د عقبه بیعت
د عَقَبه بیعت له هجرته مخکې پيغمبر(ص) سره د یثرب د خلکو دوو تړونونو ته اشاره کوي، چې له مخې یې د یثرب ځینو خلکو پيغمبر(ص) سره ژمنه وکړه چې د خدای عبادت به کوي، له ګناهونو به ډډه کوي او په هر وخت کې به د هغه ملاتړ کوي، او مدینې ته له هجرت وروسته به د پیغمبر(ص) او د هغه د کورنۍ ساتونکي وي. دا دوه تړونونه له دې سببه «عقبه» بلل کیږي چې په عقبه کې ترسره شوي وو.
د عقبه په لومړۍ بیعت کې، د بعثت په دولسم کال د اوس او خزرج د قبیلو دولسو کسانو له رسول الله(ص) سره بیعت وکړ. له دې بیعت وروسته، رسول الله(ص) مصعب بن عمیر مدینې ته واستاوه ترڅو هغوي ته د اسلام دین ورزده کړي. د تاریخي کتابونو له مخې، د عقبه په دوهم بیعت کې، د یثرب له خلکو څخه شاوخوا اویا نارینه او دوه ښځو له رسول الله(ص) سره بیعت وکړ او د یهودانو سره یې خپل پخواني تړونونه مات کړل او له رسول الله(ص) څخه یې وغوښتل چې له فتحې وروسته دوی پری نه ږدي. د عقبه په دوهم بیعت کې، له یثربه دولس سړي (نهه د خزرج او درې د اوس) د مسلمانانو د چارو د مدیریت لپاره د نقبا په توګه وټاکل شول.
ځینو مفسرینو د احزاب سوره ۲۳، د مائده سوره ۷ او د احزاب سوره ۱۵ آیتونه دې عهدونو په هکله نازل شوي ګڼلي دي.
د عقبه د تړونونو د جوړیدو څرنګوالې
د عقبه تړون، دوه تړونونه دي چې د بعثت په دولسم او دیارلسم کال کې د یثرب د یو شمیر خلکو او د پیغمبر(ص) تر مینځ د یو کال په توپیر سره ترسره شول.[۱] دا تړونونه د عقبه تړون په نوم پیژندل شوي ځکه چې دوی د عقبه په نوم ځای کې ترسره کړي وو،[۲][یادونه 1] او په بل وضاحت کې، دا تړون د مینا په ځمکه کې ترسره شول،[۳] خو له دې سببه چې دوهم تړون لومړي پسې ترسره شو، نو د عقبه تړون په نوم یادیږي.[۴]
د تاریخ پوهانو په وینا، د اسلام پیغمبر(ص) د بعثت په یوولسم کال د حج په موسم کې،[۵] د خزرج قبیلې له شپږو کسانو سره ولیدل[۶] او د بل روایت له مخې، پنځه کسان له خزرج قبیلې وو او یو د اوس قبیلې و.[۷] پیغمبر(ص) دوي ته خپل رسالت اعلان کړ،[۸] هغوي یې اسلام ته وبلل، او قرآن یې ورته تلاوت کړ.[۹] دغو خلکو د هغه نبوت ومانه، او مسلمانان شول[۱۰] او د اوس او خزرج قبیلو ترمنځ اختلافاتو ته په پام سره، دوي وړاندیز وکړ چې پیغمبر(ص) په مکه کې پاتې شي او راتلونکی کال د حج په موسم کې هغوي ته ورشي او خلکو ته د اسلام بلنه ورکړي.[۱۱]
لومړۍ عقبه بیعت
د تاریخي سرچینو له مخې، د بعثت په دولسم کال او د حج په موسم کې، د اوس او خزرج د دوو قبیلو دولسو کسانو په عقبه کې پیغمبر(ص) سره ولیدل او له هغه سره یې بیعت وکړ.[۱۲] د کتاب وقايع السنین په وینا، ځینې سرچینې د ګډونوالو شمیر تر ۱۶ پورې یادوي.[۱۳]
ويل کيږي چې د خزرج له قبيلې څخه اَسعَد بن زُرارة، عَوف بن حارث او د هغه ورور مُعاذ، ذَکوان بن عبدقیس، رافع بن مالک، عبادة بن صامت، ابوعبدالرحمن یزید بن ثَعلَبَة، عباس بن عبادة بن نَضلَة، عُقبَة بن عامر بن نابی، قُطبَة بن عامر بن حدیده، او د اوس له قبیلې، ابوالهیثم بن تَهَّیان و عُوَیم بن ساعدة په دې بيعت کې برخه لرله.[۱۴]
د عقبې د لومړۍ بیعت په تړون لیک کې، یوازې د یو خدای عبادت کول، له غلا کولو، زنا کولو او د ماشومانو له وژلو څخه ډډه کول، له غیبت څخه ډډه کول او په ښو چارو کې د رسول الله(ص) اطاعت کول شامل وو. سرچینې وایي د دې بیعت د وفادارۍ په بدل کې دوي ته د جنت ژمنه ورکړې شوې وه، او د خیانت په حالت کې دوی ته بخښنه یا سزا ورکول به د خدای په غاړه وي.[۱۵] تاریخي کتابونو دا بیعت د لومړي عقبه[۱۶] او همدارنګه د بیعة النساء په نوم یاد کړی دی.[۱۷]
