مسوده:تحنث
تَحَنُّث، د اسلام له ظهور څخه مخکې د قریشو د توحیدګرو ترمنځ د عبادت یوه دود و.[۱] په دې دود کې، به خلکو د روژې په میاشت کې له ټولنیز ژوند څخه لاس واخست او د حرا په غار کې به یې عبادت کاوه او له یوې میاشتې عبادت وروسته به بیرته راستنیدل او د کعبې طواف به یې کاوه.[۲]

د تاریخي راپورونو له مخې، عبدالمطلب د دې دود بنسټ ایښودونکی و[۳] او له هغه وروسته، ځینې کسان لکه ورقه بن نوفل او ابو امیه بن مغیره هم دا عمل کاوه.[۴] پیغمبر(ص) به هم له رسالت مخکې د حرا په غار کې تحنث کاوه، په ځانګړې توګه د روژې په میاشت کې.[۵] د رسول جعفریان په وینا، قریشو هم د عبدالمطلب د درناوي لپاره د هغه د لمسي محمد(ص) لپاره د غار د کارولو د لومړیتوب حق خوندي وساته.[۶]
ځینو لیکوالانو د تحنث په دې موده کې رسول الله(ص) سره د حضرت علي(ع) او حضرت خدیجې(س) د سره شونې خبره کړې ده،[۷] خو د قرآن څیړونکي محمود رامیار په وینا، دا ملګرتیا یوازې د خوراکي توکو او اوبو په رسولو پورې محدوده وه، او حضرت محمد(ص) په غار حرا کې یوازې عبادت کاوه.[۸] رسول جعفریان، چې یو شیعه تاریخ پوه دی، هم په دې باور دی، د ابن حزم لخوا لیکل شوي کتاب «الجوامع السیرة النبویه»[۹] په حواله وایي: حضرت محمد(ص) به پخپله د حرا غار ته د عبادت لپاره تللو، او له هغه څخه مخکې په دې اړه هیڅ جدي روایت نه لرو چې د بل چا پیروۍ ته یې اشاره کړې وي.[۱۰]
د خلوت کولو دغه دوره د پیغمبر(ص) د بعثت لپاره د لارې هوارولو په توګه ګڼل کیږي.[۱۱] له بعثت وروسته، د تحنث پر ځای په جومات کې اعتکاف شورو شو.[۱۲]
فوټ نوټ
- ↑ حلبی، السیرة الحلبیة، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۳۳۹.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۰۵.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۸۴؛ حلبی، السیرة الحلبیة، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۳۳۸.
- ↑ حلبی، السیرة الحلبیة، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۳۳۹.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق. ج۱، ص۱۰۵.
- ↑ جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، ص۲۲۶.
- ↑ نهجالبلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۹۲، ص۳۰۱؛ خویی، منهاج البراعة، ۱۴۰۰ق، ج۱۲، ص۳۹.
- ↑ رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۸۴ش، ص۳۶.
- ↑ ابنحزم، الجوامع السیرة النبویه، دار الکتب العلمیة، ص۳۶.
- ↑ جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، ص۲۲۷.
- ↑ جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، ص۲۲۷.
- ↑ رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۸۴ش، ص۳۶ و ۳۷.
سرچينې
- ابنحزم، علی بن احمد، جوامع السیرة النبویة، بیروت، دار الکتب العلمیة، بې نېټې.
- بَلاذُری، احمد بن یحیی، أنساب الأشراف، بیروت، دار الفکر، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
- جعفریان، رسول، سیره رسول خدا(ص)، قم، دلیل ما، چاپ سوم، ۱۳۸۳ش.
- حلبی، ابوالفرج، السیرة الحلبیة، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ دوم، ۱۴۲۷ق.
- رامیار، محمود، تاریخ قرآن، تهران، مؤسسه انتشارات امیرکبیر، چاپ ششم، ۱۳۸۴ش.
- سیدرضی، محمد بن حسین، نهجالبلاغة، تصحیح صبحی صالح، قم، هجرت، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
- هاشمی خویی، میرزاحبیبالله، منهاج البراعة فی شرح نهجالبلاغة، مترجم: حسن حسنزاده آملی و محمدباقر کمرهای؛ محقق: ابراهیم میانجی، تهران، مکتبة الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۰ق.