د صحیفه سجادیه لومړۍ دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجاديه لاسوند نسخه چې په 1145 هجري قمري کې د احمد نيرزي لخوا ليکل شوې ده.

د صحیفه سجادیه لومړۍ دعا، له امام سجاد(ع) څخه ماثوره دعا چې زیاتره پکې د خدای حمد وثنا ده. امام سجاد(ع) په دې دعا کې د انسانانو په دنیاوي او اخروي ژوند د الهي حمد اثار، د انسان د نېکمرغۍ او هلاکت معیارونه، د خدای پېژندنې رودې، په اسلام کې د تکالیفو او فرایضو اساني او د خدای د ستاینې لارې بیان کړې او د خدای د ځینې صفتونو وضاحت یې کړی دی.

لومړۍ دعا د صحیفه سجادیه په شرحو کې د حسین انصاریان په لیکلي کتاب دیار عاشقان کې په فارسۍ ژبه او د محمد جواد مغنیه د لیکلي فی ظلال الصحیفه السجادیه کې په عربۍ ژبه تشریح شوې ده.

تعلیمات

د صحیفه سجادیه د لومړۍ دعا اصلي موضوع، توحید او د خدای حمد و ثنا ده او پکې د حمد ټکی ۲۵ ځله تکرار شوی دی. د دغه دعا تعلیمات په دې ډول دي:

  • د خدای حمد او د هغه ځینې صفتونه
  • د خدای له لیدلو د سترګو ناتواني او د هغه له ستایلو د ستایونکو بې وسي
  • د خدای له خوا د نړۍ پنځول بې له کومووسایلو او مادې او بې د زمان او مکان له دخالته
  • د خدای له خوا د مخلوقاتو د معیشت تقدیر
  • په معلوم اجل کې د انسان د عمر پای
  • د خدای په وړاندې له ټولو بندګانو پوښتنه کېدل
  • د خدای پېژندنې رودې
  • د خدای ستاینه د انسان د خدای پالي فطرت نتیجه ده.
  • د خدای د ستاینې په نه کولو سره د انسانیت له پولې وتل او د حیوانیت درجې ته کوزېدل
  • په دنیا او آخرت کې د خدای د شکر پایلې (د خدای د رضا لاسته راوړل او د نعمتونو زیاتېدل او دوام یې)
  • د خدای په هیڅ یو کار کې له هغه پوښتنه نه شي کېدی
  • د قیامت په ورځ په انسانانو ظلم نه کیږي.
  • د الهي حمد اثار ( په قیامت کې د څېرې نوراني والی، له اوره ژغورېدل، له مقربو پرښتو او پېغمبرانو سره همنشیني)
  • د خدای په مهربانۍ سره له غیر خدا د انسان بې نیازي
  • د خدای له خوا د انسان د خلقت ښه والی او د روزۍ پاکوالی
  • انسانانو ته د خدای خاص پام او مهرباني (د انسان لپاره د پنځون د ښکلاوو خلقت)
  • د انسان ناشکري او د توبې او ستنېدو نعمت
  • د خدای له خوا د انسان د شکر اېستلو د روحیې ازمېښت
  • د نېکمرغۍ او هلاکت معیارونه
  • له انسانانو سره د خدای ګزاره کول او د هغوي په سزا کې بیړه نه کول
  • په اسلام کې د فریضو اسانوالی
  • په ټولو شیانو د خدای د علم ولکه
  • د خدای د ستاینې لارې او د انسان په ژوند یې اثرات [۱]

شرحې

د صحیفه سجادیه په شرحو کې لومړۍ دعا په ځینو برخو کې تشریح شوې ده. حسین انصاریان په دیار عاشقان کتاب کې په مفصله توګه دغه دعا تشریح کړې ده.[۲] دا دعا همداراز په شهود او شناخت نومې کتاب کې چې محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي لیکلی[۳] د محمد تقي خلجي په لیکلی اسرار خاموشان[۴] او څو نورو کتابونو کې په فارسۍ ژبه تشریح شوې ده.

د صحیفه سجادیه لومړۍ دعا همداراز په ځینو کتابونو لکه فی ظلال الصحیفه السجادیه لیک د محمد جواد مغنیه،[۵] ریاض العارفین تألیف د محمد بن محمد دارابي[۶] او ځینو نورو کتابونو منجمله آفاق الروح لیک د سید محمد حسین فضل‌ الله[۷] او ریاض السالکین في شرح صحیفه سید الساجدین لیک د سید علي خان مدني[۸] په عربۍ ژبه تشریح شوې ده. د دغه دعا ټکي او کلمات هم په لغوي شرحو لکه د فیض کاشاني په کتاب تعلیقات علی الصحیفه السجادیه[۹] کې سپړل شوي دي.

زیباترین روح پرستنده، کتاب، د صحیفه سجادیه د لومړي دعا ترجمه چې نوم یې د زین العابدین له لقبه په الهام سره انتخاب شوی دی. د دې کتاب اصل د علي شریعتي یوه وینا ده چې د ۱۳۵۱ ل کال د وږي په ۲۲ یې د تهران په ارشاد امامباړه کې کړې ده. دا متن په ۱۳۵۶ ل کال کې په غیر رسمي ډول د کتابونو بازار ته راغی.[۱۰]

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه لومړۍ دعا
متن ترجمه[۱۱]
وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ إِذَا ابْتَدَأَ بِالدُّعَاءِ بَدَأَ بِالتَّحْمِيدِ لِلهِ عَزَّ وَ جَلَّ وَ الثَّنَاءِ عَلَيْهِ:

(۱) الْحَمْدُ لِله الْأَوَّلِ بِلَا أَوَّلٍ کانَ قَبْلَهُ، وَ الْآخِرِ بِلَا آخِرٍ یکونُ بَعْدَهُ

(۲) الَّذِی قَصُرَتْ عَنْ رُؤْیتِهِ أَبْصَارُ النَّاظِرِینَ، وَ عَجَزَتْ عَنْ نَعْتِهِ أَوْهَامُ الْوَاصِفِینَ.

(۳) ابْتَدَعَ بِقُدْرَتِهِ الْخَلْقَ ابْتِدَاعاً، وَ اخْتَرَعَهُمْ عَلَی مَشِیتِهِ اخْتِرَاعاً.

(۴) ثُمَّ سَلَک بِهِمْ طَرِیقَ إِرَادَتِهِ، وَ بَعَثَهُمْ فِی سَبِیلِ مَحَبَّتِهِ، لَا یمْلِکونَ تَأْخِیراً عَمَّا قَدَّمَهُمْ إِلَیهِ، وَ لَا یسْتَطِیعُونَ تَقَدُّماً إِلَی مَا أَخَّرَهُمْ عَنْهُ.

(۵) وَ جَعَلَ لِکلِّ رُوحٍ مِنْهُمْ قُوتاً مَعْلُوماً مَقْسُوماً مِنْ رِزْقِهِ، لَا ینْقُصُ مَنْ زَادَهُ نَاقِصٌ، وَ لَا یزِیدُ مَنْ نَقَصَ مِنْهُمْ زَائِدٌ.

(۶) ثُمَّ ضَرَبَ لَهُ فِی الْحَیاةِ أَجَلًا مَوْقُوتاً، وَ نَصَبَ لَهُ أَمَداً مَحْدُوداً، یتَخَطَّی إِلَیهِ بِأَیامِ عُمُرِهِ، وَ یرْهَقُهُ بِأَعْوَامِ دَهْرِهِ، حَتَّی إِذَا بَلَغَ أَقْصَی أَثَرِهِ، وَ اسْتَوْعَبَ حِسَابَ عُمُرِهِ، قَبَضَهُ إِلَی مَا نَدَبَهُ إِلَیهِ مِنْ مَوْفُورِ ثَوَابِهِ، أَوْ مَحْذُورِ عِقَابِهِ، «لِیجْزِی الَّذِینَ أَساؤُا بِما عَمِلُوا وَ یجْزِی الَّذِینَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَی».

(۷) عَدْلًا مِنْهُ، تَقَدَّسَتْ أَسْمَاؤُهُ، وَ تَظاهَرَتْ آلَاؤُهُ، «لا یسْئَلُ عَمَّا یفْعَلُ وَ هُمْ یُسْئَلُونَ».

