مسوده:ګډ ازدواجي ژوند
| د ويکي شيعه مقالې «د اهل بيتو مکتب سره د تړاو» په نظر کې نيولو سره ليکل کېږي. د مسلې د نورو اړخونو په اړه د زده کړې لپاره، نورو سرچينو ته مراجعه وکړئ. |
ګډ ازدواجي ژوند یا همسرداري یو مهارت دی چې پر بنسټ یې میړه او ښځه، د یو بل توپیرونه، وړتیاوې او حساسیتونه پیژني او د یو بل فزیکي، احساساتي، رواني او جنسي اړتیاوو ته ځواب ورکوي.
مسلمانو عالمانو، د قرآن او احادیثو په دلیل سره، د ښځې او میړه دواړو لپاره خپل آداب او دندې ټاکلي دي، او چې د هغه آدابو او دندو خیال ساتل د یو روغ، باثباته او کیفیت لرونکي ګډ ژوند لپاره اړین ګڼي. په دې دندو کې د امانت خیال ساتل، د مالي اړتیاوو پوره کول، د ښه اخلاقو مراعات کول، د یو بل د احساساتي او جنسي اړتیاوو ځواب ویل، او د ژوند په چارو کې همکاري شامل دي.
اسلام د میړه او میرمنې ترمنځ په مینه او ملګرتیا ټینګار کوي. مسلمانان عالمان پیغمبر(ص) او معصوم امامان په دې برخه کې د بریالي ماډلونو په توګه معرفي کوي.
دا مفهوم د جوړو د حقونو او کورني اخلاقو په بڼه هم په پام کې نیول شوی، او په دې برخه کې کتابونه خپاره شوي، پشمول د ابراهیم امیني لخوا د همسرداري کتاب.
پیژندنه
ګډ ازدواجي ژوند یا همسرداري یو مهارت دی چې میړه او میرمنې ته دا توان ورکوي چې د یو بل د قوتونو، توپیرونو او حساسیتونو په پیژندلو سره د یو بل فزیکي، احساساتي، رواني او جنسي اړتیاوو ته ځواب ووايي.کينډۍ:مدرک د څیړونکو په وینا، د واده مهارتونو باندې پوهیدل او ورباندې عمل کول د کورنۍ د سولې لامل کیږي، د ژوند کیفیت ښه کوي، او د جوړو ترمنځ شخړې کموي.[۱]
په اسلامي سرچینو کې ګډ ژوند موقعیت
ویل کیږي چې د قرآن کریم ځنې آیتونه، لکه د نساء سوره ۱۹ آیت او د بقره سوره ۲۲۸ آیت، د ګډ ازدواجي ژوند تیرولو اصولو ته اشاره لري.[۲] همدارنګه، په شیعه او سني روایي سرچینو کې، له پیغمبر(ص) او معصومو امامانو څخه ډیر روایتونه د میړه او میرمنې د دندو په اړه روایت شوي دي.[۳] د مثال په توګه، په اصول کافي کتاب کې، د واده مهارتونو پورې اړوند روایتونه «د میړه له خوا د خپلې ښځې درناوی»،[۴] «په میړه باندې د ښځې حق»[۵] او «د ښځې یا میړه سره زغم» تر سرلیکونو لاندې راټول شوي دي.[۶]
په لومړیو اسلامي اثارو کې، دا مسله په عمده توګه د «د میړه او میرمنې په یو بل باندې حقونه» په عنوان سره[۷] او د مسلمانو پوهانو په ځینو اخلاقي اثارو کې، ځینې برخې دې ته خاص شوي دي.[۸] د مثال په توګه، طبرسي په مکارم الاخلاق کې او سید عبدالله شبر په الاخلاق کې، ځنې برخې تر دې عنوان لاندې راوړي دي او د روایتونو پر بنسټ یې د ګډ ازدواجي ژوند په اړه سپارښتنې وړاندې کړې دي.[۹]
په پنځلسمه پیړۍ کې، ګډ ازدواجي ژوند یا همسرداري د «کورنۍ اخلاق» تر سرلیک لاندې په پام کې نیول شوی[۱۰] او د کورنۍ ارواپوهنې په بحثونو کې، د هغې اصول او په سالم او دوامداره ژوند کې د هغې د رول په هکله بحث شوی دی.[۱۱]
د میړه او میرمنې متقابل حقونه او دندې
څیړونکو د قرآن کریم، احادیثو او د معصومینو د سیرت په دلیل سره د میړه او میرمنې لپاره په ګډ ژوند کې دندې بیان کړې دي. د یوې ښځې دندې د امانت خیال ساتل، د پاکدامني ساتنه[۱۲] او د میړه اطاعت کول[۱۳] هم د کورولۍ په حق کې او هم د بهر وتلو په حق کې.[۱۴] په ځینو روایتونو کې، د یوې ښځې لپاره ښه میړه ساتل (حُسْنُ التَّبَعُّل) د جهاد په توګه بیان شوی دی.[۱۵] د میړه دندې هم د کورنۍ د مذهبي او مالي اړتیاوو(نقفې) خیال ساتل،[۱۶] د خپلې میرمنې او د کورنۍ د نورو غړو پاملرنه او ملاتړ کول[۱۷] دي.
ګډ ازدواجي ژوند د مېړهتوب او مېرمنتوب آداب
د ګډ ازدواجي ژوند د کیفیت د ښه کولو لپاره، ځینې آداب بیان شوي دي، په شمول: ښه چلند،[۱۸] د احساساتي او جنسي اړتیاوو پوره کول،[۱۹] د یو بل لپاره ځان سنګارول،[۲۰] د ژوند په چارو کې همکاري،[۲۱] درناوی،[۲۲] وفاداري،[۲۳] قناعت،[۲۴] د غلطیو له پامه غورځول او له عیب موندلو څخه ډډه کول.[۲۵]
مینه او رحم
مسلمان عالمان په دې باور دي چې د اسلام دین د میړه او میرمنې ترمنځ په مینه او رحم ټینګار کوي.[۲۶] له پیغمبر(ص) څخه روایت شوی چې هرکله چې جوړه یو بل ته په مینه وګوري یا د یو بل لاسونه ونیسي، خدای دوي ته په مهربانۍ سره ګوري او د دوی ګناهونه بخښل کیږي.[۲۷] همدارنګ د قرآن دا آیت «وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً؛ او هغه ستاسو ترمنځ مینه او رحمت جوړ کړ» د ګډ ژوند په پیاوړتیا کې د مینې او رحم اهمیت څرګندوي.[۲۸]
په ګډ ژوند کې د شخړو مدیریت
په روایتونو کې، میړه او میرمنې ته سپارښتنه شوې ده چې صبر وکړي، زغم ولري، او د یو بل له غلطیو تېر شي.[۲۹] او د شخړې په صورت کې، جوړه باید پخپله لومړی هڅه وکړي چې د اغیزمنو خبرو اترو او اړیکو له لارې اختلاف حل کړي. که چیرې شخړې په دې ډول حل نشي، د نساء سوره ۳۵ آیت د میړه او میرمنې د کورنیو شخړو ترمنځ د مسایلو د سمولو لپاره د منځګړیتوب سپارښتنه کوي.[۳۰]
په اسلامي تاریخ کې د ګډ ژوند بیلګې
مسلمانان پیغمبر(ص) د ګډ ژوند لپاره د لومړي بریالي ماډل په توګه معرفي کوي. د هغه د سیرت په هکله راپور شوی دی چې هغه له خپل میرمنو سره مهربان و او هغه غوره خلک به یې هغه کسان ښودل چې له خپلو میرمنو سره مهربان وو.[۳۱]، د کور په کارونو کې به یې ورسره مرسته کوله،[۳۲] او د دوي له غلطیو به تېرېده[۳۳]
معصوم امامان(ع) هم د ګډ ژوند د بریالي ماډل په توګه معرفي شوي دي او د کورني ژوند ټولو اړخونو ته یې پاملرنه کړې ده؛ د میرمنو ترمنځ د وفادارۍ او مینې څخه نیولې تر کور او کورنۍ کې د دوي رول او مسؤلیتونو او د ماشومانو پالنې پورې.[۳۴]
ځینو څېړونکو د دیني عالمانو او د هغوی د میرمنو ګډ ژوند هم په اسلام کې د بریالۍ بیلګې په توګه هم معرفي کړي دي.[۳۵]
فوټ نوټ
- ↑ امینی، همسرداری، ۱۳۸۹ش،مخ۱۰.
- ↑ د نساء سوره، ۱۹ آیت؛ د بقره سوره، ۲۲۸ آیت؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۲، مخ۱۵۶ او ټوک۳، مخ۳۲۰؛ محمدی ریشهری، تحکیم خانواده از نگاه قرآن و حدیث، ۱۳۸۹ش، مخ۳۸۳.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۱۰۳، مخ۲۲۸؛ نوری، مستدرک الوسائل، ټوک۱۴، مخونه۲۴۹-۲۵۰؛ ابیداوود، سنن ابیداوود، المکتبة العصریة، ټوک۲، مخونه۲۴۴-۲۴۵.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۵، مخ۵۰۹.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۵، مخ۵۱۰.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۵، مخ۵۱۳.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: غزالی، احیاء العلوم، دار الکتاب العربی، ټوک۴، مخونه۱۳۳-۱۴۷؛ شبر، الاخلاق، ۱۴۲۹ق، ټوک۱، مخ۲۹۹
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: غزالی، احیاء العلوم، دار الکتاب العربی، ټوک۴، مخونه۱۳۳-۱۴۷؛ شبر، الاخلاق، ۱۴۲۹ق، ټوک۱، مخ۲۹۹
- ↑ طبرسی، مکارم الاخلاق، ۱۳۷۰ش، مخ۲۱۳؛ شبر، الاخلاق، ۱۴۲۹ق، ټوک۱، مخ۲۹۹.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: امینی، همسرداری، ۱۳۸۹ش، مخ۱۱؛ جمعی از نویسندگان، اخلاق خانواده، ۱۳۹۱ش، مخونه۱۵-۱۷.
- ↑ ملکی، روانشناسی خانواده، ۱۳۹۵ش، مخ۱۲ و ۱۵.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۴، مخ۳۴۴؛ محمدی ریشهری، تحکیم خانواده از نگاه قرآن و حدیث، ۱۳۸۹ش، مخ۴۰۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۳، مخ۳۷۱.
- ↑ فاخری، اخلاق خانواده، ۱۳۷۸ش، ټوک۲، مخ۱۱۷.
- ↑ مکارم شیرازی، احکام بانوان، ۱۳۸۶ش، مخ۱۷۵.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۵، مخ۵۰۷.
- ↑ محمدی ریشهری، تحکیم خانواده از نگاه قرآن و حدیث، ۱۳۸۹ش، مخ۳۹۸.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۴، مخ۲۱۵.
- ↑ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، منشورات جهان، ټوک۲، مخ۳۸؛ محمدی ریشهری، تحکیم خانواده از نگاه قرآن و حدیث، ۱۳۸۹ش، مخ۳۸۲.
- ↑ محمدی ریشهری، تحکیم خانواده از نگاه قرآن و حدیث، ۱۳۸۹ش، مخونه۳۸۶-۳۹۱.
- ↑ پاینده، نهج الفصاحة، دنیای دانش، مخ۲۲۶؛ عسکری، «سیره پیشوایان در رفتار با همسر»، مخ۷۶.
- ↑ محمدی ریشهری، تحکیم خانواده از نگاه قرآن و حدیث، ۱۳۸۹ش، مخونه۳۹۲-۳۹۴.
- ↑ محمدی ریشهری، تحکیم خانواده از نگاه قرآن و حدیث، ۱۳۸۹ش، مخونه۳۹۴-۳۹۶.
- ↑ امینی، همسرداری، ۱۳۸۹ش، مخونه۱۵۲-۱۵۳.
- ↑ محمدی ریشهری، تحکیم خانواده از نگاه قرآن و حدیث، ۱۳۸۹ش، مخ۳۹۷.
- ↑ امینی، همسرداری، ۱۳۸۹ش، مخونه۱۱۳-۱۱۶؛ محمدی ریشهری، تحکیم خانواده از نگاه قرآن و حدیث، ۱۳۸۹ش، مخ۳۹۷.
- ↑ محمدی ریشهری، تحکیم خانواده از نگاه قرآن و حدیث، ۱۳۸۹ش، مخونه۳۸۰-۳۸۱.
- ↑ محمدی ریشهری، تحکیم خانواده از نگاه قرآن و حدیث، ۱۳۸۹ش، مخ۳۸۱.
- ↑ کاشانی، منهج الصادقین، تهران، ټوک۷، مخ۱۷۰.
- ↑ محمدی ریشهری، تحکیم خانواده از نگاه قرآن و حدیث، ۱۳۸۹ش، مخونه۲۳۷-۲۴۰؛ حسینی بهارانچی، آیین همسرداری و آداب زندگی در اسلام، ۱۳۸۵ش، مخ۱۱۸.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۴، مخ۳۴۶.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: پاینده، نهجالفصاحة، مخ۴۷۲.
- ↑ هندی، کنز العمال، ۱۴۰۱ق، ټوک۱۶، مخ۴۰۸؛ محمدی ریشهری، تحکیم خانواده از نگاه قرآن و حدیث، ۱۳۸۹ش، مخ۲۲۰.
- ↑ عابدینی، «شیوه همسرداری پیامبر(ص) به گزارش قرآن»، مخ۱۷۷.
- ↑ مقدسی، سیره همسرداری امامان معصوم(ع)، ۱۴۰۱ش، مخونه۱۳-۱۴؛ کریمینیا و دیگران، «بررسی شیوه رفتاری ائمه(ع) در زندگی مشترک»، مخونه۲۰۴-۲۰۷.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: آزاد، «شیوههای همسرداری همسران علماء»، مخونه۲۵-۲۶.
سرچينې
- ابوداوود، سلیمان بن اشعث، سنن ابيداوود، بیروت، العصریة کتابتون، بېنېټې.
- امیني، ابراهیم، همسرداري (د مېړه او مېرمن ګډ ژوند)، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۹ل.
- پاینده، ابوالقاسم، نهج الفصاحة، قم، د دنیای دانش خپرندویه، بېنېټې.
- د لیکوالانو یوه ډله، اخلاق خانواده، قم، د معارف د خپرولو دفتر، ۱۳۹۱ل.
- حسیني بهارانچي، سید محمد، آیین همسرداری و آداب زندگی در اسلام، قم، عطر عترت خپرندویه، ۱۳۸۵ل.
- «روابط صحیح بین زن و شوهر و مهارت های همسرداری» (د ښځې او مېړه ترمنځ سمې اړیکې او د همسرداری مهارتونه)، د سلامت شبکې وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۱۹ زمری ۱۴۰۲ل، د کتنـې نېټه: ۲۱ لړم ۱۴۰۴ل.
- عسکري، اسلامپور، «سیره پیشوایان در رفتار با همسر» (له مېرمنې سره د مشرانو (ائمهوو) د چلند سیرت)، د فرهنګ کوثر مجله، ۵۹مه ګڼه، منی ۱۳۸۳ل.
- علامه مجلسي، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار الوفاء، ۱۴۰۳ق.
- شبر، سید عبدالله، الاخلاق، کربلا، د مقدسې حسيني آستانې کتابتون، ۱۴۲۹ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، عیون اخبار الرضا، قم، جهان خپرندویه، بېنېټې.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الاعلمي للمطبوعات، ۱۳۹۳ق.
- طبرسي، حسن بن فضل، مکارم الاخلاق، قم، الشریف الرضي، ۱۳۷۰ل.
- عابدیني، احمد، «شیوه همسرداری پیامبر(ص) به گزارش قرآن» (د قرآن له نظره د پیغمبر(ص) د همسرداری طریقه)، بینات مجله، ۵۲مه ګڼه، ژمی ۱۳۸۵ل.
- غزالي، ابو حامد، احیاء علوم الدین، بیروت، دار الکتاب العربي، بېنېټې.
- کریمينیا او نور، «بررسی شیوه رفتاری ائمه(ع) در زندگی مشترک» (په ګډ ژوند کې د ائمهوو(ع) د چلند د طریقې څېړنه)، د ارواپوهنې، روزنیزو علومو او ښوونې نوې پرمختیاوې مجله، ۴۴مه ګڼه، سلواغه ۱۴۰۰ل.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، سمونه: علياکبر غفاري او محمد آخوندي، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- متقي هندي، علي بن حسامالدین، کنز العمال فی سنن الاقوال و الاعمال، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۹ق.
- محمدي ریشهري، محمد، تحکیم خانواده از نگاه قرآن و حدیث (د قرآن او حدیث له نظره د کورنۍ ټینګښت)، قم، دار الحدیث خپرندویه، دوهم چاپ، ۱۳۸۹ل.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴ل.
- مکارم شیرازي، ناصر، احکام بانوان (د مېرمنو احکام)، قم، د امام علي بن ابيطالب(ع) مدرسه، ۱۳۸۶ل.
- مکارم شیرازي، ناصر، شیوه همسری در خانواده (په کورنۍ کې د همسري طریقه)، قم، د نسل جوان خپرندویه، ۱۳۸۱ل.
- ملکي، حسن، روانشناسی خانواده، تهران، آوای نور خپرندویه، ۱۳۹۵ل.
- مقدسي، یدالله، سیره همسرداری امامان معصوم(ع)، قم، د فرهنګ او اسلامي علومو څېړنیز مرکز، ۱۴۰۱ل.
- نوري، میرزا حسین، مستدرک الوسائل، قم، د آلالبیت(ع) مؤسسه، ۱۴۰۸ق.
- «همسر من»، د ایرانصدا (سلامت) وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۲۷ غویی ۱۴۰۴ل، د کتنـې نېټه: ۲۱ لړم ۱۴۰۴ل.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||