د صحیفه سجادیه څلور څلویښتمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه څلور څلویښتمه دعا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبدالله یزدي په نسخ خط کې، د ۱۱۰۲ قمري کال د شعبان میاشت کې لیکل شوې
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبدالله یزدي په نسخ خط کې، د ۱۱۰۲ قمري کال د شعبان میاشت کې لیکل شوې
د دعا او زیارت معلومات
موضوعرمضان ته داخلېدل
مأثور/غیرمأثورمأثور
څخه صادر شویامام سجاد(ع)
راویمتوکل بن هارون بلخي
شیعه سرچینېصحیفه سجادیه
مشهور دعاګانې او زیارتونه


د صحیفه سجادیه څلور څلویښتمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې د روژې د میاشت په رارسیدو سره به یې تلاوتوله. په دغه دعا کښې امام سجاد(ع) د روژې په مبارکه مياشت کښې د مؤمن ذمه وارۍ او د رښتينې روژې شرطونه بيانوي او له خدايه غواړي چې هغه د شیطان له شر څخه وساتي.

د دې دعا په پیل کې حضرت زین العابدین د خدای شکر ادا کوي چې خپلو بندګانو ته یې د شکر مقام ورکړی او له خدایه وغواړي چې د هغه ګناهونه پاک کړي او د نیکانو مقام ته یې ورسوي.

څلور څلویښتمه دعا د صحیفه سجادیه په ځینې شرحو لکه دیار عاشقان کې چې حسین انصاریان لیکلی او شهود و شناخت چې حسن ممدوحي کرمانشاهي او سهبای حضور د محمد تقی مصباح یزدی کتاب کې په فارسۍ ژبه او ریاض السالکین چې سید علي خان مدني لیکلی دی په عربۍ ژبه شرحه شوې ده.

تعلیمات

څلور څلویښتمه دعا د صحیفه سجادیه له هغه دعاګانو څخه ده چې امام سجاد(ع) د رمضان د میاشت په پیل لوسته. په دغه دعا کښې امام(ع) د رمضان د مياشتې د فضيلتونه بيان سره سره په دې مياشت کښې د مؤمن ذمه وارۍ بيان کړي دي.[۱]

د دې دعا تعلیمات په لاندې ډول دي:

  • د الله جل جلاله شکر ادا کول چې بندګانو ته یې د شکر مقام ورکړی
  • د شکر او نعمتونو د زیاتوالي تر منځ تکویني اړیکه
  • د شکر کوونکیو لپاره د خدای نیک اجر
  • د دین له نعمت څخه د ګټې اخیستلو لپاره د خدای ستاینه کول
  • روژه د خدای د احسان او رضا ته د رسیدو میاشت ده
  • روژه د عبادت ته ودریدو میاشت ده
  • د رمضان نامې: (د خداى مياشت، د اسلام او تسليم مياشت، د طهارت مياشت، د امتحان مياشت (د روژې په واسطه د پاکوالي مياشت)، د عبادت لپاره د پورته كېدو مياشت، د قرآن د نزول مياشت)
  • پر نورو میاشتو د روژې فضیلت
  • په نورو شپو د قدر د شپې فضیلت
  • بندګان تل د قدر د شپو له برکتونو څخه ګټه پورته کوي
  • د روژې د فضیلتونو په اړه د پوهې غوښتنه
  • د روژې د مبارکې میاشتې د لوړساتنې لپاره د توفیق دعا
  • د روژې په میاشت کې د بې ګټې څیزونو له اوریدلو او د فضول څیزونو د لیدو څخه د ډډه کولو لپاره دعا
  • له حرام څخه د لاس اخستلو او د حرامو په لاره کې له قدم اخستلو څخه د لری کیدو لپاره دعا
  • له حرامې نوړۍ څخه په امان کې پاتی کیدلو لپاره دعا
  • د خدای د حکم مطابق د خبرو کولو لپاره دعا
  • د داسې عملونو د ترسره کولو لپاره دعا چې بې ریا او بې له ځان مشهورتیا وي
  • په روژه کې د پینځه وخته لمانځه وختونو ته د پام کولو اهمیت
  • د هغه کسانو لوړې درجې چې د واجب لمانځه لوړو درجو او مقامونو ته رسیدلي دي
  • د روژې ساتلو آداب او د هغې آفتونه: د ظاهري او باطني توانونو کنټرول، خالص نیت او...
  • د پاکو عملونو او له ګناهونو څخه د پاکۍ په وسیله له فرښتو څخه د لوړو درجو ته د رسیدلو لپاره دعا
  • اسلام د انسان د ټولو فطري اړتیاو ځواب ورکوونکی دی
  • په روژه کې غوښتی شوی اخلاقي او ټولنیزې اړیکې: خپلولي پالل، ګاونډیانو سره نیک سلوک، خمس او زکات سره د مالونو پاکي، تولی او تبری د دښمنانو او دوستانو په هکله، دښمنان سره نرمي او...
  • په توحید کې له کږوالي څخه خدای ته پناه وړل
  • د خدای د ولیانو له کرامتونو څخه د ګټې اخستلو لپاره دعا
  • د روژه په میاشته کې له ټولو غوره بندګانو څخه کیدولو لپاره دعا
  • د شیطان له فریبه د بچ کیدو لپاره دعا
  • د خدای د بخښښ او معافۍ د ګټې اخستلو لپاره دعا
  • په ټول رمضان کې د عبادت او اطاعت لپاره دعا
  • د رمضان د میاشتې په ختمیدو سره د ټولو ګناهونو د ختمیدو لپاره دعا
  • په رمضان کې د ډېرو دوزخیانو له دوزخه خلاصی او معافی
  • په رمضان کې د شیطان له بري څخه خدای ته پناه وړل
  • د رمضان د میاشتې د اخرنو ورځو شپو حساسیت
  • د رمضان په شپو او ورځو د انسان په عملونو باندې ګواهي
  • له خدای دا غوښتل چې د رمضان له ختمیدو وروسته هم په ټولو کال کې ورته همداسې د عبادت توان ورکړي
  • د جنت په میراث کې وړلو لپاره دعا
  • په هر حال او په هر وخت کې په پيغمبر(ص) باندې درود[۲]