(۸) وَ الْحَمْدُ لِله الَّذِی لَوْ حَبَسَ عَنْ عِبَادِهِ مَعْرِفَةَ حَمْدِهِ عَلَی مَا أَبْلَاهُمْ مِنْ مِنَنِهِ الْمُتَتَابِعَةِ، وَ أَسْبَغَ عَلَیهِمْ مِنْ نِعَمِهِ الْمُتَظَاهِرَةِ، لَتَصَرَّفُوا فِی مِنَنِهِ فَلَمْ یحْمَدُوهُ، وَ تَوَسَّعُوا فِی رِزْقِهِ فَلَمْ یشْکرُوهُ.

(۹) وَ لَوْ کانُوا کذَلِک لَخَرَجُوا مِنْ حُدُودِ الْإِنْسَانِیةِ إِلَی حَدِّ الْبَهِیمِیةِ فَکانُوا کمَا وَصَفَ فِی مُحْکمِ کتَابِهِ: «إِنْ هُمْ إِلَّا کالْأَنْعامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِیلًا».

(۱۰) وَ الْحَمْدُ لِله عَلَی مَا عَرَّفَنَا مِنْ نَفْسِهِ، وَ أَلْهَمَنَا مِنْ شُکرِهِ، وَ فَتَحَ لَنَا مِنْ أَبْوَابِ الْعِلْمِ بِرُبُوبِیتِهِ، وَ دَلَّنَا عَلَیهِ مِنَ الْإِخْلَاصِ لَهُ فِی تَوْحِیدِهِ، وَ جَنَّبَنَا مِنَ الْإِلْحَادِ وَ الشَّک فِی أَمْرِهِ.

(۱۱) حَمْداً نُعَمَّرُ بِهِ فِیمَنْ حَمِدَهُ مِنْ خَلْقِهِ، وَ نَسْبِقُ بِهِ مَنْ سَبَقَ إِلَی رِضَاهُ وَ عَفْوِهِ.

(۱۲) حَمْداً یُضِی‏ءُ لَنَا بِهِ ظُلُمَاتِ الْبَرْزَخِ، وَ یُسَهِّلُ عَلَینَا بِهِ سَبِیلَ الْمَبْعَثِ، وَ یُشَرِّفُ بِهِ مَنَازِلَنَا عِنْدَ مَوَاقِفِ الْأَشْهَادِ، «یوْمَ تُجْزی‏ کلُّ نَفْسٍ بِما کسَبَتْ وَ هُمْ لا یظْلَمُونَ»، «یوْمَ لا یغْنِی مَوْلًی عَنْ مَوْلًی شَیئاً وَ لا هُمْ ینْصَرُونَ».

(۱۳) حَمْداً یرْتَفِعُ مِنَّا إِلَی أَعْلَی عِلِّیینَ فِی کتَابٍ مَرْقُومٍ یشْهَدُهُ الْمُقَرَّبُونَ.

(۱۴) حَمْداً تَقَرُّ بِهِ عُیونُنَا إِذَا بَرِقَتِ الْأَبْصَارُ، وَ تَبْیضُّ بِهِ وُجُوهُنَا إِذَا اسْوَدَّتِ الْأَبْشَارُ.

(۱۵) حَمْداً نُعْتَقُ بِهِ مِنْ أَلِیمِ نَارِ اللهِ إِلَی کرِیمِ جِوَارِ اللهِ.

(۱۶) حَمْداً نُزَاحِمُ بِهِ مَلَائِکتَهُ الْمُقَرَّبِینَ، وَ نُضَامُّ بِهِ أَنْبِیاءَهُ الْمُرْسَلِینَ فِی دَارِ الْمُقَامَةِ الَّتِی لَا تَزُولُ، وَ مَحَلِّ کرَامَتِهِ الَّتِی لَا تَحُولُ.

(۱۷) وَ الْحَمْدُ لِله الَّذِی اخْتَارَ لَنَا مَحَاسِنَ الْخَلْقِ، وَ أَجْرَی عَلَینَا طَیبَاتِ الرِّزْقِ.

(۱۸) وَ جَعَلَ لَنَا الْفَضِیلَةَ بِالْمَلَکةِ عَلَی جَمِیعِ الْخَلْقِ، فَکلُّ خَلِیقَتِهِ مُنْقَادَةٌ لَنَا بِقُدْرَتِهِ، وَ صَائِرَةٌ إِلَی طَاعَتِنَا بِعِزَّتِهِ.

(۱۹) وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِی أَغْلَقَ عَنَّا بَابَ الْحَاجَةِ إِلَّا إِلَیهِ، فَکیفَ نُطِیقُ حَمْدَه‌ام مَتَی نُؤَدِّی شُکرَهُ! لَا، مَتَی.

(۲۰) وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِی رَکبَ فِینَا آلَاتِ الْبَسْطِ، وَ جَعَلَ لَنَا أَدَوَاتِ الْقَبْضِ، وَ مَتَّعَنَا بِأَرْوَاحِ الْحَیاةِ، وَ أَثْبَتَ فِینَا جَوَارِحَ الْأَعْمَالِ، وَ غَذَّانَا بِطَیبَاتِ الرِّزْقِ، وَ أَغْنَانَا بِفَضْلِهِ، وَ أَقْنَانَا بِمَنِّهِ.

(۲۱) ثُمَّ أَمَرَنَا لِیخْتَبِرَ طَاعَتَنَا، وَ نَهَانَا لِیبْتَلِی شُکرَنَا، فَخَالَفْنَا عَنْ طَرِیقِ أَمْرِهِ، وَ رَکبْنَا مُتُونَ زَجْرِهِ، فَلَمْ یبْتَدِرْنَا بِعُقُوبَتِهِ، وَ لَمْ یعَاجِلْنَا بِنِقْمَتِهِ، بَلْ تَأَنَّانَا بِرَحْمَتِهِ تَکرُّماً، وَ انْتَظَرَ مُرَاجَعَتَنَا بِرَأْفَتِهِ حِلْماً.

(۲۲) وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِی دَلَّنَا عَلَی التَّوْبَةِ الَّتِی لَمْ نُفِدْهَا إِلَّا مِنْ فَضْلِهِ، فَلَوْ لَمْ نَعْتَدِدْ مِنْ فَضْلِهِ إِلَّا بِهَا لَقَدْ حَسُنَ بَلَاؤُهُ عِنْدَنَا، وَ جَلَّ إِحْسَانُهُ إِلَینَا وَ جَسُمَ فَضْلُهُ عَلَینَا

(۲۳) فَمَا هَکذَا کانَتْ سُنَّتُهُ فِی التَّوْبَةِ لِمَنْ کانَ قَبْلَنَا، لَقَدْ وَضَعَ عَنَّا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ، وَ لَمْ یکلِّفْنَا إِلَّا وُسْعاً، وَ لَمْ یُجَشِّمْنَا إِلَّا یُسْراً، وَ لَمْ یدَعْ لِأَحَدٍ مِنَّا حُجَّةً وَ لَا عُذْراً.

(۲۴) فَالْهَالِک مِنَّا مَنْ هَلَک عَلَیهِ، وَ السَّعِیدُ مِنَّا مَنْ رَغِبَ إِلَیهِ

(۲۵) وَ الْحَمْدُ لِله بِکلِّ مَا حَمِدَهُ بِهِ أَدْنَی مَلَائِکتِهِ إِلَیهِ وَ أَکرَمُ خَلِیقَتِهِ عَلَیهِ وَ أَرْضَی حَامِدِیهِ لَدَیهِ

(۲۶) حَمْداً یفْضُلُ سَائِرَ الْحَمْدِ کفَضْلِ رَبِّنَا عَلَی جَمِیعِ خَلْقِهِ.

(۲۷) ثُمَّ لَهُ الْحَمْدُ مَکانَ کلِّ نِعْمَةٍ لَهُ عَلَینَا وَ عَلَی جَمِیعِ عِبَادِهِ الْمَاضِینَ وَ الْبَاقِینَ عَدَدَ مَا أَحَاطَ بِهِ عِلْمُهُ مِنْ جَمِیعِ الْأَشْیاءِ، وَ مَکانَ کلِّ وَاحِدَةٍ مِنْهَا عَدَدُهَا أَضْعَافاً مُضَاعَفَةً أَبَداً سَرْمَداً إِلَی یوْمِ الْقِیامَةِ.

(۲۸) حَمْداً لَا مُنْتَهَی لِحَدِّهِ، وَ لَا حِسَابَ لِعَدَدِهِ، وَ لَا مَبْلَغَ لِغَایتِهِ، وَ لَا انْقِطَاعَ لِأَمَدِهِ

(۲۹) حَمْداً یکونُ وُصْلَةً إِلَی طَاعَتِهِ وَ عَفْوِهِ، وَ سَبَباً إِلَی رِضْوَانِهِ، وَ ذَرِیعَةً إِلَی مَغْفِرَتِهِ، وَ طَرِیقاً إِلَی جَنَّتِهِ، وَ خَفِیراً مِنْ نَقِمَتِهِ، وَ أَمْناً مِنْ غَضَبِهِ، وَ ظَهِیراً عَلَی طَاعَتِهِ، وَ حَاجِزاً عَنْ مَعْصِیتِهِ، وَ عَوْناً عَلَی تَأْدِیةِ حَقِّهِ وَ وَظَائِفِهِ.

(۳۰) حَمْداً نَسْعَدُ بِهِ فِی السُّعَدَاءِ مِنْ أَوْلِیائِهِ، وَ نَصِیرُ بِهِ فِی نَظْمِ الشُّهَدَاءِ بِسُیوفِ أَعْدَائِهِ، إِنَّهُ وَلِیٌّ حَمِید.


د هغه حضرت دعا ده چې د خدای تعالی په مننې او ستاینې سره یې پېلوله هغه وخت چې دعا به یې کوله نو ویل به یې:


(۱ ټول تعريف او صفتونه هغه خداى لره دي چې داسې اول دی چې مخكې ترې څوك نه وو او داسې آخر دی چې وروسته به ور ځنې څوک نه وي

(۲ هغه خداى چې له ليدلو يې د كتونكو سترګې عاجزې دي او له ثنا او صفته يې د ستايونكو عقلونه لنډ او بې وسه دي

(۳ هغه په خپل قدرت سره كائنات پيدا كړل. او په خپلې ازلى خوښې او منشا سره يې په خپله خوښه وپنځول.

(۴ بيا يې هغوى د خپلې ارادې په لاري وچلول او د خپلې مينې په لارې يې وهڅول كومو حدونو ته يې چې هغوى مخكې كړي تر هغو شاته پاتې كيدل او تر كومو حدودو چې يې شاته ساتل تر هغو مخكې كيدل د كائناتو له اختيار او كنټروله بهر دي

(۵ هغه د هر ژوندي ساري لپاره له خپل پيدا كړي رزقه معلومه برخه ټاكلي ده چاته يې چې زياته وركړې هغه څوك كمولي نه شي او چاته يې چې كمه وركړي څوك يې زياتولي نه شي.

(۶ بيا دا چې هم هغه د هغه د ژوند لپاره يو وخت وټاكه او هغه ته يې يو معلوم مهال وټاكه، هغه د خپل ژوند د ورځو له لارې د دغه معلوم مهال په لور روان دى او د خپل ژوند تر كلونو هغه ته نږدې كيږي تر دې چې كله د ژوند پاى ته ورسيږي او د خپل عمر حساب پوره كاندي. نو خداى تعالى يې د روح تر اخستلو وروسته هغه بې پايه ثواب ته ورسوي چې هغه يې ورته راغوښتي وْه يا يې هغه بوږنوونكى عذاب ته ورسوي چې مخكې يې ورته بيان كړی وْه. چې له خپل عدل او انصاف سره سم بد عملو ته د هغوى د بد عمليو سزا او نيكانو ته جزا او بدله وركاندى

(۷ دا د هغه د انصاف له مخې ده د هغه نومونه پاك او سپيڅلى دى او د هغه د نعمتونولړۍ به جاري وي هغه چې څه كوى څوك ورځنې پوښتنه نه شي كولى او له خلکو به په هر حال پوښتنه كيږي.

(۸ټول تعريفونه او صفتونه هغه پاك خداى لره دي چې كه خپل بندګان يې د حمد او شكر له معرفته محرومه ساتلى وی نو د هغو پرله پسې لورينو چې هغه لورولي دي او د هغو بې دريغه او متواترو نعمتونو چې هغه پيرزو كړي دي له دغو نعمتونو به يې استفاده خو كوله خو د هغه ثنا او حمد به يي نه وايه

(۹) او د هغه په رزق كې به داسې شوي دي(یعنې شکر او حمد و ثنا نه وايي) نو د انسانيت له حده به وتلي وي او د ځناورو په څير دي بلكه تر هغو هم بې لاري دي.

(ټول تعريفونه د هغه خداى دي چې ځان يې په موږ وپيژنده او موږ ته يې د حمد او شكر لاره راوښودله او د هغه په رب والي د پوهيدو او خبريدو ورونه يې موږ ته پرانستل او په توحيد كې يې د اخلاص لاره راوښودله او له خپل ځان سره د شرك او بې لارۍ ئى وژغورلو.

(۱۱ داسې حمد دې وي هغه لره د كوم په وسيله چې موږ د هغه په حمد كوونكو بندګانو كې ژوند وكړو او د هغه د خوښۍ او بخښنې په لور له تلونكو ورمخكې شو

(۱۲داسې حمد چې په هغه سره زموږ لپاره د برزخ تيارې لرې شي او د قيامت لارې را آسانې كاندي او د قيامت په غونډه كې زموږ مقام او حيثيت لوړ كاندي. په كومه ورځ چې به هر څوك د خپلو كړو بدله وويني او په هغوى به هيڅ ډول ظلم ونه شي هغه ورځ چې دوستان به د يو بل په كار رانه شي او نه به ورسره مرسته وشي

(۱۳ داسې حمد چې په يو ليكلى شوي كتاب كې دی چې مقربې فرښتې يې ساتنه كوي زموږ لخوا دې د لوړ جنت د لوړو درجو تر مقامه اوچت شي

(۱۴ داسې حمد چې زموږ سترګې يخې كاندي كله چې ټولې سترګې له حيرانتيا او ويرې بكې راووزي. او هغه وخت چې ټول مخونه تور وي زموږ مخونه وځلوى.

(۱۵ داسې حمد چې د هغه په وسيله موږ د خداى تعالى له سخت او لمبه اور څخه وژغورل شو او د هغه رحمت مو په برخه شي.

(۱۶. داسې حمد چې د هغه په ذريعه موږ د خداى له نزدې فرښتو سره اوږه په اوږه مخامخ شو او په هغه تل پاتى او عزتمن مقام كې چې بدلون او زوال نه لرى د هغه له راستولو پيغمبرانو سره يو ځاى شو.


(۱۷ ټول تعريفونه او ستاينه هغه لوى ذات لره دي چې د خلقت او پنځون ټولې ښيګړې يې زموږ لپاره غوره كړې او موږ ته يې د پاك رزق لړۍ جاري كړه

(۱۸ او موږ يې په غلبې او تسلط سره تر ټولو مخلوقاتو لوړ كړو. نو ټول كائنات د هغه په قدرت سره زموږ تر حكم لاندې او د هغه د قدرت او سر لوړۍ په وجه زموږ اطاعت ته چمتو دي

(۱۹ تعريف او ستاينه هغه خداى لره ده چې له خپل ځانه پرته ې د غوښتنې او حاجت هر ور په موږ بند كړي (له دې اړتيا والى سره سره) موږ څرنګه د هغه د حمد حق ادا كولی او د هغه شكر څنګه كولی شو، نه هيڅ كله د هغه شكر نه شو ادا كولی.

(۲۰ ټول تعريفونه هغه لوى خداى لره دي چي زموږ په بدنونو كې يې غځيدونكى اعصاب او ټوليدونكى غړي مرتب كړل او په موږ يې د ژوند آسانتياوې ولورولې او موږ ته يې د كار او كسب غړى راكړل او په پاكې صافې روزۍ سره يې موږ وپاللو. او په خپل فضل او كرم سره يې موږ بې نيازه كړو او په خپل لطف او احسان سره يې مونږ ته د نعمتونو پانګه وبخښله

(۲۱) بيا يې د خپلو حكمونو د منلو امر وكړ چې په فرمان مننې كې مو وازمايي او د منع شوو څيزونو له كولو يې منع كړو چې زموږ شكر اندازه كړي خو مونږ د هغه له لارې كاږه شو او بندو شوو او منع شوو څيزونو ته مو مخه كړه بيا هم هغه په عذاب كې بيړه ونه كړه او په سزا راكولو كې يې له تادۍ كار وانه خيست بلكه په خپل رحمت او مهربانۍ سره يې له موږ سره له نرمۍ كار واخيست او په حلم او مهربانۍ سره زموږ د جاروتلو په تمه شو.

