د صحیفه سجادیه پينځه دیرشمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د احمد نیریزي لخوا لیکل شوی، د ۱۱۴۵ قمري کال

د صحیفه سجادیه پينځه دیرشمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې د الهي قضا باندې د انسان د رضایت په اړه. په دې دعا کې امام سجاد(ع) په هغه نعمتونو چې څه یې ورکړي او څه یې نه دي ورکړي د خدای شکر ادا کوي او انسان له هغه څه چې نور یې لري له حسد کولو څخه منع کوي. امام هم د خدای په عبادت کې عزت او کرامت ښايي او د زورواکو په وړاندې د بې وزلو د بې عزته کیدو مخه نیسي.

پينځه دیرشمه دعا د صحيفه سجاديه په شرحو لکه دیار عاشقان کې چې حسین انصاریان لیکلی او د حسن ممدوحي کرمانشاهي په کتاب شهود او شناخت کې په فارسي ژبه او په عربي ژبه د سيد علي خان مدني په رياض السالکين کتاب کې شرحه شوې ده.

تعلیمات

د صحیفه سجادیه پينځه دیرشمه دعا له هغه دعاګانو څخه یوه ده چې په الهي قضا باندې د انسان رضایت بیانوي. محمد جواد مغنیه د دې دعا په تشریح کې د «رضا الله، رضانا...» کلمه د اهل بيت علیهم السلام له شعارونو څخه ګڼلې ده[۱] همدارنګ ممدوحي کرمانشاهي د دې دعا په شرحه کې د خدای په ورکړو شوو نعمتونو راضي کیدل او د هغه قضا باندې زړه تړل د بدبختیو په وړاندې له صبر کولو څخه لوړ ګڼلي دي. ځکه چې څوک د الهي په ورکړه باندې راضي وي نو هغه په هغه څه راضي چې دوست یې پرې راضي وي. خو هغه څوک چې په الهي مقدراتو باندې صبر نه کوي نو ممکنه ده چې په زړه کې خدای ته تسلیم نه وي.[۲] امام سجاد(ع) په دې دعا کې د خدای په نعمتونو خوشحال او شکر کوونکی دی او تر دې چې په نه ورکړی نعمتونو هم شاکر دی.[۳] د دې دعا تعلیمات په لاندې ډول دي:

  • د عدل پر بنسټ د بندګانو ترمنځ د رزق د ویش تصدیق کول
  • د خدای فضل او احسان ترلاسه کول
  • د الهي په قضاو خوښي
  • له خدایه دا غوښتل چې د حسد د لاملونو او اسبابو له سببه ونه نیول شي
  • د خپلو بندګانو د رزق په ویش کې د خدای عدالت
  • د خدای قضا د ځان لپاره ښه ګڼل
  • د له خدایه دا غوښتل چې په نه ورکړو نعمتونو باندې له ورکړو شوو نعمتونو زیات شکر وکړي
  • فقیر ته په سپکه سترګه نه کتل او شتمنو ته په ویره نه کتل
  • عزت او شرافت یواځې د خدای په اطاعت او عبادت کې دی(له الهي سرچینې سره اړیکه د انسان د وقار سرچینه ده)
  • له ختمیدونکي شتمنۍ او تلپاتې عزت غوښتنه کول
  • د خداى په بې مثاله صفت ستایل (خداى نه د چا اولاد دى او نه يې څوک اولاد شته، هيڅوک د هغه سیال نه دى)[۴]

شرحې

پینځه دیرشمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو کې بیان شوې ده، لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان کتاب[۵] د محمد حسن ممدوحی کرمانشاهي په کتاب شهود او شناخت کې،[۶] او د صحیفه سجادیه په ترجمه او شرحه کې چې په فارسي ژبه سید احمد فهري لیکلی[۷] راغلې ده.

د صحیفه سجادیه پینځه دیرشمه دعا همدارنګ د سید علي خان مدني په کتاب ریاض السالکین کی،[۸] فی ظلال الصحیفه السجادیه د محمد جواد مغنیه کتاب،[۹] ریاض العارفین د محمد بن محمد دارابي په کتاب کی[۱۰] او افاق الروح چې د سيد محمد حسين فضل الله لخوا ليکل شوی دی[۱۱] په عربي ژبه بيان شوی دی. د دې دعا کلمات په لغوي شرحو کې تشریح شوې ده لکه د فیض کاشاني شرحه تعلیقات علي الصحفه السجادیه[۱۲] او د عزالدین الجزایري لیکلی شرح الصحیفه السجادیه کې راغلې ده.[۱۳]

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه پينځه دیرشمه دعا
متن ترجمه[۱۴]
وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ فِي الرِّضَا إِذَا نَظَرَ إِلَى أَصْحَابِ الدُّنْيَا

(۱) الْحَمْدُ لِلَّهِ رِضًى بِحُكْمِ اللَّهِ، شَهِدْتُ أَنَّ اللَّهَ قَسَمَ مَعَايِشَ عِبَادِهِ بِالْعَدْلِ، وَ أَخَذَ عَلَى جَمِيعِ خَلْقِهِ بِالْفَضْلِ

(۲) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ لَا تَفْتِنِّي بِمَا أَعْطَيْتَهُمْ، وَ لَا تَفْتِنْهُمْ بِمَا مَنَعْتَنِي فَأَحْسُدَ خَلْقَكَ، وَ أَغْمَطَ حُكْمَكَ.

