مسوده:د هوسۍ ضامن

د هوسۍ ضامن (ضامن آهو) د امام رضا(ع) له لقبونو څخه دی چې له یوې مشهورې ولسي کیسې څخه اخیستل شوی، خو په معتبرو سرچینو کې شتون نه لري. د دې مشهورې کیسې له مخې، یوه هوسۍ چې د ښکاري په دام کې ګیره شوې وه، خپل بچي ته د شیدو ورکولو لپاره له امام رضا(ع) څخه د مرستې غوښتنه کوي او امام رضا یې ضمانت کوي چې خپل بچي ته له شیدو ورکولو وروسته بېرته ښکاري ته ور وګرځي. د دې روایت اصل ته تر ټولو پخوانۍ اشاره هغه شعر دی چې ابنحماد ته منسوب شوی او د څلورمې قمري پېړۍ دی.
ځینې څېړنې د دې لقب ریښه په معتبرو داستانونو کې بولي؛ لکه د امام رضا په مزار کې د هوسۍ پناه اخیستل، یا د سلطان سنجر د زوی د شفا کیسه چې د امام رضا پر قبر د یوه زیارت د جوړېدو سبب شوه. په ځینو روایتونو کې د هوسۍ د ضمانت ورته کیسه د رسول الله(ص) او ځینو نورو امامانو لپاره هم نقل شوې ده. د هوسۍ ضامن داستان په هنر، شعر او نقاشۍ کې پراخ اغېز لرلی او د ګڼو اثارو الهام ګرځېدلی دی؛ لکه د محمود فرشچیان د «حریم حفاظت» تابلو.
د شیعه په کلتور کې د هوسۍ ضامن
د هوسۍ ضامن د امام رضا(ع) یو لقب دی چې سرچینه یې د خلکو ترمنځ یوه مشهوره کیسه ده[۲]؛ خو څېړونکو دا داستان په معتبرو سرچینو کې نه دی موندلی.[۳] د دې کیسې له مخې چې د حیواناتو د ملاتړ مفهوم لري،[۴] یوه په دام کې ګیره شوې هوسۍ له امام رضا(ع) غواړي چې د ښکارچي پر وړاندې یې ضمانت وکړي چې خپل بچي ته شیدې ورکړي. علي بن موسی د هوسۍ ضمانت کوي او هوسۍ له څه مودې وروسته بېرته راګرځي. ښکاري چې د دې پېښې په لیدلو متأثر شوی و، هوسۍ خوشې کوي.[۵]
ویل شوي، تر ټولو پخوانۍ سرچینه چې د دې داستان اصل ته پکې اشاره شوې ده (پرته له دې چې جزیات یې بیان کړي)، هغه شعر دی چې د څلورمې قمري پېړۍ امامیه فقیه ابنحماد ته منسوب شوی او د لومړي ځل لپاره په «المناقب»[۶ [ کتاب کې ذکر شوی دی. ]۷] علي بن حماد: الذي لاذَ به الظَبيةُ / و القوم جلوس / مَن أبوه المرتضى /يَزكو و يَعلو و يَروس
ژباړه: علي بن موسی هغه کس دی چې د حاضرو کسانو په مخکې یوې هوسۍ هغه ته پناه راوړه. څوک دی چې پلار یې مرتضی دی. هماغه کس چې ویاړي او لوړاوی لري او د سیلاب په شان خرشیږي.

د هوسۍ ضامن یا ضامن آهو لقب د علي بن موسی له مشهورو لقبونو څخه شمېرل کېږي او په هند نیمهوچه، ایران او ډېرو نورو سیمو کې امام رضا(ع) په همدې نوم پېژندل کېږي.[۸] په ځینو متونو کې امام رضا نه د هوسۍ د ضمانت له امله، بلکې د خپلو زیارت کوونکو لپاره د شفاعت د ضمانت له امله په «ضامن» لقب یاد شوی دی.[۹]
له هوسۍ ضامن سره تړلي هغه داستانونه چې معتبره سرچینه لري
د ایراني مجتهد او د هاروارډ پوهنتون استاد احمد مهدوي دامغاني په وینا، امام رضا ته د «د ضامن آهو» لقب ورکولو لامل بل داستان و چې په معتبرو او پخوانیو سرچینو کې راغلی دی.[۱۰] شیخ صدوق په «عیون اخبار الرضا» کتاب کې یوه داسې کیسه نقل کړې چې د امام رضا(ع) له شهادت وروسته او د هغه د حرم په شاوخوا کې رامنځته شوې ده. د دې کیسې له مخې، ابومنصور بن عبدالزراق نومي کس د یوې هوسۍ په ښکار پسې روان و. هوسۍ د امام رضا مزار ته پناه وړي او په دېوال کې یو درز ته په ننوتلو سره هلته ورکېږي. هغه دا پېښه یوه الهي نښه ګڼي او له هغې وروسته یې تل د امام رضا په توسل خپلې غوښتنې له خدایه غوښتې او خپلې غوښتنې به یې ترلاسه کولې.[۱۱]
علامه مجلسي په «بحارالانوار» کتاب کې د ابومنصور بن عبدالرزاق له کیسې سره ورته یو بل روایت نقل کړی دی؛ د هغه د راپور له مخې، د سلطان سنجر په زمانه کې د سلطان یا د هغه د یوه وزیر ناروغ زوی ښکار ته تللی و. هوسۍ د امام رضا حرم ته پناه وړي او شهزاده چې دا صحنه ویني، ځان د امام پر قبر اچوي او شفا مومي. د دې شفا په پایله کې سلطان سنجر د امام پر قبر زیارت جوړوي.[۱۲] ځینو څېړونکو همدا د سلطان سنجر داستان د دې لامل بللی چې امام رضا ته د «د ضامن آهو» لقب ورکړل شي.[۱۳]
د داستان د رامنځته کېدو ځای
ویل شوي چې د هوسۍ د ضمانت کیسه مرو ته د امام رضا(ع) د سفر پر مهال، د سمنان او دامغان ترمنځ په یوه سیمه کې رامنځته شوې او له همدې امله هغه ځای په «آهوان» مشهور شوی دی.[۱۴] خو د «آهوان» د نوم لپاره نور لاملونه هم بیان شوي؛ لکه په دې سیمه کې له څو هوسیو سره د امام رضا خبرې کول او د هغوی لخوا امام رضا ته د دښمنانو په اړه خبر ورکول،[۱۵] یا په دې سیمه کې د هوسیو ډېرښت.[۱۶]
نور معصومین او د هوسۍ ضمانت
پر امام رضا سربېره، د نورو معصومینو لپاره هم د هوسۍ د ضمانت داستانونه نقل شوي، خو یوازې امام رضا د «د ضامن آهو» په نوم شهرت موندلی دی.[۱۷] فضل بن حسن طبرسي په «إعلامُ الوَریٰ» کتاب کې د اسلام د پېغمبر(ص) لپاره ورته داستان،[۱۸] شیخ مفید په «الاِختصاص» کتاب کې د امام سجاد(ع) لپاره یوه ورته پېښه،[۱۹] او محمد بن حسن صفار په «بَصائر الدَرَجات» کتاب کې د امام صادق(ع) لپاره د هوسۍ د ضمانت کیسه نقل کړې ده.[۲۰] ځینې څېړونکي باور لري چې د بېلابېلو معصومینو په اړه د دې ورته پېښو رامنځته کېدل له عقلي پلوه کومه ستونزه نه لري او ممکن دي.[۲۱]
په کلتور او هنر کې اغېز

د هوسۍ د ضامن داستان د ګڼو هنري اثارو د رامنځته کېدو بنسټ ګرځېدلی دی.[۲۲] دې داستان په نقالیو[۲۳]، پردهخوانیو[۲۴] او فارسي شعرونو کې ډېر انعکاس موندلی دی.[۲۵] تاجالدین حسن بن سلیمان توني، چې په سلیمي توني مشهور و او د اتمې هجري قمري پېړۍ شاعر و، له هغو کسانو څخه دی چې د هوسۍ د ضامن داستان یې په یوه بېله بڼه بیان کړی او د کربلا پېښو ته یې هم اشاره کړې ده. هوسۍ امام رضا(ع) ته د خپل ناوخته راتګ په ځواب کې ویلي چې د جمعې په ورځ د سیدالشهداء د ماتم په مجلس کې وه.
[۲۶] د امام رضا له خوا د هوسۍ د ضمانت د موضوع په اړه بېلابېلې نقاشۍ هم جوړې شوې دي، چې له مشهورو اثارو څخه یې د محمود فرشچیان د «حریم حفاظت» تابلو یادولی شو.[۲۷] د امام رضا د ضامن په توګه یادونه د دیارلسمې پېړۍ او تر هغې مخکې په شعرونو کې هم لیدل کېږي، خو له څوارلسمې پېړۍ وروسته ډېرو شاعرانو دې موضوع ته مخه کړې ده.[۲۸] له هغو څخه:
محمد یزدي دا شعر لري:
[۳۱] په ایران کې د هوسۍ د ضامن له داستان څخه په الهام اخیستلو سره ځینې انیمیټډ اثار هم جوړ شوي دي؛ لکه «ښاغلی مهربان» انیمیشن چې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې جوړ شوی دی[۳۲] او د د انیمیشن آثارو په اتمه مېله کې یې په دیني برخه کې د سرو زرو مجسمه او نغده جایزه ترلاسه کړې ده،[۳۳] او همدارنګه «بچه زرنگ» انیمیشن چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې جوړ شوی دی.[۳۴]
فوټ نوټ
سرچينې
- ابنشهرآشوب، محمد بن علي، مناقب آل ابیطالب (ع)، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
- احمدي بیرجندي، احمد، او سید علي نقويزاده، مدایح رضوي در شعر فارسي، مشهد، بنیاد پژوهشهای اسلامي، ۱۳۷۷ل.
- الیوسفي الغروي، محمدهادي، «شبهة و ردّ: السائِحُ التائِه»، په: رسالة الثقلین مجله، څلورمه ګڼه، ذوالحجة ۱۴۱۳ق.
- «انیمیشن آقای مهربان شب میلاد امام رضا از شبکه پویا پخش میشود»(د “آقای مهربان” انیمیشن د امام رضا(ع) د زېږېدنې په شپه له “پویا” شبکې څخه خپرېږي.)، په: شبستان خبري اژانس، د خبر خپرېدو نېټه: د ۱۳۹۱ش کال د کب ۲۰مه، د کتنې نېټه: د ۱۴۰۵ش کال د وري ۱۶مه.
- برجي، یعقوبعلي، د «آهو» مدخل، په: دانشنامه امام رضا، قم، د المصطفی نړیواله د ژباړې او چاپ مرکز، ۱۳۹۴ل.
- «تندیس طلایی هشتمین جشنواره پویانمایی به انیمیشن “آقای مهربان” رسید»(د اتم پویانمایي (انیمېشن) جشنواره طلایي تندېس د “آقای مهربان” انیمېشن ته ورکړل شو.)، په: ایسنا خبري اژانس، د خبر خپرېدو نېټه: د ۱۳۹۱ش کال د کب ۲۰مه، د کتنې نېټه: د ۱۴۰۵ش کال د وري ۱۶مه.
- جزایري، سید نعمتالله، ریاض الابرار فی مناقب الائمة الاطهار، بیروت، مؤسسة التاریخ العربی، ۱۴۲۷ق.
- جزایري، سید نعمتالله، کشف الاسرار فی شرح الاستبصار، قم، مؤسسه دار الکتاب، ۱۴۰۸ق.
- حقیقت (رفیع)، عبدالرفیع، «آهوان»، په: وحید مجله، ۴۶مه ګڼه، د تلې میاشت، ۱۳۴۶ل.
- خزائي، محمد، حجتالله حسنوند، غلامعلي حاتم او محمد عارف، «بررسی ارتباط آموزههای دینی با ساختار و مفهوم در قصه ضامن آهو»(د هوسۍ ضامن یا ضامن آهو په کیسه کې د دیني ښوونو او جوړښت ترمنځ د اړیکې څېړنه.)، په: فصلنامه تخصصی زبان و ادب فارسی، ۵۲مه ګڼه، مني ۱۴۰۱ل.
- خزائي، محمد، حجتالله حسنوند، غلامعلي حاتم او محمد عارف، «مقایسه ساختار و مفهوم در آثار نقاشی برگرفته از قصه ضامن آهو»(د هوسۍ ضامن یا د ضامن آهو له کیسې څخه په اخیستل شویو انځوریزو آثارو کې د جوړښت او مفهوم پرتله کول.)، په: پیکره مجله، ۲۴مه ګڼه، اوړی ۱۴۰۰ل.
- «سفرنامه خراسان»، په: سفرنامههای خطی فارسی (د لیکوالانو ډله)، تهران، اختران، ۱۳۸۸ل.
- سیدان، مریم، د «نقالي» مدخل، په: دانشنامه زبان و ادب فارسی، شپږم ټوک، تهران، فرهنگستان زبان و ادب فارسی، ۱۳۸۴ل.
- شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الاختصاص، قم، المؤتمر العالمی لألفیة الشیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، عیون اخبار الرضا (ع)، تهران، جهان، ۱۳۷۸ق.
- صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمد (ص)، قم، د آیتالله مرعشي نجفي (ره) کتابتون، ۱۴۰۴ق.
- طبرسي، فضل بن حسن، اعلام الوری باعلام الهدی، قم، مؤسسة آلالبیت (ع)، ۱۴۱۷ق.
- عرفانمنش، جلیل، جغرافیای تاریخی هجرت امام رضا (ع) از مدینه تا مرو، مشهد، بنیاد پژوهشهای اسلامي، ۱۳۷۶ل.
- علامه مجلسي، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدُرَر أخبار الائمه الأطهار (ع)، بیروت، دار اِحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- محدثي، جواد، فرهنگ عاشورا، قم، معروف خپرندویه، ۱۳۷۶ش.
- محمدي ریشهري، محمد، او د څېړونکو ډله، حکمتنامه رضوي، قم، دار الحدیث، ۱۳۹۳ل.
- «معرفی انیمیشن بچه زرنگ»(د “بچه زرنگ” انیمېشن پېژندنه)، فیلیمو وېبپاڼه، د کتنې نېټه: د ۱۴۰۳ش کال د وږي ۱۳مه.
- بحراني اصفهاني، عبدالله بن نورالله، عوالم العلوم و المعارف و الاحوال من الآيات و الاخبار و الاخوال، څېړنه: محمدباقر موحد ابطحي اصفهاني، قم، مؤسسة الامام المهدي (عج)، ۱۴۱۳ق.
- مهدوي دامغاني، احمد، چهار مقاله درباره مولی الموالي علي(ع) و داستان ضامن آهو، تهران، امیرکبیر، ۱۳۸۵ل.
- میرآقایي، سید هادي، «ضامن آهو و تجلی آن در شعر فارسی»(د هوسۍ ضامن یا [ضامن آهو] او په پارسي شعر کې د هغې څرک (یا تجلي).)، په: فرهنگ مردم مجله، ۴۳مه او ۴۴مه ګڼه، منی او ژمی ۱۳۹۱ل.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||