(۲۲ ټولې ستايني د هغه ذات دي چې موږ ته يې د توبي لاره وښودله او هغه موږ يوازې د هغه د رحمت او فضل په وجه ترلاسه كړه نو كه د هغه په لورينو كې له توبې پرته نور نعمتونه ونه شميرو بيا هم همدا توبه زموږ لپاره د هغه لخوا لوى انعام احسان او ستر فضل دی

(۲۳ ځكه چې تر موږ د مخكنيو خلكو لپاره د توبى په هكله د خداى دا طريقه نه وه. نو د كومو څيزونو چې طاقت نه لرو هغه يې زموږ له اوږو هسك كړل او زموږ تر وسه زيات يې موږ ته دندې رانه كړې او يوازې په آسانو او نرمو كارونو يې مكلف كړو او په موږ كې يې هيچا ته د حجت او پلمې ځاى پرې نه ښود

(۲۴ نو هغه كس تباه كيدونكى دى چې د هغه له خوښې پرته د خپلى بربادۍ وسيلې برابرې كړى او هغه څوك خوش نصيبه دى چې هغه ته مخه كړي.

(۲۵) ټولې ستايني او حمدونه خداى لره دي هر هغه حمد چې د هغه نزدې فرښتې غوره مخلوقات او غوره ستايونكى يې كوي

(۲۶ داسې ستاينه چې تر نورو لوړه ده لكه څنګه چې زموږ خالق تر ټولو مخلوقاتو لوړ دی

(۲۷) بيا هم د هغه لپاره ټول حمد او صفتونه دي د هغه د هر هر نعمت په بدله كې چې موږ او ټولو تيرو او راتلونكو مخلوقاتو ته يې بښلي دي د هغو څيزونو د شميرې برابر حمد دې وي په كومو يې د هغه علم حاوي دی او د هر نعمت په بدله كې دوه چنده او درې چنده صفتونه دي چې تر قيامته تل پاتې او ابدي دى

(۲۸ داسې حمد چې وروستی حد او شمير يې نه وي او حدونه يې تر وسه بهر وي او وخت يې نه ختميدونكی وي

(۲۹ داسې حمد چې د هغه د اطاعت او بخښنې وسيله، د هغه د رضايت سبب د هغه د مغفرت ذريعه، د جنت لاره، د هغه له عذابه پناه، د هغه له غضبه امان، د هغه په اطاعت كې مرستندوى، د ګناه له كولو منع كوونكی وي او د حق او عهد په پوره کولو کې یې مرستندویی وي.

(۳۰ داسې ستاینه چې په وسیله یې د هغه د دوستانو او نېکمرغو په ډله کې شامل او نيكمرغه شو او د هغو شهيدانو په ليكه كې راشو چې د هغه د دښمنانو په توره شهيدان شوي دي. بيشكه چې هم هغه مالك، اختيار لرونكی او د ستاينې وړ دی.

فوټ نوټ

  1. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۹۹-۴۱۱؛ خلجی، اسرار خاموشان، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۱۴۱-۵۳۶.
  2. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۹۹-۴۱۱.
  3. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۲۱۷-۲۶۵.
  4. خلجی، اسرار خاموشان، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۱۴۱-۵۳۶.
  5. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۴۵-۷۲.
  6. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۱۵-۴۷.
  7. فضل الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۲۱-۵۴.
  8. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۱، ص۲۲۱-۴۱۲.
  9. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۱۴-۲۰.
  10. «زیباترین روح پرستنده امام سجاد»، بنیاد فرهنگی دکتر علی شریعتی.
  11. (په پارسی ژبه کښې)ترجمه از شیخ حسین انصاریان، سایت عرفان.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۳ش.
  • خلجی، محمدتقی، اسرار خاموشان، قم، پرتو خورشید، ۱۳۸۳ش.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، محقق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • «زیباترین روح پرستنده امام سجاد»، بنیاد فرهنگی دکتر علی شریعتی، مشاهده ۲۳ خرداد ۱۴۰۱ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فیض کاشانی، محمدبن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، با مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک