د صحیفه سجادیه اووه دیرشمه دعا

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د عبدالله یزدي په نسخ خط کې، د ۱۱۰۲ قمري کال د شعبان میاشت کې لیکل شوې

د صحیفه سجادیه اووه دیرشمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې د انسان د خدای د شکر له ادا کولو عاجزي او ناتواني په کې بیان شوې ده. په دغه دعا کښې امام سجاد(ع) د خداے پاک د نعمتونو شکر ادا کول ناشونى کار ګڼي او د خداے بخښښ د هغه د تفضیل نتيجه ګڼي. په دې دعا کې، د خدای د ګناهکارانو ته د سزا ورکولو لپاره بېړه نه کول، په دې دلیل ګڼي چې د توبې امید او الهی لارښوونې ته د دوی بیرته راستنیدل ممکن دي. حضرت زین العابدین(ع) همدارنګ له خپلو بندګانو سره په چلند کې د خدای عدل ته اشاره کوي او له الهي لارې څخه انحراف د شیطان د فریب پایله ګڼي.

اووه دېرشم دعا د سجادیه کتاب په شرحو کې بیان شوې ده لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان کتاب او شهود او شناخت د حسن ممدوح کرمانشاهي په فارسي کې او په عربي کې د سید علي خان مدني په ریاض السالکین کتاب کې شرحه شوې ده.

تعلیمات

اووه دېرشمه دعا د صحیفه سجادیه دعا ده چې د خدای د شکر کولو لپاره د انسان د عاجزۍ په اړه ده. په دې دعا کې امام سجاد(ع) د خدای په شکر کولو کې د انسان کمښت ته اشاره کوي.[۱] د ممدوحي کرمانشاهي په وینا، داسې مقام ته رسیدل چې انسان د خدای د نعمتونو له شکر ادا کولو ځان ناتوانه وویني یو داسې مقام دی چې بې له مخلصینو ورته بل څوک لاره نه مومي.[2]

د دې دعا درسونه په لاندې ډول دي:

  • انسان د دوامداره الهي نعمتونو له امله د خدای شکر ادا کولو توان نلري
  • د خدای له اطاعت او عبادت څخه د انسان ناتواني
  • د نعمتونو شکر له اصل نعمتونو څخه غوره دی
  • د الهی نعمتونو شکر ادا کول ناممکن دي
  • دا ممکنه نه ده چې څوک د خدای په اړه حکم وکړي ځکه چې هیڅوک په هغه باندې تسلط نلري
  • الهی تفضل د الهي رضایت او بخښنې سرچینه ده
  • د خدای د فضل او عنایت په رڼا کې انسان د خدای د شکر ادا کولو توان لري.
  • نیکي او احسان او بخښنه د خدای پاک دود او عادت دی
  • د بندګانو د کوچنیو عملونو په بدله کې د خدای لوی اجر
  • د خدای د بخښنې یقین په داسې حال کې چې بندګان یې مستحق نه وي
  • د خدای د نعمتونو په وړاندې په الهي اخلاقو سره د ځان سینګارولو اړتیا
  • هر څوک د خپلو بندګانو سره په چلند کې د خدای عدل او تفضل اعتراف کوي
  • له الهی لارې په کږیدو کې د شیطان فریب
  • حق څیز شیطان خلکو ته باطل ښايي او دې طریقې سره دهوکه ورکوي
  • خدای ظالمانو ته په سزا ورکولو کې بېړه نه کوي
  • له فرمانبردارانو او ګناهکارانو سره د خدای مهربانه چلند
  • د خدای اطاعت د خدای په توفیق پورې اړه لري
  • په خپلو بندګانو د خدای پراخه رحمت
  • بندګان د نیکو اعمالو په بدله کې د اجر مستحق نه دي
  • خپلو بندګانو ته د لامحدود رزق ورکولو کې د خدای فضل
  • د ګناهګارانو سره په معامله کې د خدای لامحدود کرامت
  • د خدای پراخ حلم په شتون کې بیا هم د ګناهګار بې حده ظلم
  • الهی عدل یواځې د هغه له وېرې پایله ده
  • د خدای لخوا د مظلوم کیدو څخه د ګناهکارانو معافیت
  • د بندګانو د عذاب ځنډول د توبې په هیله او د خدای هدایت ته د راستنیدو په هیله
  • د الهي لارښوونو په سیوري کې له توفیق څخه ګټه پورته کول
  • د اطاعت کونکو لپاره د الهي اجر یقیني شونه
  • د خدای د عدالت اقرار[۱]

شرح‌ها

پینځه دیرشمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو کې بیان شوې ده، لکه دیار عاشقان د حسین انصاریان کتاب[4] د محمد حسن ممدوحی کرمانشاهي په کتاب شهود او شناخت کې،[5] او د صحیفه سجادیه په ترجمه او شرحه کې چې په فارسي ژبه سید احمد فهري لیکلی[6] راغلې ده.

د صحیفه سجادیه اوه دیرشمه دعا همدارنګ د سید علی خان مدني په کتاب ریاض السالکین کی،[7] فی ظلال الصحیفه السجادیه د محمد جواد مغنیه کتاب، [8] ریاض العارفین د محمد جواد دارابي په کتاب کی[9] او افاق الروح چې د سيد محمد حسين فضل الله لخوا ليکل شوی دی[10] په عربي ژبه بيان شوی دی. د دې دعا کلمات په لغوي شرحو کې تشریح شوې ده لکه د فیض کاشاني شرحه تعلیقات علي الصحفه السجادیه[11] او د عزالدین الجزایري لیکلی شرح الصحیفه السجادیه کې راغلې ده.[12]

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه اووه دیرشمه دعا
متن Translation
اعْتَرَفَ بِالتَّقْصِيرِ عَنْ تَأْدِيَةِ الشُّكْرِ

(۱) اللَّهُمَّ إِنَّ أَحَداً لَا يَبْلُغُ مِنْ شُكْرِكَ غَايَةً إِلَّا حَصَلَ عَلَيْهِ مِنْ إِحْسَانِكَ مَا يُلْزِمُهُ شُكْراً. (۲) وَ لَا يَبْلُغُ مَبْلَغاً مِنْ طَاعَتِكَ وَ إِنِ اجْتَهَدَ إِلَّا كَانَ مُقَصِّراً دُونَ اسْتِحْقَاقِكَ بِفَضْلِكَ (۳) فَأَشْكَرُ عِبَادِكَ عَاجِزٌ عَنْ شُكْرِكَ، وَ أَعْبَدُهُمْ مُقَصِّرٌ عَنْ طَاعَتِكَ (۴) لَا يَجِبُ لِأَحَدٍ أَنْ تَغْفِرَ لَهُ بِاسْتِحْقَاقِهِ، وَ لَا أَنْ تَرْضَى عَنْهُ بِاسْتِيجَابِهِ (۵) فَمَنْ غَفَرْتَ لَهُ فَبِطَوْلِكَ، وَ مَنْ رَضِيتَ عَنْهُ فَبِفَضْلِكَ (۶) تَشْكُرُ يَسِيرَ مَا شَكَرْتَهُ، وَ تُثِيبُ عَلَى قَلِيلِ مَا تُطَاعُ فِيهِ حَتَّى كَأَنَّ شُكْرَ عِبَادِكَ الَّذِي أَوْجَبْتَ عَلَيْهِ ثَوَابَهُمْ وَ أَعْظَمْتَ عَنْهُ جَزَاءَهُمْ أَمْرٌ مَلَكُوا اسْتِطَاعَةَ الِامْتِنَاعِ مِنْهُ دُونَكَ فَكَافَيْتَهُمْ، أَوْ لَمْ يَكُنْ سَبَبُهُ بِيَدِكَ فَجَازَيْتَهُمْ! (۷) بَلْ مَلَكْتَ- يَا إِلَهِي- أَمْرَهُمْ قَبْلَ أَنْ يَمْلِكُوا عِبَادَتَكَ، وَ أَعْدَدْتَ ثَوَابَهُمْ قَبْلَ أَنْ يُفِيضُوا فِي طَاعَتِكَ، وَ ذَلِكَ أَنَّ سُنَّتَكَ الْإِفْضَالُ، وَ عَادَتَكَ الْإِحْسَانُ، وَ سَبِيلَكَ الْعَفْوُ (۸) فَكُلُّ الْبَرِيَّةِ مُعْتَرِفَةٌ بِأَنَّكَ غَيْرُ ظَالِمٍ لِمَنْ عَاقَبْتَ، وَ شَاهِدَةٌ بِأَنَّكَ مُتَفَضَّلٌ عَلَى مَنْ عَافَيْتَ، وَ كُلٌّ مُقِرٌّ عَلَى نَفْسِهِ بِالتَّقْصِيرِ عَمَّا اسْتَوْجَبْتَ (۹) فَلَوْ لَا أَنَّ الشَّيْطَانَ يَخْتَدِعُهُمْ عَنْ طَاعَتِكَ مَا عَصَاكَ عَاصٍ، وَ لَوْ لَا أَنَّهُ صَوَّرَ لَهُمُ الْبَاطِلَ فِي مِثَالِ الْحَقِّ مَا ضَلَّ عَنْ طَرِيقِكَ ضَالٌّ (۱۰) فَسُبْحَانَكَ! مَا أَبْيَنَ كَرَمَكَ فِي مُعَامَلَةِ مَنْ أَطَاعَكَ أَوْ عَصَاكَ: تَشْكُرُ لِلْمُطِيعِ مَا أَنْتَ تَوَلَّيْتَهُ لَهُ، وَ تُمْلِي لِلْعَاصِي فِيمَا تَمْلِكُ مُعَاجَلَتَهُ فِيهِ. (۱۱) أَعْطَيْتَ كُلًّا مِنْهُمَا مَا لَمْ يَجِبْ لَهُ، وَ تَفَضَّلْتَ عَلَى كُلٍّ مِنْهُمَا بِمَا يَقْصُرُ عَمَلُهُ عَنْهُ. (۱۲) وَ لَوْ كَافَأْتَ الْمُطِيعَ عَلَى مَا أَنْتَ تَوَلَّيْتَهُ لَأَوْشَكَ أَنْ يَفْقِدَ ثَوَابَكَ، وَ أَنْ تَزُولَ عَنْهُ نِعْمَتُكَ، وَ لَكِنَّكَ بِكَرَمِكَ جَازَيْتَهُ عَلَى الْمُدَّةِ الْقَصِيرَةِ الْفَانِيَةِ بِالْمُدَّةِ الطَّوِيلَةِ الْخَالِدَةِ، وَ عَلَى الْغَايَةِ الْقَرِيبَةِ الزَّائِلَةِ بِالْغَايَةِ الْمَدِيدَةِ الْبَاقِيَةِ. (۱۳) ثُمَّ لَمْ تَسُمْهُ الْقِصَاصَ فِيمَا أَكَلَ مِنْ رِزْقِكَ الَّذِي يَقْوَى بِهِ عَلَى طَاعَتِكَ، وَ لَمْ تَحْمِلْهُ عَلَى الْمُنَاقَشَاتِ فِي الْآلَاتِ الَّتِي تَسَبَّبَ بِاسْتِعْمَالِهَا إِلَى مَغْفِرَتِكَ، وَ لَوْ فَعَلْتَ ذَلِكَ بِهِ لَذَهَبَ بِجَمِيعِ مَا كَدَحَ لَهُ وَ جُمْلَةِ مَا سَعَى فِيهِ جَزَاءً لِلصُّغْرَى مِنْ أَيَادِيكَ وَ مِنَنِكَ، وَ لَبَقِيَ رَهِيناً بَيْنَ يَدَيْكَ بِسَائِرِ نِعَمِكَ، فَمَتَى كَانَ يَسْتَحِقُّ شَيْئاً مِنْ ثَوَابِكَ لَا! مَتَى! (۱۴) هَذَا- يَا إِلَهِي- حَالُ مَنْ أَطَاعَكَ، وَ سَبِيلُ مَنْ تَعَبَّدَ لَكَ، فَأَمَّا الْعَاصِي أَمْرَكَ وَ الْمُوَاقِعُ نَهْيَكَ فَلَمْ تُعَاجِلْهُ بِنَقِمَتِكَ لِكَيْ يَسْتَبْدِلَ بِحَالِهِ فِي مَعْصِيَتِكَ حَالَ الْإِنَابَةِ إِلَى طَاعَتِكَ، وَ لَقَدْ كَانَ يَسْتَحِقُّ فِي أَوَّلِ مَا هَمَّ بِعِصْيَانِكَ كُلَّ مَا أَعْدَدْتَ لِجَمِيعِ خَلْقِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ. (۱۵) فَجَمِيعُ مَا أَخَّرْتَ عَنْهُ مِنَ الْعَذَابِ وَ أَبْطَأْتَ بِهِ عَلَيْهِ مِنْ سَطَوَاتِ النَّقِمَةِ وَ الْعِقَابِ تَرْكٌ مِنْ حَقِّكَ، وَ رِضًى بِدُونِ وَاجِبِكَ‏ (۱۶) فَمَنْ أَكْرَمُ- يَا إِلَهِي- مِنْكَ، وَ مَنْ أَشْقَى مِمَّنْ هَلَكَ عَلَيْكَ لَا! مَنْ فَتَبَارَكْتَ أَنْ تُوصَفَ إِلَّا بِالْإِحْسَانِ، وَ كَرُمْتَ أَنْ يُخَافَ مِنْكَ إِلَّا الْعَدْلُ، لَا يُخْشَى جَوْرُكَ عَلَى مَنْ عَصَاكَ، وَ لَا يُخَافُ إِغْفَالُكَ ثَوَابَ مَنْ أَرْضَاكَ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ هَبْ لِي أَمَلِي، وَ زِدْنِي مِنْ هُدَاكَ مَا أَصِلُ بِهِ إِلَى التَّوْفِيقِ فِي عَمَلِي، إِنَّكَ مَنَّانٌ كَرِيمٌ.

فوټ نوټ

  1. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۳ش، ج۷، ص۲۷۳-۲۸۵؛ ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۲۱۰-۲۴۷؛ شرح فرازهای دعای سی و هفتم از سایت عرفان.

سرچينې

بهرنۍ لینک