د صحیفه سجادیه درې پنځوسمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه درې پنځوسمه دعا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبدالله یزدي په نسخ خط کې، د ۱۱۰۲ قمري کال د شعبان میاشت کې لیکل شوې
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبدالله یزدي په نسخ خط کې، د ۱۱۰۲ قمري کال د شعبان میاشت کې لیکل شوې
د دعا او زیارت معلومات
موضوعد خدای پر وړاندې فروتني
مأثور/غیرمأثورمأثور
څخه صادر شویامام سجاد(ع)
راویمتوکل بن هارون بلخي
شیعه سرچینېصحیفه سجادیه
مشهور دعاګانې او زیارتونه
توسل دعاکمیل دعاندبه دعاسمات دعافرج دعاابوحمزه ثمالي دعاعاشورا زیارتجامعه کبیره زیارتوارث زیارتامین الله زیارتاربعین زیارت


د صحیفه سجادیه درې پنځوسمه دعا د امام سجاد(ع) له ماثورو دعاګانو څخه ده چې هغه د خدای په نزد د ذلت او خوارۍ په وخت کې تلاوت کوله. په دغه دعا کښې امام سجاد(ع) په دنيا او قيامت کښې د ګناهونو اغیزو ته اشاره کوي او له مرګ نه مخکې د غفلت له خوبه په ويښېدو باندې ټینګار کوي. په دې دعا کې له خدایه د ګناهونو بخښنه او د قیامت په ورځ د آرامښت غوښتنه کوي.

درې پنځوسمه دعا د صحيفه سجاديه په شرحو لکه دیار عاشقان کې چې حسین انصاریان لیکلی او د حسن ممدوحي کرمانشاهي په کتاب شهود او شناخت کې په فارسي ژبه او په عربي ژبه د سيد علي خان مدني په رياض السالکين کتاب کې شرحه شوې ده.

تعلیمات

د صحیفه سجادیه درې پنځوسمه دعا له هغه دعاګانو څخه ده چې امام زین العابدین علیه السلام د خدای په وړاندې د عاجزۍ او خاکسارۍ په وخت کې تلاوت کوله. د دې دعا په شرحه کښې د سید محمد حسین فضل الله په وینا، د ژبې او د بدن د نوور غړو په وسیله د الله تعالی په وړاندې د ذلت څرګندونه د انسان د روح د لوړیدو او خدای ته د نږدې کیدو سبب کیږي[۱] همدارنګ د حسن ممدوحي کرمانشاهي په وینا د خدای د عزت او عظمت په وړاندې د بنده وقار، د خاکسارۍ څرګندونه ګڼل شوی دی، له همدې امله هغه معصوم امام(ع) چې د پوهې لوړې درجې ته رسېدلی دی، د خدای په نزد د نورو په پرتله خپله خاکساري زیاته څرګندوي.[۲]

د دې دعا تعلمات په لاندې ډول دي:

  • د قیامت په ورځ د ګناه اغیزې: د خبرو کولو توان نه لرل، حیرانتیا او افسوس، شرم او نا امیدي
  • انسان د خپلو اعمالو غلام او د نفس اسیر دی
  • ذلت او خواري د ګناه اغیزې دي
  • ګناه کولو سره د خدای پاک د عذاب وعدې سپکې ګڼل
  • ګناه کولو سره د خدای په وړاندې جرأت کول
  • د خدای په درګاه کې د خطاګانو اعتراف
  • د ګناهانو ترسره کولو په سبب د خدای په درګاه کې د سزا لپاره د چمتووالي څرګندونه
  • د مرګ له رسیدو وړاندې د غفلت له خوبه ویښتیا لازمه ده
  • له مرګه وروسته د خدای د رحمت ترلاسه کولو لپاره دعا
  • په هغه حالاتو کې د رحم غوښته کله چې بدنونه له منځه ځي.
  • د خدای د رحمت په سیوري کې د امنیت او آرامښت غوښته
  • د قیامت په ورځ د خدای پاک له ولیانو سره د کیدو دعا
  • د ګناهانو رحم سره د معافۍ غوښته[۳]

شرحې

درې پنځوسمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو کې شرحه شوې او همدارنګ په دیار عاشقان کتاب کې چې حسین انصاریان لیکلی[۴] شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحی کرمانشاهي کتاب[۵] او د سید احمد فهري د صحیفه سجادیه په شرحې کې[۶] په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.

همدارنګ درې پنځوسمه دعا په ځنې کتابونو لکه ریاض السالکین چې سید علي خان مدني لیکلی[۷] فی ظلال الصحیفه السجادیه چې محمد جواد مغنیه لیکلی،[۸] ریاض العارفین کې چې محمد بن محمد دارابي لیکلی[۹] او آفاق الروح کې چې سید محمد حسین فضل الله لیکلی[۱۰] په عربۍ ژبه شرح شوې ده او همدارنګ د دې دعا ګران ټکي لغوي شرحه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني لیکلی کتاب[۱۱] او د عزالدین جزایري د صحیفه سجادیه په شرحه کې راغلې ده.[۱۲]

ترجمه او متن

د صحیفه سجادیه درې پنځوسمه دعا
متن ترجمه
وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ فِي التَّذَلُّلِ لِلَّهِ عَزَّ وَ جَلَّ

(۱) رَبِّ أَفْحَمَتْنِي ذُنُوبِي، وَ انْقَطَعَتْ مَقَالَتِي، فَلَا حُجَّةَ لِي، فَأَنَا الْأَسِيرُ بِبَلِيَّتِي، الْمُرْتَهَنُ بِعَمَلِي، الْمُتَرَدِّدُ فِي خَطِيئَتِي، الْمُتَحَيِّرُ عَنْ قَصْدِي، الْمُنْقَطَعُ بِي. (۲) قَدْ أَوْقَفْتُ نَفْسِي مَوْقِفَ الْأَذِلَّاءِ الْمُذْنِبِينَ، مَوْقِفَ الْأَشْقِيَاءِ الْمُتَجَرِّينَ عَلَيْكَ، الْمُسْتَخِفِّينَ بِوَعْدِكَ (۳) سُبْحَانَكَ! أَيَّ جُرْأَةٍ اجْتَرَأْتُ عَلَيْكَ، وَ أَيَّ تَغْرِيرٍ غَرَّرْتُ بِنَفْسِي! (۴) مَوْلَايَ ارْحَمْ كَبْوَتِي لِحُرِّ وَجْهِي وَ زَلَّةَ قَدَمِي، وَ عُدْ بِحِلْمِكَ عَلَى جَهْلِي وَ بِإِحْسَانِكَ عَلَى إِسَاءَتِي، فَأَنَا الْمُقِرُّ بِذَنْبِي، الْمُعْتَرِفُ بِخَطِيئَتِي، وَ هَذِهِ يَدِي وَ نَاصِيَتِي، أَسْتَكِينُ بِالْقَوَدِ مِنْ نَفْسِي، ارْحَمْ شَيْبَتِي، وَ نَفَادَ أَيَّامِي، وَ اقْتِرَابَ أَجَلِي وَ ضَعْفِي وَ مَسْكَنَتِي وَ قِلَّةَ حِيلَتِي. (۵) مَوْلَايَ وَ ارْحَمْنِي إِذَا انْقَطَعَ مِنَ الدُّنْيَا أَثَرِي، وَ امَّحَى مِنَ الْمَخْلُوقِينَ ذِكْرِي، وَ كُنْتُ مِنَ الْمَنْسِيِّينَ كَمَنْ قَدْ نُسِيَ (۶) مَوْلَايَ وَ ارْحَمْنِي عِنْدَ تَغَيُّرِ صُورَتِي وَ حَالِي إِذَا بَلِيَ جِسْمِي، وَ تَفَرَّقَتْ أَعْضَائِي، وَ تَقَطَّعَتْ أَوْصَالِي، يَا غَفْلَتِي عَمَّا يُرَادُ بِي. (۷) مَوْلَايَ وَ ارْحَمْنِي فِي حَشْرِي وَ نَشْرِي، وَ اجْعَلْ فِي ذَلِكَ الْيَوْمِ مَعَ أَوْلِيَائِكَ مَوْقِفِي، وَ فِي أَحِبَّائِكَ مَصْدَرِي، وَ فِي جِوَارِكَ مَسْكَنِي، يَا رَبَّ الْعَالَمِينَ.

فوټ نوټ

  1. فضل‌الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۶۲۶-۶۲۷.
  2. ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۴، ص۳۶۵.
  3. ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۴، ص۳۶۵-۳۷۶؛ شرح فرازهای دعای پنجاه و سوم صحیفه از سایت عرفان.
  4. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۷، ص۶۲۳-۶۲۹.
  5. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۴، ص۳۶۳-۳۷۶.
  6. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۵۷۱-۵۷۲.
  7. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۷، ص۳۹۵-۴۱۲.
  8. مغنیه، فی ظلال الصحیفة، ۱۴۲۸ق، ص۶۵۷-۶۶۰.
  9. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۷۲۵-۷۳۰.
  10. فضل‌الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۶۳۰-۶۳۵.
  11. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفة السجادیة، ۱۴۰۷ق، ص۱۰۳.
  12. جزایری، شرح الصحیفة السجادیة، ۱۴۰۲، ص۲۹۶-۲۹۸.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
  • جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفة السجادیة، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفة السجادیة، تهران، مؤسسة البحوث و التحقیقات الثقافیة، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفة السجادیة، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ اړیکې