د صحیفه سجادیه اتمه دعا
د دعا او زیارت معلومات | |
---|---|
موضوع | له بدو اعمالو او بد اخلاقو څخه په خدای پناه وړل |
مأثور/غیرمأثور | مأثور |
څخه صادر شوی | امام سجاد(ع) |
راوی | متوکل بن هارون بلخي |
شیعه سرچینې | صحیفه سجادیه |
مشهور دعاګانې او زیارتونه | |
توسل دعا • کمیل دعا • ندبه دعا • سمات دعا • فرج دعا • ابوحمزه ثمالي دعا • عاشورا زیارت • جامعه کبیره زیارت • وارث زیارت • امین الله زیارت • اربعین زیارت |
د صحیفه سجادیه اتمه دعا د حضرت امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې په کې يې له ناخوښو کارونو او اخلاقي بدیانو چې د انسان د هلاکت سبب کیږي، خدای ته پناه وړې ده لکه حرص، غصه، بې ځایه تعصب، په ګناه باندې ټینګار، خلکو ته دهوکه ورکول.
اتمه دعا د صحیفه سجادیه په ځینې شرحو لکه دیار عاشقان کې چې حسین انصاریان په فارسۍ ژبه لیکلی او ریاض السالکین کې چې سید علي خان مدني په عربۍ لیکلی دی شرحه شوې ده.
تعلیمات
حضرت سجاد(ع) په اتمه دعا کې له غمجنوونکیو کارونو، اخلاقي بدیانو او ناخوښو کارونو خدای ته پناه وړي. په دې دعا کې 44 څیزونو ته اشاره شوې ده چې هر یو د انسان د نابودۍ او هلاکت سبب کیږي.[۱] د دې دعا تعلیمات په لسو جملو کې بیان شوي دي[۲] په لاندې ډول:
- د حرص طغیان
- د غصې زیاتی
- د حسد غلبه
- کم صبري
- د قناعت کمی
- بد اخلاقي
- په شهوت کې زیاتی
- بې ځایه تعصب
- د هوا او هوس پيروي کول
- هدایت سره مخالفت
- د غلفت خوب
- ځان په سختۍ کې اچول
- د باطل غوره کول او په حق يې وړاندې کول
- په ګناه باندې ټینګار
- د ګناه وړوکی ګڼل او د اطاعت په وړاندې تکبر کول
- د شته منو فخر او د غریبانو سپکاوې
- د لاندې کسانو په حق کې سستي کول
- د نورو د ښو په مقابله کې د شکریه پریښودل
- د ظالم ملګرتیا او د مظلوم پریښودل
- د هغه څه غوښتل چې د انسان حق نه دی
- د نادانۍ له مخې خبرې کول
- خلکو ته دهوکه ورکول
- په کړو وړو او خبرو کې خود غرضي
- اوږدې هیلې
- د باطن سخاوالی
- د صغیره ګناه وړوکی ګڼل
- د شیطان مسلط کیدل
- د دنیا غنیمت نه ګڼل
- د پاچا ظلم
- اسراف سره ککړتیا او د نیازمندۍ په اندازه د روزۍ نه پيدا کول
- د دښمنان بې عزتي
- همنوعانو ته اړتیا
- د غربت بلا او سختۍ کې ژوند
- ناګهاني مرګ او بې له پانګې (بې له تقوی او نیک عمله)
- ارمان کول او لوی غم او غټ مصیبت
- بدبختي او بد عاقبت
- له ثوابه محرومیدل او په عذاب کې ښکلیدل[۳]
- د خدای په رحمت سره له دې ټولو بدیانو د خوندي پاتی کیدو غوښته
شرحې
اتمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو کې شرحه شوې او همدارنګ په دیار عاشقان کتاب کې چې حسین انصاریان لیکلی[۴] شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحی کرمانشاهي کتاب[۵] او د سید احمد فهري د صحیفه سجادیه په شرحې کې[۶] په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.
همدارنګ اتمه دعا په ځنې کتابونو لکه ریاض السالکین چې سید علي خان مدني لیکلی[۷] فی ظلال الصحیفه السجادیه چې محمد جواد مغنیه لیکلی،[۸] ریاض العارفین کې چې محمد بن محمد دارابي لیکلی[۹] او آفاق الروح کې چې سید محمد حسین فضل الله لیکلی[۱۰] په عربۍ ژبه شرح شوې ده او همدارنګ د دې دعا ګران ټکي لغوي شرحه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني لیکلی کتاب کې شرحه شوې ده.[۱۱]
متن او ترجمه
متن | ژباړه |
---|---|
اللَّهُمَّ إِنيِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَيَجَانِ الْحِرْصِ، وَ سَوْرَةِ الْغَضَبِ، وَ غَلَبَةِ الْحَسَدِ، وَ ضَعْفِ الصَّبْرِ، وَ قِلَّةِ الْقَنَاعَةِ، وَ شَكَاسَةِ الْخُلْقِ، وَ إِلْحَاحِ الشَّهْوَةِ، وَ مَلَكَةِ الْحَمِيَّةِ وَ مُتَابَعَةِ الْهَوَى، وَ مُخَالَفَةِ الْهُدَى، وَ سِنَةِ الْغَفْلَةِ، وَ تَعَاطِي الْكُلْفَةِ، وَ إِيثَارِ الْبَاطِلِ عَلَى الْحَقِّ، وَ الْإِصْرَارِ عَلَى الْمَأْثَمِ، وَ اسْتِصْغَارِ الْمَعْصِيَةِ، وَ اسْتِكْبَارِ الطَّاعَةِ. وَ مُبَاهَاةِ الْمُكْثِرِينَ، وَ الْإِزْرَاءِ بِالْمُقِلِّينَ، وَ سُوءِ الْوِلَايَةِ لِمَنْ تَحْتَ أَيْدِينَا، وَ تَرْكِ الشُّكْرِ لِمَنِ اصْطَنَعَ الْعَارِفَةَ عِنْدَنَا أَوْ أَنْ نَعْضُدَ ظَالِماً، أَوْ نَخْذُلَ مَلْهُوفاً، أَوْ نَرُومَ مَا لَيْسَ لَنَا بِحَقٍّ، أَوْ نَقُولَ فِي الْعِلْمِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَ نَعُوذُ بِكَ أَنْ نَنْطَوِيَ عَلَى غِشِّ أَحَدٍ، وَ أَنْ نُعْجِبَ بِأَعْمَالِنَا، وَ نَمُدَّ فِي آمَالِنَا وَ نَعُوذُ بِكَ مِنْ سُوءِ السَّرِيرَةِ، وَ احْتِقَارِ الصَّغِيرَةِ، وَ أَنْ يَسْتَحْوِذَ عَلَيْنَا الشَّيْطَانُ، أَوْ يَنْكُبَنَا الزَّمَانُ، أَوْ يَتَهَضَّمَنَا السُّلْطَانُ وَ نَعُوذُ بِكَ مِنْ تَنَاوُلِ الْإِسْرَافِ، وَ مِنْ فِقْدَانِ الْكَفَافِ وَ نَعُوذُ بِكَ مِنْ شَمَاتَةِ الْأَعْدَاءِ، وَ مِنَ الْفَقْرِ إِلَى الْأَكْفَاءِ، وَ مِنْ مَعِيشَةٍ فِي شِدَّةٍ، وَ مِيتَةٍ عَلَى غَيْرِ عُدَّةٍ. وَ نَعُوذُ بِكَ مِنَ الْحَسْرَةِ الْعُظْمَى، وَ الْمُصِيبَةِ الْكُبْرَى، وَ أَشْقَى الشَّقَاءِ، وَ سُوءِ الْمَآبِ، وَ حِرْمَانِ الثَّوَابِ، وَ حُلُولِ الْعِقَابِ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ أَعِذْنِي مِنْ كُلِّ ذَلِكَ بِرَحْمَتِكَ وَ جَمِيعَ الْمُؤْمِنِينَ وَ الْمُؤْمِنَاتِ، يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ. |
فوټ نوټ
- ↑ انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۲۲۵.
- ↑ ترجمه و شرح دعای هشتم صحیفه سجادیه، سایت عرفان.
- ↑ انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۲۲۵-۴۱۹؛ ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۴۳۵-۴۵۰.
- ↑ انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۲۲۵-۴۱۹.
- ↑ ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۴۳۵-۴۵۰
- ↑ فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۴۱۵-۴۹۵.
- ↑ مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۲، ص۳۲۵-۴۰۰.
- ↑ مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۱۴۱-۱۵۳.
- ↑ دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۱۲۷-۱۳۲.
- ↑ فضل الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۹۹-۲۵۹.
- ↑ فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۳۳-۳۴.
سرچينې
- انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۱ش.
- دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
- فضلالله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
- فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
- فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
- مدنی شیرازی، سید علیخان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
- مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
- ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیتالله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.