منځپانگې ته ورتلل

احسن جدال

د wikishia لخوا

اَحسَن جِدال یا ښه جِدال هغه خبرو اترو ته ویل کیږي چې دي چې موخه یې د حق ثابتول او بل لوري ته لارښوونه کول دي، پرته له دښمنۍ یا ضده.[۱] دا ډول جدال د ایمان د ثبات او د فرد د ستر زړي شونی نښه ګڼل کیږي او د دې په مقابل کې غندلی شوی جدال دی[۲] چې ریښه یې ځینې بد صفتونه دي لکه غصه یا طمع ده.

ښه جدال د دې لپاره کارول کیږي چې مخالف کس، حق منلو ته د مجبورکړي، خو غندلی شوی جدال د باطل د ثابتولو او د حقیقت له پامه غورځولو لپاره کارول کیږي.[۳] د بل نظر له مخې، ښه جدال هغه خبرې اترې دي چې د دواړو خواوو لخوا منل شوي قواعدو په چوکاټ کې علمي قاعدو سره سم او د حقیقت د څرګندولو په غرض ترسره کیږي، په داسې طریقه چې ردول یې د بل لوري لپاره ستونزمن شي.[۴]

د «وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ» آیت د ښه جدال لپاره د قرآني اصل په توګه پیژندل کیږي.[۵] دا آیت، سره د عنکبوت سوره د ۴۶ آیت، په خبرو اترو کې د اخلاقي میتوډونو کارولو ته د بلنې په توګه تفسیر شوی دی. مفسرینو د ښه جدال د ترلاسه کولو لپاره ځینې معیارونه بیان کړي دي، لکه د ادب خیال ساتل،[۶] د معتبرو شواهدو کارول[۷] لکه د قرآن کریم آیتونه او قطعي شواهد،[۸] د حقیقت د کشف کولو نیت درلودل[۹] او د مخاطب د پوهیدو کچې سره د دلیل مناسبیت.[۱۰] علامه طباطبایي د دې لپاره یو اصلي شرط دا ګڼلی دی چې دواړه خوا د حقیقت کشفولو سره مینه ولري.[۱۱]

په روایتونو کې، ښه جِدال د قرآن کریم آیتونو سره د مجادلې کولو په توګه تفسیر شوی دی[۱۲] او د شیعه امامانو سیرت هم په مناظرو کې په هم دې طریقې باندې دلالت کوي.[۱۳]

د څیړونکو په وینا، ښه جدال هم د غیر مسلمانانو اسلام ته په بلنې کې پکاریږي او هم د عقیدوي شکونو په ځوابولو کې پکاریږي، او همدارنګ د علمي شخړو د حل کولو او په اجتهادي مسلو کې د ګډو پایلو ترلاسه کولو لپاره هم کارول کیږي.[۱۴] د ټولنیز تفاهم پیاوړتیا، د عقایدو دفاع، او د کلتوري اړیکو پراخول د هغې له نورې کارَوَنو څخه ګڼل کیږي.[۱۵]

فوټ نوټ

  1. ابن‌سینا، منطق الشفاء، ۱۴۰۴ق، ټوک۳، ۱۵-۱۶مخونه؛ مجتبوی، علم اخلاق اسلامی، ۱۳۷۷ش، ټوک۳، مخ۳۷۸.
  2. مجتبوی، علم اخلاق اسلامی، ۱۳۷۷ش، ټوک۳، ۳۷۸مخ.
  3. ملاصدرا، منطق نوین، ۱۳۶۲ق، مخ۶۷۶.
  4. اسدعلیزاده، «اصول و روش‌های مناظره (جدال احسن)»، مخ۷۰.
  5. وګورئ: مظفر، شرح منطق مظفر، ۱۳۸۶ش، ټوک۲، مخ۳۲۸؛ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، مقدمه، مخ۱۱؛ عباسی‌مقدم و فلاح مرقی، «معناشناسی و ملاک‌شناسی جدال احسن قرآنی»، مخ۴۹.
  6. طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ټوک۶، مخ۴۴۰.
  7. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ټوک۲۰، مخ۲۸۷.
  8. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۶، مخ۶۰۵.
  9. پانی‌پتی، التفسیر مظهری، ۱۴۱۲ق، ټوک۵، مخ۳۹۰؛ مغنیه، تفسیر کاشف، ۱۴۲۴ق، ټوک۴، مخ۵۶۵.
  10. حقی برسوی، تفسیر روح البیان، دار الفکر، ټوک۵، مخ۹۷.
  11. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۲، ۳۷۱-۳۷۲ مخونه او ټوک۱۶، مخ۱۳۸.
  12. حویزی، تفسیر نورالثقلین، ۱۴۱۵ق، ټوک۳، مخ۹۵.
  13. جلائی نوبری، «جدال احسن از دیدگاه امام رضا(ع)»، مخ۱۳۵.
  14. جلائی نوبری، «جدال احسن از دیدگاه امام رضا(ع)»، مخ۱۳۴.
  15. اسدعلیزاده، «اصول و روش‌های مناظره (جدال احسن)»، مخ۷۵.

سرچينې

  • ابن‌سینا، حسین بن عبدالله، منطق الشفاء، څېړنه: د څېړونکي ډلې، قم، د آیت‌الله مرعشي نجفي کتابتون، ۱۴۰۴ق.
  • مجتبوی، سید جلال الدین، علم اخلاق اسلامی، تهران، انتشارات حکمت، څلورم چاپ، ۱۳۷۷ش.
  • اسدعلیزاده، اکبر، «اصول و روش‌های مناظره (جدال احسن)»، د مبلغان نشریه کې، ګنه۱۸۹، ۱۳۹۴ش.
  • پانی‌پتی، ثناءالله، تفسیر مظهری، کویته پاکستان، مکتبه رشدیه، ۱۴۱۲ق.
  • جلائی نوبری، حسین، «جدال احسن از دیدگاه امام رضا(ع)»، د مطالعات راهبردی انسانی و اسلامی نشریه کې، ګنه۲۵، ۱۳۹۹ش.
  • حقی برسوی، اسماعیل، تفسیر روح البیان، بیروت، دارالفکر، بی‌نېټې.
  • حویزی، عبدعلی، تفسیر نورالثقلین، سمون: هاشم رسولی، قم، اسماعیلیان، ۱۴۱۵ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، موسسه العلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، سمون: فضل‌الله یزدی، هاشم رسولی، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، سمون: احمد حبیب عاملی، محمدحسن آقابزرگ تهرانی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌نېټې.
  • عباسی‌مقدم، مصطفی و محمد فلاح مرقی، «معناشناسی و ملاک‌شناسی جدال احسن قرآنی»، د پژوهش‌های زبان‌شناختی قرآن نشریه کې، ګنه۱، اوم کال، ۱۳۹۷ش.
  • فخررازی، محمد، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۲۰ق.
  • مظفر، محمدحسن، دلائل الصدق لنهج الحق، تصحیح: موسسه آل البیت(ع)، قم، موسسه آل البیت(ع)، ۱۴۲۲ق.
  • مظفر، محمدرضا، شرح منطق مظفر، سمون: علی محمدی، قم، امام حسن بن علی(ع)، ۱۳۸۶ش.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر کاشف، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • ملاصدرا، محمد صدرالدین، منطق نوین مشتمل بر اللمعات المشرقیه فی الفنون المنطقیه، ژباړن: عبدالمحسن مشکوه‌الدینی، تهران، د آګاه خپرونېز، ۱۳۶۲ش.