د صحیفه سجادیه څلوریشتمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبدالله یزدي په نسخ خط کې، د 1102 قمري کال د شعبان میاشت کې لیکل شوې

د صحیفه سجادیه څلوریشتمه دعا د والدینو لپاره د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده. په دغه دعا کښې حضرت زين العابدين(ع) له خداے پاک څخه د مور او پلار په خدمت کښې د کاميابۍ غوښتنه کوي او د مور او پلار په وړاندې د اولادونو وظيفه يې په ګوته کوي. همدارنګه له خدای څخه د مور او پلار د ګناهونو بخښنه غواړي چې د هغه ځورونې له امله چې دوي ته د ماشومانو لخوا رسیدلي او په بدل کې د والدینو لپاره د دعاګانو په برکت د ماشومانو د ګناهونو بخښنه غواړي. په څلوریشتمه دعا کې امام انسانان د مور او پلار د حق له پوره کولو ناتوانه ګڼي او له خدایه د هغوی په وړاندې د خپلو دندو په ترسره کولو کې مرسته غواړي.

څلور ویشتمه دعا د صحیفه سجادیه په ځینې شرحو لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان لیکلی او شهود و شناخت د حسن ممدوحي کرمانشاهي په فارسۍ ژبه لیکلی او په ریاض السالکین د سید علي خان مدنی په عربۍ ژبه لیکلی شرحې کې راغلې ده.

تعلیمات

د صحيفې څلوريشتمه دعا د مور او پلار او په اولاد باندې د هغوي د حقوقو دعا ده. په دې دعا کښې امام سجاد(ع) د مور او پلار حقوق په خپلو اولادونو باندې بيانوي او د والدینو په وړاندې د اولادونو د دندې هم بیانوي.[۱] د دې دعا تعليمات په پنځلسو برخو[۲] کښې په لاندې ډول دي:

  • پر محمد (ص) او د هغه پر کورنۍ درود د خداى د رحمت په جلبولو کې اغېزمن دى.
  • د اهل بیتو عزت د پیغمبر(ص) د وجود له سببه دی
  • د خدای په وړاندې د والدینو د عزت لپاره دعا
  • د مور او پلار په خدمت کې د توفیق غوښته او له دې نه ستړی کیدل
  • د والدینو د مقام لوړ لیدلو لپاره غوښته
  • د کورنۍ مزبوتیا والدینو سره د مینې پایله ده.
  • د مور او پلار هیلو ته په خپل ځان لومړیتوب ورکول او د هغوي خوښي په خپلې خوښۍ وړاندی کول
  • د خپل مور او پلار په وړاندې د خپل لوی احسان وړوکی ګڼل او په خپل حق کې د هغوي وړه نیکي لویه ګڼل
  • له والدینو سره نرمي او مهربانۍ
  • د مور او پلار سره په نرم غږ او مهربانۍ خبرې کول
  • د ماشومانو د روزنې په بدل کې د والدینو لپاره د اجر غوښتنه کول
  • د دوی په وړاندې د ماشومانو د ناوړه چلند له امله د مور او پلار د ګناهونو بخښنه غوښتل
  • په خپل حق کې د والدینو د کمۍ لپاره د هغوي بخښل
  • د والدینو د عاق کیدو له بچ کیدلو لپاره دعا
  • د خدای د رحمت په سیوري کې د مور پلار او په مقابله کې د یو بل لپاره د شفاعت غوښتنه
  • په اولادونو باندې د مور پلار حق، په مور پلار باندې د اولادونو له حقه زیات دی
  • د مور پلار د حقونو د ادا کولو د ناتوانۍ اقرار
  • د والدینو د حقونو د ادا کولو لپاره له خدایه مرسته غوښتل
  • د مور او پلار لپاره له ټولو لوړ مقام غوښتل
  • په ټولو وختونو کې د مور پلار په یاد کې پاتی کیدل
  • د مور پلار لپاره د دعا په برکت د انسان د ګناهونو بخښنه
  • اولادونو سره د نیکي کولو په وسیله د مورو پلار بخښنه
  • د مور پلار د شفاعت لپاره دعا[۳]

شرحې

څلوریشتمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان په کتاب کې،[۴] په شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي په کتاب کې[۵] او شرح و ترجمه صحیفه سجادیه د سید احمد فهري په کتاب کې[۶] په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.

د صحیفه سجادیه څلوریشتمه دعا همدارنګ په ځینې کتابونو لکه ریاض السالکین د سید علي خان مدني کتاب،[۷] فی ظلال الصحیفه السجادیه د محمد جواد مغنیه کتاب،[۸] ریاض العارفین د محمد بن محمد دارابي تالیف[۹] او آفاق الروح د سید محمد حسین فضل‌ الله لیکلی کتاب کې[۱۰] په عربۍ ژبه شرحې شوې ده. د دې دعا ګران ټکي په ځینې لغوي شرحو لکه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني کتاب[۱۱] او شرح الصحیفه السجادیه د عزالدین جزائري کتابونو کې[۱۲] په تفصیل سره راغلي دي.

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه څلوریشتمه دعا
متن ترجمه[۱۳]
وَ کانَ مِنْ دُعَائِهِ علیه‌السلام لِأَبَوَیهِ عَلَیهِمَا السَّلَامُ

(۱) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ عَبْدِک وَ رَسُولِک، وَ أَهْلِ بَیتِهِ الطَّاهِرِینَ، وَ اخْصُصْهُمْ بِأَفْضَلِ صَلَوَاتِک وَ رَحْمَتِک وَ بَرَکاتِک وَ سَلَامِک. (۲) وَ اخْصُصِ اللَّهُمَّ وَالِدَی بِالْکرَامَةِ لَدَیک، وَ الصَّلَاةِ مِنْک، یا أَرْحَمَ الرَّاحِمِینَ. (۳) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ أَلْهِمْنِی عِلْمَ مَا یجِبُ لَهُمَا عَلَی إِلْهَاماً، وَ اجْمَعْ لِی عِلْمَ ذَلِک کلِّهِ تَمَاماً، ثُمَّ اسْتَعْمِلْنِی بِمَا تُلْهِمُنِی مِنْهُ، وَ وَفِّقْنِی لِلنُّفُوذِ فِیمَا تُبَصِّرُنِی مِنْ عِلْمِهِ حَتَّی لَا یفُوتَنِی اسْتِعْمَالُ شَیءٍ عَلَّمْتَنِیهِ، وَ لَا تَثْقُلَ أَرْکانِی عَنِ الْحَفُوفِ فِیمَا أَلْهَمْتَنِیهِ (۴) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ کمَا شَرَّفْتَنَا بِهِ، وَ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، کمَا أَوْجَبْتَ لَنَا الْحَقَّ عَلَی الْخَلْقِ بِسَبَبِهِ. (۵) اللَّهُمَّ اجْعَلْنِی أَهَابُهُمَا هَیبَةَ السُّلْطَانِ الْعَسُوفِ، وَ أَبَرُّهُمَا بِرَّ الْأُمِّ الرَّءُوفِ، وَ اجْعَلْ طَاعَتِی لِوَالِدَی وَ بِرِّی بِهِمَا أَقَرَّ لِعَینِی مِنْ رَقْدَةِ الْوَسْنَانِ، وَ أَثْلَجَ لِصَدْرِی مِنْ شَرْبَةِ الظَّمْآنِ حَتَّی أُوثِرَ عَلَی هَوَای هَوَاهُمَا، وَ أُقَدِّمَ عَلَی رِضَای رِضَاهُمَا وَ أَسْتَکثِرَ بِرَّهُمَا بی‌وَ إِنْ قَلَّ، وَ أَسْتَقِلَّ بِرِّی بِهِمَا وَ إِنْ کثُرَ. (۶) اللَّهُمَّ خَفِّضْ لَهُمَا صَوْتِی، وَ أَطِبْ لَهُمَا کلَامِی، وَ أَلِنْ لَهُمَا عَرِیکتِی، وَ اعْطِفْ عَلَیهِمَا قَلْبِی، وَ صَیرْنِی بِهِمَا رَفِیقاً، وَ عَلَیهِمَا شَفِیقاً. (۷) اللَّهُمَّ اشْکرْ لَهُمَا تَرْبِیتِی، وَ أَثِبْهُمَا عَلَی تَکرِمَتِی، وَ احْفَظْ لَهُمَا مَا حَفِظَاهُ مِنِّی فِی صِغَرِی. (۸) اللَّهُمَّ وَ مَا مَسَّهُمَا مِنِّی مِنْ أَذًی، أَوْ خَلَصَ إِلَیهِمَا عَنِّی مِنْ مَکرُوهٍ، أَوْ ضَاعَ قِبَلِی لَهُمَا مِنْ حَقٍّ فَاجْعَلْهُ حِطَّةً لِذُنُوبِهِمَا، وَ عُلُوّاً فِی دَرَجَاتِهِمَا، وَ زِیادَةً فِی حَسَنَاتِهِمَا، یا مُبَدِّلَ السَّیئَاتِ بِأَضْعَافِهَا مِنَ الْحَسَنَاتِ. (۹) اللَّهُمَّ وَ مَا تَعَدَّیا عَلَی فِیهِ مِنْ قَوْلٍ، أَوْ أَسْرَفَا عَلَی فِیهِ مِنْ فِعْلٍ، أَوْ ضَیعَاهُ لِی مِنْ حَقٍّ، أَوْ قَصَّرَا بی‌عَنْهُ مِنْ وَاجِبٍ فَقَدْ وَهَبْتُهُ لَهُمَا، وَ جُدْتُ بِهِ عَلَیهِمَا وَ رَغِبْتُ إِلَیک فِی وَضْعِ تَبِعَتِهِ عَنْهُمَا، فَإِنِّی لَا أَتَّهِمُهُمَا عَلَی نَفْسِی، وَ لَا أَسْتَبْطِئُهُمَا فِی بِرِّی، وَ لَا أَکرَهُ مَا تَوَلَّیاهُ مِنْ أَمْرِی یا رَبِّ. (۱۰) فَهُمَا أَوْجَبُ حَقّاً عَلَی، وَ أَقْدَمُ إِحْسَاناً إِلَی، وَ أَعْظَمُ مِنَّةً لَدَی مِنْ أَنْ أُقَاصَّهُمَا بِعَدْلٍ، أَوْ أُجَازِیهُمَا عَلَی مِثْلٍ، أَینَ إِذاً- یا إِلَهِی- طُولُ شُغْلِهِمَا بِتَرْبِیتِی! وَ أَینَ شِدَّةُ تَعَبِهِمَا فِی حِرَاسَتِی! وَ أَینَ إِقْتَارُهُمَا عَلَی أَنْفُسِهِمَا لِلتَّوْسِعَةِ عَلَی! (۱۱) هَیهَاتَ مَا یسْتَوْفِیانِ مِنِّی حَقَّهُمَا، وَ لَا أُدْرِک مَا یجِبُ عَلَی لَهُمَا، وَ لَا أَنَا بِقَاضٍ وَظِیفَةَ خِدْمَتِهِمَا، فَصَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ أَعِنِّی یا خَیرَ مَنِ اسْتُعِینَ بِهِ، وَ وَفِّقْنِی یا أَهْدَی مَنْ رُغِبَ إِلَیهِ، وَ لَا تَجْعَلْنِی فِی أَهْلِ الْعُقُوقِ لِلْآبَاءِ وَ الْأُمَّهَاتِ یوْمَ تُجْزی کلُّ نَفْسٍ بِما کسَبَتْ وَ هُمْ لا یظْلَمُونَ. (۱۲) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ وَ ذُرِّیتِهِ، وَ اخْصُصْ أَبَوَی بِأَفْضَلِ مَا خَصَصْتَ بِهِ آبَاءَ عِبَادِک الْمُؤْمِنِینَ وَ أُمَّهَاتِهِمْ، یا أَرْحَمَ الرَّاحِمِینَ. (۱۳) اللَّهُمَّ لَا تُنْسِنِی ذِکرَهُمَا فِی أَدْبَارِ صَلَوَاتِی، وَ فِی إِنًی مِنْ آنَاءِ لَیلِی، وَ فِی کلِّ سَاعَةٍ مِنْ سَاعَاتِ نَهَارِی. (۱۴) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ اغْفِرْ لِی بِدُعَائِی لَهُمَا، وَ اغْفِرْ لَهُمَا بِبِرِّهِمَا بی‌مَغْفِرَةً حَتْماً، وَ ارْضَ عَنْهُمَا بِشَفَاعَتِی لَهُمَا رِضًی عَزْماً، وَ بَلِّغْهُمَا بِالْکرَامَةِ مَوَاطِنَ السَّلَامَةِ. (۱۵) اللَّهُمَّ وَ إِنْ سَبَقَتْ مَغْفِرَتُک لَهُمَا فَشَفِّعْهُمَا فِی، وَ إِنْ سَبَقَتْ مَغْفِرَتُک لِی فَشَفِّعْنِی فِیهِمَا حَتَّی نَجْتَمِعَ بِرَأْفَتِک فِی‌دار کرَامَتِک وَ مَحَلِّ مَغْفِرَتِک وَ رَحْمَتِک، إِنَّک ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیمِ، وَ الْمَنِّ الْقَدِیمِ، وَ أَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِینَ.

د خپلو والدينو(عليهما السلام) لپاره د امام دعا

(۱) اى خدايه په خپل خاص بنده او استازى حضرت محمد مصطفى صلى لله عليه وآله وسلم او د هغوى په پاكو او سپڅلو اهلبيتو رحمت وليږه او هغوى ته په ډير غوره رحمت وبركت او درود وسلام سره ځانګړى امتيازونه وركانده. (۲) او اى څښتنه زما مور او پلار هم په خپل نزد عزت درناوى او رحمت ته ورسوه ای له ټولو زیات رحم کوونکيه! (۳) اى خدايه پر محمد (ص) او د هغه پر اال رحمت وليږه.او د هغوى چې كوم حقونه په ما فرض دى په خپل الهام سره د هغو علم راكانده او د دغو واجباتو علم ماته بې له كمى او زياتى راكړه بيا چې څه د الهام په وسيله راكړې په هغې مې كاربند وساته او په دې لړ كې چې كوم عملى بصيرت او ځيرتيا عطا كړې پر هغو د عمل كولو توفيق راكړه چې په هغو خبرو كې چې تا ماته راوښودلې دى هيڅ چاره بې عمله پاتې نه شى او په دغه خدمت كې چې تا راپه ګوته كړے دے زما لاس او پښې ستړې نه شى (۴) اى خدايه پر محمد (ص) او د هغه پر آل رحمت وليږه ځكه چې په هغوى پورې د نسبت وركولو او تړاو له امله دې موږ ته عزت راكړے دے پر محمد (ص) او د هغه پر ال رحمت وليږه ځكه چې تا د هغوى له مخه په مخلوقاتو باندې زموږ حق ايښے دے. (۵) اى خدايه ما داسي وګرځوې چې زه له دغو دوو داسې ويريږم لكه څنګه چې له ظالم او زورور باچا خلك ويريږى او د هغوى په حال داسې مهربان او شفيق ووسم لكه څنګه چې يوه مهربانه مور له خپلو بچو سره مينه كوى او د هغوى فرمان مننه او له هغوى سره ښه سلوك زما د سترګو  لپاره تر دې زيات خونده ور وګرځوه څومره چې خوب زنګولو سترګو ته  د خوب خمار خوند وركوي او زما د زړه او روح لپاره يې تر هغه زيات خوشحالوونكے وټاكه څومره چې يو تږے اوبو ته خوشحاليږى. چې زه په خپلې غوښتنې د هغوى غوښتنه رامخكې كړم او تر خپلې خوښۍ د هغوى خوښه غوره وګڼم او د هغوى لږ شان احسان هم چې په ما يې وكړى زيات وګڼم او زه چې كومه نيكى له هغوى سره وكړم كه هغه زياته هم وى كمه يې وګڼم (۶) اى خدايه زما اواز د هغوى په وړاندې ورو زما خبرې د هغوى لپاره خوږې زما طبيعت نرم او زما زړه مهربان وګرځوه او ما له هغوى سره په نيكۍ او نرمۍ سره چلند كوونكے وګرځوه (۷) اى خدايه هغوى ته زما د پاللو نيكه جزا وركړه او زما په ښې ساتنې ورته اجر او ثواب وركانده او په ماشومتوب كې زما د خبر اخستلو او خيال ساتلو بدله وركړه (۸) اى څښتنه! كه زما له لورى هغوى ته څه تكليف رسيدلے وى يا يې زما په وجه بدليدلې وى يا يې حق ضايع شوے وى نو دا د هغوى د ګناهانو كفاره د درجو د لوړتيا او د نيكيو د زياتيا سبب وګرځوې اى د ګناهانو په څو چنده نيكيو بدلونكيه! (۹) كه هغوى له ماسره په خبرو كې له سختۍ او په كوم كار كې له زياتى كار اخستے وى يا ئي زما په حق كې سستى يا په خپلو دندو كې كوتاهى كړې وى نو زه يې بخښم او دا د نيكۍ او احسان وسيله ګرځوم او اى پالونكيه! له تا غواړم چې په دغو چارويې مه نيسه زه په خپله په دغو چارو كې له هغوى هيڅ بدګمانى نه لرم او نه د روزنې په لړ كې هغوى سستى او كاهلى كوونكى ګڼم او نه د هغوى پالنه او ساتنه ناخوښوم (۱۰) ځكه چې د هغوى حقوق پر ما لازم او واجب، د هغوى احسانات ډير او د هغوى انعامات پريمانه او لوى دى هغوى تر دې لوړ دى چې زه ورته برابره بدله يا هماغه شان بدله وركاندم كه داسې وكړے شم نو اى څښتنه د هغوى هغه زما په روزنه كې تل مشغول پاتې كيدل، زما په خوږ خوږيدل، زما خبر اخستل او پخپله په تنګسيا كې پاتې كيدل خو زما د هوساينې او ارام وسيلى برابرول به چيرته ځى. (۱۱) دا چيرته كيدے شى چې هغوى د خپلو حقوقو بدله له ما ومومى او نه زه پخپله د هغوى له حقوقو اوږه سپكولے شم. رحمت وليږه پر محمد (ص) او د هغوى پر آل زما مرسته وكړه اى تر هغو غوره چې مرسته ورځني غوښتل كيږي او ماته توفيق راكړه اى تر هغو ټولو زيات لارښوونكيه چې ورته د لارښوونې لپاره پام كيږي او ما په هغه ورځ چې هر چا ته به د خپلو كړو بدله وركول كيږي او په چا به زياتے نه كيږي له هغو کسانو مه ګرځوه چې مور او پلار يې عاق  كړي او هغوى د حكمونو خلاف دندې كوونكي دي. (۱۲) اى خدايه! پر محمد (ص) او د هغه پر آل رحمت وليږه او زما مور او پلار ته تر هغه زيات امتياز وركړه چې د مومنو بندګانو ميندو او پلرونو ته دې وركړى دى اى تر ټولو رحم كوونكيو زيات رحيمه اى الله! (۱۳) د هغوى ياد تر لمونځونو وروسته د شپې په شيبو او د ورځو په ټولو ګړيو كې له ما مه هيروه (۱۴) اى څښتنه! پر محمد (ص) او د هغه پر آل رحمت وليږه او ما د هغوى لپاره د دعا كولو له امله او هغوى له ماسره د نيكۍ كولو له كبله ارو مرو وبخښه او زما د سپارښتنې په وجه له هغوى يقينى راضى او خوښ شه او هغوى په عزت او درناوى سره د سلامتيا پړاو ته ورسوه (۱۵) اى خدايه كه تا هغوى تر ما مخكې وبخښل نو هغوى زما شفاعت كوونكى كړه چې موږ ټول ستا د لطف او مهربانۍ په بركت ستا د سترتوب په خونه او د بخښنې او رحمت په مينه كې يو ځاى غونډ شو په رښتيا چې ته لوى فضل كوونكے قديم احسان كوونكے او تر ټولو رحم كوونكو زيات رحيم يې.

فوټ نوټ

  1. ممدوحی کرمانشاهی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۳۹۰.
  2. ترجمه و شرح دعای بیست و چهارم صحیفه سجادیه، سایت عرفان.
  3. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۶ ص۴۷۹-۵۰۲؛ ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۳۹۰-۴۱۰.
  4. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۶ ص۴۷۹-۵۰۲.
  5. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۳۹۰-۴۱۰.
  6. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۳۹۷-۴۱۱.
  7. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۴، ص۳۷-۹۱.
  8. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۳۱۷-۳۲۶.
  9. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۳۱۱-۳۲۲.
  10. فضل‌الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۶۱۷-۶۳۸.
  11. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۵۶-۵۹.
  12. جزایری، شرح الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۲، ص۱۳۶-۱۴۰.
  13. ترجمه از شیخ حسین انصاریان(په پارسی ژبه کښې).

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
  • جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک