د صحیفه سجادیه شپږمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبدالله یزدي په نسخ خط کې، د ۱۱۰۲ قمري کال د شعبان میاشت کې لیکل شوې

د صحیفه سجادیه شپږمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې هر سهار او ماښام لوستل کیږي او د شپې او ورځې په پیدایښت او د انسان په ژوند باندې د هغې اغیزې او همدارنګه په شپه او ورځ کې د مؤمنانو وظائفو ته اشاره کوي. په دغه دعا کښې امام سجاد(ع) همدارنګ د شپه او ورځ د په وسیله د بندګانو ازموينه، د الهي قدرت لاندې د مخلوقاتو حرکت، د نېکو اعمالو د ترسره کولو او د شکر ادا کولو لپاره د توفیق غوښته کړی، د پېغمبر اکرم(ص) د پيغمبرۍ ګواهي او له خدای څخه بخښنه یې هم په کې بیان کړي دي.

شپږمه دعا د صحیفه سجادیه په ځینې شرحو لکه دیار عاشقان کې چې حسین انصاریان په فارسۍ ژبه لیکلی او ریاض السالکین کې چې سید علي خان مدني په عربۍ لیکلی دی شرحه شوې ده.

تعلیمات

د صحیفه سجادیه د شپږمې دعا موضوع چې هر سهار او ماښام لوستل کیږي، د خدای د نعمتونو شمیرل، لکه د شپې او ورځې پیدا کول او د دواړو دقیق ترتیب او د انسان د ژوند لپاره د هغو ګټو ته اشاره کوي. په شپه او ورځ کې د مؤمن وظائف او مسوولیتونه، د الله جل جلاله څخه د شکر توفیق غوښتل او په محمد(ص) او د هغه په کورنۍ باندې درود ویل[۱] دي. د دې دعا تعلیمات په لاندې ډول دي:

  • د شپې او ورځې پیدائښت په الهی قدرت سره او د هغو نظم ته اشاره
  • شپه او ورځ د بندګانو د روزۍ وسیله او د هغوي د روزنې وسیله ده.
  • شپه د سکون او راحت سرچینه ده او د ژوندانه او انساني ځواک د تازه کولو او د خوښۍ ترلاسه کولو لامل دی.
  • ورځ د انسان لپاره د خدای فضل او احسان، رزق او روزۍ او د اخرت تل پاتی ګټی ته د رسیدو وسیله ده.
  • د شپه او ورځ په وسیله د بندګانو آزموینه
  • د شپې او ورځې په شتون باندې خدای حمد
  • د مخلوقاتو حرکت د الهی قدرت او تدبیر د لاندې
  • خیر بې له هغه بل څه نه دی چې کوم څه خدای درکړي دي.
  • د انسان په عملونو باندې د خدای ګواهي، د ښې ورځې لپاره دعا او د هغې له وختونو د ښې ګټې لپاره دعا
  • فرښتې د انسانانو د عملونو لیکونکي دي.
  • د الهی هدایت او محبت غوښته
  • د خدای له نافرمانۍ د ژغورنی لپاره دعا
  • د خیر د کارونو د ترسره کولو لپاره د توفیق غوښته، له شره د لری کیدو، امر بالمعروف او نهی عن المنکر ترسره کولو، د اسلام د
  • ساتلو، د ګمراهانو د لارښوونی، ناتوانانو سره د مرسته کولو او غمجنو ته د پناه ورکولو لپاره د توفیق غوښته
  • د خدای په قضا باندې راضی شونه او د خدای د وحدانیت او عدالت ګواهی ورکول
  • د حضرت محمد(ص) د پيغمبرۍ ګواهي ورکوی، او د هغه د خپل امت لپاره د خیر غوښته او د پیغمبر(ص) لپاره له ټولو د لویې بدلې غوښته.
  • له خدایه د بخښنه غوښتل[۲]

شرحې

شپږمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو کې شرحه شوې او همدارنګ په دیار عاشقان کتاب کې چې حسین انصاریان لیکلی[۳] شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحی کرمانشاهي کتاب[۴] او د سید احمد فهري د صحیفه سجادیه په شرحې کې[۵] په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.

