د صحیفه سجادیه پينځلسمه دعا
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
د صحیفه سجادیه پينځلسمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې هغه به د ناروغۍ یا تکلیف او ښکیلیدو په وخت کې تلاوت کوله. په دې دعا کې حضرت سجاد(ع) د روغتیا په نعمت باندې او یا د ناروغۍ په وخت کې د خدای شکر ادا کوي او د ناروغۍ اخروي اغیزو ته چې یو په کې له ګناهونو پاکي ده، اشاره کوي. هغه همدارنګ ناروغي د توبې لپاره د اخطار او په خدای باور د ټولو تړلو دروازو لپاره کلی ګڼي.
پينځلسمه دعا د صحيفه سجاديه په شرحو لکه دیار عاشقان کې چې حسین انصاریان لیکلی او د حسن ممدوحی کرمانشاهي په کتاب شهود او شناخت کې په فارسي ژبه او په عربي ژبه د سيد علي خان مدني په رياض السالکين کتاب کې شرحه شوې ده.
تعلیمات
د سجاديې د پنځلسمې دعا اصلي موضوع د ناروغيو، تکليفونو او ښکیلیدو په وخت کې دعا ده. که څه هم په دې دعا کې د امام سجاد(ع) ډېره پاملرنه د ناروغۍ او بلا او مصیبت اخروي اغیزو او معنوي اغېزو ته ده.[۱] د پنځلسمې دعا تعلیمات چې د امام سجاد(ع) له خوا په اوو جملو کې راغلي دي په لاندې ډول دي:
- د روغتیا او ناروغۍ دواړو لپاره د خدای شکر کول (په شکر کې روغتیا او ناروغي په مساوي ډول لیدل)
- د روغتیا د نعمت عظمت او د ناروغۍ د زغملو خوښوالی
- په عبادت کې د ځواک او تازه شونې لپاره د خدای مننه (د خدای د رضا په لاس راوړلو لپاره د سلامتۍ له نعمته ګټه اخستل)
- ناروغي هغه عامل دی چې ګناهونه کموي او د غفلت مخه نیسي.
- توبه او ناروغۍ سره د ګناهونو آثار پاکیږي
- د ناروغۍ برکتونو او اغیزو ته پاملرنه
- ناروغي د توبې لپاره اخطار دی
- د ناروغۍ په زغم باندې بدله ورکول او د خدای په نزد د هغې ثبتیدل
- د ناروغۍ بدله ورکول د خدای پاک د فضل او احسان پر اساس دي.[۳]
- د ناروغۍ په وخت باندې د سلامتۍ قدر پيژندل
- له خدایه د الهي مقدراتو د محبوب شونې او د تکلیفونو د آسانۍ غوښته[4]
- د ټولو بندو دروازو کلي په خدای باندې باور دی
- د خدای نعمتونه بې له زبادلو دي.[۵]
شرحې
پينځلسمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو کې شرحه شوې او همدارنګ په دیار عاشقان کتاب کې چې حسین انصاریان لیکلی[6] شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحی کرمانشاهي کتاب[7] او د سید احمد فهری د صحیفه سجادیه په شرحې کې[8] په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.
همدارنګ د صحیفه سجادیه پینځلسمه دعا په ځنې کتابونو لکه ریاض السالکین چې سید علی خانی مدنی لیکلی[9] فی ظلال الصحیفه السجادیه چې محمدجواد مغنیه لیکلی،[10] ریاض العارفین کې چې محمد بن محمد دارابی لیکلی[11] او آفاق الروح کې چې سید محمدحسین فضل الله لیکلی[12] په عربۍ ژبه شرح شوې ده او همدارنګ د دې دعا ګران ټکي لغوي شرحه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني لیکلی کتاب کې[13] او د عزالدین جزائري د صحیفه سجادیه په شرحه کې[14] راغلې ده.
