د انفال سوره ۳۳ آیت
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| په سورت کې موقعیت | انفال |
| د آیت شمېر | ۳۳ |
| جزء | ۹ |
| د منځپانګې معلومات | |
| موضوع | اعتقادي • اخلاقي |
| په اړه | د پیغمبر(ص) مقام • د استیصال عذاب |
| اړونده آیتونه | د انبياء سوره ۱۰۷ آيت • د هود سوره ۵۲ آیت |
د انفال سوره ۳۳ آیت وایي چې خدای پاک د خلکو په منځ کې د رسول الله(ص) د شتون او د هغوي لپاره د بخښنې غوښتلو له امله د مسلمانانو له ټولنې څخه د استیصال عذاب لرې کړ.[۱]
دا آیت د مکې د مشرکینو د عذاب غوښتنې په ځواب کې نازل شو. هغوی وویل چې که قرآن په حقه وي، نو له اسمانه دې پر موږ عذاب نازل شي.[۲]
وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ
او الله به هغوی ته عذاب ورنکړي تر هغه چې ته د هغوی په منځ کې یې، او الله به هغوی ته عذاب ورنکړي تر هغه چې هغه بخښنه غواړي.
انفال سوره، ۳۳ آیت
مفسرینو په دې آیت کې عذاب د استیصال عذاب (ټولیز عذاب)[۳] ګڼلې دی.[۴] له همدې امله، د علامه طباطبایي په وینا، دا آیت له ټول امت څخه عذاب ردوي او د ابولهب په څیر د ځانګړو اشخاصو د عذاب ورکولو سره مخالفت نه لري.[۵]
مفسرینو د امت لپاره د عذاب نه ورکولو ځانګړتیا د پیغمبر(ص) د رحمت للعالمین شونې له سببه ګڼلې ده.[۶] ځینو یې، لکه فضل بن حسن طبرسي، دا حکم د مکې مشرکینو ته هم شامل ګڼلی دی،[۷] پداسې حال کې چې عبدالله جوادي آملي د هغوي استغفار د هغوي د ایمان راوړلو په معنی تفسیر کړی دی.[۸] همدارنګه، د امام صادق علیه السلام د یو روایت له مخې چې په تفسیر البرهان کې نقل شوی، د پیغمبر(ص) د خپل امت لپاره استغفار د هغه له وفات وروسته هم دوام لري.[۹]
فوټ نوټ
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۷، ۱۵۴-۱۵۵مخونه.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۷، ص۱۵۲.
- ↑ طیب، اطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ټوک۶، مخ۱۱۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۴، مخ۸۲۹.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۹، مخ۶۸.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۴، مخ۸۲۹.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۴، مخ۸۲۹.
- ↑ جوادیآملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۹۳ش، ټوک۳۳، مخ۳۹۲.
- ↑ بحرانی، البرهان، ۱۴۱۶ق، ټوک۲، ۶۸۰–۶۸۱مخونه.
سرچينې
- بحرانی، سید هاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، تهران، بنیاد بعثت، لومړی چاپ، ۱۴۱۶ق.
- جوادیآملی، عبدالله، تسنیم، قم، مرکز نشر اسراء، دوهم چاپ، ۱۳۹۳ش.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر نشر اسلامی (جامعه مدرسین)، پنځم چاپ، ۱۴۱۷ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات ناصر خسرو،درېم چاپ، ۱۳۷۲ش.
- طيب، عبدالحسين، اطيب البيان في تفسير القرآن، تهران، انتشارات اسلام، دوهم چاپ، ۱۳۷۸ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ش.
| ||||||||||||||