همدارنګ دا دعا په ځنې کتابونو لکه ریاض السالکین چې سید علي خان مدني لیکلی[۶] فی ظلال الصحیفه السجادیه چې محمد جواد مغنیه لیکلی،[۷] ریاض العارفین کې چې محمد بن محمد دارابي لیکلی[۸] او آفاق الروح کې چې سید محمد حسین فضل الله لیکلی[۹] په عربۍ ژبه شرح شوې ده او همدارنګ د دې دعا ګران ټکي لغوي شرحه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني لیکلی کتاب کې شرحه شوې ده.[۱۰]

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه شپږمه دعا
متن ترجمه[۱۱]
وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ عِنْدَ الصَّبَاحِ وَ الْمَسَاءِ

الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَ اللَّيْلَ وَ النَّهَارَ بِقُوَّتِهِ

وَ مَيَّزَ بَيْنَهُمَا بِقُدْرَتِهِ

وَ جَعَلَ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا حَدّاً مَحْدُوداً، وَ أَمَداً مَمْدُوداً

يُولِجُ كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا فِي صَاحِبِهِ، وَ يُولِجُ صَاحِبَهُ فِيهِ بِتَقْدِيرٍ مِنْهُ لِلْعِبَادِ فِيما يَغْذُوهُمْ بِهِ، وَ يُنْشِئُهُمْ عَلَيْهِ

فَخَلَقَ لَهُمُ اللَّيْلَ لِيَسْكُنُوا فِيهِ مِنْ حَرَكَاتِ التَّعَبِ وَ نَهَضَاتِ النَّصَبِ، وَ جَعَلَهُ لِبَاساً لِيَلْبَسُوا مِنْ رَاحَتِهِ وَ مَنَامِهِ، فَيَكُونَ ذَلِكَ لَهُمْ جَمَاماً وَ قُوَّةً، وَ لِيَنَالُوا بِهِ لَذَّةً وَ شَهْوَةً

وَ خَلَقَ لَهُمُ النَّهَارَ مُبْصِراً لِيَبْتَغُوا فِيهِ مِنْ فَضْلِهِ، وَ لِيَتَسَبَّبُوا إِلَى رِزْقِهِ، وَ يَسْرَحُوا فِي أَرْضِهِ، طَلَباً لِمَا فِيهِ نَيْلُ الْعَاجِلِ مِنْ دُنْيَاهُمْ، وَ دَرَكُ الآْجِلِ فِي أُخْرَاهُمْ

بِكُلِّ ذَلِكَ يُصْلِحُ شَأْنَهُمْ، وَ يَبْلُو أَخْبَارَهُمْ، وَ يَنْظُرُ كَيْفَ هُمْ فِي أَوْقَاتِ طَاعَتِهِ، وَ مَنَازِلِ فُرُوضِهِ، وَ مَوَاقِعِ أَحْكَامِهِ، «لِيَجْزِيَ الَّذِينَ أَسَاؤُوا بِمَا عَمِلُوا، وَ يَجْزِيَ الَّذِينَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَى».

اللَّهُمَّ فَلَكَ الْحَمْدُ عَلَى مَا فَلَقْتَ لَنَا مِنَ الْإِصْبَاحِ، وَ مَتَّعْتَنَا بِهِ مِنْ ضَوْءِ النَّهَارِ، وَ بَصَّرْتَنَا مِنْ مَطَالِبِ الْأَقْوَاتِ، وَ وَقَيْتَنَا فِيهِ مِنْ طَوَارِقِ الآْفَاتِ. أَصْبَحْنَا وَ أَصْبَحَتِ الْأَشْيَاءُ كُلُّهَا بِجُمْلَتِهَا لَكَ سَمَاؤُهَا وَ أَرْضُهَا، وَ مَا بَثَثْتَ فِي كُلِّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا، سَاكِنُهُ وَ مُتَحَرِّكُهُ، وَ مُقِيمُهُ وَ شَاخِصُهُ وَ مَا عَلَا فِي الْهَوَاءِ، وَ مَا كَنَّ تَحْتَ الثَّري

أَصْبَحْنَا فِي قَبْضَتِكَ يَحْوِينَا مُلْكُكَ وَ سُلْطَانُكَ، وَ تَضُمُّنَا مَشِيَّتُكَ، وَ نَتَصَرَّفُ عَنْ أَمْرِكَ، وَ نَتَقَلَّبُ فِي تَدْبيِرِكَ.

لَيْسَ لَنَا مِنَ الْأَمْرِ إِلَّا مَا قَضَيْتَ، وَ لَا مِنَ الْخَيْرِ إِلَّا مَا أَعْطَيْتَ.

وَ هَذَا يَوْمٌ حَادِثٌ جَدِيدٌ، وَ هُوَ عَلَيْنَا شَاهِدٌ عَتِيدٌ، إِنْ أَحْسَنَّا وَدَّعَنَا بِحَمْدٍ، وَ إِنْ أَسَأْنَا فَارَقَنَا بِذَمٍّ.

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ ارْزُقْنَا حُسْنَ مُصَاحَبَتِهِ، وَ اعْصِمْنَا مِنْ سُوءِ مُفَارَقَتِهِ بِارْتِكَابِ جَرِيرَةٍ، أَوِ اقْتِرَافِ صَغِيرَةٍ أَوْ كَبِيرَةٍ وَ أَجْزِلْ لَنَا فِيهِ مِنَ الْحَسَنَاتِ، وَ أَخْلِنَا فِيهِ مِنَ السَّيِّئَاتِ، وَ امْلَأْ لَنَا مَا بَيْنَ طَرَفَيْهِ حَمْداً وَ شُكْراً وَ أَجْراً وَ ذُخْراً وَ فَضْلًا وَ إِحْسَاناً.

اللَّهُمَّ يَسِّرْ عَلَى الْكِرَامِ الكاتبِينَ مَؤُونَتَنَا، وَ امْلَأْ لَنَا مِنْ حَسَنَاتِنَا صَحَائِفَنَا، وَ لَا تُخْزِنَا عِنْدَهُمْ بِسُوءِ أَعْمَالِنَا.

اللَّهُمَّ اجْعَلْ لَنَا فِي كُلِّ سَاعَةٍ مِنْ سَاعَاتِهِ حَظّاً مِنْ عِبَادِكَ، وَ نَصِيباً مِنْ شُكْرِكَ وَ شَاهِدَ صِدْقٍ مِنْ مَلَائِكَتِكَ.

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ احْفَظْنَا مِنْ بَيْنِ أَيْدِينَا وَ مِنْ خَلْفِنَا وَ عَنْ أَيْمَانِنَا وَ عَنْ شَمَائِلِنَا وَ مِنْ جَمِيعِ نَوَاحِينَا، حِفْظاً عَاصِماً مِنْ مَعْصِيَتِكَ، هَادِياً إِلَى طَاعَتِكَ، مُسْتَعْمِلاً لِمَحَبَّتِكَ.

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ وَفِّقْنَا فِي يَوْمِنَا هَذَا وَ لَيْلَتِنَا هَذِهِ وَ فِي جَمِيعِ أَيَّامِنَا لِاسْتِعْمَالِ الْخَيْرِ، وَ هِجْرَانِ الشَّرِّ، وَ شُكْرِ النِّعَمِ، وَ اتِّبَاعِ السُّنَنِ، وَ مُجَانَبَةِ الْبِدَعِ، وَ الْأَمْرِ بِالْمَعْرُوفِ، وَ النَّهْيِ عَنِ الْمُنْكَرِ، وَ حِيَاطَةِ الْإِسْلَامِ، وَ انْتِقَاصِ الْبَاطِلِ وَ إِذْلَالِهِ، وَ نُصْرَةِ الْحَقِّ وَ إِعْزَازِهِ، وَ إِرْشَادِ الضَّالِّ، وَ مُعَاوَنَةِ الضَّعيِفِ، وَ اِدْرَاكِ اللّهيِفِ

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ اجْعَلْهُ أَيْمَنَ يَوْمٍ عَهِدْنَاهُ، وَ أَفْضَلَ صَاحِبٍ صَحِبْنَاهُ، وَ خَيْرَ وَقْتٍ ظَلِلْنَا فِيهِ

وَ اجْعَلْنَا مِنْ أَرْضَى مَنْ مَرَّ عَلَيْهِ اللَّيْلُ وَ النَّهَارُ مِنْ جُمْلَةِ خَلْقِكَ، أَشْكَرَهُمْ لِمَا أَوْلَيْتَ مِنْ نِعَمِكَ، وَ أَقْوَمَهُمْ بِمَا شَرَعْتَ مِنْ شرَائِعِكَ، وَ أَوْقَفَهُمْ عَمَّا حَذَّرْتَ مِنْ نَهْيِكَ.

اللَّهُمَّ إِنِّي أُشْهِدُكَ وَ كَفَى بِكَ شَهِيداً، وَ أُشْهِدُ سَمَاءَكَ وَ أَرْضَكَ وَ مَنْ أَسْكَنْتَهُمَا مِنْ مَلائِكَتِكَ وَ سَائِرِ خَلْقِكَ فِي يَوْمِي هَذَا وَ سَاعَتِي هَذِهِ وَ لَيْلَتِي هَذِهِ وَ مُسْتَقَرِّي هَذَا، أَنِّي أَشْهَدُ أَنَّكَ أَنْتَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، قَائِمٌ بِالْقِسْطِ، عَدْلٌ فِي الْحُكْمِ، رَؤُوفٌ بِالْعِبَادِ، مَالِكُ الْمُلْكِ، رَحيِمٌ بِالْخَلْقِ.

وَ أَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُكَ وَ رَسُولُكَ و خِيَرَتُكَ مِنْ خَلْقِكَ، حَمَّلْتَهُ رِسَالَتَكَ فَأَدَّاهَا، وَ أَمَرْتَهُ بِالنُّصْحِ لِأُمَّتِهِ فَنَصَحَ لَهَا

اللَّهُمَّ فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، أَكْثَرَ مَا صَلَّيْتَ عَلَى أَحَدٍ مِنْ خَلْقِكَ، وَ آتِهِ عَنَّا أَفْضَلَ مَا آتَيْتَ أَحَداً مِنْ عِبَادِكَ، وَ اجْزِهِ عَنَّا أَفْضَلَ وَ أَكْرَمَ مَا جَزَيْتَ أَحَداً مِنْ أَنْبِيَائِكَ عَنْ أُمَّتِهِ

إِنَّكَ أَنْتَ الْمَنَّانُ بِالْجَسِيمِ، الْغَافِرُ لِلْعَظِيمِ، وَ أَنْتَ أَرْحَمُ مِنْ كُلِّ رَحِيمٍ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ الطَّيِّبِينَ الطَّاهِرِينَ الْاَخْيَارِ الْاَنْجَبيِنَ.


د سهار او ماښام دُعا:

ټول تعريفونه او لمانځنې هغه خداى  لره دى چې په خپل وس او طاقت يې شپه او ورځ وپنځول

او په خپل قدرت سره يې له يو او بله جدا كړل

او هر يو يې د ټاكلو وختونو او معلومو پولو پابند وګرځول

او د هغو د كموالى او زياتوالى يې چې كومې اندازى مقرر كړى له هغو سره سم د شپې په ځاى ورځ او د ورځي په ځاى شپه راولى چې له دې لارې د بندګانو د روزۍ او پالنې او روزنې سر څڼه وكړى

نو خداى تعالى د هغوى لپاره شپه جوړه كړه چې د ورځي له سختو كارونو او ستړيا وروسته ارام وكړى او شپه يې پرده وګرځوله چې انسان د كرارۍ په څادر كې ځان راونغاړى او په ډاډه زړه اوده شى او دا د هغوى لپاره د خوندنو شهوتونو او فطرى طاقتونو د تازه كيدو، بيا په ځاى كيدو او د خوند د راغونډلو وسيله وى

او ورځ يې رڼا او ځلانده وګرځوله چې په دې كې انسان په كار لګيا شى او د هغه فضل او رحمت ولټوى او د روزۍ وسيله وپلټى او د دنياوي ګټو او د آخرت د فايدو د لټولو لپاره په ځمكه وګرځى.

په دغو ټولو چارو سره خداى تعالى د هغوى حالات برابروى او د هغوى عملونه جاجوى او دا ګورى چې بندګان يې د اطاعت په شيبو، د دندو د تر سره كولو په موقعو او د احكامو او اوامر د منلو په وخت څنګه ثابتيږى او څنګه راوځى چې بدانو ته د هغوى د بدوكړو سزا او نيكانو ته ښه بدله وركاندى.

اى الله ټولې لمانځنې او ستاينې تا لره دى چې زموږ لپاره دې د شپې سينه څيرى كړه او د سهار رڼا دې وځلوله او د ورځې له رڼا دې موږ ته ګټه راورسوله او د رزق د پيدا كولو فرصتونه دې راوښودل او له بلاګانو او افتونو دې وژغورلو

شپه مو ستا لپارره سهار کړه موږ او نور هر څه ستا دى اسمانونه او ځمكې او هر هغه څه چې په دغو كې دې غوړولي دي كه مړه دي كه خوځنده، استوګن دي كه روان، په فضا كې اوچت دي يا د ځمكې په تل كې پټ دي.

ستا د ملکیت په درګاه کې مو سهار کړ موږ ستا د قدرت په واك كې يوو او ستا واك او باچاهى پر موږ واكمنه ده او ستا د خوښې کلايه له موږ تاو ده ستا په حكم خوځيږو او ستا په تدبير او تقدير سره له يوه حالته بل حالت ته اوړو

كوم حكم چې دې زموږ لپاره وكړ او هغه خير او ښيګړه چې تا راوبخښله له دې پرته بل څه په اخيتار كې نه لرو

او دا لويه ورځ چې رابره شوې ده په موږ داسې ګواه او كتونكې ده چې تل حاضره او موجوده وي نو كه موږ ښه كارونه وكړل نو په ثنا او صفت او ستاينې سره موږ بدرګه كوي او كه بد مو وكړل نو په موږ بد وايې او جدا كيږي.

اى خدايه ته په محمد او د هغه په آل درود وليږه او موږ ته د دې ورځې ښه ملګرتيا راپه برخه كړه او له دې مو وساته چې د كومې خطا يا وړې او لويې ګناه د كولو په وجه دا له موږ خپه رخصت شي

او په دې ورځې كې زموږ د نيكيو برخه زياته كړه او له بديو مو لمن وژغوره او د دې ورځې پيل او پاى زموږ لپاره له ستاينې، ثنا، ثواب د اخرت له توښې او بخښنې او احسانه ډكه كړه.

اى لويه خدايه په كراماً كاتبين باندې (زموږ د ګناهانو د ليكلو) تكليف كم كړې او زموږ كړن پاڼه له نيكيو ډكه كړې او د بدو كړو او بدو عملونو په وجه موږ دوي ته سپك او رسوا نه كړى.

اى څښتنه ته د دې ورځې له هرى شيبې د خپلو خاصو بندګانو لپاره يوه برخه د خپل شكر يوه حصه او له فرښتو څخه زموږ لپاره يو رښتنی ګواه وټاكې

اى الله ته په محمد (ص) او د هغه په آل درود وليږه او د شا له مخې ښى او كيڼ او ټولو اړخونو زموږ ساتنه وكړه. داسې ساتنه چې د ګناه او بدۍ په كولو كې زموږ مخ ونيسى ستا د اطاعت په لور مو راوبلى او ستا په مينه كې تيره شي.

اى څښتنه ته پر محمد (ص) او د هغه پر آل رحمت وليږه او موږ ته په نننۍ ورځ نننۍ شپه او د ژوند په ټولو شيبو كې دا توفيق را په برخه كړه چې موږ په نيكيو عمل وكړو له بديو لاس واخلو او د نعمتونو شكر وباسو او په سنتونو عمل وكاندو. له بدعتونو ځان وساتو او د نيكو كارونو حكم وركړو او له بدو كارونو منع كړو د اسلام ملاتړ او پلوي توب وكړو. باطل چخڼي او سپك كړو د حق كومك وكړو او حق سرلوړے كاندو بې لارو ته لارښوونه د كمزورو مرسته او د كړيدلو چاره وكړو.

اى څښتنه پر محمد (ص) او د هغه پر آل رحمت وليږه او نننۍ ورځ تر هغو ټولو ورځو چې موږ تيرې كړي غوره او نيكمرغه ورځ او تر هغو ټولو ملګرو چې موږ يې ملګرتيا كړې ښه کړه او تر هغو ټولو وختونو چې موږ پكې ژوند كړى غوره وخت وګرځوې

او له هغو ټولو مخلوقاتو چې ورځ او شپه پرې چكر وهى راضى او خوښ مخلوق وګرځوې او د خپلو راكړو نعمتونو لپاره تر ټولو زيات شكر ګزاره او تر هغو ګردو زيات پر خپل حكم پابند او تر ټولو زيات له هغه كارونو غړيدونكى وګرځوې له كومو څيزونو چې دې ويرولى او منعې كړې يوو.

اى خدايه زه تا په ګواهۍ نيسم او ته د ګواهۍ لپاره بس يې او ستا اسمانونه، ځمكه او په هغو كې چې دې كومې فرښتي پنځولى دى او كوم مخلوقات چې دې استوګن كړي دي په نن ورځ نن شپې او اوسنۍ شپې او دې ځاى ګواه نيسم چې زه په دې خبرې داده يم چې يوازې ته د عبادت لايق يې. او له تا پرته بل څوك د عبادت لايق او جوګه نه دى، د انصاف راوستونكى په حكم كې د عدل خيال ساتونكی، پر بندګانو مهربان د وس مالك او پر كايناتو رحم كوونكی يې

او د دې خبرې شاهدى هم ورکوم چې محمد صلى الله عليه وآله وسلم ستا ځانګړے بنده استازے او په كائناتو كې غوره شوے دے  دوى ته دې د رسالت او استازيتوب دندې وسپارلې او دوى ورسولې او خپل امت ته دې د نصيحت او پند حكم وكړ نو دوى ورساوْه او نصيحت يې وكړ

ای خدایه پر محمد او د هغه په آل باندې درود ولیږه زیات له هغه څه چې په مخلوقاتو کې دې په چا لیږلی وي. زموږ لخوا دوي ته هغه غوره ډالۍ وركانده چې ستا له هر هغه انعام او نعمته لوىه وي چې تا په خپلو بندګانو كې كوم يو ته وركړې وي او زموږ لخوا دوى ته هغه جزا او بدله وركړه چې تر هرې هغې بدلې ښه او غوره وي  چې كوم يو نبى ته د هغه امت وركړى وى

بې شكه چې ته د لويو نعمتونو لورونونکے او له ستروګناهانو تيريدونكے او تر هر رحيمبه زيات رحم كوونكے يې نو ته پر محمد (ص) او د هغه په پاك سپيڅلى او شريف او غوره آل رحمت وليږه.

فوټ نوټ

  1. ممدوحی،‌ شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۳۵۷.
  2. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۱ش،ج۴، ص۱۵-۱۰۱.
  3. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۱۵-۱۰۱.
  4. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۳۵۷-۴۲۰.
  5. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۳۱۹-۳۹۰.
  6. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۲، ص۱۷۵-۳۰۰.
  7. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۱۱۹-۱۳۴.
  8. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۱۰۳-۱۱۸.
  9. فضل الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۳۳-۱۸۴.
  10. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۳۰-۳۳.
  11. (په پارسی ژبه کښې) ترجمه از شیخ حسین انصاریان.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۱ش.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک