د صحیفه سجادیه دولسمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د احمد نیریزي لخوا لیکل شوی، د ۱۱۴۵ قمري کال

د صحیفه سجادیه دولسمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې په کې د ګناه د اقرار او له خدایه د توبې غوښتنه ده. په دغه دعا کښې حضرت سجاد(ع) هغه عوامل هم څيړلي دي چې د دعا توفیق له انسان اخلي، د خداے د ګرانو بندګانو ځانګړتياوې، د توبې د لارې خلاصون او د توبه کوونکي حالتونه یې هم په کې بیان کړي دي.

دولسمه دعا د صحیفه سجادیه په ځینې شرحو لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان لیکلی او شهود و شناخت د حسن ممدوحي کرمانشاهي په فارسۍ ژبه لیکلی او په ریاض السالکین د سید علي خان مدني په عربۍ ژبه لیکلی شرحې کې راغلې ده.

تعلیمات

د صحیفه سجادیه د دولسمې دعا اصلي موضوع د ګناه اقرار، خدای ته د رجوع غوښتنه، د دعا د توفیق د اخستلو عوامل، د توبه کوونکیو بندګانو ځانګړنې او د خدای د غوره بندګانو ځانګړنې[۱] په کې بیان شوي دي. د دې دعا تعلیمات په ۱۶ برخو[۲] له امام سجاد علیه السلام راغلی دي چې په لاندې ډول دي:

  • د دعا د توفیق اخستلو عوامل: د خدای د حکمونو په ترسره کولو کې سستي او له واجباتو غفلت، د هغه څیزونو په لور بیړه کول چې خداي پاک نهي کړي دي او د نعمت په شکر کولو کې سستي. (کفران نعمت)
  • د خدای تفضل په خدای باندې د بندګانو ښه ګمان او له هغه غوښته
  • احسان او د خدای نعمتونو ټول د هغه د تفضل پر اساس دي.[۳]
  • خدای ته د مخلوقاتو نیازمندي
  • له ګناهونو څخه د نجات لپاره د خدای د توفیق غوښته
  • د ګناهونو د انجام په هکله پریشاني
  • د ګناهګارانو لپاره د توبې د ور خلاصون
  • د توبې فرصت غنیمت ګڼل
  • د خدای له رحمته د نهیلي کیدو منعه او د توبې د دروازې خلاصون[۴]
  • د توبه کوونکي بنده حالتونه: د تواضع او سرټیټي په سبب د ملا کږیدل، قدمونه لرزیدل، له سترګو اوښکې جاري کیدل او نور...
  • د خدای بخښښ ته امید (توبه کوونکیو ته د خدای پاک په غضب باندې د هغه د رحمت مخکې کیدل)
  • د خدای پاک د رحمت او بخښنې لپاره هڅه او کوشش
  • د خدای په درګاه کې په خپلې سستۍ اعتراف کول
  • د ټولو غوره او محبوبو بندګانو ځانګړتیاوې: له تکبره لاس اخستل، په ګناه باندې له ټینګاره ډډه کول او په ځان باندې د استغفار واجب ګڼل
  • خدای باندې توکل او له خدای د کبر او په ګناه باندې د ټینګار بخښنه غوښتل
  • د ګناهانو له بدو اثراتو خدای ته پناه وړل او خدای ته هیله
  • او توکل او خدای ته پناه وړ او الله پاک په وړاندې د عاجزۍ څرګندونه
  • د واجباتو په ترسره کولو کې د خدای مرسته غوښتل
  • یوازې له هغه خدایه وېریدل چې د بخښنې وړ دی.
  • د بریالیتوب یوازنۍ لاره خدای ته پناه وړل دي.[۵]
  • د دعا ګانو د قبلیدو لپاره د خدای پاک ضمانت[۶]
  • د خدای له نعمتونو ګټه پورته کول تر دې چې د ګناهګارانو لپاره هم
  • د ګناه په کولو سره د بندګانو په ځان باندې ظلم کول
  • د بندګانو په کم عمل باندې د خدای خوشحالیدل او ډېره جزا ورکول.[۷]

شرحې

دولسمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان کتاب[۸] په شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي په کتاب کې[۹] او شرح و ترجمه صحیفه سجادیه د سید احمد فهري په کتاب کې[۱۰] په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.

