د صحیفه سجادیه دیرشمه دعا

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دوتنه:Thirtieth supplication of al-Sahifa al-Sajjadiyya.jpg
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د احمد نیریزي لخوا لیکل شوی، د ۱۱۴۵ قمري کال

د صحیفه سجادیه دیرشمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې په هغه کې له خدای څخه د قرضونو د ادا کولو او د خپل عزت د ساتلو لپاره مرسته غوښتل کیږي. په دغه دعا کښې امام سجاد(ع) د انسان په ژوند باندې د فقر او شتمنۍ اغیزې په ګوته کړې او له اسراف څخه یې په خدای پناه غوښتې ده. د بخښنې او اعتدال عادت درلودل، تش لاسو خلکو سره د کښیناستلو خوښي او د غرور او تکبر نه درلودل د صحيفې په دېرشمه دعا کې د امام(ع) له نورو غوښتنو څخه دي.

دیرشمه دعا د صحیفه سجادیه په ځینې شرحو لکه دیار عاشقان کې چې حسین انصاریان په فارسۍ ژبه لیکلی او ریاض السالکیی کې چې سید علی خان مدنی په عربۍ لیکلی دی شرحه شوې ده.

تعلیمات

د صحیفه سجادیه د دیرشمې دعا اصلي موضوع د پور په ادا کولو کې له خدایه د مرستې غوښتل دي. په دغه دعا کښې امام سجاد(ع) د انسان په ژوند د فقر او شتمنۍ د اثراتو په باره کښې له هغه څخه د کافي رزق غوښتنه کوي چې د خداے د تقرب مقام ته ورسیږي او ورسره انفاق وکړي.[1]

د دې دعا تعلمات په لاندې ډول دي:

  • د عزت ساتلو او د پور درلودلو په سبب د ذهن د سکون لپاره خدای ته پناه وړل
  • د انسان په ذهن باندې د پور ناوړه اغیزې
  • د دنیا په ژوند کې د پور له ذلت او له مرګ وروسته له مصیبتونو څخه په خدای پناه غوښتل
  • په دې دنیا کې د قرض د مشکل څخه د خلاصون لپاره او له مرګه وروسته اخته کیدو نه د خلاصي لپاره خدای ته پناه وړل.
  • د پور له سختۍ د خلاصي او د کافي مال او رزق د ترلاسه کولو لپاره دعا
  • له اسراف او زیاتي څخه خدای ته پناه وړل
  • په چارو کې د بخښنې او اعتدال عادت درلودلو لپاره دعا
  • د حلال رزق د لاسته راوړلو د توفیق لپاره دعا
  • د ډېر مال په خاطر د بدمعاشۍ او غرور څخه الله تعالى ته پناه
  • غریبانو سره د مینه کولو غوښتنه او هغوی سره په معامله کې د صبر غوښتنه
  • په دنیا کې د مادي سختیو په بدل کې په آخرت کې د ثواب ترلاسه کولو دعا
  • د خدای د فضل، بخښنې او عظمت اعتراف
  • خدای ته د نږدې کیدو لپاره د شتمنۍ کارول[۱]

شرحې

دیرشمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو کې شرحه شوې او همدارنګ په دیار عاشقان کتاب کې چې حسین انصاریان لیکلی[۳] شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحی کرمانشاهي کتاب[۴] او د سید احمد فهری د صحیفه سجادیه په شرحې کې[۵] په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.

همدارنګ د صحیفه سجادیه دیرشمه دعا په ځنې کتابونو لکه ریاض السالکین چې سید علی خانی مدنی لیکلی[۶] فی ظلال الصحیفه السجادیه چې محمدجواد مغنیه لیکلی،[۷] ریاض العارفین کې چې محمد بن محمد دارابی لیکلی[۸] او آفاق الروح کې چې سید محمدحسین فضل الله لیکلی[۹] په عربۍ ژبه شرح شوې ده او همدارنګ د دې دعا ګران ټکي لغوي شرحه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني لیکلی کتاب کې شرحه شوې ده.[10]

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه دیرشمه دعا
متن ترجمه[۲]
وَ کانَ مِنْ دُعَائِهِ علیه‌السلام فِی الْمَعُونَةِ عَلَی قَضَاءِ الدَّینِ

(۱) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ هَبْ لِی الْعَافِیةَ مِنْ دَینٍ تُخْلِقُ بِهِ وَجْهِی، وَ یحَارُ فِیهِ ذِهْنِی، وَ یتَشَعَّبُ لَهُ فِکرِی، وَ یطُولُ بِمُمَارَسَتِهِ شُغْلِی

(۲) وَ أَعُوذُ بِک، یا رَبِّ، مِنْ هَمِّ الدَّینِ وَ فِکرِهِ، وَ شُغْلِ الدَّینِ وَ سَهَرِهِ، فَصَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ أَعِذْنِی مِنْهُ، وَ أَسْتَجِیرُ بِک، یا رَبِّ، مِنْ ذِلَّتِهِ فِی الْحَیاةِ، وَ مِنْ تَبِعَتِهِ بَعْدَ الْوَفَاةِ، فَصَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ أَجِرْنی مِنْهُ بِوُسْعٍ فَاضِلٍ أَوْ کفَافٍ وَاصِلٍ.

(۳) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ احْجُبْنِی عَنِ السَّرَفِ وَ الِازْدِیادِ، وَ قَوِّمْنِی بِالْبَذْلِ وَ الِاقْتِصَادِ، وَ عَلِّمْنِی حُسْنَ التَّقْدِیرِ، وَ اقْبِضْنِی بِلُطْفِک عَنِ التَّبْذِیرِ، وَ أَجْرِ مِنْ أَسْبَابِ الْحَلَالِ أَرْزَاقِی، وَ وَجِّهْ فِی أَبْوَابِ الْبِرِّ إِنْفَاقِی، وَ ازْوِ عَنِّی مِنَ الْمَالِ مَا یحْدِثُ لِی مَخِیلَةً أَوْ تَأَدِّیاً إِلَی بَغْی أَوْ مَا أَتَعَقَّبُ مِنْهُ طُغْیاناً.

(۴) اللَّهُمَّ حَبِّبْ إِلَی صُحْبَةَ الْفُقَرَاءِ، وَ أَعِنِّی عَلَی صُحْبَتِهِمْ بِحُسْنِ الصَّبْرِ

(۵) وَ مَا زَوَیتَ عَنِّی مِنْ مَتَاعِ الدُّنْیا الْفَانِیةِ فَاذْخَرْهُ لِی فِی خَزَائِنِک الْبَاقِیةِ

(۶) وَ اجْعَلْ مَا خَوَّلْتَنِی مِنْ حُطَامِهَا، وَ عَجَّلْتَ لِی مِنْ مَتَاعِهَا بُلْغَةً إِلَی جِوَارِک وَ وُصْلَةً إِلَی قُرْبِک وَ ذَرِیعَةً إِلَی جَنَّتِک، إِنَّک «ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیمِ»، وَ أَنْتَ الْجَوَادُ الْکرِیمُ.


د پور د لنډولو لپاره له خداى پاكه د مرستې  دعا:

1. اى خدايه پر محمد (ص) او د هغوى پر آل رحمت وليږه او ما له داسې پوره وژغوره چې د هغه له امله زما په لمن داغ جوړ شى او زما ذهن پريشانه او فكر پاشلے شى او د همدغه پور په فكر او تدبير كې تل بوخت اوسم.

2. اى پالونكيه زه تا ته پناه دروړم د پور اوقرض له فكرونو او انديښتو او لانجو او كړكيچونو او د پور له امله له بې خوبۍ. ته پر محمد (ص) او د هغه پر آل رحمت وليږه او ماته د پريمانه شتو او پيسو په راكولو او پرله پسې رزق سره له دې خلاصے راكړه.

3. اى خدايه پر محمد (ص) او د هغه پر آل رحمت وليږه او ما له اسراف او په لګښتونو كې له زياتۍ تم كانده او په ښندنى او منځلارۍ سره په توازن او انډول كې وساته او زما لپاره له حلالو لارو د روزۍ سريزې برابر كا او زما مال د خير ښيګړى په لاره كې ولګوه او هغه مال رانه ليرې وساته چې ما كې غرور وياړ او كبر پيدا كړى يا مو د ظلم په لاره واچوى يا يې پايله سرغړونه او طغيان وى.

4. اى خدايه له درويشانو او ملنګانو سره ناسته پاسته زما په نظرونو كې غوره وګرځوه او له ډاډ زياتوونكى صبر سره د هغوى په انډيوالۍ كې زما مرسته وكړه

5. د فانى دنيا په شتو كې چې دې څه له ما تم كړى هغه په خپلو پاتيدونكو خزانو كې زما لپاره زيرمه كړه

6. او د دې له امكاناتو چې دې څه راكړى او د دې له وسيلو چې دې څه راپه برخه كړى هغه خپل رحمت ته د رسيدلو توخه، تا ته د نزدې والى وسيله او جنت ته د رسيدلو ذريعه وټاكه ځكه چې ته د ستر فضل څښتن او سخى او كريم يې.

فوټ نوټ

  1. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۷ ص۹۳-۱۱۳؛ ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۵۴۵-۵۶۰.
  2. (په پارسي ژبه کښې)ترجمه از شیخ حسین انصاریان.

سرچينې

بهرنۍ لینک