لومړی مخ
ځانګړې شوې مقاله
د مدینې په ښځو کې د حضرت فاطمه(س) خطبه یا د عیادت خطبه د خلافت د غصبولو په اعتراض کې د ښځو په ټول کې د پېغمبر(ص) د لور حضرت زهرا(س) خطبه ده. دغه خبرې یې د هغه ناروغۍ په بسترې کې کړې چې د حضرت فاطمه(س) د شهادت سبب شوې. دغه خطبه د پېغمبر(ص) له رحلته د وروسته حالت د انځورولو، د اسلامي ټولنې د راتلونکي په اړه د خبرداري او د فصاحت او بلاغت په وجه مهمه ګڼل شوې ده. حضرت فاطمه(س) د عیادت په خطبه کې له پیمان ماتوونکو د برائت په اعلان او په هغوي پسې د تلونکو خلکو د غندنې په ترڅ کې، د هغوي بې وفایي انځوروي او په څو محورونو کې د موجودو حالاتو په بیانولو سره، د مسلمانانو لپاره د ناوړه راتلونکي اټکل، د علوي حکومت ځانګړنې، د مدینې د خلکو فکري کمزوري او د نظرونو اختلاف، د حکومت د فساد په وړاندې د خلکو مسوولیت او د سقیفې د څېرې انځورونه او څرګندونه کوي. د مهاجرو او انصارو ښځو په مینځ کې د حضرت زهرا(س) خطبه په مختلفو طریقو سره د شیعه سني روایي کتابونو کې راغلې ده. دا خطبه همداراز د دیني څېړاندو له خوا د حضرت فاطمه(س) له ژوند سره په اړوندو کتابونو او د هغې بي بي د خطبې په شرحو کې تشریح شوې ده.
نورې ټاکل شوې مقالې: امام جعفر صادق علیه السلام – د مباهله آیت – ابوبکر بن حسن بن علي
آیا تاسو پوهیږې ...
- ...سید حسن نصرالله (په انځور کې) باور درلود چې موږ هر هغه څه چې موږ ته ګران دي حسین(ع) ته قرباني کوو او موږ پای ته ورسیږو پرته چي ختم شو؛ ځکه له دې وروسته به موږ د تل لپاره د حسین(ع) په حضور کې یو؟
- ...عبدالعلي مزاري چې په افغانستان کې د شیعو یو له مشهورو مشرانو څخه دی، د طالبانو له خوا شهید شو او جسد یې د زرګونو خلکو له خوا په پیاده او په سلګونو کیلومتره واټن کې تشییع شو؟
- ...د حیدرآباد ښار چې پخوا بهاګ نگر بلل کېده، د هغه وخت پاچا لخوا په حیدرآباد (حیدر ته منسوب، د امام علي(ع) له لقبونو څخه) بدل شو؟
- ...په دوهمه هجري پېړۍ کې د بلخ له ښار څخه په شیعه روایي او رجالی متنونو کې اوولس راویانو ثبت شوي دي چې زیاتره یې د امام صادق(ع) راویان دي؟
- ...د افغانستان شیعو د احوال شخصیه قانون چې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د افغانستان په قضايي محکمو کې د شیعو د حقونو په اړه جوړ شو، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په بشپړه توګه لغوه شو؟
- ...یوازینی کس چې په کعبه کې زیږیدلی دی، امام علی بن ابی طالب(ع) دی؟
وړاندیز شوي مقالې
- د نجران له مسیحیانو سره د پېغمبر(ص) مباهله « د نجران له مسیحیانو سره د پېغمبر(ص) مباهله د اسلام د لومړیو وختونو له پېښو څخه ده چې د پېغمبر(ص) د بلنې د حقانیت نښه ګڼل کیږي. دا پېښه همداراز په مباهلې کې د پېغمبر(ص) او د هغه د ملګرو یعنې امام علي(ع)، فاطمه(س) او حسنینو(ع) په فضیلت دلالت کوي.»
- د عاشورا تحریفونه « د عاشورا تحریفونه د کربلا د پېښې په اړه هغه راپورونه او شننې چې ځینو عالمانو او څېړاندو هغه جعلي یا غلطې ګڼلې دي. ویل شوي چې غلط نقلونه او بې صحیح سنده ادعاګانې، له کربلا وروسته په مختلفو پېړیو په تېره بیا د صفویانو او قاجاریانو په زمانه کې په سرچینو کې شاملې شوې دي.»
- د امام سجاد(ع) د عرفې دعا «د امام سجاد(ع) د عرفې په دعا مشهوره د صحیفه سجادیه اوه څلویښتمه دعا له امام سجاده یوه مأثوره دعا ده چې د عرفې په ورځ لوستل کیږي.»
- د امام حسین(ع) پاڅون « د امام حسین(ع) پاڅون د یزید بن معاویه د حکومت په خلاف د هغه حضرت اعتراضیه حرکت و چې د ۶۱ قمري کال د محرم په لسمه د هغه حضرت او د ملګرو یې د شهادت او د هغوي د کورنۍ د اسیرېدو سبب وګرځېد. دغه حرکت د یزید د استازي په توګه د مدینې له واکمن سره بیعته د امام حسین(ع) له ډډه کولو او د ۶۰ قمري کال په رجب کې له مدینې په وتلو سره پېل او مدینې ته د اسیرانو په بیا ستنېدو سره پای ته ورسید.»
- د دوح ورځ « د دَوح ورځ د غدیر ورځې لپاره بل نوم دی؛ هغه ورځ چې پیغمبر(ص) امیر المومین علي(ع) ته د خپل ځای ناستې او ولې په توګه معرفي کړ..»
- د حج ارکان «د حج ارکان د حج له اصلي مناسکو او واجباتو څخه دي، چې قصداً پرېښودل یې د حج د باطليدو سبب کیږي. د شیعه فقهاوو له نظره احرام، طواف، په عرفات کې هیساریدل، په مشعر الحرام کې هیساریدل او د صفا او مروه تر مینځ سعي کول، د حج ارکان دي. ځينو امامیه فقهاوو نيت، تلبیه او ترتيب هم د حج له ارکانو ګڼلي دي.»
- د تشیع فرقې «د تشیع فرقې د شیعیانو مختلفې څانګې دي چې د علي ابن ابي طالب(ع) په بلا فصل امامت له عقیدې سره سره، په ځنیو نورو عقیدو لکه د معصومو امامانو په شمېر کې له یو بل سره اختلاف لري. امامیه، زیدیه او اسماعیلیه، د شیعیانو تر ټولو مهمې ژوندۍ فرقې دي. ځینې سرچینو کیسانیه، فَطَحیه، واقفیه، ناووسیه او د غالیانو ډله هم چې ټول له مینځه تللي شیعه فرقې ګڼلې دي. د نفوسو د شمېر له اړخه امامیه د شیعه تر ټولو پر نفوسه فرقه ده چې په ایران، عراق، پاکستان، افغانستان او لبنان او ځینو نورو هیوادونو کې استوګنه ده.»
- علي بن ابي رافع «علي بن ابي رافع د امام علي(ع) په حکومت کې د بیت المال کاتب او مسئول و. هغه د پیغمبر(ص) د مشهور صحابي ابو رافع زوی دی.»
- د الاقصی طوفان « د نیواکي فلسطین د تاټوبي او غَزِّه تر مینځ په سرحدي سیمه کې د اسراییلو په خلاف د حماس د ځواکونو پوځي عملیات دي.»
- تور اغوستل «سیاه پوشي (تور اغوستل)، د تورو جامو اغوستل یا په ځایونو د تورو پردو لګول دي چې د عزادارۍ په نښه ترسره کیږي. په شیعیانو کې دا فرهنګ د اسلام له لومړیو دود پاتې شوی دی. د معصومانو په روایتونو کې مختلف شواهد د دغه سنت په تایید موجود دي.»
شاخص
نوې مقالې
- سهل بن حنیف ته د امام علی(ع) لیک
- اشعث بن قیس ته د امام علي(ع) لیک
- خاصف النعل (لقب)
- خصائص الوحی المبین (کتاب)
- شریح قاضي ته د امام علي(ع) لیک
- د اود موقوفه
- د احتمالي ضرر د دفع کولو واجبوالي
- نعیم قاسم
- عیسی احمد قاسم
- د بیروت ضاحیه
- الفصول المختارة (کتاب)
- د تلاوت تصدیق
- همدان قبیله
- سلیم بن قیس هلالي
- اطلبوا العلم من المهد الی اللحد
- سید ساجدعلي نقوي
- شریح بن هاني حارثي
- شاه مردان (لقب)
- جهاد نکاح
- عبقات الانوار في امامة الائمة الاطهار (کتاب)
غوره شوي انځورونه