د مودت آیت

د wikishia لخوا
(له مودت آیت نه مخ گرځېدلی)
د امام حسین(ع) په زیارت(ضریح) کې د مودت آیت

د مَوَدَّت آیت، د شوری سوره ۲۳ آیت دي، کوم چې د اسلام د پیغمبر ماموریت اجر د هغه اهل‌البیټ یوازینۍ ملګرتیا او مینه په توګه معرفي کوي او د شیعي مفسرونو په وینا، دا د اهلبیت(ع) فضیلت په ګوته کوي. د شیعي او سني مفسرینو لخوا ذکر شوي بیانونه په ګوته کوي چې د موډت آیت هغه وخت نازل شوه چې د رسول الله(ص) مدینې ته له هجرت وروسته د انصار یو ډلې د خدای رسول ته وویل: چې هغه کولی شي د اړتیا په صورت کې له هغوی اموال وکاروي، او پیغمبر آیت لوستل: « زه له تاسو څخه د رسالت پروراندی معاش غوښتنه نه کوم، پرته لدې چې زما د خپلوانو ملګرتیا وکړی».

شیعه‌ګانو او ځینې سنيانو د روایاتو پر بنسټ ویلی ده چی د ذی‌لقربی موخه پدې آیت کې د رسول الله اهل‌البیټ؛ حضرت علي(ع)، فاطمه(س) او یوولس امامان د دوی له نسل دي. په هرصورت، نور نظرونه هم د سنیانو لخوا د «القربي» کلمې په تشریح کولو کې څرګند شوي دی. د علامه طباطبایی په وینا، د رسول‌الله صلی‌الله علیه و آله سلم څخه مینې او لیوالتیا امر کولو فلسفه: خلکو ته د قرآن او مذهب له معنی او تفسیر څخه خبر شولو دی.

د آیت متن او ژباړه

قُل لَّا أَسْأَلُکُمْ عَلَیهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِی الْقُرْبَی(۲۳)


[ای پیغمبره] ووایاست چې زه د[ماموریت] په بدل کې ستاسو څخه انعام نه غواړم، پرته لدې چې زما د خپلوانو په اړه ملګري وکړئ


ځایتونه

مودت آیت د شیعه‌گانو په اند یو له هغه آیتونو څخه دي چې د پیغمبر کورنۍ او د دوی ځانګړي دریځ په اړه بیان شوی ده. او دا د دوی سره مینه کولو اړتیا ته اشاره کوي.[۱] ځینې دا آیت هم د حضرت علي(ع) د امامت یو دلیل ګني[۲]

د کلمي معنی

«مودت» د مینه او مینه وال په معنی دی.[۳] راغب اصفهاني د مینې او ملګرتیا شدت هم له محبوب سره د مودت معنی برخه ګني.[۴] «قربی» د نسبی خپلوانو او نور خپلوانو معنی هم لري.[۵]

د نزول شاءن

شیعه‌گانو مفسرین[۶] او سنیان مفسرین[۷] د ابن عباس له ژبه ویلی دي: کله چې پیغمبر(ص) مدینې ته ننوتل او د اسلام بنسټ پیاوړی شو، انصار وویل: موږ د خدای د رسول خدمت ورسو او خپل عرض وراندی کوو: که مالي ستونزې وموندل شي، زموږ دا مالونه به تاسو ته پرته له شرایطو شتون ولري. کله چې دوی دا وویل، آیت نازل شو: « زه نه غواړم تاسو زما د ماموریت لپاره اجر ورکړئ، پرته لدې چې زما د خپلوانو سره ملګرتیا وکړی» رسول‌الله صلی‌الله علیه وآله وسلم آیت تلاوت کړ او ویې ویل: زما له عزیزانو سره زما و روسته مینه وکړئ. دوی په خوښۍ او رضایت سره هم راووتل.

د قربی مصداق او مثالونه

د شیعه لید لور

شیعي عالمانو د روایاتو پر بنسټ، پدې باور دي چې د «القري » معنی د موت په آیت کې، د پیغمبر اهل‌البیت(ع)؛ حضرت علي(ع) او فاطمه(س) او یوه لس امامان د دوی نسل دي او د دې تفسیر له مخې، مراد د "المودت فی القربی" د رسول الله کورنۍ سره مینه لرل دي.[۸] د فضل بن حسن طبرسي په وینا، متواتر روایتونه چی د شیعه‌ګانو او سنیانو له لارې د اهل‌البیټ(ع) د مینې وجوب په اړه نقل شویده، دا تشریح تاییدوي.[۹] د آیت په تفسیر کې له معصومین(ع) ډیر حدیثونه هم شتون لري چی په دغه ډول دلالت وکره، لکه؛

د اهل سنت لید لور

د اهل سنت پوهان د" ذالقربی" مصداق په تفسیرکې موافق نه دی؛ حسکاني حاکم په پنځمه پیړۍ هجری د شواهد التنزیل په کتاب کې، هغه اوه روایتونه نقل کریده چې د « ذالقربي » موخه حضرت علي(ع)، فاطمه(س) او حسنین(ع) دی.[۱۳] د زمخشري په وینا د «قربي» کلمي معنی تړاو او خپلوان دی نه کورنی او خپلوان[۱۴] او پدې سمبال خدای پیغمبر ته امر کوي چې له قریش څخه وغواړی که دوی باور ونلري، لږترلږه ستاسو د مینې او خپلوانو له امله، له رسول‌الله صلی‌الله علیه و آله وسلم سره دښمني مه کوئ.[۱۵] د هغه پر بنست چې آلوسي؛ د اهل سنت مفسران له ډله ویلي دي، نور نظرونه هم شتون لري چې موخه د "القربی" پیغمبر مور آمنه وي.[۱۶] یا موخه له موډت د قربی څخه دمسلمانان مینه له خپلوان سره یعنی د رحم صله ده.[۱۷]

د اهل‌بیتو مینه فلسفه

دا د پیغمبر د ماموریت بقا او دوام پرته بل څه ندي، او که څه هم د اهل‌البیټ سره مینه « بلل شوې، دا په حقیقت کې یوه ګټه ده چې د انسان ځان ته رسیږی، نه د اهلبیت ګټه.[۱۸] لکه څنګه چې د قران کریم څخه په بل آیت کې ویل شوي: «قُلْ مَا سَأَلْتُکُمْ مِنْ أَجْرٍ فَهُوَ لَکُمْ»؛ هغه څه ووایاست، چې ما ستاسو څخه غوښتنه کړې ماموریت په توګه، دا ستاسو لپاره او ستاسو د ګټې لپاره [ هم دی ]. [۱۹].

یوازۍ لیکنې

  • «معطیات آیة المودة» د سید محمود هاشمي شاهرودي لیکنه؛ محمدحسین بیاتي دغه کتاب په فارسي ژبه ژباړلی دی چې عنوان یې دی «درس‌هایی از آیه مودت».
  • له اهل بیت(ع) سره مینه د قرآن او سنتو له نظره" د علی حسینی میلانی لیکنه؛ د اسلامي حقایقو مرکز مطبعه دا کتاب په 248 مخونو کې په ۱۳۸۹لمریز کال کې خپور کړ.[۲۰]
  • فرض المحبّة فی تفسیر آیة المودّة، د شهاب الدین خفاجي لیکنه؛ علي راد دغه کتاب په فارسي ژبه ژباړلی دی چې عنوان یې دی «مودت اهل بیت در آینه وحی» دا ژباړه په ۱۳۸۴لمریز کال کې د بهنشر خپرندویه په هڅو خپره شوه.
  • «مودت اهل بیت(ع)» د محمدمحسن حاجی‌حیدری لیکنه؛ دا کتاب په ١٨٨ مخونو کې په ١٣٩٢لمریز کال کې د آراسته خپرندوي له خوا خپره شوى دى.[۲۱]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. بابایی، «پژوهشی در آیه مودّت»، ص۶۳.
  2. علامه حلی، نهج الحق، دارالکتب اللبنانی، ص۱۷۵.
  3. ابن‌منظور، لسان العرب، ذیل واژه «ودد».
  4. راغب اصفهانی، مفردات ألفاظ القرآن، ۱۴۱۲ق، ص۸۶۱.
  5. فیروزآبادی، القاموس المحیط، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۵۲؛ ابن‌منظور، لسان العرب ذیل واژه «قرب».
  6. برای نمونه رجوع کنید: ابوحمزه ثمالی، تفسیر القرآن الکریم، ۱۴۲۰ق، ص۲۹۴؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۴۴؛ حویزی، تفسیر نور الثقلین، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۵۸۷.
  7. برای نمونه رجوع کنید: آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۳، ص۳۸؛ دروزة، التفسیر الحدیث، قاهره، ۱۳۸۳ق، ج‏۴، ص۴۵۷.
  8. برای نمونه رجوع کنید: فرات کوفی، تفسیر فرات کوفی، ۱۴۱۰ق، ص۱۹۷؛ طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۴۴؛ حویزی، تفسیر نور الثقلین، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۵۷۲و ۵۷۳.
  9. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۴۴.
  10. علی بن جعفر، مسائل علی بن جعفر، ۱۴۰۹ق، ص۳۲۸.
  11. کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، ص۳۹۲.
  12. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۱۳، ح۷.
  13. حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۱۸۹-۱۹۶.
  14. زمخشری، الکشاف، دارالمعرفه، ج۴، ص۲۱۹.
  15. طبری، جامع البیان، دارالمعرفه، ج۲۵، ص۱۵.
  16. آلوسی، روح المعانی، دارالکتب العلمیه، ج۱۳، ص۳۰.
  17. آلوسی، روح المعانی، دارالکتب العلمیه، ج۱۳، ص۳۱.
  18. طباطبایی، المیزان، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ج۱۸، ص۴۶.
  19. سوره سبأ، آیه ۴۷.
  20. حسینی میلانی، مهرورزی به اهل بیت(ع) از دیدگاه قرآن و سنت، ۱۳۸۹ش.
  21. حاجی‌حیدری، مودت اهل بیت(ع)، ۱۳۹۲ش.

سرچینې

  • آلوسی، محمود بن عبدالله، روح المعانی فی تفسیر قرآن العظیم، محقق علی عبدالباری عطیه، بیروت، دارالکتب العلمیه، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • ابوحمزه ثمالی، ثابت بن دینار، تفسیرالقرآن الکریم لأبی حمزة ثابت بن دینار الثمالی، تحقیق عبدالرزاق محمدحسین حرزالدین، بیروت، دارالمفید، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
  • ابن‌حنبل، احمد، فضائل امیرالمؤمنین علی بن ابیطالب، تحقیق سید عبدالعزیز طباطبایی، قم، دارالتفسیر، ۱۴۳۳ق.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دارالفکر للطباعة و النشر و التوزیع، بی‌تا.
  • بابایی، علی‌اکبر، «پژوهشی در آیه مودّت»، ماهنامه معرفت، شماره ۴۸، ۱۳۸۰ش.
  • بحرانی، هاشم بن سلیمان، غایةالمرام و حجةالخصام، محقق علی عاشور، بیروت، موسسة التاریخ العربی، بی‌تا.
  • حسکانی عبید الله بن احمد، تحقیق: محمودی، محمدباقر، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تهران، سازمان چاپ وانتشارات وزارت ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
  • حسینی میلانی، علی، مهرورزی به اهل بیت(ع) از دیدگاه قرآن و سنت، قم، مرکز حقایق اسلامی، ۱۳۸۹ش.
  • حویزی، عبدعلی بن جمعه، تفسیر نور الثقلین، قم، اسماعیلیان، چاپ چهارم، ۱۴۱۵ق.
  • دروزة محمد عزت، التفسیر الحدیث، قاهره، دار إحیاء الکتب العربیة، ۱۳۸۳ق.
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، مفردات ألفاظ القرآن، بیروت، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف، محقق مصطفی حسین احمد، بیروت، دارالکتب العربی، بی‌تا.
  • شوشتری، نورالله بن شریف الدین، احقاق الحق و ازهاق الباطل، محقق شهاب الدین مرعشی، قم، مکتبة آیت الله المرعشی، ۱۴۰۹ق.
  • طباطبایی، سید محمد حسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، موسسه الاعلمی للمطبوعات، بی‌تا.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفه، بی‌تا.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، نهج الحق و کشف الصدق، بیروت، دارالکتاب اللبنانی، بی‌تا.
  • فیروزآبادی، محمد بن یعقوب، القاموس المحیط، بیروت، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی اکبر غفاری، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • کوفی، فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات الکوفی، تحقیق محمد الکاظم، تهران، وزارت‌ فرهنگ‌ و ارشاد اسلامی‌، ۱۴۱۰ق.