شرحې

صهبای حضور کتاب چې  محمد تقي مصباح یزدي د صحیفه سجادیه د څلور څلویښتمې دعا په شرحه کې لکیلی دی.

د صحیفه سجادیه څلور څلویښتمه دعا په ځینې شرحو کې راغلې ده: لکه حسین انصاریان په خپل کتاب دیار عاشقان کې په تفصیل سره شرحه کړې ده.[۳] شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي کتاب[۴] د صحیفه سجادیه شرحه او ترجمه چې سید احمد فهري په فارسۍ ژبه شرحه کړې ده.[۵]

«صهبای حضور» کتاب چې محمد تقي مصباح یزدي لیکلی دی د دې دعا په شرحه کې دی. په دې کتاب کې د دې دعا عرفاني، عبادي و اخلاقي موضوعات راغلي دي. همدارنګ د رمضان د میاشتې خصوصیات لکه  هدایت، عبادت، رحمت، برکت، مغفرت، توبه، سعادت، معرفت، طهارت، اخلاص، د قرآن نازلیدل، د قدر شپه شتون، لمونځ او روژه د امام سجاد علیه السلام له نظره څیړل شوی دي.[۶]

څلور څلویښتمه دعا د روژې د میاشتې د وداع (خدای ملي) دعا سره په «سیمای رمضان» کتاب کې چې علی کریمی جهرمي لیکلی دی[۷] او سروش رمضان کې (چې د امام سجاد علیه السلام د دعا شرحه او د روژې شورو او اختتام) چې سید رضا باقریان موجد او علي باقري فر شرحه کړې ده، راغلي دي. په دې دوو کتابونو کې د روژې د میاشتې بیلا بیل اړخونه او د وړوکی اختر ځینې فضیلتونه او له روژې د وتلو اداب بیان شوي دي.[۸]

همدارنګ د صحیفه سجادیه درې څلویښتمه دعا په ځینې عربي کتابونو لکه ریاض السالکین فی شرح صحیفة سید الساجدین چې سید علي خان مدني لیکلی[۹] فی ظلال الصحیفه السجادیه چې محمد جواد مغنیه لیکلی،[۱۰] ریاض العارفین کې چې محمد بن محمد دارابي لیکلی[۱۱] او ځینې نورو کتابونو لکه آفاق الروح کې چې سید محمد حسین فضل الله لیکلی[۱۲] په عربۍ ژبه شرح شوې ده او همدارنګ د دې دعا ګران ټکي لغوي شرحه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني لیکلی کتاب[۱۳] او شرح الصحیفه السجادیه د عزالدین جزائری لیکلی کتاب[۱۴] کې شرحه شوې ده.

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه څلور څلویښتمه دعا
متن ترجمه
وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ إِذَا دَخَلَ شَهْرُ رَمَضَانَ

(۱) الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي هَدَانَا لِحَمْدِهِ، وَ جَعَلَنَا مِنْ أَهْلِهِ لِنَكُونَ لِإِحْسَانِهِ مِنَ الشَّاكِرِينَ، وَ لِيَجْزِيَنَا عَلَى ذَلِكَ جَزَاءَ الْمُحْسِنِينَ (۲) وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي حَبَانَا بِدِينِهِ، وَ اخْتَصَّنَا بِمِلَّتِهِ، وَ سَبَّلَنَا فِي سُبُلِ إِحْسَانِهِ لِنَسْلُكَهَا بِمَنِّهِ إِلَى رِضْوَانِهِ، حَمْداً يَتَقَبَّلُهُ مِنَّا، وَ يَرْضَى بِهِ عَنَّا (۳) وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي جَعَلَ مِنْ تِلْكَ السُّبُلِ شَهْرَهُ شَهْرَ رَمَضَانَ، شَهْرَ الصِّيَامِ، وَ شَهْرَ الْإِسْلَامِ، وَ شَهْرَ الطَّهُورِ، وَ شَهْرَ التَّمْحِيصِ، وَ شَهْرَ الْقِيَامِ «الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ، هُدىً لِلنَّاسِ، وَ بَيِّناتٍ مِنَ الْهُدى‏ وَ الْفُرْقانِ» (۴) فَأَبَانَ فَضِيلَتَهُ عَلَى سَائِرِ الشُّهُورِ بِمَا جَعَلَ لَهُ مِنَ الْحُرُمَاتِ الْمَوْفُورَةِ، وَ الْفَضَائِلِ الْمَشْهُورَةِ، فَحَرَّمَ فِيهِ مَا أَحَلَّ فِي غَيْرِهِ إِعْظَاماً، وَ حَجَرَ فِيهِ الْمَطَاعِمَ وَ الْمَشَارِبَ إِكْرَاماً، وَ جَعَلَ لَهُ وَقْتاً بَيِّناً لَا يُجِيزُ- جَلَّ وَ عَزَّ- أَنْ يُقَدَّمَ قَبْلَهُ، وَ لَا يَقْبَلُ أَنْ يُؤَخَّرَ عَنْهُ. (۵) ثُمَّ فَضَّلَ لَيْلَةً وَاحِدَةً مِنْ لَيَالِيهِ عَلَى لَيَالِي أَلْفِ شَهْرٍ، وَ سَمَّاهَا لَيْلَةَ الْقَدْرِ، «تَنَزَّلُ الْمَلائِكَةُ وَ الرُّوحُ فِيها بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ» سَلامٌ دَائِمُ الْبَرَكَةِ إِلَى طُلُوعِ الْفَجْرِ عَلَى مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ بِمَا أَحْكَمَ مِنْ قَضَائِهِ. (۶) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ أَلْهِمْنَا مَعْرِفَةَ فَضْلِهِ وَ إِجْلَالَ حُرْمَتِهِ، وَ التَّحَفُّظَ مِمَّا حَظَرْتَ فِيهِ، وَ أَعِنَّا عَلَى صِيَامِهِ بِكَفِّ الْجَوَارِحِ عَنْ مَعَاصِيكَ، وَ اسْتِعْمَالِهَا فِيهِ بِمَا يُرْضِيكَ حَتَّى لَا نُصْغِيَ بِأَسْمَاعِنَا إِلَى لَغْوٍ، وَ لَا نُسْرِعَ بِأَبْصَارِنَا إِلَى لَهْوٍ (۷) وَ حَتَّى لَا نَبْسُطَ أَيْدِيَنَا إِلَى مَحْظُورٍ، وَ لَا نَخْطُوَ بِأَقْدَامِنَا إِلَى مَحْجُورٍ، وَ حَتَّى لَا تَعِيَ بُطُونُنَا إِلَّا مَا أَحْلَلْتَ، وَ لَا تَنْطِقَ أَلْسِنَتُنَا إِلَّا بِمَا مَثَّلْتَ، وَ لَا نَتَكَلَّفَ إِلَّا مَا يُدْنِي مِنْ ثَوَابِكَ، وَ لَا نَتَعَاطَى إِلَّا الَّذِي يَقِي مِنْ عِقَابِكَ، ثُمَّ خَلِّصْ ذَلِكَ كُلَّهُ مِنْ رِئَاءِ الْمُرَاءِينَ، وَ سُمْعَةِ الْمُسْمِعِينَ، لَا نُشْرِكُ فِيهِ أَحَداً دُونَكَ، وَ لَا نَبْتَغِي فِيهِ مُرَاداً سِوَاكَ. (۸) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ قِفْنَا فِيهِ عَلَى مَوَاقِيتِ الصَّلَوَاتِ الْخَمْسِ بِحُدُودِهَا الَّتِي حَدَّدْتَ، وَ فُرُوضِهَا الَّتِي فَرَضْتَ، وَ وَظَائِفِهَا الَّتِي وَظَّفْتَ، وَ أَوْقَاتِهَا الَّتِي وَقَّتَّ (۹) وَ أَنْزِلْنَا فِيهَا مَنْزِلَةَ الْمُصِيبِينَ لِمَنَازِلِهَا، الْحَافِظِينَ لِأَرْكَانِهَا، الْمُؤَدِّينَ لَهَا فِي أَوْقَاتِهَا عَلَى مَا سَنَّهُ عَبْدُكَ وَ رَسُولُكَ- صَلَوَاتُكَ عَلَيْهِ وَ آلِهِ- فِي رُكُوعِهَا وَ سُجُودِهَا وَ جَمِيعِ فَوَاضِلِهَا عَلَى أَتَمِّ الطَّهُورِ وَ أَسْبَغِهِ، وَ أَبْيَنِ الْخُشُوعِ وَ أَبْلَغِهِ. (۱۰) وَ وَفِّقْنَا فِيهِ لِأَنْ نَصِلَ أَرْحَامَنَا بِالْبِرِّ وَ الصِّلَةِ، وَ أَنْ نَتَعَاهَدَ جِيرَانَنَا بِالْإِفْضَالِ وَ الْعَطِيَّةِ، وَ أَنْ نُخَلِّصَ أَمْوَالَنَا مِنَ التَّبِعَاتِ، وَ أَنْ نُطَهِّرَهَا بِإِخْرَاجِ الزَّكَوَاتِ، وَ أَنْ نُرَاجِعَ مَنْ هَاجَرَنَا، وَ أَنْ نُنْصِفَ مَنْ ظَلَمَنَا، وَ أَنْ نُسَالِمَ مَنْ عَادَانَا حَاشَى مَنْ عُودِيَ فِيكَ وَ لَكَ، فَإِنَّهُ الْعَدُوُّ الَّذِي لَا نُوَالِيهِ، وَ الْحِزْبُ الَّذِي لَا نُصَافِيهِ. (۱۱) وَ أَنْ نَتَقَرَّبَ إِلَيْكَ فِيهِ مِنَ الْأَعْمَالِ الزَّاكِيَةِ بِمَا تُطَهِّرُنَا بِهِ مِنَ الذُّنُوبِ، وَ تَعْصِمُنَا فِيهِ مِمَّا نَسْتَأْنِفُ‏ مِنَ الْعُيُوبِ، حَتَّى لَا يُورِدَ عَلَيْكَ أَحَدٌ مِنْ مَلَائِكَتِكَ إِلَّا دُونَ مَا نُورِدُ مِنْ أَبْوَابِ الطَّاعَةِ لَكَ، وَ أَنْوَاعِ الْقُرْبَةِ إِلَيْكَ. (۱۲) اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ بِحَقِّ هَذَا الشَّهْرِ، وَ بِحَقِّ مَنْ تَعَبَّدَ لَكَ فِيهِ مِنِ ابْتِدَائِهِ إِلَى وَقْتِ فَنَائِهِ: مِنْ مَلَكٍ قَرَّبْتَهُ، أَوْ نَبِيٍّ أَرْسَلْتَهُ، أَوْ عَبْدٍ صَالِحٍ اخْتَصَصْتَهُ، أَنْ تُصَلِّيَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ أَهِّلْنَا فِيهِ لِمَا وَعَدْتَ أَوْلِيَاءَكَ مِنْ كَرَامَتِكَ، وَ أَوْجِبْ لَنَا فِيهِ مَا أَوْجَبْتَ لِأَهْلِ الْمُبَالَغَةِ فِي طَاعَتِكَ، وَ اجْعَلْنَا فِي نَظْمِ مَنِ اسْتَحَقَّ الرَّفِيعَ الْأَعْلَى بِرَحْمَتِكَ. (۱۳) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ جَنِّبْنَا الْإِلْحَادَ فِي تَوْحِيدِكَ، وَ الْتَّقْصِيرَ فِي تَمْجِيدِكَ، وَ الشَّكَّ فِي دِينِكَ، وَ الْعَمَى عَنْ سَبِيلِكَ، وَ الْإِغْفَالَ لِحُرْمَتِكَ، وَ الِانْخِدَاعَ لِعَدُوِّكَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ (۱۴) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ إِذَا كَانَ لَكَ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْ لَيَالِي شَهْرِنَا هَذَا رِقَابٌ يُعْتِقُهَا عَفْوُكَ، أَوْ يَهَبُهَا صَفْحُكَ فَاجْعَلْ رِقَابَنَا مِنْ تِلْكَ الرِّقَابِ، وَ اجْعَلْنَا لِشَهْرِنَا مِنْ خَيْرِ أَهْلٍ وَ أَصْحَابٍ. (۱۵) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ امْحَقْ ذُنُوبَنَا مَعَ امِّحَاقِ هِلَالِهِ، وَ اسْلَخْ عَنَّا تَبِعَاتِنَا مَعَ انْسِلَاخِ أَيَّامِهِ حَتَّى يَنْقَضِيَ عَنَّا وَ قَدْ صَفَّيْتَنَا فِيهِ مِنَ الْخَطِيئَاتِ، وَ أَخْلَصْتَنَا فِيهِ مِنَ السَّيِّئَاتِ. (۱۶) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ إِنْ مِلْنَا فِيهِ فَعَدِّلْنَا، وَ إِنْ زُغْنَا فِيهِ فَقَوِّمْنَا، وَ إِنِ اشْتَمَلَ عَلَيْنَا عَدُوُّكَ الشَّيْطَانُ فَاسْتَنْقِذْنَا مِنْهُ. (۱۷) اللَّهُمَّ اشْحَنْهُ بِعِبَادَتِنَا إِيَّاكَ، وَ زَيِّنْ أَوْقَاتَهُ بِطَاعَتِنَا لَكَ، وَ أَعِنَّا فِي نَهَارِهِ عَلَى صِيَامِهِ، وَ فِي لَيْلِهِ عَلَى الصَّلَاةِ وَ التَّضَرُّعِ إِلَيْكَ، وَ الْخُشُوعِ لَكَ، وَ الذِّلَّةِ بَيْنَ يَدَيْكَ حَتَّى لَا يَشْهَدَ نَهَارُهُ عَلَيْنَا بِغَفْلَةٍ، وَ لَا لَيْلُهُ بِتَفْرِيطٍ. (۱۸) اللَّهُمَّ وَ اجْعَلْنَا فِي سَائِرِ الشُّهُورِ وَ الْأَيَّامِ كَذَلِكَ مَا عَمَّرْتَنَا، وَ اجْعَلْنَا مِنْ عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيها خالِدُونَ، وَ الَّذِينَ يُؤْتُونَ ما آتَوْا وَ قُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ، أَنَّهُمْ إِلى‏ رَبِّهِمْ راجِعُونَ، وَ مِنَ الَّذِينَ يُسارِعُونَ فِي الْخَيْراتِ وَ هُمْ لَها سابِقُونَ. (۱۹) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، فِي كُلِّ وَقْتٍ وَ كُلِّ أَوَانٍ وَ عَلَى كُلِّ حَالٍ عَدَدَ مَا صَلَّيْتَ عَلَى مَنْ صَلَّيْتَ عَلَيْهِ، وَ أَضْعَافَ ذَلِكَ كُلِّهِ بِالْأَضْعَافِ الَّتِي لَا يُحْصِيهَا غَيْرُكَ، إِنَّكَ فَعَّالٌ لِمَا تُرِيدُ.

فوټ نوټ

  1. ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۳۸۸.
  2. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۷، ص۴۰۷-۴۷۰؛ ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۳۸۸-۴۲۴؛ شرح فرازهای دعای چهل و چهارم از سایت عرفان.
  3. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۷، ص۳۹۹-۴۷۰.
  4. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۳۸۳-۴۲۴.
  5. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۲۲۱-۲۷۹.
  6. مصباح یزدی، صهبای حضور، ۱۳۹۱ش، فهرست مطالب.
  7. معرفی کتاب سیمای رمضان
  8. معرفی کتاب سروش رمضان
  9. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۶، ص۵-۹۴.
  10. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۴۹۹-۵۱۳.
  11. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۵۴۳-۵۵۳.
  12. فضل‌الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۳۵۹-۳۸۸.
  13. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۸۷-۸۹.
  14. جزایری، شرح الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۲، ص۲۱۶-۲۲۲.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
  • جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، صهبای حضور (شرح دعای چهل و چهارم صحیفه سجادیه)، قم، موسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی(ره)، ۱۳۹۱ش.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک