عمرو بن خالد صیداوي

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

عَمْرو بن خالِد اَسَدی صَیْداوی (شهادت: عاشورا ۶۱هـ) د کربلا له شهیدانو څخه.

عمرو د کوفې له اميرانو څخه و چې د کربلا په پېښه کې يې له مسلم بن عقيل سره بيعت وکړ او د مسلم له شهادت وروسته يې له خپل غلام سعد سره يوځاى په عُذَیبُ‌الهِجانات کې د امام حسين(ع) له کاروان سره يوځاى شو او د عاشورا په ورځ شهيد شو.

ابوخالد عمرو بن خالد بن حَکیم بن حِزام اَسَدی صِیداوی، د کوفې له امیرانو او د رسول الله (ص) د کورنۍ له منونکو څخه و.[۱] د اِبصارُالعین په کتاب کې د محمد سماوي له قوله راغلي چې هغه په ​​کوفه کې له مسلم بن عقیل سره بیعت وکړ. د مسلم، له شهادته وروسته پټیدو ته مجبور شو.[2] البته د قاموس‌الرجال کتاب لیکوال محمد تقي شوشتري په دې سره کیدو شک کړی دی.[۳]

عمرو له خپل غلام سعد، مُجَمِّع بن عبدالله عائِذی او نافع بن هلال سره له کوفې څخه ووتل او د طِرِمّاح په لارښونه د عُذَیبُ هِجانات په منزل کې د امام حسین(ع) له کاروان سره یو ځای شول. حُرّ بن یزید غوښتل چې هغوی ونیسي او یا یې بیرته واپس کړي، خو امام حسین یې مخه ونیوله.[۴] په ځینو سرچینو کې د نافع بن هلال پر ځای جابر بن حارث سلماني ذکر شوی دی.[۵]

عمرو او ملګري يې د عاشورا په ورځ په لومړي بريد کې شهيدان شول.[۶] د عاشورا په ورځ دوي د عمر بن سعد په لښکر برید وکړ، د عمر سعد لښکرو هغوی محاصره کړل. عباس بن علي د عمر سعد پر لښکر برید وکړ او هغوی یې وژغورل، هغوی بیا برید وکړ او جګړه یې وکړه تر دې چې ټول په یوه ځای کې شهیدان شول.[۷] هغه د امام حسین(ع) په زیارت کښې د کربلا د شهیدانو په اجتماعی قبر کښې ښخ شوی دی.

فوټ نوټ

سرچينې