متن او ترجمه
متن | Translation |
---|---|
اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ عَلَى مَا لَمْ أَزَلْ أَتَصَرَّفُ فِيهِ مِنْ سَلَامَةِ بَدَنِي ، وَ لَكَ الْحَمْدُ عَلَى مَا أَحْدَثْتَ بِي مِنْ عِلَّةٍ فِي جَسَدِي فَمَا أَدْرِي ، يَا إِلَهِي ، أَيُّ الْحَالَيْنِ أَحَقُّ بِالشُّكْرِ لَكَ ، وَ أَيُّ الْوَقْتَيْنِ أَوْلَى بِالْحَمْدِ لَكَ أَ وَقْتُ الصِّحَّةِ الَّتِي هَنَّأْتَنِي فِيهَا طَيِّبَاتِ رِزْقِكَ ، وَ نَشَّطْتَنِي بِهَا لِابْتِغَاءِ مَرْضَاتِكَ وَ فَضْلِكَ ، وَ قَوَّيْتَنِي مَعَهَا عَلَى مَا وَفَّقْتَنِي لَهُ مِنْ طَاعَتِكَ أَمْ وَقْتُ الْعِلَّةِ الَّتِي مَحَّصْتَنِي بِهَا ، وَ النِّعَمِ الَّتِي أَتْحَفْتَنِي بِهَا ، تَخْفِيفاً لِمَا ثَقُلَ بِهِ عَلَيَّ ظَهْرِي مِنَ الْخَطِيئَاتِ ، وَ تَطْهِيراً لِمَا انْغَمَسْتُ فِيهِ مِنَ السَّيِّئَاتِ ، وَ تَنْبِيهاً لِتَنَاوُلِ التَّوْبَةِ ، وَ تَذْكِيراً لِمحْوِ الْحَوْبَةِ بِقَدِيمِ النِّعْمَةِ وَ فِي خِلَالِ ذَلِكَ مَا كَتَبَ لِيَ الْكَاتِبَانِ مِنْ زَكِيِّ الْأَعْمَالِ ، مَا لَا قَلْبٌ فَكَّرَ فِيهِ ، وَ لَا لِسَانٌ نَطَقَ بِهِ ، وَ لَا جَارِحَةٌ تَكَلَّفَتْهُ ، بَلْ إِفْضَالًا مِنْكَ عَلَيَّ ، وَ إِحْسَاناً مِنْ صَنِيعِكَ إِلَيَّ . اللَّهُمَّ فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ ، وَ حَبِّبْ إِلَيَّ مَا رَضِيتَ لِي ، وَ يَسِّرْ لِي مَا أَحْلَلْتَ بِي ، وَ طَهِّرْنِي مِنْ دَنَسِ مَا أَسْلَفْتُ ، وَ امْحُ عَنِّي شَرَّ مَا قَدَّمْتُ ، وَ أَوْجِدْنِي حَلَاوَةَ الْعَافِيَةِ ، وَ أَذِقْنِي بَرْدَ السَّلَامَةِ ، وَ اجْعَلْ مَخْرَجِي عَنْ عِلَّتِي إِلَي عَفْوِكَ ، وَ مُتَحَوَّلِي عَنْ صَرْعَتِي إِلَى تَجَاوُزِكَ ، وَ خَلَاصِي مِنْ كَرْبِي إِلَى رَوْحِكَ ، و سَلَامَتِي مِنْ هَذِهِ الشِّدَّةِ إِلَى فَرَجِكَ إِنَّكَ الْمُتَفَضِّلُ بِالْإِحْسَانِ ، الْمُتَطَوِّلُ بِالِامْتِنَانِ ، الْوَهَّابُ الْكَرِيمُ ، ذُو الْجَلَالِ وَ الْإِكْرَامِ . |
{{{2}}} |
فوټ نوټ
سرچينې
- انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
- جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
- دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
- فضلالله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
- فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
- فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
- مدنی شیرازی، سید علیخان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
- مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
- ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیتالله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.