د صحیفه سجادیه شپاړسمه دعا

د wikishia لخوا
د صحیفه سجادیه لاسوند نسخه، د احمد نیریزي لخوا لیکل شوی، د ۱۱۴۵ قمري کال

د صحیفه سجادیه شپاړسمه دعا د امام سجاد(ع) له مأثورو دعاګانو څخه ده چې د خدای څخه د بخښنې او استغفار په وخت کې لوستل کیږي. په دغه لمانځه کښې حضرت سجاد(ع) په دې دعا کې خدای او د هغه صفتونه معرفی کوي او د خدای په مقابله کې خپلې نیمګړتیاوې ګڼي. همدارنګه یې دې ته هم اشاره کړې ده چې د خدای رحمت د هغه په غضب وړاندې دی او صبر یې د بندګانو په عذاب کولو وړاندی دی. په دې دعا کې جهالت د ګناهونو ريښه بلل شوې ده او د ستونزو د هواري او د ګناهونو د بخښلو لپاره د الهي نومونو په يادولو سره له خدایه مرسته غوښتل کېږي.

شپاړسمه دعا د صحیفه سجادیه په ځینې شرحو لکه دیار عاشقان کې چې حسین انصاریان په فارسۍ ژبه لیکلی او شهود و شناخت د حسن ممدوحي کرمانشاهی په کتاب کې په فارسۍ ژبه او ریاض السالکین کې چې سید علي خان مدني په عربۍ لیکلی دی شرحه شوې ده.

تعلیمات

د صحیفه سجادیه د شپاړسمې دعا اصلي موضوع د ګناهونو د بخښنې دعا ده. امام سجاد(ع) په دې دعا کښې د خدای د رحمت ترلاسه کولو لپاره د بنده د ذاتي فقر او د خدای د مطلقې بې نیازې او فضل او کرم په هکله خبرې کوي.[۱] د شپاړسمې دعا تعلمات په ٣٤ جملو کې[۲] په لاندې ډول بیان شوي دي:

  • ګناهکاران د الهي رحمت هیله لري
  • د ستونزو د حل لپاره د الهي نومونو څخه د مناسبو اسمونو او صفتونو سره توسل کول
  • د خدای د نعمت په یادولو سره د غریبانو پناه غوښتل
  • د الهی عذاب له وېرې د بې وزلو ژړا
  • د خدای د رحمت پراخوالی او په هر څه باندې د خدای علم
  • له الهي نعمتونو څخه د مخلوق برخه
  • په عذاب باندې د خدای د بخښنې فوقیت(په غضب باندې د رحم مخکښې کیدل)
  • د خدای عطا د هغه په محرم کولو وړاندی والی لري.
  • د نعمتونو په بدل کې له بندګانو څخه د خدای د اجر تمه نه کول
  • په الهی سزاګانو کې د عدالت خیال ساتل
  • د دعا لپاره د خدای امر او د هغه د حکمونو منلو ته ضرورت
  • د ګناهونو اعتراف
  • جهالت د بغاوت ريښه ده
  • په ډیره عاجزۍ سره پوښتنه کول او د انسان اړمنتیا ته اشاره کول
  • د خدای د فضل او رحمت غوښتنه کول
  • د بندګانو د دعا، ژړا او توکل په مقابل کې د خدای مینه او رحمت[۳]
  • د توبه کونکو سره د خدای کړچار
  • د خدای څخه ویره
  • د انسان د بې شمیره غلطیو له امله د خدای په وړاندې شرمیدل
  • له مناجاتو او راز او نیاز څخه په محرومیت کې د ګناهونو اغیز
  • د خدای د پرده پوشۍ اعتراف
  • د عزت د ساتلو لپاره د خدای څخه مننه
  • د خیر او نیکۍ په نسبت د انسان بدو او ناپوهۍ ته تمایل
  • د جنت او دوزخ یقین
  • د خدای په وړاندې د ګناهونو اعتراف
  • جنت د خدای د بلنې پای دی او دوزخ د شیطان د بلنې پای دی[۴]
  • خدای د خپلو بندګانو په سزا کې صبر
  • د خدای په وړاندې د ګناهونو لوی لیدل
  • د ګناهونو بخښنه د خدای په فضل ده، نه د بندګانو د حق لرنی له امله
  • د بخښنې د خوږو د خوند اخیستلو غوښته
  • د خدای د رحمت په بخښنې سره له عذاب او دوزخ څخه د خلاصون لپاره دعا[۵]
  • د توبې له امله پاکوالی او طهارت
  • خدای چې څه وغواړي هغه کوي[۶]

شرحې

شپاړسمه دعا د صحیفه سجادیه په شرحو کې شرحه شوې او همدارنګ په دیار عاشقان کتاب کې چې حسین انصاریان لیکلی[۷] شهود و شناخت د محمد حسن ممدوحي کرمانشاهي کتاب[۸] او د سید احمد فهري د صحیفه سجادیه په شرحې کې[۹] په فارسۍ ژبه شرحه شوې ده.

همدارنګ د صحیفه سجادیه شپاړسمه دعا په ځنې کتابونو لکه ریاض السالکین چې سید علي خان مدني لیکلی[۱۰] فی ظلال الصحیفه السجادیه چې محمد جواد مغنیه لیکلی،[۱۱] ریاض العارفین کې چې محمد بن محمد دارابي لیکلی[۱۲] او آفاق الروح کې چې سید محمد حسین فضل الله لیکلی[۱۳] په عربۍ ژبه شرح شوې ده او همدارنګ د دې دعا ګران ټکي لغوي شرحه تعلیقات علی الصحیفه السجادیه د فیض کاشاني لیکلی کتاب کې شرحه شوې ده.[۱۴] او شرح الصحیفة السجادیه د عزالدین جزائري[۱۵] په کتاب کې شرحه شوې ده.

متن او ترجمه

د صحیفه سجادیه شپاړسمه دعا
متن ترجمه[۱۶]
وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ إِذَا اسْتَقَالَ مِنْ ذُنُوبِهِ ، أَوْ تَضَرَّعَ فِي طَلَبِ الْعَفْوِ عَنْ عُيُوبِهِ

اللَّهُمَّ يَا مَنْ بِرَحْمَتِهِ يَسْتَغيثُ الْمُذْنِبُونَ

وَ يَا مَنْ إِلَى ذِكْرِ إِحْسَانِهِ يَفْزَعُ الْمُضْطَرُّونَ

وَ يَا مَنْ لِخِيفَتِهِ يَنْتَحِبُ الْخَاطِئُونَ

أَنْتَ الَّذِي وَسِعْتَ كُلَّ شَيْ‌ءٍ رَحْمَةً وَ عِلْماً

يَا أُنْسَ كُلِّ مُسْتَوْحِشٍ غَرِيبٍ ، وَ يَا فَرَجَ كُلِّ مَكْرُوبٍ كَئِيبٍ ، وَ يَا غَوْثَ كُلِّ مَخْذُولٍ فَرِيدٍ ، وَ يَا عَضُدَ كُلِّ مُحْتَاجٍ طَرِيدٍ

وَ أَنْتَ الَّذِي جَعَلْتَ لِكُلِّ مَخْلُوقٍ فِي نِعَمِكَ سَهْماً

وَ أَنْتَ الَّذِي عَفْوُهُ أَعْلَى مِنْ عِقَابِهِ

وَ أَنْتَ الَّذِي تَسْعَى رَحْمَتُهُ أَمَامَ غَضَبِهِ .

وَ أَنْتَ الَّذِي عَطَاؤُهُ أَكْثَرُ مِنْ مَنْعِهِ .

وَ أَنْتَ الَّذِي اتَّسَعَ الْخَلَائِقُ كُلُّهُمْ فِي وُسْعِهِ .

وَ أَنْتَ الَّذِي لَا يَرْغَبُ فِي جَزَاءِ مَنْ أَعْطَاهُ .

وَ أَنْتَ الَّذِي لَا يُفْرِطُ فِي عِقَابِ مَنْ عَصَاهُ .

وَ أَنَا ، يَا إِلَهِي ، عَبْدُكَ الَّذِي أَمَرْتَهُ بِالدُّعَاءِ فَقَالَ لَبَّيْكَ وَ سَعْدَيْكَ ، هَا أَنَا ذَا ، يَا رَبِّ ، مَطْرُوحٌ بَيْنَ يَدَيْكَ .

أَنَا الَّذِي أَوْقَرَتِ الْخَطَايَا ظَهْرَهُ ، وَ أَنَا الَّذِي أَفْنَتِ الذُّنُوبُ عُمُرَهُ ، وَ أَنَا الَّذِي بِجَهْلِهِ عَصَاكَ ، وَ لَمْ تَكُنْ أَهْلًا مِنْهُ لِذَاكَ .

هَلْ أَنْتَ ، يَا إِلَهِي ، رَاحِمٌ مَنْ دَعَاكَ فَأُبْلِغَ فِي الدُّعَاءِ أَمْ أَنْتَ غَافِرٌ لِمَنْ بَكَاكَ فَأُسْرِعَ فِي الْبُكاء أَمْ أَنْتَ مُتَجَاوِزٌ عَمَّنْ عَفَّرَ لَكَ وَجْهَهُ تَذَلُّلًا أَمْ أَنْتَ مُغْنٍ مَنْ شَكَا اِلَيْكَ ، فَقْرَهُ تَوَكُّلاً

إِلَهِي لَا تُخَيِّبْ مَنْ لَا يَجِدُ مُعْطِياً غَيْرَكَ ، وَ لَا تَخْذُلْ مَنْ لَا يَسْتَغْنِي عَنْكَ بِأَحَدٍ دُونَكَ .

إِلَهِي فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ ، وَ لَا تُعْرِضْ عَنِّي وَ قَدْ أَقْبَلْتُ عَلَيْكَ ، وَ لَا تَحْرِمْنِي وَ قَدْ رَغِبْتُ إِلَيْكَ ، وَ لَا تَجْبَهْنِي بِالرَّدِّ وَ قَدِ انْتَصَبْتُ بَيْنَ يَدَيْكَ .

أَنْتَ الَّذِي وَصَفْتَ نَفْسَكَ بِالرَّحْمَةِ ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ ، وَ ارْحَمْنِي ، وَ أَنْتَ الَّذِي سَمَّيْتَ نَفْسَكَ بِالْعَفْوِ فَاعْفِ عَنّي

قَدْ تَرَى يَا إِلَهِي ، فَيْضَ دَمْعِي مِنْ خِيفَتِكَ ، وَ وَجِيبَ قَلْبِي مِنْ خَشْيَتِكَ ، وَ انْتِقَاضَ جَوَارِحِي مِنْ هَيْبَتِكَ

كُلُّ ذَلِكَ حَيَاءٌ مِنْكَ لِسُوءِ عَمَلِي ، وَ لِذَاكَ خَمَدَ صَوْتِي عَنِ الْجَأْرِ إِلَيْكَ ، وَ كَلَّ لِسَانِي عَنْ مُنَاجَاتِكَ .

يَا إِلَهِي فَلَكَ الْحَمْدُ فَكَمْ مِنْ عَائِبَةٍ سَتَرْتَهَا عَلَيَّ فَلَمْ تَفْضَحْنِي ، وَ كَمْ مِنْ ذَنْبٍ غَطَّيْتَهُ عَلَيَّ فَلَمْ تَشْهَرْنِي ، وَ كَمْ مِنْ شَائِبَةٍ أَلْمَمْتُ بِهَا فَلَمْ تَهْتِكْ عَنِّي سِتْرَهَا ، وَ لَمْ تُقَلِّدْنِي مَكْرُوهَ شَنَارِهَا ، وَ لَمْ تُبْدِ سَوْءَاتِهَا لِمَنْ يَلْتَمِسُ مَعَايِبِي مِنْ جِيرَتِي ، وَ حَسَدَةِ نِعْمَتِكَ عِنْدِي

ثُمَّ لَمْ يَنْهَنِي ذَلِكَ عَنْ أَنْ جَرَيْتُ إِلَى سُوءِ مَا عَهِدْتَ مِنِّي

فَمَنْ أَجْهَلُ مِنِّي ، يَا إِلَهِي ، بِرُشْدِهِ وَ مَنْ أَغْفَلُ مِنِّي عَنْ حَظِّهِ وَ مَنْ أَبْعَدُ مِنِّي مِنِ اسْتِصْلَاحِ نَفْسِهِ حِينَ أُنْفِقُ مَا أَجْرَيْتَ عَلَيَّ مِنْ رِزْقِكَ فِيما نَهَيْتَنِي عَنْهُ مِنْ مَعْصِيَتِكَ وَ مَنْ أَبْعَدُ غَوْراً فِي الْبَاطِلِ ، وَ أَشَدُّ إِقْدَاماً عَلَي السُّوءِ مِنِّي حِينَ أَقِفُ بَيْنَ دَعْوَتِكَ وَ دَعْوَةِ الشَّيْطَانِ فَأَتَّبِعُ دَعْوَتَهُ عَلَي غَيْرِ عَميً مِنِّي فِي مَعْرِفَةٍ بِهِ وَ لَا نِسْيَانٍ مِنْ حِفْظِي لَهُ

وَ أَنَا حِينَئِذٍ مُوقِنٌ بِأَنَّ مُنْتَهَى دَعْوَتِكَ إِلَى الْجَنَّةِ ، وَ مُنْتَهَى دَعْوَتِهِ إِلَي النَّارِ .

سُبْحَانَكَ مَا أَعْجَبَ مَا أَشْهَدُ بِهِ عَلَى نَفْسِي ، وَ أُعَدِّدُهُ مِنْ مَكْتُومِ أَمْرِي

وَ أَعْجَبُ مِنْ ذَلِكَ أَنَاتُكَ عَنِّي ، وَ إِبْطَاؤُكَ عَنْ مُعَاجَلَتِي ، وَ لَيْسَ ذَلِكَ مِنْ كَرَمِي عَلَيْكَ ، بَلْ تَأَنِّياً مِنْكَ لِي ، وَ تَفَضُّلًا مِنْكَ عَلَيَّ لِأَنْ أَرْتَدِعَ عَنْ مَعْصِيَتِكَ الْمُسْخِطَةِ ، وَ أُقْلِعَ عَنْ سَيِّئَاتِيَ الْمخْلِقَةِ ، وَ لِأَنَّ عَفْوَكَ عَنِّي أَحَبُّ إِلَيْكَ مِنْ عُقُوبَتِي

بَلْ أَنَا ، يَا إِلَهِي ، أَكْثَرُ ذُنُوباً ، وَ أَقْبَحُ آثَاراً ، وَ أَشْنَعُ أَفْعَالًا ، وَ أَشَدُّ فِي الْبَاطِلِ تَهَوُّراً ، وَ أَضْعَفُ عِنْدَ طَاعَتِكَ تَيَقُّظاً ، وَ أَقَلُّ لِوَعِيدِكَ انْتِبَاهاً وَ ارْتِقَاباً مِنْ أَنْ أُحْصِيَ لَكَ عُيُوبِي ، أَوْ أَقْدِرَ عَلَي ذِكْرِ ذُنُوبِي .

وَ إِنَّمَا أُوَبِّخُ بِهَذَا نَفْسِي طَمَعاً فِي رَأْفَتِكَ الَّتِي بِهَا صَلَاحُ أَمْرِ الْمُذْنِبِينَ ، وَ رَجَاءً لِرَحْمَتِكَ الَّتِي بِهَا فَكَاكُ رِقَابِ الْخَاطِئِينَ .

اللَّهُمَّ وَ هَذِهِ رَقَبَتِي قَدْ أَرَقَّتْهَا الذُّنُوبُ ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ ، وَ أَعْتِقْهَا بِعَفْوِكَ ، وَ هَذَا ظَهْرِي قَدْ أَثْقَلَتْهُ الْخَطَايَا ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ ، وَ خَفِّفْ عَنْهُ بِمَنِّكَ

يَا إِلَهِي لَوْ بَكَيْتُ إِلَيْكَ حَتَّى تَسْقُطَ أَشْفَارُ عَيْنَيَّ ، وَ انْتَحَبْتُ حَتَّى يَنْقَطِعَ صَوْتِي ، وَ قُمْتُ لَكَ حَتَّى تَتَنَشَّرَ قَدَمَايَ ، وَ رَكَعْتُ لَكَ حَتَّى يَنْخَلِعَ صُلْبِي ، وَ سَجَدْتُ لَكَ حَتَّى تَتَفَقَّأَ حَدَقَتَايَ ، وَ أَكَلْتُ تُرَابَ الْأَرْضِ طُولَ عُمْرِي ، وَ شَرِبْتُ مَاءَ الرَّمَادِ آخِرَ دَهْرِي ، وَ ذَكَرْتُكَ فِي خِلَالِ ذَلِكَ حَتَّى يَكِلَّ لِسَانِي ، ثُمَّ لَمْ أَرْفَعْ طَرْفِي إِلَى آفَاقِ السَّمَاءِ اسْتِحْيَاءً مِنْكَ مَا اسْتَوْجَبْتُ بِذَلِكَ مَحْوَ سَيِّئَةٍ وَاحِدَةٍ مِنْ سَيِّئَاتِي .

وَ إِنْ كُنْتَ تَغْفِرُ لِي حِينَ أَسْتَوْجِبُ مَغْفِرَتَكَ ، وَ تَعْفُو عَنِّي حِينَ أَسْتَحِقُّ عَفْوَكَ فَإِنَّ ذَلِكَ غَيْرُ وَاجِبٍ لِي بِاسْتِحْقَاقٍ ، وَ لَا أَنَا أَهْلٌ لَهُ بِاسْتِيجَابٍ ، إِذْ كَانَ جَزَائِي مِنْكَ فِي أَوَّلِ مَا عَصَيْتُكَ النَّارَ ، فَإِنْ تُعَذِّبْنِي فَأَنْتَ غَيْرُ ظَالِمٍ لِي .

إِلَهِي فَإِذْ قَدْ تَغَمَّدْتَنِي بِسِتْرِكَ فَلَمْ تَفْضَحْنِي ، وَ تَأَنَّيْتَنِي بِكَرَمِكَ فَلَمْ تُعَاجِلْنِي ، وَ حَلُمْتَ عَنِّي بِتَفَضُّلِكَ فَلَمْ تُغَيِّرْ نِعْمَتَكَ عَلَيَّ ، وَ لَمْ تُكَدِّرْ مَعْرُوفَكَ عِنْدِي ، فَارْحَمْ طُولَ تَضَرُّعِي وَ شِدَّةَ مَسْكَنَتِي ، وَ سُوءَ مَوْقِفِي .

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ ، وَ قِنِي مِنَ الْمَعَاصِي ، وَ اسْتَعْمِلْنِي بِالطَّاعَةِ ، وَ ارْزُقْنِي حُسْنَ الْإِنَابَةِ ، وَ طَهِّرْنِي بِالتَّوْبَةِ ، وَ أَيِّدْنِي بِالْعِصْمَةِ ، وَ اسْتَصْلِحْنِي بِالْعَافِيَةِ ، وَ أَذِقْنِي حَلَاوَةَ الْمَغْفِرَةِ ، وَ اجْعَلْنِي طَلِيقَ عَفْوِكَ ، وَ عَتِيقَ رَحْمَتِكَ ، وَ اكْتُبْ لِي أَمَاناً مِنْ سُخْطِكَ ، وَ بَشِّرْنِي بِذَلِكَ فِي الْعَاجِلِ دُونَ الآْجِلِ . بُشْرَى أَعْرِفُهَا ، وَ عَرِّفْنِي فِيهِ عَلَامَةً أَتَبَيَّنُهَا .

إِنَّ ذَلِكَ لَا يَضِيقُ عَلَيْكَ فِي وُسْعِكَ ، وَ لَا يَتَكَأَّدُكَ فِي قُدْرَتِكَ ، وَ لَا يَتَصَعَّدُكَ فِي أَنَاتِكَ ، وَ لَا يَؤُودُكَ فِي جَزِيلِ هِبَاتِكَ الَّتِي دَلَّتْ عَلَيْهَا آيَاتُكَ ، إِنَّكَ تَفْعَلُ مَا تَشَاءُ ، وَ تَحْكُمُ مَا تُرِيدُ ، إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْ‌ءٍ قَدِيرٌ .

امام به چې كله د خپلو ګناهانو بخښنه غوښتله يا به يې له خپلو عيبونو د تيريدو غوښتنه لرله نو دا د عا به يې كوله

اى خدايه اى هغه ذاته چې ګناهګاران يې د خپل رحمت په وسيله د خپلو فريادونو اوريدولو ته رابلي

اى هغه ذاته چې بې كسه او بې ياده كسان   ستا د فضل او احسان د ياد تكيه لټوي

اى هغه ذاته چې له ويرې يې خطاكاران او بدان چغې او سورې وهي.

اى د هر بې وطنه او پرديسى د مينې پانګې، د هر غمژن او زړه ماتي مَله، د هر يوازې او يوه زرى فرياد اوريدونكيه او د هر شړل شوى او اړمن لاس نيونكيه!

ته هغه ذات يې چې د خپل علم او رحمت له سوبه په هر څه خپور يې

او ته هغه يې چې په خپلو لورينو كې دې د هر بنده برخه ايښې ده

ته هغه يې چې عفو او تيريدنه دې په غچ اخستلوغالبه ده

ته هغه يې چې رحمت دې تر غضبه مخكې روان دی

ته هغه ذات يې چې بخښنې او وركونې دې تر نه وركولو او بخله زياتې دي

ته هغه كس يې چې په پراخې لمنې كې دې ټول پنځون راغونډ دے

ته هغه ذات يې چې چاته څه وركړي نو د بدل توقع نه لري

او ته هغه يې چې څوك دې له حكمه سر وغړوى هغه ته تر حده زياته سزا نه وركوي.

اى څښتنه زه ستا هغه بنده يم چې تا ورته د دعا حكم وركړ نو هغه ورته د لبيك لبيك سورې پورته كړې هو نو زه هغه يم. اى څښتنه چې ستا په وړاندې په خاورو پروت يم

زه هغه يم چې ملا مې ګناهانو ټيټه كړې ده او عمر مې په ګناهانو كي تير شوے دے. زه هغه يم چې د خپلې ناپوهۍ او نادانۍ په وجه مې ستا له حكمه سر غړونه وكړه حال دا چې ته زما لخوا د نافرمانۍ لايق نه وې

اى زما خاونده څوك چې له تا دعا وغواړى نو ته به پري رحم وكړې؟ چې زه بيابيا دعا وغواړم يا چې ستا په وړاندې وژاړى نو هغه به وبخښې؟ چې زه ژړا ته زر چمتو شم يا چې څوك په عاجزۍ سره ستا په وړاندې په خاورو پوزه راكاږي له هغه به تير شي؟ يا چې څوك په تا باور او تكيه وكړي او د خپلې بيوزلۍ ګيله وكړى هغه به بې نيازه كړې؟

اى څښتنه! هغه كس چې له تا پرته بل وركوونكى نه لرى مۀ نهيلے کوه او څوك چې له تا علاوه د بې نيازۍ كومه بله وسيله نه لري هغه مه بې برخې كوه

باره خدايه! رحمت وليږه پر محمد (ص) او د هغه پر آل او له ما مخ مه اړوه حال دا چې ما مخ دراړولے دے او ما مه نهيلے كوه په داسې حال كې چې تا ته مې خپلې غوښتنې راوړى دى او ما په سختۍ سره مه شړه حال دا چې تا ته ولاړيم.

ته هغه يې چې خپل صفت دې په رحم او كرم سره كړے دے نو پر محمد (ص) او د هغه پر آل رحمت وليږه او پر ما رحم وكړه او تا خپله نامه تيريدونكې ايښې ده نو له ما تير شه

اى څښتنه  ستا له ويرې زما د اوښكو باران ستا له ډاره زما د زړه درزا او ستا له ويري زما د غړو لړزا ګورې.

دا ټول خپلو بد عمليو ته په پام سره له تا د شرم او حيا د محسوسولو نتيجه ده. همدا وجه ده چې د زارۍ او فرياد په وخت زما ستونی بند شى او د لمانځنې په وخت مې ژبه كار نه كوي.

اى خدايه هم تا لره ده ستاينه او لمانځنه ځكه چې تا زما په څومره بديو پرده غوړولې او زه دې نه يم شرمولے او زما څومره ګناهانې دې پټې كړى او زه دې نه يم بدنامه كړے او څومره ګناهانې مې وكړې خو تا څرګندې نه كړى او نه دې زما په غاړه كې د شرم او سپكاوى غړوندے راواچاوه او نه دې زما عيبونه زما هغو ګاونډيو ته چې زما د بديو په لټه كې دى او ما ته په راكړو نعمتونو باندې حسد كوونكو ته ښكاره كړل.

بيا هم ستا مهربانيانو زه د هغو ګناهانو او ككړتياو له كولو چې ته پرې خبر يې تم نه كړم.

نو اى زما څښتنه!تر ما زيات به څوك له خپلې ښيګړې او هوساينې ناخبره، له خپلې برخې او نصيبه غافله او د ځان له سمولو ليرې وى حال دا چې زه هغه روزى چې تا زما لپاره ټاكلې ده په هغو ګناهانو كې لګوم چې تا ترې منعې كړے يم تر ما به زيات څوك د باطل په ژورتياوو كې ډوبيدونکے او د بديو د كولو جراْت كوونكے وي حالانكه زه په داسې دوه لاره كې ولاړ يم چې يوې خوا ته مې ته رابلې او بل اړخ ته مې شيطان بلي. نو زه د هغه په ناكړدو له پوهيدو سره سره او د هغه په فسادونو له خبريدو باوجود د هغه غږ ته لبيك وايم

حال دا چې زه په دغه وخت هم يقين لرم چې ستا د بلنې نتيجه جنت او د هغه د منلو پايله دوزخ ده.

الله اكبر دا څومره عجيبه خبره ده چې زه يې پخپله د ځان په خلاف ګواهى وركوم او خپل پټ كارونه يو يو درشميرم

او تر دې زياته عجيبه ستا لخوا ماته د مهلت راكول او د عذاب ځنډول دى دا د دې لپاره نه دى چې زه ستا په سترګو كې درون يم بلكه دا زما په مقابله كې ستا صبر او پر ما ستا لطف او احسان دے چې زه ستا له خپه كوونكو بلوسو او سرغړونو ستون شم او له سپكاوونكو او خواروونكو ګناهانو لاس واخلم اوددې لپاره دى چې ته ماته تر سزا راكولو له ما په تيريدلو ډير خوښ يې

بلكه زه خو اى څښتنه ډير ګناهګار، بد صفته، بدعمله، په بدو كړو كې بې پروا ستا د مننې په وخت سست او ستا له ګواښ او غندنې بې پروا يم او له هغو ډيره كمه انديښنه لرم. نو زه څنګه خپل عيبونه تاته شميرلے شم يا په بيانولو سره خپلى ګناهانې احاطه كولے او شمارلے شم

او زه چې په دا ډول خپل نفس ملامتوم او رټم يې نو دا ستا د شفقت او مهربانۍ په لالچ كې چې د هغو له كبله د ګناهګارانو حالات سميږى او ستا د هغه رحمت په هيله چې د هغې له كبله د ګناهګارانو غړۍ له عذابه ژغورل كيږى

لويه خدايه! دا زما مرۍ ده چې ګناهانو ګېره كړې ده نو رحمت وليږه پر محمد (ص) او د هغه پر آل او په خپلې تيريدنې او بخښني سره هغه ازاده كړې او دا زما ملا وه چې ګناهانو ټيټه كړې ده نو رحمت وليږه پر محمد (ص) او د هغه په آل او په خپلې مهربانۍ سره زما دا بوج سپك كانده.

اى څښتنه كه ستا په وړاندې دومره وژاړم چې د سترګو باڼه مې تل شي او دومره په كوكارو او زارو زارو ژړا وكړم چې ستونے مې بند شي او ستا په مخكې دومره ودريږم چې پښې مې وپړسيږى او دومره ركوعګانې وكاندم چې د ملا د تيرشمزۍ اوهډوكى مې ونړيږي اودومره سجدې وكړم چې سترګې مې ننوزي ټول عمر خاورې چاڼ كړم او تل خړې اوبه وڅښم او په دې حال كې تا دومره ياد كړم چې ژبه مې له ستړيا بې دمه شي بيا د شرم او حيا له كبله اسمان ته سترګې پورته نه كړم نو بيا هم له خپلو ګناهانو څخه د يوې د بخښلو هم وړ نه يم

او كه ته ما وبخښې او ستا د مغفرت جوګه شم او راځنې تير شې او ستا د بخښنې قابل وګرځم نو دا زما د استحقاق له امله نه دي او نه زه د خپل استحقاق په وجه د دې وړ يم ځكه چې كله ما په لومړى ځل ستا له امرونو بلوسه وكړه نو زما سزا دوزخ وه. نو كه ته ماته عذاب راكړې نو دا به دې له ماسره ظلم نه وي كړى

