منځپانگې ته ورتلل

بذلي حج

د wikishia لخوا

بذلي حج هغه حج دی چې لګښتونه یې بل کس (باذل) ورکوي. د شیعه فقهې له مخې، د ټول لګښت په ورکولو سره، حج کوونکی کس مستطیع کیږي او د دې حج په ترسره کولو سره، واجب حج یې ادا کیږي.

د بذلي حج قبلول واجب دي، پرته له هغه مواردو چې بذل کوونکی ورباندی دا حج وزبادي (یعنی بیا بیا ورته دا احسان وریادوي)، یا د حج کوونکي په ژوند کې ورسره ګډوډي رامینځته کیږي، یا دا چې بذل کوونکی دا مشخص نه کړي چې مرسته دې باید د حج لپاره خرچ شي. د پور شتون یا له حج وروسته د عاید نشتوالی د دې د واجب کیدو مخه نه نیسي. البته، که چیرې د بذل کوونکي پیسې حرامې وي، حج یې بیا هم په ذمې راځي. د قربانۍ لګښت د (باذل) مرسته کونکي مسؤلیت دی او کفارې د هغه کس په غاړه دي چې حج کوي.

مفهوم او حیثیت

بذلی حج هغه حج دی چې خرچه یې د بل کس له خوا ادا کیږي.[۱] د حکومت له خوا د حج لګښتونه ورکول، که چیرې د یوې ځانګړې دندې ترسره کولو سره مشروط نه وي، د بذلي حج یوه بیلګه ګڼل کیږي.[۲]

په روایتي سرچینو کې، ځینې برخې حج بذلي ته ځانګړی شوي دي[۳] او په دې اړه د معصومینو(ع) احادیث روایت شوي دي.[۴] په فقهي متنونو کې، حج پورې اړوند بحثونو کې[۵]، دا د «د بذلي استطاعت»[۶] او «احجاج»[۷] (د بل کس حج ته لیږلو) په څیر سرلیکونو لاندې څیړل شوی دی.

بذلي حج سره مستطیع کیدل

د مشهورې نظریې[۸] او د شیعه فقهاوو د اتفاق له مخې،[۹] بذلي حج د حج کولو لپاره د شرعي وړتیا او استطاعت ترلاسه کولو یوه لاره ده.[۱۰] دا پدې مانا ده چې که یو څوک د بل چا د حج ټول یا یوه برخه لګښتونه ومني، نو د دې حج په ترسره کولو سره د حج الاسلام له مکلفه واجبیت ختمیږي.[۱۱] حتی که یو کس آینده کې مستطیع شي هم، بیا د حج کولو اړتیا نشته.[۱۲]

په شیعه فقه کې، که چیرې د حج د واجب کیدو نور شرایط پوره وي نو د بذل حج قبلول واجب دي، لکه فزیکي روغتیا.[۱۳] دا حکم په هغو قضیو کې هم اعتبار لري چیرې چې د لګښتونو یوه برخه پخپله د فرد لخوا او بله برخه د باذل او بخښونکي لخوا ورکول کیږي.[۱۴] که یو کس ته بذلي حج برابر شي خو قبول یې نه کړي او حج ادا نه کړي نو واجب حج ورباندې پاتی کیږي او باید ژر تر ژره یې ترسره کړي.[۱۵] خو د بذلي حج قبلول په دریو حالتونو کې واجب نه دي:

  • که چیرې دا د احسان سره وي یا د هغه چا سپکاوی ورسره کیږي چې د ترسره کولو مکلف دی.[۱۶]
  • که چیرې دا د قبلونکي کس عادي ژوند ته جدي ګډوډي رامینځته کوي.[۱۷]
  • که چیرې باذل او بسپنه کوونکی مشخص نه کړي چې بسپنه شوې شتمني یوازې د حج د لګښتونو لپاره ده.[۱۸]

له بلې خوا، د سني فقهې مذهبونه (له شافعي پرته)[۱۹] د مال ورکول د مستطیع شونی سبب نه ګڼي او بذلي حج واجب نه ګڼي.[۲۰]

د بذلي حج حکمونه

  • پور مخنیوی کونکی نه دی: پور درلودل د حج د واجبیدو مخه نه نیسي،[۲۱] مګر هغه وخت چې د هغې د تادیې وخت رسیدلی وي، او پور ورکوونکی یې غوښتنه کړې وي، او د حج پریښودلو پرته پور ورکول ممکن نه وي.[۲۲] د بذلي حج په واجبیدو کې، هغه شرط چې هغه کس چې کله له سفر څخه بیرته راستون شي نو کافي عاید ولري (کفایت ته راستنیدل) دا شرط اړین نه دی. حتی که هغه د حج وروسته دنده یا عاید ونه لري هم، حج په هغه باندې واجب دی.
  • کفایت ته د راستنیدلو د شرط نشتوالی:[۲۳] هغه شرط چې د حج کوونکی لپاره و چې کله له سفر څخه بیرته راستون شي نو کافي عاید ولري، په بذلي حج کې دا شرط اړین نه دی. که څه هم هغه د حج وروسته هیڅ دنده یا عاید ونلري، حج پر هغه واجب دی.[۲۴]
  • غصبي پیسو سره د بذلي حج باطلیدل: که چیرې د حج له ترسره کولو وروسته معلومه شي چې د بسپنه ورکوونکي لخوا ورکړل شوې پیسې غصبي وې، نو حجة الاسلام یې نه قبلیږي او که هغه بیا مستطیع شو نو باید حج بیا وکړي.[۲۵]
  • د قربانۍ لګښت: په بذلي حج کې د قربانۍ خرچه د باذل په ذمې ده[۲۶] که باذل ورته خرچه ورنه کړي او مکلف یې هم نه لري نو حج پر هغه واجب نه دی.[۲۷] خو د کفارو ورکول پر باذل نه دي،[۲۸] مګر په غیر عمدي کفاری کې چې ځینې فقها په دې باور دي چې دا خرچې ورکوونکي په غاړه دي.[۲۹]
  • له بذله وتل: ډیر فقها په دې باور دي چې باذل کولی شي د حج له پیل څخه مخکې د لګښت ورکولو پریکړه بیرته واخلي،[۳۰] خو که یو کس حج شورو کړ یعنی احرام یې وتړه یا یې په لاره کې دی، د بسپنه ورکوونکي د سفر او بیرته راستنیدو د لګښتونو د پوښښ په اړه د فقهاوو ترمنځ اختلاف شتون لري.[۳۱]

د حج د لګښت ورکولو استحباب او فضیلت

په اسلامي فقه کې، د نورو لپاره، په ځانګړې توګه د کورنۍ غړو لپاره د حج د لګښتونو برابرول یو مستحب او نیک عمل ګڼل کیږي.[۳۲] د روایتونو له مخې، حتی د بچت یا پور اخیستلو له لارې د خپلې کورنۍ ځان سره حج ته بوتلو باندې ټینګار شوی دی.[۳۳]

د امام رضا(ع) څخه په یوه روایت کې، د دریو مؤمنانو حج ته د لیږلو ثواب د دوزخ له اور څخه د خلاصون سره برابر بلل شوی دی.[۳۴] د امام صادق(ع) په سیرت کې هم، د خپلوانو او ملګرو حج ته د لیږلو قضیې شتون لري.[۳۵]

فوټ نوټ

  1. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ ۴۴۵، مسئلهٔ ۳۴؛ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ټوک۳، مخ۲۲۰.
  2. لنگرودی، توضیح المناسک، ۱۴۲۳ق، مخ۴۴، مسأله ۱۰۹؛ محمودی، مناسک حج (محشّی)، ۱۴۲۹ق، مخ۵۱، مسألهٔ ۷۳ او مخ۵۲، مسألهٔ ۷۵.
  3. شیخ حرّ عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ټوک۱۱، مخ۳۹، «بَابُ وُجُوبِ الْحَجِ عَلَی مَنْ بُذِل..»؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۹۶، مخ۱۱۲، «باب ثَوابُ بَذل الحَج».
  4. د مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۴، مخ۲۵۳، حدیث ۵؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ټوک۲، مخ۲۱۸؛ شیخ حرّ عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، حدیث ۲۲۱۵؛ ټوک۱۱، مخ۴۰، حدیث ۱۴۱۸۶؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۹۶، مخ۱۱۲، حدیث ۱.
  5. د مثال په توګه وګورئ: بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۴۰۵ق، ټوک۱۴، مخ۱۴۰؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۴۴۵، مسئلهٔ ۳۴؛ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ټوک۳، مخ۲۲۰.
  6. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۴۴۶، مسئلهٔ ۳۶؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۰ق، ټوک۱، مخ۳۷۸، مسئلهٔ ۳۱؛ محمودی، مناسک حج (محشّی)، ۱۴۲۹ق، مخ۴۸.
  7. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۴۱۰؛ اشتهاردی، مدارک العروة، ۱۴۱۷ق، ټوک۲۴، مخ۱۶۶؛ سند، سند العروة الوثقی (کتاب الحج)، ۱۴۲۳ق، ټوک۱، مخ۲۱۷.
  8. خویی، معتمد العروة الوثقی، ۱۴۱۶ق، ټوک۱، مخ۱۷۵؛ روحانی، فقه الصادق(ع)، ۱۴۲۱ق، ټوک۹، مخ۱۰۷، مسألهٔ ۸.
  9. بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۴۰۵ق، ټوک۱۴، مخ۹۹؛ روحانی، فقه الصادق(ع)، ۱۴۲۱ق، ټوک۹، مخ۱۰۷، مسألهٔ ۸.
  10. د مثال په توګه وګورئ: بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۴۰۵ق، ټوک۱۴، مخ۹۹؛ روحانی، فقه الصادق(ع)، ۱۴۲۱ق، ټوک۹، مخ۱۰۷، مسألهٔ ۸؛ محمودی، مناسک حج (محشّی)، ۱۴۲۹ق، مخ۴۸، مسألهٔ ۶۸.
  11. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۱۷، مخ۲۶۷؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۴۴۶، مسئلهٔ ۴۰؛ خویی، معتمد العروة الوثقی، ۱۴۱۶ق، ټوک۱، مخ۱۷۵.
  12. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۱۷، مخ۲۶۷؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۴۴۷، مسئلهٔ ۴۰؛ خویی، معتمد العروة الوثقی، ۱۴۱۶ق، ټوک۱، مخ۱۷۵.
  13. د مثال په توګه وګورئ: بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۴۰۵ق، ټوک۱۴، مخ۱۰۵؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۱۷، مخ۲۶۳؛ محمودی، مناسک حج (محشّی)، ۱۴۲۹ق، مخ۵۰، مسألهٔ ۷۱.
  14. د مثال په توګه وګورئ: طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۴۴۵، مسئلهٔ ۳۴؛ طباطبایی حکیم، مستمسک العروة الوثقی، ۱۴۱۶ق، ټوک۱۰، مخ۱۳۱؛ آملی، مصباح الهدی، ۱۳۸۰ق، ټوک۱۱، ۳۹۹-۴۰۰مخونه.
  15. یزدی، العروة الوثقی و التعلیقات علیها، ۱۳۸۸ش، ټوک۱۲، مخ۳۵۴؛ خوئی، موسوعة الإمام الخوئی، ۱۴۱۸ق، ټوک۲۸، مخ۵۳؛ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ټوک۳، مخ۲۲۰.
  16. کاشف الغطاء، أنوار الفقاهة، ۱۴۲۲ق، ټوک۵، مخ۲۲؛ تبریزی، استفتائات جدید حج، ۱۳۸۴ش، مخ۴۹؛ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ټوک۳، مخ۲۲۰.
  17. محمودی، مناسک حج (محشّی)، ۱۴۲۹ق، مخ۴۹، مسألهٔ ۶۸؛ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ټوک۳، مخ۲۲۰.
  18. کاشف الغطاء، أنوار الفقاهة، ۱۴۲۲ق، ټوک۵، مخ۲۲؛ مرتضوی، مشکاة الشریعة، ۱۳۹۰ش، مخ۳۰۹؛ محمودی، مناسک حج (محشّی)، ۱۴۲۹ق، مخ۵۰، مسألهٔ ۷۱.
  19. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ټوک۴، مخ۲۹۶؛ شافعی الصغیر، نهایة المحتاج، ۱۴۱۳ق، ټوک۳، مخ۲۵۳.
  20. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ټوک۴، مخ۲۹۶؛ ابن‌قدامه، المغنی، دارالکتاب العربی، ټوک۳، مخ۱۷۰؛ کاشانی، بدائع الصنائع، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۱۲۲.
  21. شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ټوک۲، مخ۱۶۶؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۱۷، مخ۲۶۶؛ محقق سبزواری، کفایة الاحکام، ۱۴۲۳ق، ټوک۱، مخ۲۸۳.
  22. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۴۴۵، مسئلهٔ ۳۵؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۰ق، ټوک۱، مخ۳۷۷، مسئلهٔ ۳۰.
  23. شوشتری، النجعة فی شرح اللمعة، ۱۴۰۶ق، ټوک۵، ۲۱-۲۲مخونه؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۱۷، ۳۰۸-۳۰۹مخونه؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۴۴۶، مسئلهٔ ۳۶؛
  24. محمودی، مناسک حج (محشّی)، ۱۴۲۹ق، مخ۴۸، مسألهٔ ۶۸ او مخ۵۲، مسألهٔ ۷۶.
  25. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۴۵۰، مسئلهٔ ۵۲؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۰ق، ټوک۱، مخ۳۷۸، مسئلهٔ ۳۵؛ افتخاری ګلپایګانی، آراء المراجع فی الحج، ۱۴۲۸ق، ټوک۱، مخ۶۹.
  26. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۴۴۷، مسئلهٔ ۴۴؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۰ق، ټوک۱، مخ۳۷۸، مسئلهٔ ۳۳؛ افتخاری ګلپایګانی، آراء المراجع فی الحج، ۱۴۲۸ق، ټوک۱، مخ۶۶.
  27. موسوی شاهرودی، جامع الفتاوی، ۱۴۲۸ق، مخ۳۷، مسألهٔ ۵۳؛ محمودی، مناسک حج (محشّی)، ۱۴۲۹ق، مخ۴۹، مسألهٔ ۶۹.
  28. امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۰ق، ټوک۱، مخ۳۷۸، مسئلهٔ ۳۳؛ محمودی، مناسک حج (محشّی)، ۱۴۲۹ق، مخ۴۹، مسألهٔ ۶۹.
  29. آملی، مصباح الهدی، ۱۳۸۰ق، ټوک۱۱، مخ۴۲۰؛ محمودی، مناسک حج (محشّی)، ۱۴۲۹ق، مخ۴۹، مسألهٔ ۶۹.
  30. د مثال په توګه وګورئ: طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۴۴۷، مسئلهٔ ۴۱؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۰ق، ټوک۱، مخ۳۷۸، مسئلهٔ ۳۲؛ افتخاری گلپایگانی، آراء المراجع فی الحج، ۱۴۲۸ق، ټوک۱، ۶۴-۶۵مخونه؛ محمودی، مناسک حج (محشّی)، ۱۴۲۹ق، مخ۵۰، مسألهٔ ۷۲.
  31. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۴۴۷، مسئلهٔ ۴۱ و ۴۲؛ خویی، معتمد العروة الوثقی، ۱۴۱۶ق، ټوک۱، ۱۷۷-۱۷۹مخونه؛ محمودی، مناسک حج (محشّی)، ۱۴۲۹ق، مخ۵۰، مسألهٔ ۷۲.
  32. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۴۱۰؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۰ق، ټوک۱، مخ۴۰۲، مسئلهٔ ۲؛ فاضل لنکرانی، تفصیل الشریعة فی شرح تحریر الوسیلة (الحج)، ۱۴۱۸ق، ټوک۲، مخ۲۱۰؛ لنگرودی، توضیح المناسک، ۱۴۲۳ ق، مخ۶۱، مسألهٔ ۱۷۲.
  33. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۳۳، مخ۲.
  34. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ټوک۲، مخ۲۱۶؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ټوک۱، مخ۲۵۷، حدیث ۱۲؛ شیخ حر عاملی، هدایة الأمة إلی أحکام الأئمة(ع)، ۱۴۱۴ق، ټوک۵، مخ۲۳۱، حدیث ۱۵۱.
  35. کوفی، الجعفریات، مکتبة نینوی الحدیثة، مخ۶۶؛ محدث نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ټوک۸، مخ۵۰، حدیث ۹۰۴۷.

سرچينې

  • آملی، میرزا محمدتقي، مصباح الهدی فی شرح العروة الوثقی، تهران، د لیکوال خپرونه، لومړی چاپ، ۱۳۸۰ق.
  • ابن قدامه، ابو عبدالله، المغنی، بیروت، دارالکتاب العربي، بې نېټې.
  • اشتهاردي، علي پناه، مدارک العروة، تهران، دار الأسوة للطباعة و النشر، لومړی چاپ، ۱۴۱۷ق.
  • افتخاري ګلپایګاني، علي، آراء المراجع في الحج (په عربي ژبه)، قم، نشر مشعر، دوهم چاپ، ۱۴۲۸ق.
  • امام خمیني، سید روح‌الله، تحریر الوسیلة، قم، مؤسسه مطبوعاتي اسماعیلیان، دوهم چاپ، ۱۳۹۰ق.
  • بحراني، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة في أحکام العترة الطاهرة، څېړنه او تصحیح: ایرواني، محمدتقي؛ مقرم، سید عبدالرزاق، قم، دفتر انتشارات اسلامي، لومړی چاپ، ۱۴۰۵ق.
  • تبریزي، جواد، استفتائات جدید حج، قم، دار الصدیقة الشهیدة(س)، لومړی چاپ، ۱۳۸۴ش.
  • خوئي، سید ابوالقاسم، موسوعة الإمام الخوئي، قم، مؤسسة إحیاء آثار الإمام الخوئي، لومړی چاپ، ۱۴۱۸ق.
  • خوئي، سید ابوالقاسم، معتمد العروة الوثقی، مقرر: موسوي خلخالي، سید رضا، قم، منشورات مدرسة دار العلم (لطفي)، دوهم چاپ، ۱۴۱۶ق.
  • روحاني، سید صادق، فقه الصادق(ع)، قم، دار الکتاب – مدرسة امام صادق(ع)، لومړی چاپ، ۱۴۲۱ق.
  • سند، شیخ محمد، سند العروة الوثقی (د حج کتاب)، بیروت، مؤسسه أم‌القری د تحقیق او نشر لپاره، لومړی چاپ، ۱۴۲۳ق.
  • شافعي الصغیر، شمس‌الدین محمد بن عباس، نهایة المحتاج الی شرح المنهاج فی الفقه علی مذهب الإمام الشافعی، بیروت، دار إحیاء التراث، ۱۴۱۳ق.
  • شوشتري، محمدتقي، النجعة في شرح اللمعة، تهران، د صدوق کتابپلورنځی، لومړی چاپ، ۱۴۰۶ق.
  • شهید ثاني، زین‌الدین بن علي، الروضة البهیة في شرح اللمعة الدمشقیة، شارح: کلانتر، سید محمد، قم، د داوري کتابپلورنځی، لومړی چاپ، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ حرّ عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع)، لومړی چاپ، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ حر عاملي، محمد بن حسن، هدایة الأمة إلی أحکام الأئمة(ع)، تحقیق: د آستان قدس رضوي د اسلامي څېړنو بنسټ، مشهد، آستان قدس رضوي، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، عیون أخبار الرضا(ع)، څېړنه او تصحیح: لاجوردي، مهدي، تهران، نشر جهان، لومړی چاپ، ۱۳۷۸ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، من لا یحضره الفقیه، څېړنه او تصحیح: غفاري، علي‌اکبر، قم، دفتر انتشارات اسلامي، دوهم چاپ، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، الخلاف، تصحیح: خراساني، علي او نور، قم، دفتر انتشارات اسلامي، لومړی چاپ، ۱۴۰۷ق.
  • طباطبایي حکیم، سید محسن، مستمسک العروة الوثقی، قم، مؤسسه دار التفسیر، لومړی چاپ، ۱۴۱۶ق.
  • طباطبایي یزدي، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، بیروت، مؤسسه الأعلمي للمطبوعات، دوهم چاپ، ۱۴۰۹ق.
  • عاملي، محمد بن علي، مدارک الأحکام في شرح عبادات شرائع الإسلام، بیروت، مؤسسه آل‌البیت، لومړی چاپ، ۱۴۱۱ق.
  • فاضل لنکراني، محمد، تفصیل الشریعة في شرح تحریر الوسیلة (حج)، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، دوهم چاپ، ۱۴۱۸ق.
  • کاشاني، ابوبکر بن مسعود، بدائع الصنائع في ترتیب الشرائع، پاکستان، مکتبة الحبیبیة، ۱۴۰۹ق.
  • کاشف الغطاء، حسن بن جعفر، أنوار الفقاهة (د حج کتاب)، نجف اشرف، مؤسسه کاشف الغطاء، لومړی چاپ، ۱۴۲۲ق.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، څېړنه او تصحیح: غفاري، علي‌اکبر؛ آخوندي، محمد، تهران، دار الکتب الإسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
  • کوفي، محمد بن محمد اشعث، الجعفریات (الأشعثیات)، تهران، مکتبة نینوی الحدیثة، لومړی چاپ، بې‌نېټې.
  • لنګرودي، سید محمدحسن، توضیح المناسک، قم، د حضرت آیت‌الله دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۲۳ق.
  • مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی (د فقه اسلامي دایرة‌المعارف مؤسسه)، فرهنگ فقه مطابق با مذهب اهل‌بیت(ع)، قم، د فقه اسلامي دایرة‌المعارف مؤسسه، ۱۳۸۷ش.
  • مجلسي، محمدباقر، بحار الأنوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، دوهم چاپ، ۱۴۰۳ق.
  • محدث نوري، حسین، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع)، لومړی چاپ، ۱۴۰۸ق.
  • محقق سبزواري، محمدباقر، کفایة الأحکام، قم، دفتر انتشارات اسلامي (د قم د حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی)، لومړی چاپ، ۱۴۲۳ق.
  • محمودي، محمدرضا، مناسک حج (له حاشیې سره)، تهران، نشر مشعر، ۱۴۲۹ق.
  • مرتضوي، ضیاء، مشکاة الشریعة في شرح تحریر الوسیلة، تهران، د امام خمیني (ره) د آثارو د تنظیم او نشر مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۳۹۰ش.
  • مروّج، حسین، اصطلاحات فقهي، قم، بخشایش، لومړی چاپ، ۱۳۷۹ش.
  • موسوي شاهرودي، سید مرتضی، جامع الفتاوی (مناسک حج)، تهران، نشر مشعر، درېیم چاپ، ۱۴۲۸ق.
  • نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام في شرح شرائع الإسلام، تصحیح: عباس قوچاني او علي آخوندي، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۴۰۴ق.
  • نراقي، مولا احمد بن محمدمهدي، مستند الشیعة في أحکام الشریعة، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع)، لومړی چاپ، ۱۴۱۵ق.
  • یزدي، محمدکاظم، العروة الوثقی و التعلیقات علیها، قم، مؤسسة السبطین علیهما السلام العالمیة، لومړی چاپ، ۱۳۸۸ش.