د صحیفه سجادیه دولسمه دعا همدارنګ په ځینو عربي شرحو کې لکه ریاض السالکین د سید علي خان مدني کتاب،[۱۱] فی ظلال الصحیفه السجادیه د محمد جواد مغنیه کتاب،[۱۲] ریاض العارفین د محمد بن محمد دارابی تالیف[۱۳] او آفاق الروح د سید محمد حسین فضل‌ الله لیکلی کتاب کې[۱۴] په عربۍ ژبه شرحه شوې ده. د دې دعا ګران ټکي په ځینې لغوي شرحو لکه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني کتاب په تفصیل سره راغلي دي.[۱۵]

متن او ژباړه

د صحیفه سجادیه دولسمه دعا
متن ترجمه[۱۶]
وَ کانَ مِنْ دُعَائِهِ علیه‌السلام فِی الِاعْتِرَافِ وَ طَلَبِ التَّوْبَةِ إِلَی الله تَعَالَی

(۱) اللَّهُمَّ إِنَّهُ یحْجُبُنِی عَنْ مَسْأَلَتِک خِلَالٌ ثَلَاثٌ، وَ تَحْدُونِی عَلَیهَا خَلَّةٌ وَاحِدَةٌ

(۲) یحْجُبُنِی أَمْرٌ أَمَرْتَ بِهِ فَأَبْطَأْتُ عَنْهُ، وَ نَهْی نَهَیتَنِی عَنْهُ فَأَسْرَعْتُ إِلَیهِ، وَ نِعْمَةٌ أَنْعَمْتَ بِهَا عَلَی فَقَصَّرْتُ فِی شُکرِهَا.

(۳) وَ یحْدُونِی عَلَی مَسْأَلَتِک تَفَضُّلُک عَلَی مَنْ أَقْبَلَ بِوَجْهِهِ إِلَیک، وَ وَفَدَ بِحُسْنِ ظَنِّهِ إِلَیک، إِذْ جَمِیعُ إِحْسَانِک تَفَضُّلٌ، وَ إِذْ کلُّ نِعَمِک ابْتِدَاءٌ

(۴) فَهَا أَنَا ذَا، یا إِلَهِی، وَاقِفٌ بِبَابِ عِزِّک وُقُوفَ الْمُسْتَسْلِمِ الذَّلِیلِ، وَ سَائِلُک عَلَی الْحَیاءِ مِنِّی سُؤَالَ الْبَائِسِ الْمُعِیلِ

(۵) مُقِرٌّ لَک بِأَنِّی لَمْ أَسْتَسْلِمْ وَقْتَ إِحْسَانِک إِلَّا بِالْإِقْلَاعِ عَنْ عِصْیانِک، وَ لَمْ أَخْلُ فِی الْحَالاتِ کلِّهَا مِنِ امْتِنَانِک.

(۶) فَهَلْ ینْفَعُنِی، یا إِلَهِی، إِقْرَارِی عِنْدَک بِسُوءِ مَا اکتَسَبْتُ وَ هَلْ ینْجِینِی مِنْک اعْتِرَافِی لَک بِقَبِیحِ مَا ارْتَکبْتُ أَمْ أَوْجَبْتَ لِی فِی مَقَامِی هَذَا سُخْطَک أَمْ لَزِمَنِی فِی وَقْتِ دُعَای مَقْتُک.

(۷) سُبْحَانَک، لَا أَیأَسُ مِنْک وَ قَدْ فَتحْتَ لِی بَابَ التَّوْبَةِ إِلَیک، بَلْ أَقُولُ مَقَالَ الْعَبْدِ الذَّلِیلِ الظَّالِمِ لِنَفْسِهِ الْمُسْتَخِفِّ بِحُرْمَةِ رَبِّهِ.

(۸) الَّذِی عَظُمَتْ ذُنُوبُهُ فَجَلَّتْ، وَ أَدْبَرَتْ أَیامُهُ فَوَلَّتْ حَتَّی إِذَا رَأَی مُدَّةَ الْعَمَلِ قَدِ انْقَضَتْ وَ غَایةَ الْعُمُرِ قَدِ انْتَهَتْ، وَ أَیقَنَ أَنَّهُ لَا مَحِیصَ لَهُ مِنْک، وَ لَا مَهْرَبَ لَهُ عَنْک، تَلَقَّاک بِالْإِنَابَةِ، وَ أَخْلَصَ لَک التَّوْبَةَ، فَقَامَ إِلَیک بِقَلْبٍ طَاهِرٍ نَقِی، ثُمَّ دَعَاک بِصَوْتٍ حَائِلٍ خَفِی.

