږ وكړل او څومره ستا امرونه وو چې تا پرې د پابندۍ حكم كړے وْ خو موږ ترې تيرے وكړ او څومره ګناهانى دى چې موږ تر سره كړې او څومره خطاګانې دى چې موږ پكې ښكيل شو

3.       حال دا چې د نورو كتونكو په ځاى ته پر هغو خبر وې او د ګناهانو تر نورو مشهوروونكو تا زيات د دې وس درلود چې هغه رسوا كړې خو بيا هم له موږ څخه ستا ساتنه او څارنه د هغوى د سترګو په وړاندې خنډ او د هغوى د غوږونو لپاره ديوال شوه

4.       نو بيا دا پوښنه او د عيبو پټونه زموږ لپاره نصيحت كوونكې او له بدو كړو او ناكړدو تموونكې او د ګناهانو د پريولونكې توبې او په غوره لاره د تلنې وسيله وګرځوه

5.     او د دې تګ شيبې موږ ته نزدې كړى او موږ ته داسې اسباب مه برابروه چې له تا مو غافله كاندى ځكه چې موږ تا ته جاروتونكى او له ګناهانو توبه كوونكى يوو

6.     اى څښتنه پر محمد (ص) چې په پنځ كې ستا غوره بنده او د هغو پر پاك عبرت چې په كائناتو كې ستا خوښ او غوريز دى رحمت وليږه او موږ له خپل حكم سره سم د هغوى خبرو ته غوږ نيونكى او د هغوى د امرونو منونكى وګرځوه.

فوټ نوټ

  1. مغنیه، فی ظلال الصحیفه السجادیه، ۱۴۲۸ق، ص۴۲۵.
  2. ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۱۷۳.
  3. ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۱۷۱-۱۷۹؛ شرح فرازهای دعای سی و چهارم از سایت عرفان.
  4. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۱۷۱-۱۷۹.
  5. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۸۱-۸۳.
  6. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۵، ص۱۵۸-۱۷۳.
  7. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۴۲۵-۴۲۶.
  8. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۴۴۹-۴۵۲.
  9. فضل‌الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۲۰۳-۲۰۸.
  10. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۷۲.
  11. جزایری، شرح الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۲، ص۱۸۲-۱۸۳.
  12. (په پارسي ژبه کښې)ترجمه از شیخ حسین انصاریان.

سرچينې

  • جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک