منځپانگې ته ورتلل

امی پيغمبر

د wikishia لخوا
(له امی پیغمبر نه مخ گرځېدلی)

اُمّی پيغمبر، دا هغه صفت دی چې قرآن مجید د حضرت محمد(ص) لپاره راوړی دی. اُمّی هغه چا ته اشاره کوي چې په دودیز ډول یې لوست لیک نه دي زده کړی. دا ځانګړتیا د قرآن کریم د معجزه شونی او د حضرت محمد(ص) د پوهې د الهي شونی د ثبوت په توګه ګڼل کیږي؛ ځکه چې څنګه یو کس چې هیڅکله یې انساني زده کړه نه ده ترلاسه کړې، د پوهې او حکمت څخه ډک کتاب وړاندی کولی شي. دا امی شونه همدارنګ د قرآن کریم په اصالت او له نورو کتابونو څخه په نه اخستل کیدو باندې هم ګواهي ورکوي. د قرآن کریم د آیتونو له مخې، د حضرت محمد(ص) د اُمّی شونې زیرې په تورات او انجیل کې هم ورکړی شوی دی، او دا د حضرت محمد(ص) لپاره یو فضیلت ګڼل کیږي.

د پيغمبر(ص) د امی کېدو په اړه مختلف نظرونه شته؛ په شمول د نه زده شوی او د لوستلو او لیکلو توان نه درلودل، د ام القراء (مکې) سره تړاو درلودل، هغه کس چې د هغه امت او پیغمبر سره تړاو لري چې کتاب یې نه درلود.

د مرتضی مطهري کتاب «پيامبر امی» او د «مکتب وحی و مفهوم امی‌ بودن پیامبر» کتاب پورته ذکر شوې موضوع څیړلی دی.

په قرآن کې د امی توصیف

د قرآن کریم د آیتونو له مخې، امي کېدل د پیغمبر(ص) له لقبونو څخه یو لقب دی، چې په تورات او انجیل کې هم ورته اشاره شوې ده.[۱] د شیعه مفسر محمد جواد مغنیه په وینا، دا صفت پیغمبر(ص) پورې ځانګړی دی او په نورو پیغمبرانو ته نه شاملیږي.[۲] د «اُمّی» کلمه په قرآن کریم کې دوه ځله د پیغمبر(ص) لپاره کارول شوې ده.[۳]

اُمّي هغه کس ته ویل کیږي چې لوستل او لیکل یې نه وي زده کړی[۴] او د زیږون راهیسې بې سواده پاتې شوی دی.[۵]

د اُمّی بیلا بیل تفسیرونه

نالوستی او د لوستلو او لیکلو توان نه لرونکی د مرتضی مطهري په وینا، د مفسرینو ترمنځ عام نظر دا دی چې د «اُمي» کلمه هغه کس ته ویل کیږي چې لیک لوست نه شي کولی.[۶] ځینې عالمان لکه شیخ طوسي (د پنځمې پیړۍ شیعه عالم)،[۷] علامه طباطبايي، او رشید رضا(یو سني مفسر) په دې باور دي. هغوي په ترتیب سره «اُمي» «هغه څوک چې نه لیکي»، «هغه څوک چې د لوستلو او لیکلو توان نلري»[۸] او «هغه څوک چې هیڅ شی یې نه دی لوستلی یا یې نه دی زده کړی،»[۹] په معنی تفسیر کړی دی.

دا معنی د قرآن کریم په نورو آیتونو[۱۰] او همدارنګه د تاریخ پوهانو په اجماع سره تایید شوې ده.[۱۱] ځینې مستشرقین لکه جان ډیون پورټ،[۱۲] توماس کارلایل،[۱۳] ویل دورانټ[۱۴] او کونسټان ورژیل گیورگیو[۱۵] هم د پیغمبر(ص) اُمي شونه منلې ده.

د دې معنی په ملاتړ کې، کله کله د اتمې پیړۍ د شاعر حافظ یو مشهور شعر کارول کیږي:

نگار من که به مکتب نرفت و خط ننوشت‏
به غمزه مسئله‌آموز صد مدرّس شد[۱۶]


نظامي هم په شپږمې پيړۍ کې دا شعر لیکلی دی:

امی گویا به زبان فصیح‏
از الف آدم و میم مسیح[۱۷]

د مرتضی مطهري په وینا، ځینې خلک، لکه سید مرتضی، په دې باور دي چې پیغمبر(ص) د خپل نبوت په وخت کې د لوستلو او لیکلو توان درلود او د قلم او دوات پیښه یې نقل کړې ده. په هرصورت، مطهري دا نظر ردوي او د قلم او دوات غوښتنه یې د پیغمبر(ص) د شخصي لیکنې لپاره، بلکې د دې لپاره یې غوښتنه کړې وه چې نورو ته حکم وکړي چې دا موضوع ثبت کړي، او داسې مجازا استعمالیږي.[۱۸]

اُم ‌القری(مکه) ته منسوب

امام باقر(ع) سره د ځینو منسوبو روایتونو له مخې، هغه د پيغمبر «اُمّی» شونه، د هغه مکې ته د منسوب شونې له امله ګڼلې ده.[۱۹] ځینې مفسرین هم ورته نظر لري.[۲۰] د سند د کمزورتیا له امله په دې نظر باندې نیوکه شوې ده.[۲۱] همدارنګه، «امّ القُری» د مکې لپاره ځانګړی نوم نه دی چې یوازې مکې سره خاص وي بلکې د هر لوی مرکز او سیمې لپاره یو عمومي عنوان دی. سربیره پردې، د بقره سوره په ۷۸ آیت کې، په مدینه کې میشت یهودیانو ته هم «اُمّی» ویل شوي دي، چې پورتني مطلب سره تناقض لري. د عربي ادب له نظره هم، دا رواج او عام نه دي چې ام القری سره منسوب کس ته «امي» سره خطاب وشي.[۲۲]

امت سره منسوب کس

د مکارم شیرازي په وینا، د پورته ذکر شویو دوو معنیو سربیره، د «اُمي» کلمه د هغه چا معنی هم لري چې د ملت او خلکو له ډلې څخه راپورته شوی وي. هغه د دې کلمې معنی د ټولو دریو امکاناتو مجموعه ګڼلی او د «اُمي پیغمبر» په ترکیب کې یې ویلي دي هغه پیغمبر چې زده کړه یې نه ده کړې او د خلکو له ډلې څخه راپورته شوی او د ام القری په ځمکه کې راپورته شوی دی.[۲۳]

هغه قوم چې اسماني کتاب یې نه درلود

ځینې خلک په دې باور دي چې د «اُمي» اصطلاح هغو خلکو ته اشاره کوي چې اهل کتاب نه وو.[۲۴] او د «اُمي پيغمبر» اصطلاح پدې معنی ده چې خدای هغه پیغمبر د هغو خلکو په منځ کې راولیږه چې کتاب او شریعت یې نه درلود.[۲۵] له همدې امله، په قرآن کریم کې د «اُمي» جمع «اُمّیون» اصطلاح د هغو عربو لپاره کارول شوی چې آسماني کتاب یې نه درلود.[۲۶] او دا اصطلاح هغه لوستي عربانو ته هم شامل دی چې د لوستلو او لیکلو وړتیا یې درلوده.[۲۷]

د مرتضی مطهري په وینا، دا احتمال د «اُمي» کلمې په جمع بڼه کې او د عرب مشرکینو لپاره استعمال شوې ده، خو په واحد بڼه کې او د پیغمبر(ص) په حواله دا احتمال نه دی ورکړی شوی.[۲۸]

د پيغمبر(ص) د امي شونې پایلې

د پيغمبر(ص) کمال په لدني علم او امی شونه کې

د پيغمبر(ص) اُمّی شونه د پيغمبر(ص) لپاره د کمال او فضیلت په توګه ګڼل کیږي، ځکه چې سره له دې چې د عادي انسانانو په شان سواد یې نه درلود، خو له لَدُنّي علم یې ګټه پورته کوله.[۲۹] دا صفت د پیغمبر(ص) په ستاینه کې راغلی دی، پداسې حال کې چې د نورو لپاره دا کیدی شي د ناپوهۍ او ملامتۍ نښه وي.[۳۰] دا توپیر د تکبر د صفت په څېر دی، کوم چې د خدای په ذات کې کمال ګڼل کیږي، خو د نورو لپاره نیمګړتیا او ملامتیا ګڼل کیږي.[۳۱]

امّی شونه د قرآن مجید په خدايي شونې باندې دلیل

مفسرین د پیغمبر(ص) امی شونه د هغه د رسالت په خدايي شونې[۳۲] او د قرآن کریم په معجزه شونې[۳۳] باندې دلیل ګڼي. ځکه چې، سره له دې چې پیغمبر(ص) دودیز تعلیم او سواد نه درلود، خو هغه خلک له ناپوهۍ څخه هدایت او نجات ته بوتلی شول.[۳۴] همدارنګه، د یو نالوستي کس لخوا د قرآن کریم غوندې کتاب راوړل چې مختلف علوم او حکمتونه پکې شامل دي، یوه معجزه ګڼل کیږي.[۳۵] د قرآن کریم د معجزې په اړه په خپل بحث کې، علامه طباطبایي په المیزان کې له ننګونو څخه یوه ننګونه «د هغه چا په اړه ننګونه چې قرآن کریم پرې نازل شوی و» ګڼي. د هغه په وینا، خدای پاک قرآن کریم په هغه چا نازل کړ چې نه یې سبق لوستی او نه یې لیکل کړي، نه یې ښوونکی لیدلی، او حتی د خپل رسالت څخه مخکې په څلویښتو کلونو کې د پوهې یا فصاحت هیڅ نښه په کې نه وه لیدل شوی.[۳۶]

د پیامبر امی کتاب د مرتضی مطهري لخوا

د قران له نورو کتابو څخه د راخستلو نفي

د مفسرینو په وینا، د عنکبوت سوره ۴۸ آیت ته په پام، د پیغمبر(ص) له بعثت څخه مخکې د لوستلو او لیکلو وړتیا نه درلودلو ته اشاره کوي او هره هغه ادعا ردوي چې قرآن کریم له نورو سرچینو څخه د راخستلو دعوا کوي.[۳۷] دا آیت روښانه کوي چې که پیغمبر(ص) سبق زده وې، نو مخالفینو یې دا ادعا کولی شوه چې قرآن کریم یې د پخوانیو کتابونو د مطالعې او یوځای کولو محصول دی.[۳۸] البته، ځینې مستشرقین لکه نولدکه، ویل، بلاشر، او واټ د پیغمبر(ص) د اُمّی شونې انکار کړی دی، او ویل شوي چې دا انکار پرته له کومو شواهدو او د قرآن کریم د الهي منشاء په اړه د شک ایجاد کولو په هدف ترسره شوی دی.[۳۹]

ځانګړی لیکنې

«پیامبر امی» کتاب د مرتضی مطهري کتاب په اصل کې یوه مقاله وه چې په ۱۳۴۷لمریز کال/۱۳۸۷ق کې د «محمد(ص) خاتم پیامبران»‏ کتاب په عنوان سره د مؤسسه حسینیه ارشاد له خوا خپور شو. بیا دا کتاب په ځلونو د انتشارات صدرا له خوا چاپ شوی دی.[۴۰]

عبداللطیف هندي او جعفر سبحاني هم «مکتب وحی و مفهوم امی‌ بودن پیامبر» کتاب لیکلی چې د انتشارات رسالت له خوا په ۱۳۵۶لمریز کال کې چاپ شوی دی.[۴۱]

فوټ نوټ

  1. قرشی، تفسیر أحسن الحدیث، ۱۳۷۷ش، ج۴، ص۱۷.
  2. مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۳، ص۴۰۴.
  3. طیب، أطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۵، ص۴۷۷ و ج۶، ص۴.
  4. قرشی، قاموس قرآن، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۱۱۹.
  5. ابن‌منظور، لسان العرب، ۱۴۱۴ق، ج۱۲، ص۳۴.
  6. مطهری، پیامبر امی، ۱۳۸۱ش، ص۴۰.
  7. شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۴، ص۵۵۹.
  8. طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۲۱۵.
  9. رشید رضا، المنار، ۱۹۹۰م، ج۲، ص۳۸۵.
  10. مطهری، پیامبر امی، ۱۳۸۱ش، ص۳۶-۴۰.
  11. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۶، ص۴۰۰، مطهری، پیامبر امی، ۱۳۸۱ش، ص۹.
  12. دیون‌پورت، عذر تقصیر به پیشگاه محمد و قرآن، ۱۳۴۴ش، ص۱۷-۱۸.
  13. مطهری، مجموعه آثار شهید مطهری، انتشارات صدرا، ج۳، ص۲۰۶-۲۰۷.
  14. جواهری، پاسخ به شبهات اعجاز و تحدی، ۱۳۹۷ش، ص۲۲۶.
  15. جواهری، پاسخ به شبهات اعجاز و تحدی، ۱۳۹۷ش، ص۲۲۷.
  16. «نگار من که به مکتب نرفت...؛گفتگو با استاد مصطفی دلشاد تهرانی»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  17. «در نعت رسول اکرم»، سایت گنجور.
  18. مطهری، پیامبر امی، ۱۳۸۱ش، ص۱۹ ـ ۲۰.
  19. عیاشی، التفسیر، ۱۳۸۰ق، ج۲، ص۳۱؛ صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۲۶.
  20. فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۲۴۲؛حسینی شیرازی، تبیین القرآن، ۱۴۲۳ق، ص۱۸۲.
  21. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۶، ص۴۰۲.
  22. مطهری، پیامبر امی، ۱۳۸۱ش، ص۴۱ ـ ۴۲.
  23. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۶، ص۳۹۶ ـ ۳۹۷ و ۴۰۰.
  24. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۴۷ و ۳۷۵.
  25. طرابیشی، من اسلام القرآن الی اسلام الحدیث، ۲۰۱۰م، ۸۹-۹۰.
  26. راغب اصفهانی، مفردات ألفاظ القرآن، ۱۴۱۲ق، ص۸۷.
  27. قرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۱۹، ص۹۱.
  28. مطهری، پیامبر امی، ۱۳۸۱ش، ص۴۴.
  29. ربیع‌نیا، «امی»، ص۴۰۰.
  30. ربیع‌نیا، «امی»، ص۴۰۰.
  31. ربیع‌نیا، «امی»، ص۴۰۰.
  32. قرشی، قاموس قرآن، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۱۲۰.
  33. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۱، ص۶۳.
  34. مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۳، ص۴۰۴.
  35. ربیع‌نیا، «امی»، ص۴۰۰.
  36. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۱، ص۶۳.
  37. طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۲ش، ج۱۶، ص۱۳۹.
  38. طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۲ش، ج۱۶، ص۱۳۹.
  39. دولت‌آبادی، «تلقی ناصحیح مستشرقان درباره امّی‌بودن پیامبر اکرم(ص)»، خبرگزاری ایکنا.
  40. «کتاب پیامبر امی اثر استاد شهید مرتضی مطهری»، سایت انتشارات صدرا.
  41. «مکتب وحی و امی‌بودن پیامبر»، پایگاه اطلاع‌رسانی کتابخانه‌های ایران.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دارصادر، چاپ سوم، ۱۴۱۴ق.
  • حسینی شیرازی، سید محمد، تبیین القرآن، بیروت، دارالعلوم، چاپ دوم، ۱۴۲۳ق.
  • جواهری، سید محمدحسن، پاسخ به شبهات اعجاز و تحدی، پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، ۱۳۹۷ش.
  • «در نعت رسول اکرم»، سایت گنجور، تاریخ بازدید: ۲۱ مرداد ۱۴۰۴ش.
  • دولت‌آبادی، معصومه، «تلقی ناصحیح مستشرقان درباره امّی‌بودن پیامبر اکرم(ص)»، خبرگزاری ایکنا، تاریخ انتشار: ۱۳ آبان ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۲۴ مرداد ۱۴۰۴ش.
  • دیون‌پورت، جان، عذر تقصیر به پیشگاه محمد و قرآن، ترجمه سعیدی، تهران، نشر انتشار، ۱۳۴۴ش.
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، مفردات الفاظ القرآن، بیروت، دارالقلم، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • ربیع‌نیا، ابوطالب، «امی»، دائره المعارف قرآن کریم، ج۱۴. قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۲ش.
  • رشید رضا، تفسیر المنار، مصر، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۹۹۰م.
  • زمخشری، محمود، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، بیروت، دارالکتاب العربی، چاپ سوم، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تحقیق قصیرعاملی، احمد، بیروت، داراحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمّد(ص)، محقق محسن کوچه باغی، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • طباطبائی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، اعلمی، بیروت، چاپ دوم، ۱۳۹۳ق.
  • طرابیشی، جرج، من اسلام القرآن الی اسلام الحدیث، بیروت، دارالساقی،‌ ۲۰۱۰م.
  • طیب، سید عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، چاپ دوم، ۱۳۷۸ش.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، التفسیر، محقق هاشم رسولی محلاتی، تهران، المطبعة العلمیة، چاپ اول، ۱۳۸۹ق.
  • فیض کاشانی، ملامحسن، تفسیر الصافی، تحقیق حسین اعلمی، تهران، انتشارات الصدر، چاپ دوم، ۱۴۱۵ق.
  • قرشی، سید علی‌اکبر، تفسیر احسن الحدیث، تهران، بنیاد بعثت، چاپ سوم، ۱۳۷۷ش.
  • قرشی، سید علی‌اکبر، قاموس قرآن، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ ششم، ۱۳۷۱ش.
  • قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لأحکام القرآن، تهران، ناصر خسرو، چاپ اول، ۱۳۶۴ش.
  • «کتاب پیامبر امی اثر استاد شهید مرتضی مطهری»، سایت انتشارات صدرا، تاریخ بازدید: ۲۴ مرداد ۱۴۰۴ش.
  • مصطفوی، حسن، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، تهران، بنگاه ترجمه و نشر کتاب، ۱۳۶۰ش.
  • مطهری، مرتضی، پیامبر امی، انتشارات صدرا، ۱۳۸۱ش.
  • ‌ مطهری، مرتضی، مجموعه آثار شهید مطهری، قم، انتشارات صدرا، [بی‌تا].
  • مغنیه، محمد جواد، تفسیر الکاشف، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۲۴ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
  • «مکتب وحی و امی‌بودن پیامبر»، پایگاه اطلاع‌رسانی کتابخانه‌های ایران، تاریخ بازدید: ۲۰ مرداد ۱۴۰۴ش.
  • «نگار من که به مکتب نرفت...؛گفتگو با استاد مصطفی دلشاد تهرانی»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه، تاریخ انتشار: ۸ آبان ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۲۰ مرداد ۱۴۰۴ش.