(۹) قَدْ تَطَأْطَأَ لَک فَانْحَنَی، وَ نَکسَ رَأْسَهُ فَانْثَنَی، قَدْ أَرْعَشَتْ خَشْیتُهُ رِجْلَیهِ، وَ غَرَّقَتْ دُمُوعُهُ خَدَّیهِ، یدْعُوک: بِیا أَرْحَمَ الرَّاحِمِینَ، وَ یا أَرْحَمَ مَنِ انْتَابَهُ الْمُسْتَرْحِمُونَ، وَ یا أَعْطَفَ مَنْ أَطَافَ بِهِ الْمُسْتَغْفِرُونَ، وَ یا مَنْ عَفْوُهُ أَکثرُ مِنْ نَقِمَتِهِ، وَ یا مَنْ رِضَاهُ أَوْفَرُ مِنْ سَخَطِهِ.

(۱۰) وَ یا مَنْ تَحَمَّدَ إِلَی خَلْقِهِ بِحُسْنِ التَّجَاوُزِ، وَ یا مَنْ عَوَّدَ عِبَادَهُ قَبُولَ الْإِنَابَةِ، وَ یا مَنِ اسْتَصْلَحَ فَاسِدَهُمْ بِالتَّوْبَةِ وَ یا مَنْ رَضِی مِنْ فِعْلِهِمْ بِالْیسِیرِ، وَ مَنْ کافَی قَلِیلَهُمْ بِالْکثِیرِ، وَ یا مَنْ ضَمِنَ لَهُمْ إِجَابَةَ الدُّعَاءِ، وَ یا مَنْ وَعَدَهُمْ عَلَی نَفْسِهِ بِتَفَضُّلِهِ حُسْنَ الْجَزَاءِ.

(۱۱) مَا أَنَا بِأَعْصَی مَنْ عَصَاک فَغَفَرْتَ لَهُ، وَ مَا أَنَا بِأَلْوَمِ مَنِ اعْتَذَرَ إِلَیک فَقَبِلْتَ مِنْهُ، وَ مَا أَنَا بِأَظْلَمِ مَنْ تَابَ إِلَیک فَعُدْتَ عَلَیهِ.

(۱۲) أَتُوبُ إِلَیک فِی مَقَامِی هَذَا تَوْبَةَ نَادِمٍ عَلَی مَا فَرَطَ مِنْهُ، مُشْفِقٍ مِمَّا اجْتَمَعَ عَلَیهِ، خَالِصِ الْحَیاءِ مِمَّا وَقَعَ فِیهِ.

(۱۳) عَالِمٍ بِأَنَّ الْعَفْوَ عَنِ الذَّنْبِ الْعَظِیمِ لَا یتَعَاظَمُک، وَ أَنَّ التَّجَاوُزَ عَنِ الْإِثْمِ الْجَلِیلِ لَا یسْتَصْعِبُک، وَ أَنَّ احْتِمَالَ الْجِنَایاتِ الْفَاحِشَةِ لَا یتَکأَّدُک، وَ أَنَّ أَحَبَّ عِبَادِک إِلَیک مَنْ تَرَک الِاسْتِکبَارَ عَلَیک، وَ جَانَبَ الْإِصْرَارَ، وَ لَزِمَ الِاسْتِغْفَارَ.

(۱۴) وَ أَنَا أَبْرَأُ إِلَیک مِنْ أَنْ أَسْتَکبِرَ، وَ أَعُوذُ بِک مِنْ أَنْ أُصِرَّ، وَ أَسْتَغْفِرُک لِمَا قَصَّرْتُ فِیهِ، وَ أَسْتَعِینُ بِک عَلَی مَا عَجَزْتُ عَنْهُ.

(۱۵) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ هَبْ لِی مَا یجِبُ عَلَی لَک، وَ عَافِنِی مِمَّا أَسْتَوْجِبُهُ مِنْک، وَ أَجِرْنِی مِمَّا یخَافُهُ أَهْلُ الْإِسَاءَةِ، فَإِنَّک مَلِیءٌ بِالْعَفْوِ، مَرْجُوٌّ لِلْمَغْفِرَةِ، مَعْرُوفٌ بِالتَّجَاوُزِ، لَیسَ لِحَاجَتِی مَطْلَبٌ سِوَاک، وَ لَا لِذَنْبِی غَافِرٌ غَیرُک، حَاشَاک

(۱۶) وَ لَا أَخَافُ عَلَی نَفْسِی إِلَّا إِیاک، إِنَّک «أَهْلُ التَّقْوی وَ أَهْلُ الْمَغْفِرَةِ»، صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ، وَ اقْضِ حَاجَتِی، وَ أَنْجِحْ طَلِبَتِی، وَ اغْفِرْ ذَنْبِی، وَ آمِنْ خَوْفَ نَفْسِی، «إِنَّک عَلی کلِّ شَیءٍ قَدِیرٌ»، وَ ذَلِک عَلَیک یسِیرٌ، آمِینَ رَبَّ الْعَالَمِینَ.

د ګناه د اعتراف او د توبى د ويستلو لپاره  د امام دُعا

(1) اى څښتنه ما درې څيزونه ستا په در كې له سواله تموى او يوه خبره داسې ده چې دې كار ته مې هڅوى. كومې خبرې مې چې له غوښتنې تم كوى په هغو كې يوه دا ده

(2) لومړۍ دا چې تا د كومې چارې حكم كړے دے ما د هغې په كولو كې سستى او غفلت كړے دے دوهم دا چې له كوم كاره دې منعې كړے يم هغې ته ورمخكې شوے يم او دريمه دا چې كوم نعمتونه دې پر ما لورولى دى د هغو په شكر ايستلو كې مې كوتاهى او لنډون كړے دے

(۳) او هغه خبره چې ستا په در كې د لاس غځولو جرات راكوى هغه ستا فضل او احسان دے چې تا ته په جاروتونكو او په حسن ظن سره په راتلونكو تل كيږى ځكه چې ستا ټول احسانونه يوازې ستا د تفضل په وجه دى او ستا هر نعمت دلته بې له مخكې استحقاقه دے

(۴) ښه نو اى زما معبوده زه ستا د عزت او جلال په وره د يو منونكى او ذليل بنده په شان ولاړ يم او په شرمندګۍ سره د يو فقير او اړمن په بڼه غوښتنه كوم

(۵) او په دې چارې ډاډه كيږم چې ستا د احسانونو په وخت مې د ګناه له پريښودلو پرته بل كوم اطاعت (لكه حمد او شكر) ونه كړے شو او زه په هيڅ حالت كې ستا له انعام او احسانه خالى نه وم.

(۵) اقرار دارم به این‌که هنگام احسانت، جز برکنار ماندن از نافرمانی‌ات، فرمانی نبرده‌ام؛ و در تمام حالات از نیکی و احسانت، بی‌بهره نبودم.

(۶) نو اى زما ربه زما په بد عمليو دا اقرار به ستا په در كې زما لپاره كومه ګټه ولري؟ او هغه بدۍ چې ما كړې دي په هغو اعتراف به ستا له عذابه د ژغورنې سبب شي؟ يا دا چې تا په دې مقام په ما باندې د غضب كولو فيصله كړې ده او د دعا په وخت دې له ما خپل خپګان هماغه شان ساتلے دے؟

(۷) ته پاك او سپيڅلے يې او زه ستا له رحمته نهيلے نه يم ځكه چې تا د خپل در په لور زما لپاره د توبې ور پرانستے دے بلكه زه د هغه سپك او ذليل بنده په شان خبره كوم چا چې پر خپل نفس ظلم وكړ او د خپل رب د حرمت او عزت خيال يې ونه ساته

(8) د چا ګناهانې چې لويې او پريمانه دى د چا د ژوند ورځې چې تيرې شوې او تيريږي او د عمر مزې يې سر ته رسيدلې دي او د دا يقين ورته حاصل شوے چې اوس ستا په در كې له حاضريدو پرته بله لاره نه لرى او له تا د تښتيدو كومه چاره نه وينى نو د زړه له كومى يې تا ته مخه كړه او په روغ نيت او په رښتيا سره يې ستا په در كې توبه وكړه اوس هغه په بيخي صفا او راڼه زړه سره ستا په در كې ودريد او بيا يې په ژړغونى غږ او غلې شان ته د غوښتنې په داسې حالت كې چې په خشوع عاجزۍ او سپكاوى سره تاته ټيټ شو

(9) او سركوزے ستا په وړاندې خم شو له ويرې د هغه دواړه پښې لړزيږى او په اننګو يې د اوښكو سين روان دے او تا داسى بلى: اى تر ټولو رحم كوونكيو زيات رحم كوونكيه! اى تر هغو كسانو زيات رحيمه له چا چې رحم غوښتونکي بيا بيا رحم او كرم غواړى او تر هغو ټولو زيات مهربانه له چا چې د بخښنې غوښتونکی تاو دى اى هغه ذاته چې خوښى دې تر خپګانه ډيره ده

(۱۰) اى هغه ذاته چې د خپلې ښې بخښنې او غفوې له كبله د مخلوقاتو په نزد د لمانځنى او ستاينې جوګه ئې، اى هغه چې خپل بندګان دې د توبې په قبلولو روږدې كړى او په توبې سره دې د هغو د ورانو شوو كارونو سماونه كړې ده اى هغه چې د خپلو بندګانو په وړوكى شان كار خوشحاليږى او د لږ شان كار بدله زياته وركوې اى هغه ذاته چې د بندګانو د دعا ګانو د منلو ذمه دې اخستې ده اى هغه چې د تفضل او احسان له رويه دې د ډيرې  ښې جزا وعده كړې ده

(۱۱) كومو خلكو چې ستا نافرمانى وكړه او تا وبخښل زه تر هغو زيات ګناهګار نه يم او كومو كسانو چې له تا بخښنه وغوښته او ته ورځنې تېر شوې زه تر هغو ډير د رټلو او غندلو قابل نه يم او زه تر هغو كسانو چې ستا په در كې يې توبه وكړه او تا يې توبه قبوله كړه او احسان دې پرې وكړو زيات ظالم نه يم

(۱۲) نو زه خپل دغه درېځ ته په پام سره ستا په در كې توبه كوم د هغه كس په شان توبه چې په خپلو تيرو ګناهونو پښيمانه او د خطاګانو له يرغله ويريدلے او كومې بدۍ يې چې كړي په هغو په رښتيا سره نادم وى

(۱۳) او پوهيږى چې د لويې نه لوې ګناه بخښل ستا په نزد كومه لويه خبره نه ده او له ډيرې سترې خطا تېريدل ستا لپاره څه ګران نه دى او په ډير سخت جرم سترګې پټول په تا بوج كيږى نه. بيشكه چې په ټولو بندګانو كې هغه بنده تا ته تر ټولو نزدې دے چې ستا په وړاندې سر ونه غړوى په ګناهانو ټينګار ونه كړى او په توبې او استغفار ټنيګ وى

(۱۴) زه ستا په مخكې له سرغړونې او غاوره كيدو لاس په سر كيږم او پر ګناهانو له ټينګاره ستا در ته پناه در وړم او په كومو كومو ځايونو كې مې چې كوتاهى كړې د هغې بخښنه او تيريدنه درځنې غواړم او د كومو كارونو له كولو چې بې وسه يم په هغو كې ستا مرسته غواړم

(۱۵) اى الله ته رحمت وليږه پر محمد (ص) او د هغه پر آل او په ما باندې چې ستا كوم حقونه كيږى هغه راوبخښې او د كومي سزا چې زه جوګه يم هغه رامعاف كړې او ماته له هغه عذابه پناه راكړې چې ګناهګاران ورځنې په ترهه دى ځكه چې ته د بخښنې وس لرې او له هم تا د بخښنې هيله كيدے شى او ته د بخښنې او تيريدنې په صفت مشهور يې او له تا پرته د حاجتونو د وړاندې كولو هيڅ ځاى نيشته او نه له تا پرته بل څوك زما د ګناهانو بخښونكى دے په رښتيا چې بل څوك بخښونكے نيشته

(۱۶) او كه زه ويره لرم نو له هم تا يې لرم ځكه چې هم ته د دې جوګه يې چې له تا ويره وشى او هم ته د دې وړ يې چې له بخښنې او معافۍ كار واخلې ته په محمد(ص) او د هغوى په آل رحمت وليږه او زما حاجتونه پوره كانده او زما هدف پوره كړه زما ګناه وبخښه او زما زړه له ډاره ډاډمن كړه ځكه چې ته په هر څيز وسيال يې او دا ستا لپاره اسان كار دے. زما دعا قبوله كړه اى د ټولې نړۍ پنځونكي او پالونكيه!

فوټ نوټ

  1. ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۵۰۵.
  2. ترجمه و شرح دعای دوازدهم صحیفه سجادیه، سایت عرفان.
  3. د دعا متن
  4. د دعا متن
  5. د دعا متن
  6. د دعا متن
  7. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۱۲۹-۱۵۷؛ ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۵۰۵-۵۵۷.
  8. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۱۲۵-۱۵۷.
  9. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۵۰۵-۵۵۷.
  10. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۱۵-۶۲.
  11. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۲، ص۴۶۵-۵۲۳.
  12. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۱۷۱-۱۸۱.
  13. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۱۴۵-۱۵۸.
  14. فضل الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۲۹۹-۳۱۶.
  15. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۳۵-۳۸.
  16. ترجمه از شیخ حسین انصاریان(په پارسی ژبه کښې).

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک