منځپانگې ته ورتلل

د پېغمبر(ص) منبر

د wikishia لخوا
(له د پیغمبر(ص) منبر نه مخ گرځېدلی)
په مسجد النبي کې د پیغمبر منبر

د پېغمبر منبر یو لرګین ځايګی و چې حضرت محمد(ص) د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې په مسجد النبي کې پرې کښیناسته او خطبې یې ویلې. رسول الله(ص) دا منبر د «جنّت یوه کوچنۍ دروازه» بللې ده چې بنسټونه یې په جنت کې دي [۱]. همدارنګه، په یوه بل روایت کې، هغه خپل منبر د حوض کوثر پر سر بللی دی او دا تعبیر دا مانا لري چې د منبر تر څنګ عبادت کول به د قیامت په ورځ له حوض کوثر څخه د اوبو څښلو لامل شي.

د منبر له جوړولو مخکې، رسول الله(ص) د خطبې ویلو پر مهال په جومات کې د خرما د ونې پر تنه تکیه کوله. وروسته له هغه چې د لرګیو د منبر جوړولو وړاندیز وشو، هغه له مسلمانانو سره مشوره وکړه او دا وړاندیز ومنل شو. د دې منبر د جوړولو دوه لاملونه ذکر شوي دي: لومړی، د خطبې ویلو پر مهال په ولاړ حالت کې د رسول الله(ص) ستړیا ؛ دویم، د مسلمانانو د شمېر زیاتوالی او د مسجد النبي پراخوالی چې د وینا لپاره یو لوړ ځایګي ته اړتیا وه.

د رسول الله(ص) منبر د بني‌عباسو د خلافت په دوره کې له منځه ولاړ او د تبرک لپاره د لرګو په کوچنیو ټوټو بدل شو. د پیړیو په اوږدو کې، ګڼ منبرونه جوړ او په هماغه ځای کې کیښودل شول، تر دې چې په ۹۹۸ قمري کال کې، عثماني پاچا په دغه ځای کې یو نوی منبر کیښود.

مقام او فضیلت

د روایتونو له مخې رسول الله(ص)، خپل منبر د جنت یوه کوچنۍ دروازه بللې ده[۱] چې بنسټونه یې په جنت کې دي.[۲] همدارنګه، رسول الله(ص) د خپل کور او منبر ترمنځ ځای د جنت د باغونو یو باغ بللی دی.[۳] دا روایت داسې تعبیر شوی چې په دې ځای کې لمونځ او ذکر کول د جنت د باغونو د اجر لامل کیږي.[۴] خو یو بل قول د روایت ظاهري مانا اخیستې چې د منبر او د رسول الله(ص) د کور ترمنځ د جنت یو باغ دی.[۵] د رسول الله(ص) یو بل قول نقل شوی چې خپل منبر یې د جنت د یوې ویالې پر سر بللی دی.[۶]

په شیعه سرچینو کې، د منبر تر څنګ د لمونځ کولو،[۷] په لاس، مخ او سترګو سره د منبر لمس کولو، د الله د حمد ویل او د حاجاتو د بیانولو سپارښتنه شوې ده.[۸]

ویل شوي کله چې د پېغمبر منبر په خپل ځای کې کیښودل شو، هغه حضرت پرې پورته شو او دوه رکعته لمونځ یې وکړ. بیا یې مخ د خلکو خوا ته وکړ او ویې ویل چې دا کار مې وکړ ترڅو زما لمونځ زده کړئ.[۹] حضرت محمد(ص) همدارنګه هغه کسان چې د خپل حق د ادعا لپاره یې قسم خوړلو، د منبر تر څنګ بیول او ترې یې غوښتل چې هلته قسم وخوري. په دې اړه، له رسول الله(ص) نقل شوی چې هر څوک زما د منبر تر څنګ دروغجن قسم وخوري، د هغه ځای به په دوزخ کې وي.[۱۰]

پر ونې تکیه کول

رسول الله(ص) تر هغه وخته پورې چې لرګین منبر نه و جوړ شوی، د خطبې ویلو پر مهال په مسجد کې د خرما د نې په یوې تنې (سټې) تکیه کوله.[۱۱] ویل شوي چې پر دې ونې د رسول الله(ص) تکیه کول د ګڼو روایتونو له مخې مستند دي.[۱۲] همدارنګه په سرچینو کې راغلي چې کله د رسول الله(ص) لپاره منبر جوړ شو او نور یې پر دې ونې تکیه نه کوله، نو دغه سټې ژړا کوله او ځکه یې هغه حنانه ستن (ژړېدونکې ستن) ونوموله.[۱۳]

په مسجد النبي کې د پېغمبر منبر

د ځینو نقلونو له مخې، مخکې له دې چې د رسول الله(ص) لپاره لرګین منبر جوړ شي، د خټو یو منبر او ډپه جوړه شوې وه.[۱۴] همدارنګه ویل شوي چې هغه کسان چې مسجد ته ننوتل رسول الله(ص) یې نه شو پېژندلی نو له همدې امله د خټو یوه ډپه جوړه شوه چې کله پردي کسان مسجد ته ننوځي، رسول الله(ص) وپیژني.[۱۵]

همدارنګه وګورئ: حنانه ستن

د لرګین منبر جوړول

ویل شوي چې یو شمېر اصحابو رسول الله(ص) ته وړاندیز وکړ چې د هغه لپاره منبر جوړ کړي.[۱۶] رسول الله(ص) له مسلمانانو سره مشوره وکړه او هغوی د دې موضوع هرکلی وکړ. په پای کې رسول الله(ص) اجازه ورکړه چې د هغه لپاره یو لرګین منبر جوړ شي.[۱۷]

استدلال شوی چې د رسول الله(ص) لپاره د منبر جوړول له ۷ هجري کال څخه وروسته وو ؛[۱۸] ځکه چې په ګڼو روایتونو کې راغلي چې تمیم داري رسول الله(ص) ته د منبر جوړولو وړاندیز وکړ او تمیم په ۷ هجري کال کې مدینې ته راغلی و.[۱۹] خو په عین حال کې، د منبر جوړول په ۸ هجري کال پورې هم تړل شوي دي.[۲۰] د ځینو نقلونو له مخې، د انصارو یوې ښځې رسول الله(ص) ته د منبر جوړولو وړاندیز وکړ.[۲۱]

د منبر د جوړوونکي په اړه بېلابېل راپورونه نقل شوي دي؛ په شمول د تمیم داري، باقول د سعید بن عاص غلام، کلاب یا صباح د عباس مریی او باقوم، هغه کس چې د قریشو په وخت کې د کعبې بیا رغونه د هغه تر نظر لاندې ترسره شوه.[۲۲]

په دې اړه چې ولې د رسول الله(ص) لپاره لرګین منبر جوړ شو، دوه لاملونه نقل شوي دي:

  • د رسول الله(ص) ستړیا: ویل شوي چې رسول الله(ص) په ولاړ حالت کې خطبه ویله او دا کار د هغه د ژوند په وروستیو کې د هغه د ستړیا لامل کیده، نو له همدې امله د هغه لپاره یو لرګین منبر جوړ شو.[۲۳]
  • د مسلمانانو ډېر شمېر: ویل شوي چې مسجد النبي پراخ شوی و او د مسلمانانو شمېر هم زیات شوی و. ګڼ خلک د رسول الله(ص) د ویناو اورېدو او مسلمانیدو لپاره ورتلل چې دا ټولو د منبر د جوړولو لامل شول.[۲۴]

د رسول الله(ص) له وفات وروسته منبر

ابوبکر د خپل خلافت په وخت کې د رسول الله(ص) له ځایه یوه زینه ټیټ کښېناسته. دویم خلیفه هم د لومړي خلیفه له ځایه یوه زینه ټیټ کېناسته،[۲۵] خو درېیم خلیفه د خلافت له ترلاسه کولو وروسته د خپلې لومړۍ خطبې لپاره د رسول الله(ص) په هماغه ځای کېناست. دې کار د خلکو حساسیت راوپاراوه او خلیفه نشو کولی وینا وکړي او د څو جملو له ویلو وروسته له منبره راکوز شو.[۲۶]

د شیعه فقیه او محدث محمدباقر مجلسي د نقل له مخې، امام علي(ع) له خلافت وروسته پر منبر پورته شو او د رسول الله(ص) په هماغه ځای کېناست. د خلکو ترمنځ ګنګوسي او شور جوړ شو او امام د دې لامل وپوښت. خلکو وویل چې دا ځکه ده چې هغه د رسول الله(ص) په ځای ناست دی. علي بن ابیطالب د رسول الله(ص) کلام ته اشاره وکړه چې که څوک زما په ځای کېني او زما په څېر عمل ونکړي، دوزخ ته به ځي، خو زه به د رسول الله(ص) په کړو او ویناوو عمل کوم او له همدې امله د رسول الله(ص) په ځای ناست یم.[۲۷]