د تاریخ پوهانو په وینا، د یثرب د خلکو له راستنیدو وروسته، پیغمبر(ص) مصعب بن عمیر یثرب ته د قرآن کریم د تدریس، د لمونځونو د قایمولو او د دین د تدریس لپاره واستاوه.[۱۸] ویل کیږي چې مصعب بن عمیر یثرب ته لیږل له دویم عقبه بیعت وروسته وو.[۱۹]
د عقبه دویم بیعت او له یهودیانو سره د یثربیانو د تړونونو ماتول
د بعثت په دیارلسم کال د حج په موسم کې، د یثرب له خلکو څخه شاوخوا اویا نارینه او دوه ښځې،[۲۰] مصعب بن عمیر سره، مکې ته لاړل او د تشریق د ورځو په مینځنۍ ورځ، دوی په عقبه کې پیغمبر(ص) سره بیعت وکړ.[۲۱] دې بیعت ته «د عقبه دویم بیعت» یا «بیعة الحرب» ویل کیږي.[۲۲] ویل کیږي چې امام علي(ع) او حمزه د عقبه د سیمې ساتونکي وو[۲۳] او عباس بن عبدالمطلب د پیغمبر(ص) ترڅنګ حاضر و.[۲۴]
د عقبې په دوهمه بیعت کې، د یثرب مسلمانانو ژمنه وکړه چې په سختۍ او اسانتیا کې به د رسول الله(ص) اطاعت کوي، په شتمنۍ او فقر کې به انفاق کوي، د نیکۍ امر به کوي او له بدۍ څخه به منع کوي، حقه خبره به کوي او د نورو له ملامتۍ به نه ډاریږي.[۲۵] دوی دا هم ژمنه وکړه چې کله رسول الله(ص) یثرب ته هجرت وکړي نو داسې ملاتړ به یې کوي، لکه څنګه چې دوي د خپلو میرمنو او ماشومانو د ژوند دفاع کوي، او د دې وفادارۍ بدله ورته جنت اعلان شو. له بلې خوا، یثربیانو، د یهودانو سره د خپلو پخوانیو تړونونو ماتولو ته په اشارې سره، له پیغمبر(ص) وغوښتل چې له فتحې وروسته یې پری نه ږدوي او پیغمبر(ص) ځواب ورکړ: «زما وینه ستاسو وینه ده، او زما حرمت ستاسو حرمت دی. زه له تاسو څخه یم او تاسو له ما څخه یاست. زه به له هغه چا سره جګړه وکړم چې تاسو سره جګړه کوي، او له هغه چا سره به سوله وکړم چې تاسو سره په سوله کې وي.»[۲۶]
د عقبې له دویم بیعت وروسته، دولس یثربيان - نهه د خزرج او درې له اوسه - د مسلمانانو د چارو د اداره کولو لپاره د نقبا په توګه وټاکل شول، او رسول الله(ص) دوی د عیسی(ع) د حواریونو په څیر د خپلو خلکو لپاره مسؤل معرفي کړل.[۲۷] درې یثربيان له بیعت وروسته په مکه کې پیغمبر(ص) سره پاتې شول او د هغه له هجرت وروسته یې ورسره مدینې ته هجرت وکړ. په تاریخي سرچینو کې، دا درې تنه د انصاري مهاجرو په نوم یادیږي.[۲۸]
د مقاتل بن سلیمان د تفسیر له مخې، د احزاب سوره ۲۳ آيت کې «رِجالٌ» د دویم عقبه بیعت کوونکیو ته اشاره کوي.[۲۹] همدارنګه، د مائده سوره په ۷ آیت کې «میثاق» په عقبه کې بیعت کوونکیو ته اشاره بلل شوې ده.[۳۰] په ورته ډول، د توبه سوره په ۱۰۰ آیت کې «انصار» هغو کسانو ته اشاره کوي چې په لومړی عقبه او دویم عقبه بیعت کې وو،[۳۱] او آلوسي، چې د شافعي مفسرینو څخه دی، په خپل کتاب روح المعاني کې، د احزاب سوره ۱۵ آیت هغه تړون ته اشاره کوي چې د بدر د جګړې په جریان کې یا د پیغمبر(ص) له هجرت څخه مخکې په عقبه کې پيغمبر(ص) سره شوی و.[۳۲]
فوټ نوټ
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ټوک۱، ۴۳۸-۴۳۱مخونه.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۲۷۵.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۲۱۸.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۷۰.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۷۰؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۱۹، مخ۲۳.
- ↑ مقریزی، امتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ټوک۱، مخ۵۰.
- ↑ ابنشهرآشوب، مناقب آلأبیطالب، ۱۳۷۹ق، ټوک۱، مخ۱۷۴.
- ↑ ابنأثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ۹۶-۹۵مخونه.
- ↑ مقریزی، امتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۵۰.
- ↑ مقریزی، امتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ټوک۱، مخ۵۰.
- ↑ ابنأثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ۹۶-۹۵مخونه.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ټوک۱، مخ۴۳۱؛ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۷۰.
- ↑ حسینی خاتونآبادی، وقایع السنین والاعوام، ۱۳۵۲ش، ټوک۱، مخ۵۳.
- ↑ ابنحیان، الثقات، ۱۳۹۳ق، ټوک۱، مخ۹۴؛ ابنعبدالبر، الدرر فی اختصار المغازی والسیر، ۱۴۱۵ق، مخ۶۷؛ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۷۰.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ټوک۱، مخ۴۳۳.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۷۰.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ټوک۲، مخ۳۵۵؛ ابنشهرآشوب، مناقب آلأبیطالب، ۱۳۷۹ق، ټوک۱، مخ۱۷۴.
- ↑ ذهبی، تاریخ الاسلام، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۲۹۳.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۲۳۹.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ټوک۱، مخ۴۶۶.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ټوک۱، ۴۵۹-۴۵۸مخونه؛ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، ۱۷۲-۱۷۱مخونه.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ټوک۱، مخص۴۵۴.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ټوک۱، مخ۲۷۳.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ټوک۱، مخ۴۴۱.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ټوک۱، مخ۴۴۷؛ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۷۳.
- ↑ بیهقی، دلائل النبوة و معرفة أحوال صاحب الشریعة، ۱۴۰۵ق، ټوک۲، مخ۴۴۲.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۲۵۲.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ټوک۱، ۴۶۵-۴۶۰مخونه.
- ↑ مقاتل بن سلیمان، تفسیر مقاتل بن سلیمان، ۱۴۲۳ق، ټوک۳، مخ۴۸۴.
- ↑ زمخشری، الکشاف، ۱۴۱۸ق، ټوک۲، مخ۲۱۲.
- ↑ شاهعبدالعظیمی، تفسیر اثنی عشری، ۱۳۶۳ش، ټوک۵، مخ۱۸۵.
- ↑ آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ټوک۱۱، مخ۱۵۹.
سرچينې
- آلوسی، محمود بن عبدالله، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم والسبع المثانی، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
- ابنأثیر جزری، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق.
- ابنحیان، محمد بن حیان، کتاب الثقات، څېړنه، محمد عبد المعید خان، حیدر آباد، نشر وزارة المعارف للحکومة العالیة الهندیة، ۱۳۹۳ق.
- ابنسعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، څېړنه، محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق.
- ابنشهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آلأبیطالب(ع)، قم، انتشارات علامه، لومړی چاپ، ۱۳۷۹ق.
- ابنعبدالبر، یوسف بن عبدالله، الدرر فی إختصار المغازی والسیر، څېړنه، شوقی ضیف، قاهره، وزارة الاوقاف المجلس الاعلی للشئون الاسلامیه، ۱۴۱۵ق.
- ابنهشام، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویة، سمون، مصطفی سقا، بیروت، دار المعرفة، بینېټې.
- بلاذری، احمد بن یحیی، کتاب جمل من انساب الاشراف، څېړنه، سهیل زکار و ریاض الزرکلی، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۷ق.
- بیهقی، احمد بن حسین، دلائل النبوة ومعرفة أحوال صاحب الشریعة، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۰۵ق.
- حسینی خاتونآبادی، عبدالحسین، وقایع السنین والأعوام، گزارشهای سالیانه از تاریخ خلقت حضرت آدم(ع) تا سال ۱۱۹۵ هجری، تهران، کتابفروشی اسلامیه، ۱۳۵۲ش.
- ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام ووفیات المشاهیر والأعلام، څېړنه، عمر عبدالسلام تدمری، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۰۹ق.
- زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل وعیون الأقاویل فی وجوه التأویل، ریاض، مکتبة العبیکان، ۱۴۱۸ق.
- شاهعبدالعظیمی، حسین، تفسیر إثنی عشری، تهران، نشر میقات، ۱۳۶۳ش.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری: تاریخ الامم والملوک، څېړنه، محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، ۱۳۸۷ق.
- قرشی، سید علیاکبر، قاموس قرآن، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۱۲ق.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، سمون او سریزه، سید طیب موسوی جزایری، قم، مؤسسة دار الکتاب للطباعة و النشر، درېم چاپ، ۱۴۰۴ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار الجامعة لدرر الأخبار الأئمة الأطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، دوهم چاپ، ۱۴۰۳ق.
- مقاتل بن سلیمان، تفسیر مقاتل بن سلیمان، تحقیق محمود عبدالله شحاته، بیروت، دار احیاء التراث العربی، لومړی چاپ، ۱۴۲۳ق.
- مقریزی، احمد بن علی، إمتاع الأسماع بما للنبي صلى الله عليه وسلم من الأحوال والأموال والحفدة والمتاع، څېړنه، محمد عبدالحمید نمیسی، بیروت، دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ، مخ۱۴۲۰ق.
- یاقوت حموی، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، سمون، فردیناند وویتنفلد، فرانکفورت، معهد تاریخ العلوم العربیة والإسلامیة، ۱۹۹۴م.