د قبطي وژنه

د حضرت موسی(ع) په لاس د یو قبطي وژنه د قرآن کریم له کیسو څخه یوه کیسه ده. حضرت موسی(ع) فرعون سره په یوه ماڼۍ کې ژوند کاوه.[۱] یوه ورځ په ښار کې د یو بني اسرائیل او یو قبطي ترمنځ شخړه وشوه.[۲] حضرت موسی(ع) د بنی اسراییل د مرستې لپاره مداخله وکړه او قبطي یې وواهه او هغه مړ شو.[۳] د قبطي د مړینې خبر په ټول ښار کې خپور شو، او د فرعون کسان په موسی(ع) پسې شو. حضرت موسی(ع) له مصر څخه ووت.[۴] دا پیښه د قصص سورې په ۱۵ او ۱۶ آیتونو او د شعراء سورې په ۲۰ آیت کې ذکر شوې ده.[۵]
ځینو سني مفسرینو د حضرت موسی(ع) په لاس د قبطي سړي وژنه د پیغمبرانو، په ځانګړې توګه د موسی(ع) د معصوم نه شونی نښه ګڼلې ده.[۶] دوي ویلي دي چې که چیرې قبطي سړی د وژلو مستحق و،[۷] نو موسی(ع) دا کار ولی «د شیطان عمل»[۸] او «په ځان ظلم» بللی دی.[۹] او که هغه د وژلو مستحق نه و، نو دا عمل څنګه د هغه د معصومیت سره مطابقت لري؟[۱۰] له همدې امله، دوي ویلي دي چې موسی(ع) یوه کوچنۍ ګناه کړې ده ځکه چې هغه د خدای له اجازې دمخه د قبطي د وژلو هڅه وکړه او له همدې امله یې بخښنه وغوښته.[۱۱] ویل شوي چې که وهل د وژنې له ارادې پرته وي نو له کوچنیو ګناهونو څخه ده چې د خطایي قتل لامل شوی، او په شریعت کې د هغې لپاره کفاره ټاکل شوې ده.[۱۲]
شیعه مفسرین پیغمبران له ټولو ګناهونو څخه معصوم ګڼي که لویه ګناه وي او که کوچنی له دواړو معصوم ګڼل کیږي.[۱۳] د دوي له نظره، خدای تعالی موسی(ع) ته د قبطي د وژلو امر کړی و او هغه د وژلو مستحق و،[۱۴] خو د موسی(ع) لپاره به غوره دا وه چې دا عمل ځنډولی وې[۱۵] ځکه چې په هغه حالاتو کې، د قبطي وژنه د هغه په ګټه نه وه او هغه یې له مصر څخه د وتلو لامل شو.[۱۶] موسی(ع)، په دې کار کې بیړی سره، ترکِ اولی (د ښه کار پریښودل) وکړه او له همدې امله یې بخښنه وغوښته.[۱۷] خدای په هغه باندې خپل فضل وګړ.[۱۸]
د علامه طباطبایي په وینا، موسی(ع) له رسالته دمخه او وړاندې له دې چې له وژنې څخه د منعه کیدو حکم راشي، قبطي ووژل، ځکه چې هغه کافر و او ژوند یې محترم نه و.[۱۹] او د موسی(ع) اعتراف په دې نه و چې د قتل ګناه ومني، بلکې په هغه عمل یې اعتراف وکړ چې د هغه په ګټه نه و.[۲۰] ناصر مکارم شیرازي هم په دې باور دی چې فرعونیانو د بني اسرائیلو زرګونه نوي زیږیدلي ماشومان وژلي وو او د بني اسرائیلو نفسونه د هغوي لپاره محترم نه وو.[۲۱]
په یوه حدیث کې چې له امام رضا(ع) څخه روایت شوی دی، راغلي دي: د موسی(ع) دا وینا «دا د شیطان کار دی»، د قبطي سړي او بني اسراییل ترمنځ شخړې ته اشاره ده، او د «ما په ځان ظلم وکړ» عبارت، د موسی(ع) سختو حالاتو سره مخامخیدو ته اشاره کوي.[۲۲]
فوټ نوټ
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۷۰ش، ج۱۶، مخ۱۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۵۳ش، ټوک۱۶، مخ۴۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۵۳ش، ټوک۱۶، مخ۵۴.
- ↑ سوره قصص، آیه ۱۵.
- ↑ راوندی، قصص الانبیا، ۱۳۶۸ش، ۱۵۴-۱۵۵مخونه.
- ↑ د قصص سورې، ۱۵ و ۱۶ آیتونه؛ د شعرا سورې، آیه ۲۰ آیت.
- ↑ به نقل از فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ټوک۲۴، مخ۵۸۵.
- ↑ فاضل مقداد، لوامع الهیة، ۱۳۸۰ش، مخ۲۵۹.
- ↑ د قصص سورې، ۱۵آیت.
- ↑ د قصص سورې، ۱۶آیت.
- ↑ فاضل مقداد، لوامع الهیة، ۱۳۸۰ش، مخ۲۵۹.
- ↑ زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ټوک۳، مخ۳۹۸
- ↑ آلوسی، روحالمعانی، ۱۴۱۵ق، ټوک۱۰، مخ۲۶۴.
- ↑ سید مرتضی، تنزیه الانبیاء، الشریف الرضی، مخ۶۷.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ټوک۸، مخ۱۳۷؛ فاضل مقداد، اللوامع الالهیه، ۱۳۸۰ش، مخ۲۵۹.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ټوک۸، مخ۱۳۷؛ فاضل مقداد، اللوامع الالهیه، ۱۳۸۰ش، مخ۲۵۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۵۳ش، ټوک۱۶، مخ۵۵.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ټوک۸، مخ۱۳۷؛ فاضل مقداد، اللوامع الالهیه، ۱۳۸۰ش، مخ۲۵۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۵۳ش، ټوک۱۶، مخ۵۵.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۷۰ش، ټوک۶، مخ۲۷۸.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۷۰ش، ټوک۶، مخ۲۷۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۵۳ش، ټوک۱۶، مخ۵۶.
- ↑ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۱۷۷.
سرچينې
- محمود بن عبد الله آلوسی، روح المعاني في تفسير القرآن العظيم والسبع المثاني، بيروت، دار الكتب العلمية، ۱۴۱۵هـ.
- قطب الدین راوندی، قصص الأنبياء، مشهد، آستان قدس رضوي، ۱۳۶۸ل.
- فخرالدین رازی، التفسير الكبير (مفاتيح الغيب)، بې خپرونکی، بې نېټه، بې ځایه.
- محمود بن عمر زمخشری، الكشاف عن حقائق غوامض التنزيل، بيروت، دار الكتب العربي، ۱۴۰۷هـ.
- سید محمدحسین طباطبایی، الميزان في تفسير القرآن، قم، د اسماعيليان خپرندوی، ۱۳۷۰ل.
- محمد بن علی شیخ صدوق، عيون أخبار الرضا، بيروت، مؤسسة الاعلمي للمطبوعات، ۱۴۰۴هـ.
- محمد بن حسن شیخ طوسی، التبيان في تفسير القرآن، بيروت، دار إحياء التراث العربي، بې نېټه.
- علی بن الحسین علم الهدی، تنزيه الأنبياء، قم، الشريف الرضي، بې نېټه.
- مقداد بن عبدالله فاضل مقداد، اللوامع الإلهية في المباحث الكلامية، قم، دفتر تبليغات اسلامي، ۱۳۸۰ل.
- ناصر مکارم شیرازی، تفسير نمونه، تهران، دار الكتب الاسلامية، ۱۳۵۳ل.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||