د پېغمبر منبر د معاویه تر خلافت پورې کارول کیده،[۲۸] او معاویه پریکړه وکړه چې دا منبر شام ته یوسي، خو په پای کې بریالی نشو.[۲۹] دا منبر د بني‌عباسو د خلافت په دوره کې له منځه ولاړ او د تبرک لپاره په کوچنیو لرګینو ټوټو بدل شو.[۳۰] د کلونو او پیړیو په اوږدو کې، ګڼ منبرونه جوړ او د پېغمبر د منبر په ځای کېښودل شول.[۳۱] په پای کې، په ۹۹۸ قمري کال کې، د سلطان مراد عثماني له خوا یو نوی منبر د رسول الله(ص) د منبر په ځای کې کیښودل شو.[۳۲]

فوټ نوټ

  1. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۵۵۳.
  2. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۵۵۴.
  3. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۵۵۴.
  4. مجلسی، ملاذ الأخیار، ۱۴۰۶ق، ج۹، ص۲۰.
  5. مجلسی، ملاذ الأخیار، ۱۴۰۶ق، ج۹، ص۲۰.
  6. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۵۵۴.
  7. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۶، ص۳۳۴.
  8. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۵۵۳.
  9. بیهقی، دلائل النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۵۵۴.
  10. کاتب واقدی، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۹۲.
  11. الأنصاری، عمارة وتوسعة المسجد النبوی الشریف عبر التاریخ، ۱۹۹۶م، ص۷۶.
  12. جعفریان، آثار اسلامی مکّه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۲۲۱.
  13. قطب‌الدین راوندی، الخرائج و الجرائح، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۶۵.
  14. وکیل، المسجد النبوی عبر التاریخ، ۱۹۸۸م، ص۴۲.
  15. وکیل، المسجد النبوی عبر التاریخ، ۱۹۸۸م، ص۴۲.
  16. کاتب واقدی، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۹۲.
  17. کاتب واقدی، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۹۲.
  18. وکیل، المسجد النبوی عبر التاریخ، ۱۹۸۸م، ص۴۲.
  19. وکیل، المسجد النبوی عبر التاریخ، ۱۹۸۸م، ص۴۴.
  20. مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۱۰، ص۹۵.
  21. ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۳۱۷.
  22. وکیل، المسجد النبوی عبر التاریخ، ۱۹۸۸م، ص۴۴.
  23. کاتب واقدی، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۹۲.
  24. وکیل، المسجد النبوی عبر التاریخ، ۱۹۸۸م، ص۴۱.
  25. مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۱۰، ص۹۷.
  26. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۶۲.
  27. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۸، ص۷۷-۷۸.
  28. جعفریان، آثار اسلامی مکّه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۲۲۱.
  29. طبری، تاریخ‌ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۳۸.
  30. مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۱۰، ص۹۷.
  31. مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۱۰، ص۹۷.
  32. جعفریان، آثار اسلامی مکّه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۲۲۱.

سرچينې

  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن بن علی‏، المنتظم،‏ تحقیق محمد عبدالقادر عطا و مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • الأنصاری، ناجی محمد حسن، عمارة وتوسعة المسجد النبوی الشریف عبر التاریخ، مدینه، نادی المدینه المنوره الادبی، ۱۹۹۶م.
  • بیهقی، احمد بن حسین، دلائل النبوة، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۰۵ق.
  • جعفریان، رسول، آثار اسلامی مکه و مدینه، تهران، مشعر، ۱۳۸۷ش.
  • صالحی دمشقی‏، محمد بن یوسف، سبل الهدی والرشاد فی سیرة خیر العباد، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم والملوک (تاریخ طبری)، تحقیق محمد أبوالفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
  • طریحی، فخرالدین، مجمع البحرين، تحقیق احمد یوسفی اشکوری، تهران، مرتضوی، ۱۰۸۵ق.
  • قطب‌الدین راوندی، سعید بن عبد اللّٰه، الخرائج و الجرائح، قم، مؤسسه امام مهدی عجل الله تعالی فرجه، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • کاتب واقدی، محمد بن سعد‏، الطبقات الکبری‏، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق و تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مجلسی، محمدباقر، ملاذ الأخیار فی فهم تهذیب الأخبار، تحقیق و تصحیح مهدی رجائی‌، قم، کتابخانه آیة الله مرعشی نجفی، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
  • مقریزی، تقی‌الدین‏، امتاع الأسماع بما للنبی‏، تحقیق محمد عبدالحمید نمیسی، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
  • وکیل، محمد سید، المسجد النبوی عبر التاریخ، جده، دار المجتمع، ۱۹۸۸م.
  • یعقوبی، احمد بن أبی‌یعقوب‏، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، چاپ اول، بی‌تا.