اى څښتنه! په داسې حال كې چې زما پوښنه دې وكړه زه دې رسوا نه كړم او په خپل لطف او مهربانۍ سره دې له نرمۍ كار واخيست او په عذاب كې دې بيړه ونه كړه او په خپل فضل سره دې زما په حق كې له حلم او نرمښته كار واخيست او خپل نعمتونه دې بدل نه كړل او نه دې خپل احسان خراب كړ نو زما په دې اوږدې ژړا انګولا، سختې اړتيا او بد دريځ رحم وكړه

اى خدايه په محمد(ص) او د هغوى پر آل رحمت وليږه او ما له ګناهانو خوندي او په مننې كې بوخت وساته او د ښې جاروتنې توفيق راكړه او په توبې سره مې پاك كانده او په خپلې ښې ساتنې سره مې مرسته وكړه، په روغتيا سره مې حال ښه كړه او د مغفرت په خوږو مې خوله خوږه كړه او د خپلې عفوې ازاد شوے او د خپل رحمت ژغورل شوے مې وګرځوه او له خپل عذابه د بچ كيدو پروانه وليكه او له آخر ته مخكې په همدي دنيا كې د ژغورنې داسې زيرے راكړه چې سم پرې پوه شم او داسې نښه راوښيه چې بې له شك او شبهي يې وپيژنم

او دا كار ستا د هر اړخيز وس لپاره ګران او ستا د قدرت لپاره مشكل نه دے او په خپله مهربانۍ کې دې سختۍ سره نه مخ کوي او د ستا د زیاتو بخښښونو په برخه کې چې ستا آیتونه ورباندې دلالت کوی تا نه ستړی کوي بې شکه چې ته څه وغواړې کوې یې او په څه چې اراده وکړې حکم کوې بې شكه چې ته په هر څه باندې قدرت لرې.

فوټ نوټ

  1. ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۸۰.
  2. ترجمه و شرح دعای شانزدهم صحیفه سجادیه، سایت عرفان.
  3. متن دعا
  4. متن دعا
  5. متن دعا
  6. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۳۷۳-۴۸۰؛ ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۸۰-۱۱۵.
  7. انصاریان، دیار عاشقان، ۱۳۷۱ش، ج۵، ص۳۷۳-۴۸۰.
  8. ممدوحی، کتاب شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۸۰-۱۱۵.
  9. فهری، شرح و تفسیر صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۱۲۵-۱۵۵.
  10. مدنی شیرازی، ریاض السالکین، ۱۴۳۵ق، ج۳، ص۱۰۱-۱۷۰.
  11. مغنیه، فی ظلال الصحیفه، ۱۴۲۸ق، ص۲۰۹-۲۲۶.
  12. دارابی، ریاض العارفین، ۱۳۷۹ش، ص۱۹۳-۲۱۱.
  13. فضل الله، آفاق الروح، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۳۶۱-۳۸۸.
  14. فیض کاشانی، تعلیقات علی الصحیفة السجادیه، ۱۴۰۷ق، ص۴۱-۴۳.
  15. جزایری، شرح الصحیفة السجادیه، ۱۴۰۲، ص۹۶-۱۰۲.
  16. (په پارسي ژبه کښې)ترجمه از شیخ حسین انصاریان.

سرچينې

  • انصاریان، حسین، دیار عاشقان: تفسیر جامع صحیفه سجادیه، تهران، پیام آزادی، ۱۳۷۲ش.
  • جزایری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • دارابی، محمد بن محمد، ریاض العارفین فی شرح الصحیفه السجادیه، تحقیق حسین درگاهی، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۹ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، آفاق الروح، بیروت، دارالمالک، ۱۴۲۰ق.
  • فهری، سیداحمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، تعلیقات علی الصحیفه السجادیه، تهران، مؤسسه البحوث و التحقیقات الثقافیه، ۱۴۰۷ق.
  • مدنی شیرازی، سید علی‌خان، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سیدالساجدین، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۳۵ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال الصحیفه السجادیه، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • ممدوحی کرمانشاهی، حسن، شهود و شناخت، ترجمه و شرح صحیفه سجادیه، مقدمه آیت‌الله جوادی آملی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.

بهرنۍ لینک