منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د کربلا د شهیدانو ښخول

د wikishia لخوا
د محرم سوګواري
د عاشورا د ماښام نقاشي
پیښې
د امام حسین(ع) ته د کوفیانو لیکونه • د بصرې مشرانو ته د امام حسین(ع) لیک • د عاشورا ورځ • د کربلا پیښه • د کربلا پیښه (د احصایې له نظره) • د عاشورا د پیښو مهالوېش • د کربلا اسیران
کسان
امام حسین(ع) • علي اکبر • علي اصغر • عباس بن علي • حضرت زینب(س) • سکینه بنت حسین • فاطمه د امام حسین لور • مسلم بن عقیل • د کربلا شهیدان • د کربلا اسیران
ځایونه
د امام حسین(ع) حرم • تل زینبیه • د حضرت عباس(ع) حرم • د قتلګاه ګودال • بین الحرمین • د علقمه نهر
وختونه
تاسوعا • عاشورا • د محرم لسیزه • اربعین • د صفر لسیزه
دستورې
مرثیه ویل • نوحه • تعزیه • روضه • زنځیر وهل • سینه وهل • سقا خانه • سنج او ډمام • د عزادارۍ دستې • شام غریبان • تشت کېښودل • نخل ګرځول • چاقو زني • د اربعین لاریون • تابوت ګرځول • د تابوت دستورې

د کربلا د شهیدانو ښخول د ۶۱ هـ.ق کال د عاشورا له پېښې وروسته خاورو ته د امام حسین(ع) او د هغه د ملګرو سپارل کېدو ته اشاره کوي. د شهیدانو د تنو د ښخولو د وخت، څرنګوالي او ښخوونکو په اړه بېلابېل روایتونه شته. د ځینو روایتونو له مخې، د بني‌اسد قبیلې کسانو د شهیدانو جسدونه ښخ کړل او د امامیه‌وو په روایتونو کې امام سجاد(ع) هم د امام حسین(ع) په ښخولو کې ونډه درلوده. شهیدان په کربلا کې خاورو ته وسپارل شول او ځینې یې، لکه حضرت عباس(ع)، حُر بن یزید ریاحي او حبیب بن مظاهر، جلا جلا قبرونه لري. د شهیدانو د سرونو د ښخولو د ځای په اړه هم بېلابېل نظرونه نقل شوي دي.

د کربلا د شهیدانو د ښخولو موضوع د عاشورا په مقتلونو او روضو کې انعکاس موندلی او له شهادت وروسته پر ځمکه د شهیدانو د تنو پاتې کېدل، د هغوی د مظلومیت له بېلګو څخه ګڼل شوي دي. د محرم په ۱۳مه د بني‌اسد قبیلې د ښځو د ماتم مراسم هم د همدې پېښې د یادونې په موخه ترسره کېږي.

ځایگاه او اهمیت

د عاشورا له پېښې وروسته د کربلا د شهیدانو ښخول له هغو پېښو څخه دي چې په تاریخي او روایي سرچینو کې یې یادونه شوې ده.[۱] دغه موضوع له اعتقادي پلوه هم اهمیت لري؛ ځکه د امامیه‌وو په روایتونو کې د امام له هغه وروسته د راتلونکي امام ښخول له دندو څخه ګڼل شوي او د امام حسین(ع) د ښخولو لپاره د امام سجاد(ع) معجزانه حضور، د هغه د امامت له دلایلو څخه بلل شوی دی.[۲]

له شهادت وروسته د امام حسین(ع) او د هغه د ملګرو د تنو پر ځمکه پاتې کېدلو او په ځنډ سره خاورو ته سپارل کېدو، د عاشورا په مقتلونو او روضو کې انعکاس موندلی او د کربلا د شهیدانو د مظلومیت له جلوو څخه ګڼل شوي دي. د محرم په ۱۳مه د بني‌اسد قبیلې د ښځو د ماتم مراسم هم د شهیدانو د ښخولو د پېښې د یادونې په موخه ترسره کېږي.[۳] همدارنګه، د شهیدانو د قبرونو د ځای پېژندنې د کربلا د زیارتځایونو په رامنځته کېدو او د امام حسین(ع) د زیارت په سنت کې مهمه ونډه لرلې ده.[۴]

د جسدونو د ښخولو وخت او ځای

د کربلا د شهیدانو د ښخولو د وخت په اړه اختلاف دی. ځینې سرچینې د ۶۱ هـ.ق کال د محرم ۱۱مه د ښخولو نېټه ګڼي.[۵] دغه نظر د اهل‌سنتو د تاریخ‌پوهانو[۶] او د شیعه عالمانو د یوې ډلې له خوا منل شوی دی.[۷] ځینې سرچینې د محرم ۱۳مه هم د ښخولو نېټه یادوي.[۸] په یوه روایت کې هم راغلي چې جسدونه د عاشورا تر پېښې درې ورځې وروسته پر ځمکه پاتې وو،[۹] خو ځینو څېړونکو دا روایت د کافي تاریخي اسنادو له پلوه کمزوری ګڼلی دی.[۱۰]

د تنو د ښخولو ځای

د مشهورو روایتونو له مخې، امام حسین(ع) په هغه ځای کې خاورو ته وسپارل شو چې اوس یې حرم پکې موقعیت لري.[۱۱] حضرت علي‌اکبر(ع) هم د امام حسین(ع) د پښو لوري ته خاورو ته وسپارل شو.[۱۲] حضرت عباس(ع) د شهادت په ځای کې او له نورو شهیدانو څخه جلا ښخ شو او د هغه سپېڅلی مزار هم په همدې ځای کې دی.[۱۳] د حضرت علي‌اصغر(ع) په اړه هم داسې روایتونه شته چې هغه د امام حسین(ع) قبر ته نږدې خاورو ته سپارل شوی دی.[۱۴] ځینو څېړونکو د امام حسین(ع) پر سینه د حضرت علي‌اصغر(ع) د ښخولو روایت له تاریخي اسنادو بې‌برخې ګڼلی او احتمال یې ورکړی چې دغه تعبیر مجازي بڼه ولري.[۱۵]

حُر بن یزید ریاحي هم له نورو شهیدانو څخه جلا خاورو ته وسپارل شو. د ځینو روایتونو له مخې، د هغه خپلوانو جسد بل ځای ته ولېږداوه او هلته یې خاورو ته وسپاره.[۱۶] حبیب بن مظاهر هم له بني‌اسد قبیلې سره د خپل قومي تړاو له امله، له نورو شهیدانو څخه جلا او د امام حسین(ع) قبر ته نږدې خاورو ته وسپارل شو.[۱۷] د امام د نورو ملګرو په اړه هم روایت شوی چې د امام حسین(ع) قبر ته نږدې او په ډله‌ییز ډول خاورو ته سپارل شوي دي.[۱۸]

د شهیدانو د سرونو ښخول

د امام حسین(ع) د سر د ښخولو د ځای په اړه بېلابېل نظرونه شته. د شیعه عالمانو ترمنځ مشهور نظر دا دی چې د امام سر شام ته تر لېږدولو وروسته بېرته کربلا ته راوړل شو او د هغه له جسد سره څنګ په څنګ خاورو ته وسپارل شو.[۱۹] په سرچینو کې مصر،[۲۰] دمشق،[۲۱] مدینه[۲۲] او نجف هم د امام د سر د ښخولو د ځایونو په توګه یاد شوي دي؛[۲۳] د نورو شهیدانو د سرونو په اړه هم د شیعه عالمانو ډېری دا نظر منلی چې هغه سرونه بېرته کربلا ته راوړل شوي او د تنو ترڅنګ خاورو ته سپارل شوي دي.[۲۴] خو له دې سره سره، د دمشق په باب‌الصغیر کې یو زیارتځای شته چې د شهیدانو د سرونو په نوم منسوب دی.[۲۵]

د شهیدانو ښخوونکي او د جسدونو د ښخولو څرنګوالی

د کربلا د شهیدانو د ښخوونکو په اړه دوه ډوله روایتونه شته. د ځینو روایتونو له مخې، د بني‌اسد قبیلې هغه کسان چې په غاضریه سیمه کې اوسېدل، د عمر بن سعد د لښکر له تلو وروسته کربلا ته راغلل او د شهیدانو جسدونه یې خاورو ته وسپارل.[۲۶] په ځینو دغو روایتونو کې د شهیدانو پر جسدونو د جنازې لمونځ هم هغوی ته منسوب شوی دی.[۲۷] د امامیه‌وو د روایتونو له مخې،[۲۸] امام سجاد(ع) د اسارت له حال سره سره، په معجزانه توګه کربلا ته راغی او د امام حسین(ع) جسد یې خاورو ته وسپاره.[۲۹] ځینو څېړونکو دغه دوه ډوله روایتونه له یو بل سره د تطبیق وړ ګڼلي دي؛ په دې معنا چې بني‌اسد د شهیدانو د ښخولو پر مهال حاضر وو او امام سجاد(ع) هم د امام حسین(ع) په ښخولو کې ونډه درلوده.[۳۰]

د امام حسین(ع) د ښخولو څرنګوالی

داسې روایتونه شته چې د امام حسین(ع) جسد له غسل او کفن پرته خاورو ته سپارل شوی دی.[۳۱] د هغه پر مبارک جسد د ژورو ټپونو شتون او د جامو لوټل کېدل، د ښخولو په څرنګوالي کې له اغېزناکو عواملو څخه ګڼل شوي دي.[۳۲] د عباسي خلیفه متوکل د واکمنۍ د دورې په یوه روایت کې راغلي چې د امام حسین(ع) د قبر د پرانیستلو پر مهال، د هغه د جسد لاندې یوه نوې بوریا ولیدل شوه.[۳۳] ځینو څېړونکو د همدې روایت له مخې احتمال ورکړی چې د امام جسد د ښخولو پر مهال پر بوریا اېښودل شوی وي.[۳۴]

اړوند مراسم

هر کال د محرم په ۱۳مه د امام حسین(ع) په حرم کې د بني‌اسد د ښځو د ماتم تر سرلیک لاندې مراسم ترسره کېږي چې د کربلا د شهیدانو د ښخولو پېښه راپه یادوي.[۳۵] په دغو مراسمو کې ښځې د کفنونو او بوریاوو لرونکو د کجورو د پاڼو ټوکرۍ په اوږو وړي،[۳۶] او د لبیک یا حسین شعارونو په ورکولو سره ماتم کوي.[۳۷]

په ایران کې هم په ځینو ښارونو کې ورته مراسم د قتل‌الحسین تر عنوان لاندې ترسره کېږي.[۳۸]

فوټ نوټ

  1. ↑ مسعودي، مروج الذهب، ټوک۳، مخ۶۳؛ مقرم، مقتل الحسین(ع)، مخ۳۱۹.
  2. ↑ محمدي ری‌شهري، دانشنامه امام حسین بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، ټوک۷، مخ۴۳۶.
  3. ↑ «فریاد "لبیک یا حسین" زنان قبیله بنی‌اسد در حرم سیدالشهدا طنین‌انداز شد»، د مهر خبري آژانس.
  4. ↑ محمدی ری‌شهري، دانشنامه امام حسین بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، ټوک۷، مخ۴۳۶.
  5. ↑ بلاذري، انساب الاشراف، ټوک۳، مخ۲۰۵؛ طبري، تاریخ الأمم والملوک، ټوک۵، مخ۴۵۵؛ مسعودي، مروج الذهب، ټوک۳، مخ۶۳.
  6. ↑ بلاذري، انساب الاشراف، ټوک۳، مخ۲۰۵؛ ابن‌اثیر، الکامل في التاریخ، ټوک۴، مخ۸۰.
  7. ↑ ابن‌ شهر آشوب؛ مناقب آل‌ابی‌طالب، ټوک۴، مخ۱۱۲؛ سید بن طاوس؛ الملهوف علی قتلی الطفوف، مخ۱۰۷.
  8. ↑ مقرم، مقتل الحسین(ع)، مخ۳۱۹.
  9. ↑ بلعمي، تاریخ نامه طبري، ټوک۴، مخ۷۱۲
  10. ↑ پیشوایي، مقتل جامع سید الشهداء، ۹۰۰-۹۰۳ مخونه.
  11. ↑ شیخ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۱۱۴؛ طبرسي؛ اعلام الوری بأعلام الهدی، ټوک۱، مخ۴۱۷؛ مجلسي، جلاء العیون، مخ۳۸۰.
  12. ↑ شیخ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۱۱۴؛ اربلي، کشف الغمة، ټوک۳، مخ۱۶۸.
  13. ↑ مقرم، مقتل الحسین(ع)، ۳۱۹-۳۲۱ مخونه؛ مجلسي، بحار الانوار، ټوک۴۵، مخ۱۶۹.
  14. ↑ مجلسي، بحار الانوار، ټوک۴۵، مخ۱۶۹.
  15. ↑ قاضی طباطبایي، تحقیق درباره اولین اربعین حضرت سیدالشهدا(ع)، مخ۹۵.
  16. ↑ مقرم، مقتل الحسین(ع)، مخ۳۲۱؛ امین، اعیان الشیعه، ټوک۱، مخ۶۱۳.
  17. ↑ امین، اعیان الشیعه، ټوک۱، مخ۶۱۳.
  18. ↑ کشي، رجال الکشي، ۴۶۳-۴۶۴ مخونه.
  19. ↑ قاضی طباطبایي، تحقیق درباره اولین اربعین حضرت سیدالشهدا(ع)، مخ۲۹؛ سید بن طاووس، الملهوف علی قتلی الطفوف، مخ۱۱۲؛ نجفي، جواهر الکلام، ټوک۲۰، مخ۹۳.
  20. ↑ امین، لواعج الاشجان، مخ۱۹۱.
  21. ↑ بلاذري‏، أنساب الأشراف‏، ټوک۳، مخ۲۱۴.
  22. ↑ حنبلي، شذرات الذهب، ټوک۱، مخ۲۷۵؛ ابن کثیر، البدایه و النهایه، ټوک۸، مخ۲۰۴.
  23. ↑ ابن‌قولویه، كامل الزیارات، مخ۳۵.
  24. ↑ مقرم، مقتل الحسین(ع)، مخ۴۷۰.
  25. ↑ عالمي، حسین نفس مطمئنه، مخ۳۶۵.
  26. ↑ شیخ مفید؛ الارشاد، ټوک۲، مخ۱۱۴؛ طبرسي، اعلام الوری بأعلام الهدی، ټوک۱، مخ۴۱۷.
  27. ↑ شیخ مفید؛ الارشاد، ټوک۲، مخ۱۱۴؛ طبرسي، اعلام الوری بأعلام الهدی، ټوک۱، مخ۴۱۷.
  28. ↑ مجلسي، بحار الانوار، ټوک۲۷، ۲۸۸-۲۹۱ مخونه.
  29. ↑ کشي، رجال الکشي، ۴۶۳-۴۶۴ مخونه؛ مجلسي، جلاء العیون، مخ۳۸۰.
  30. ↑ محمدي ری شهري، دانشنامه امام حسین بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، ټوک۷، مخ۴۳۷.
  31. ↑ طبري، تاریخ الامم و الملوک، ټوک۵، ۴۵۵-۴۵۶ مخونه؛ بلاذري، انساب الاشراف، ټوک۳، مخ۲۰۶.
  32. ↑ طبري، تاریخ الامم و الملوک، ټوک۵، ۴۵۵-۴۵۶ مخونه؛ بلاذري، انساب الاشراف، ټوک۳، مخ۲۰۶.
  33. ↑ شیخ طوسي، الامالي، ۳۲۶ مخ، ح۶۵۳.
  34. ↑ پیشوایي، مقتل جامع سید الشهداء، ۹۰۰-۹۰۳ مخونه.
  35. ↑ «فریاد "لبیک یا حسین" زنان قبیله بنی‌اسد در حرم سیدالشهدا طنین‌انداز شد»، د مهر خبري آژانس.
  36. ↑ «زنان قبیله بنی‌اسد به عزاداری پرداختند» د دفاع مقدس خبري آژانس.
  37. ↑ «فریاد "لبیک یا حسین" زنان قبیله بنی‌اسد در حرم سیدالشهدا طنین‌انداز شد»، د مهر خبري آژانس.
  38. ↑ «آیین‌های عاشورایی در مازندران»، د ایرنا خبري آژانس.

سرچينې

  • «آیین‌های عاشورایی در مازندران» (د عاشورا آیینونه په مازندران کې)، د ایرنا خبري اژانس، د مطلب د خپرولو نیټه: ۱۵ وږی ۱۳۹۸ هـ ل، د لیدلو نیټه: ۲۵ لړم ۱۴۰۵ هـ ل.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علي، مناقب آل ابی‌طالب، نجف، د حیدریې کتابتون، ۱۳۷۶ هـ ق.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۰۸ هـ ق.
  • ابن‌اثیر، علي بن ابي‌الکرم، الکامل في التاریخ، دار صادر، بیروت، ۱۹۶۵ م.
  • ابن‌قولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، نجف، دار المرتضویه، ۱۳۹۸ هـ ق.
  • اربلي، علي بن عیسی، کشف الغمة في معرفة الائمه، تهران، اسلامیه خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۲ هـ ل.
  • امین، سید محسن، اعیان الشیعه، بیروت، دار التعارف، ۱۳۶۲ هـ ل.
  • امین، سید محسن، لواعج الاشجان في مقتل الحسین(ع)، بیروت، دار الامیر للثقافة والعلوم، ۱۹۹۶ م.
  • بلاذري، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، بیروت، دار التعارف، ۱۹۷۷ م.
  • بلعمي، ابوعلي، تاریخ نامه طبري، تهران، آګاه خپرندویه ټولنه، ۱۴۰۳ هـ ل.
  • پیشوایي، مهدي، مقتل جامع سید الشهداء، قم، د امام خمیني ښوونیز او څیړنیز مؤسسه، ۱۳۸۹ هـ ل.
  • حنبلي، عماد، شذرات الذهب، بیروت او دمشق، دار ابن کثیر، ۱۴۰۶ هـ ق.
  • خوارزمي، موفق بن احمد، مقتل الحسین(ع)، قم، انوار الهدی، ۱۳۸۱ هـ ل.
  • «زنان قبیله بنی‌اسد به عزاداری پرداختند» (د بني اسد قبیلې ښځې ماتم ته ودریدې)، د دفاع مقدس خبري اژانس، د خپرولو نیټه: ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳ هـ ل، د لیدلو نیټه: ۲۵ لړم ۱۴۰۵ هـ ل.
  • سید بن طاوس، الملهوف علی قتلی الطفوف، قم، نشر المعد، ۱۹۸۸ م.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، الامالي، قم، دار الثقافه، ۱۴۱۴ هـ ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد، قم، د شیخ مفید کنګره، ۱۴۱۳ هـ ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، اعلام الوری بأعلام الهدی، تهران، اسلامیه خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۰ هـ ق.
  • طبري، محمد بن جریر، تاریخ الأمم والملوک، بیروت، دار التراث، ۱۹۶۷ م.
  • عالمي، محمدعلي، حسین نفس مطمئنه (از مدینه تا کربلا)، تهران، د هاد خپرندویه ټولنه، ۱۳۷۲ هـ ل.
  • «فریاد "لبیک یا حسین" زنان قبیله بنی‌اسد در حرم سیدالشهدا طنین‌انداز شد» (د بني اسد قبیلې د “لبیک یا حسین” ږغ د سیدالشهداء په حرم کې غږ شو)، د مهر خبري اژانس، د خپرولو نیټه: ۸ لړم ۱۳۹۱ هـ ل، د لیدلو نیټه: ۲۵ لړم ۱۴۰۵ هـ ل.
  • قاضي طباطبایي، سید محمدعلي، تحقیق درباره اولین اربعین حضرت سیدالشهدا(ع)، تهران، د ارشاد وزارت، ۱۳۸۵ هـ ل.
  • کشي، محمد بن عمر، رجال الکشي، مشهد، د مشهد پوهنتون خپرندویه، ۱۴۰۹ هـ ق.
  • مجلسي، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۰۳ هـ ق.
  • مجلسي، محمدباقر، جلاء العیون، تهران، ډبرینه چاپ، ۱۳۸۳ هـ ل.
  • محمدي ری شهري، محمد، دانشنامه امام حسین بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، قم، دار الحدیث، ۱۳۸۸ هـ ل.
  • مسعودي، علي بن حسین، مروج الذهب، قم، دار الهجره، ۱۴۰۹ هـ ق.
  • مقرم، عبدالرزاق الموسوي، مقتل الحسین(ع)، بیروت، دار الکتاب الاسلامیه، ۱۹۷۹ م.
  • نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۳۶۲ هـ ل.