(۳) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ طَيِّبْ بِقَضَائِكَ نَفْسِي، وَ وَسِّعْ بِمَوَاقِعِ حُكْمِكَ صَدْرِي، وَ هَبْ لِيَ الثِّقَةَ لِأُقِرَّ مَعَهَا بِأَنَّ قَضَاءَكَ لَمْ يَجْرِ إِلَّا بِالْخِيَرَةِ، وَ اجْعَلْ شُكْرِي لَكَ عَلَى مَا زَوَيْتَ عَنِّي أَوْفَرَ مِنْ شُكْرِي إِيَّاكَ عَلَى مَا خَوَّلْتَنِي

(۴) وَ اعْصِمْنِي مِنْ أَنْ أَظُنَّ بِذِي عَدَمٍ خَسَاسَةً، أَوْ أَظُنَّ بِصَاحِبِ ثَرْوَةٍ فَضْلًا، فَإِنَّ الشَّرِيفَ مَنْ شَرَّفَتْهُ طَاعَتُكَ، وَ الْعَزِيزَ مَنْ أَعَزَّتْهُ عِبَادَتُكَ

(۵) فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ مَتِّعْنَا بِثَرْوَةٍ لَا تَنْفَدُ، وَ أَيِّدْنَا بِعِزٍّ لَا يُفْقَدُ، وَ اسْرَحْنَا فِي مُلْكِ الْأَبَدِ، إِنَّكَ الْوَاحِدُ الْأَحَدُ الصَّمَدُ، الَّذِي لَمْ تَلِدْ وَ لَمْ تُولَدْ وَ لَمْ يَكُنْ لَكَ كُفُواً أَحَدٌ.


د هغه حضرت دعا د خدای په رضا او خوښۍ کې کله به چې هغه دنیاداران لیدل

1.     لمانځنه او ستاينه هغه خداى لره ده د هغه په حكم باندې د رضا او خوښۍ په وجه زه ګواهى وركوم چې هغه د خپلو بندګانو روزى د عدل له اصولو سره سمه ويشلې ده او له ټولو مخلوقاتو سره يې د فضل او احسان روده غوره كړې ده

2.     اى خدايه! پر محمد (ص) او د هغه پر ّال رحمت وليږه او ما په هغو څيزونو چې نورو ته دې وركړى خواشينے او پريشانه كوه مه چې زه ورسره حسد وكړم او ستا فيصلې ته په سپكه وګورم او له كومو څيزونو چې دى زه بې برخې كړے يم هغه د نورو لپاره فتنه او ازميښت مه ګرځوه (چې هغوى د كبر له مخې ماته په سپكه سترګه وګوری)

3.     اى خدايه پر محمد (ص) او د هغوى پر ّال رحمت وليږه او ما د خپلى قضا او قدر او برخليك په فيصلې خوښ وساته او ستا د تقدير د منلو لپاره زما سينه پراخه كړه او په ما كې د باور هغه روح وپوكه چې زه دا اقرار وكړم چې ستا د تقدير فيصله په خير او ښيګړى سره نافذه شوي ده او پر دغو نعمتونو د شكر ايستلو په پرتله چې تا ماته راكړي دي پر هغو څيزونو زما شكر زيات كانده چې تا له ما تم كړي دي

4.     او ما له دې بچ كړه چې كوم بيوزلى او غريب ته په حقارت او سپكاوى سره وګورم يا د كوم شتمن په باب د هغو د پيسو په وجه د لوړاوى او فضيلت ګمان وكړم ځكه چې د عزت او درناوى خاوند هغه دے چې ستا اطاعت ورته فضيلت وركړے دے او د عزت څښتن هغه دے چې ستا عبادت عزت او سر لوړى وركړې ده.

5.        اى خدايه پر محمد (ص) او د هغوى پر آل رحمت وليږه او موږ له داسي شتو او دولته برخمن كړه چې نه ختميدونكى وى او په داسې عزت او سترتوب مو تائيد وكړه چې زائليدونكى نه دى او موږ د تل پاتې نړۍ په لور روان كانده بې شكه ته يوازينے، بې سارے او داسې بې نيازه يې چې نه دې څوك زيږولى او نه ته له چا زيږيدلے يې او نه دې مثال، ساری او څنګ شته.

فوټ نوټ

  1. مغنیه، فی ضلال الصحیفة السجادیه، ۱۴۲۸ق، ص۴۲۷.
  2. ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۱۸۳.
  3. ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۱۸۳.
  4. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۷، ص۲۴۹-۲۵۹؛ ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۱۸۳-۱۸۸؛ شرح فرازهای دعای سی و پنجم از سایت عرفان.
  5. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۷، ص۲۴۵-۲۵۹.
  6. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۱۸۱-۱۸۸.
  7. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۸۷-۹۱.
  8. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۵، ص۱۷۷-۱۹۸.
  9. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۴۲۷-۴۳۰.
  10. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۴۵۳-۴۵۶.
  11. فضل‌الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۲۰۹-۲۲۲.
  12. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفة السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۷۳.
  13. جزایری، شرح الصحیفة السجادیه، ۱۴۰۲، ص۱۸۴-۱۸۵.
  14. (په پارسي ژبه کښې)ترجمه از شیخ حسین انصاریان.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
  • جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک