د صحیفه سجادیه څوارلسمه دعا

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د صحیفه سجادیه څوارلسمه دعا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبدالله یزدي په نسخ خط کې، د ۱۱۰۲ قمري کال د شعبان میاشت کې لیکل شوې
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبدالله یزدي په نسخ خط کې، د ۱۱۰۲ قمري کال د شعبان میاشت کې لیکل شوې
د دعا او زیارت معلومات
موضوعله ظلمه د انصاف غوښتل
مأثور/غیرمأثورمأثور
څخه صادر شویحضرت سجاد(ع)
مشهور دعاګانې او زیارتونه


د صحیفه سجادیه څوارلسمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې د ظالمانو له ظلم څخه د خلاصون لپاره له خدای څخه مرسته غواړي. په دغه دعا کښې حضرت سجاد(ع) د مظلومانو د تاريخ په هکله د خداے پاک د علم او پوهې ته اشاره کړې ده او له خداے پاک څخه يې د دښمنانو د کرکې او غصې د ختمولو لپاره مرسته غواړي. امام سجاد(ع) همدارنګ له خدایه د رضا او تسلیم د مقام غوښتنه کوي.

څوارلسمه دعا د صحیفه سجادیه په ځینې شرحو لکه دیار عاشقان کې چې حسین انصاریان د حسن ممدوحي کرمانشاهي په کتاب شهود او شناخت کې په فارسۍ ژبه لیکلی او ریاض السالکیی کې چې سید علی خان مدنی په عربۍ لیکلی دی شرحه شوې ده.

تعلیمات

د صحیفه سجادیه د څوارلسمې دعا اصلي موضوع د مظلوم لپاره دعا او د ظالمانو په وړاندې د خدای څخه د مرستې غوښتنه ده. په دې دعا کې هم له خدايه غوښتل شوي چې انسان دې له ظلم څخه خوندي وي او په خپلې کینې او غضب دې برلاسي شي او له اخلاقي خرابيو څخه د ځان پاکولو ته اهميت ورکړي.[۱] د څوارلسمې دعا تعلیمات په ۱۶ جملو[۲] کې له امام سجاد (ع) څخه په لاندې ډول راغلي:

  • د الهی علم ساحه، د مظلوم تاریخ د خدای پوهه
  • خدای په ټولی هستۍ کې ترټولو ښه شاهد دی.
  • خدای د مظلوم دوست او د ظالم دښمن دی.
  • د ظلم د مخالف کولو ستاینه او د ظلم د قبلولو ملامتول
  • د ظالمانو ضعف او حماقت
  • د ظلم او استبداد په اړه خدای ته شکایت کول
  • په هر حالت کې د خپل عبودیت د ادب خیال ساتل
  • په نورو باندې له ظلم کولو څخه د ځان ساتنې غوښتنه
  • د دښمن په نفرت او غصې باندې د غالبیدو لپاره دعا
  • د ظلم د زغملو په بدل کې د خدای څخه د رحمت غوښتنه کول
  • خدای د خپلو بندګانو لپاره یوازینی د ستونزو حل کونکی دی
  • ظالم ته د سزا ورکولو او د مظلوم د ژغورلو غوښتنه
  • د خواهشاتو او ناخولو او حرص څخه د ځان ساتلو غوښتنه
  • د الهي ثواب په زړه سره تصور او درک کولو او د دښمنانو او ظالمانو د عذاب په لیدلو سره، په الهی تقدیر باندې خوشالیدل
  • د خدای څخه د ثواب غوښتنه کول
  • د دعا د قبلیدو غوښته
  • د ایمان د حفاظت غوښته
  • د مظلوم په هغه ظلم سره چې هغه یې ویني آزموینه او د ظالم په هغه ظلم سره چې کوي یې، آزموینه
  • له خدایه دا غوښتل چې هغه دې په دې باندې ونه ازمویي چې د خدای له ظالمانو څخه د انتقام اخستلو نهیلي شي.
  • د رضا او تسلیم د مقام غوښتنه (که زموږ نیکمرغي دا وي چې زموږ د حق بیرته راګرځول د قیامت تر ورځې پورې وځنډول شي، موږ له خدایه غواړو چې موږ ته صبر راکړي)[۱]

شرحې

څوارلسمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو کې شرحه شوې او همدارنګ په دیار عاشقان کتاب کې چې حسین انصاریان لیکلی[4] شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحی کرمانشاهي کتاب[5] او د سید احمد فهری د صحیفه سجادیه په شرحې کې[6] په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.

همدارنګ څوارلسمه دعا په ځنې کتابونو لکه ریاض السالکین چې سید علی خانی مدنی لیکلی[7] فی ظلال الصحیفه السجادیه چې محمدجواد مغنیه لیکلی،[8] ریاض العارفین کې چې محمد بن محمد دارابی لیکلی[9] او آفاق الروح کې چې سید محمدحسین فضل الله لیکلی[10] په عربۍ ژبه شرح شوې ده او همدارنګ د دې دعا ګران ټکي لغوي شرحه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني لیکلی کتاب[10] او شرح الصحیفه السجادیه د عزالدین جزائري[12] کتاب کې شرحه شوې ده.

ترجمه او متن

د صحیفه سجادیه څوارلسمه دعا
متن ترجمه
وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ إِذَا اعْْتُدِيَ عَلَيْهِ أَوْ رَأَي مِنَ الظَّالِمِينَ مَا لَا يُحِبُّ

يَا مَنْ لَا يَخْفَى عَلَيْهِ أَنْبَاءُ الْمُتَظَلِّمِينَ وَ يَا مَنْ لَا يَحْتَاجُ فِي قَصَصِهِمْ إِلَى شَهَادَاتِ الشَّاهِدِينَ . وَ يَا مَنْ قَرُبَتْ نُصْرَتُهُ مِنَ الْمَظْلُومِينَ وَ يَا مَنْ بَعُدَ عَوْنُهُ عَنِ الظَّالِمِينَ قَدْ عَلِمْتَ ، يَا إِلَهِي ، مَا نَالَنِي مِنْ فُلَانِ بْنِ فُلَانٍ مِمَّا حَظَرْتَ وَ انْتَهَكَهُ مِنِّي مِمَّا حَجَزْتَ عَلَيْهِ ، بَطَراً فِي نِعْمَتِكَ عِنْدَهُ ، وَ اغْتِرَاراً بِنَكِيرِكَ عَلَيْهِ . اللَّهُمَّ فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ ، وَ خُذْ ظَالِمِي وَ عَدُوِّي عَنْ ظُلْمِي بِقُوَّتِكَ ، وَ افْلُلْ حَدَّهُ عَنِّي بِقُدْرَتِكَ ، وَ اجْعَلْ لَهُ شُغْلًا فِيما يَلِيهِ ، وَ عَجْزاً عَمَّا يُنَاوِيهِ اللَّهُمَّ وَ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ ، وَ لَا تُسَوِّغْ لَهُ ظُلْمِي ، وَ أَحْسِنْ عَلَيْهِ عَوْنِي ، وَ اعْصِمْنِي مِنْ مِثْلِ أَفْعَالِهِ ، وَ لَا تَجْعَلْنِي فِي مِثْلِ حَالِهِ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ وَ أَعْدِنِي عَلَيْهِ عَدْوَى حَاضِرَةً ، تَكُونُ مِنْ غَيْظِي بِهِ شِفَاءً ، وَ مِنْ حَنَقِي عَلَيْهِ وَفَاءً . اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ ، وَ عَوِّضْنِي مِنْ ظُلْمِهِ لِي عَفْوَكَ ، وَ أَبْدِلْنِي بِسُوءِ صَنِيعِهِ بِي رَحْمَتَكَ ، فَكُلُّ مَكْرُوهٍ جَلَلٌ دُونَ سَخَطِكَ ، وَ كُلُّ مَرْزِئَةٍ سَوَاءٌ مَعَ مَوْجِدَتِكَ . اللَّهُمَّ فَكَمَا كَرَّهْتَ إِلَيَّ أَنْ أُظْلَمَ فَقِنِي مِنْ أَنْ أَظْلِمَ . اللَّهُمَّ لَا أَشْكُو إِلَى أَحَدٍ سِوَاكَ ، وَ لَا أَسْتَعِينُ بِحَاكِمٍ غَيْرِكَ ، حَاشَاكَ ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ ، وَ صِلْ دُعَائِي بِالْإِجَابَةِ ، وَ اقْرِنْ شِكَايَتِي بِالتَّغْيِيرِ . اللَّهُمَّ لَا تَفْتِنِّي بِالْقُنُوطِ مِنْ إِنْصَافِكَ ، وَ لَا تَفْتِنْهُ بِالْأَمْنِ مِنْ إِنْكَارِكَ ، فَيُصِرَّ عَلَى ظُلْمِي ، وَ يُحَاضِرَنِي بِحَقِّي ، وَ عَرِّفْهُ عَمَّا قَلِيلٍ مَا أَوْعَدْتَ الظَّالِمِينَ ، وَ عَرِّفْنِي مَا وَعَدْتَ مِنْ إِجَابَةِ الْمُضْطَرِّينَ . اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ ، وَ وَفِّقْنِي لِقَبُولِ مَا قَضَيْتَ لِي وَ عَلَيَّ وَ رَضِّنِي بِمَا أَخَذْتَ لِي وَ مِنِّي ، وَ اهْدِنِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ ، وَ اسْتَعْمِلْنِي بِمَا هُوَ أَسْلَمُ اللَّهُمَّ وَ إِنْ كَانَتِ الْخِيَرَةُ لِي عِنْدَكَ فِي تَأْخِيرِ الْأَخْذِ لِي وَ تَرْكِ الِانْتِقَامِ مِمَّنْ ظَلَمَنِي إِلَى يَوْمِ الْفَصْلِ وَ مَجْمَعِ الْخَصْمِ فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ ، وَ أَيِّدْنِي مِنْكَ بِنِيَّةٍ صَادِقَةٍ وَ صَبْرٍ دَائِمٍ وَ أَعِذْنِي مِنْ سُوءِ الرَّغْبَةِ وَ هَلَعِ أَهْلِ الْحِرْصِ ، وَ صَوِّرْ فِي قَلْبِي مِثَالَ مَا ادَّخَرْتَ لِي مِنْ ثَوَابِكَ ، وَ أَعْدَدْتَ لِخَصْمِي مِنْ جَزَائِكَ وَ عِقَابِكَ ، وَ اجْعَلْ ذَلِكَ سَبَباً لِقَنَاعَتِي بِمَا قَضَيْتَ ، وَ ثِقَتِي بِمَا تَخَيَّرْتَ آمِينَ رَبَّ الْعَالَمِينَ ، إِنَّكَ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ ، وَ أَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْ‌ءٍ قَدِيرٌ

فوټ نوټ

  1. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۲۲۳-۲۹۰؛ ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۳۴-۵۳.

سرچينې