منځپانگې ته ورتلل

مسوده:ابن تیمیه حراني

د wikishia لخوا
ابن تیمیه حراني
بشپړ نوماحمد بن عبدالحلیم بن عبدالسلام بن تِیمیّه حَرّاني حَنبَلي
د زیږیدنې نیټه۶۶۱ق
د وفات نیټه۷۲۸ق
د وفات ښاردمشق
زده کوونکيابن‌قیم جوزي
لپاره پیژندل شویسلفي نظریه ورکوونکی، د شاذ فتواوو مالک


احمَد بن عَبدُالحَلیم چې په ابن‌تَیمیّهٔ حَرّاني(۶۶۱-۷۲۸ق) مشهور دی، یو حنبلي ‌مذهب عالم او د سلفي نظریه لرونکی دی چې ځانته خاصې او د مسلمانانو عالمانو برخلاف لیدتوګې يې وړاندې کړې او په ځلونو زنداني شو. د هغه ځینې نظریې او فتواګانې چې د شیعه او سني عالمانو مخالفت سره مخ شوې، دا دي: د قبرونو زیارت کول بدعت ګڼل، د الله تعالی د صفاتو ظاهري تفسیر او د ځینې مسلمانو ډلو (شیعیانو، صوفیانو او فلسفیانو) کافر ګڼل.

ابن تيميه په مختلفو موضوعاتو کي کتابونه ليکلي دي، چې په هغو کې د قرآنکريم تفسير، عقائد او فقه شامل دي. له هغو ځینې منهاج السنة النبوية في نقض کلام الشيعه او القدريه، د علامه حلي د منهاج الکرامه، کتاب په نقد کې لیکلی شوی. العقيده الحموية الکبری، د خدای او د هغه د صفتونو په اړه د پوښتنو په ځواب کې لیکلی شوی. او د ابن عربي د افکارو په خلاف یې النصوص علی الفصوص کتاب لیکلی. هغه د قرآن د آیتونو د هر ډول تأویل، تشبیه او تمثیل مخالف و، توسل یې د خدای په وړاندې د قسم خوړلو یا د پیغمبر په وسیله له هغه څخه د یو څه غوښتلو په معنی جایز نه ګڼه، او په دې دلیل سره چې د دین له ضروریاتو څخه د یو انکار کول یا د متواتر یا متفقه احکامو څخه د یو انکار کولو سره انسان کافر کیږي، نو ځینې ډلې به یې کافرې ګڼلی لکه د فیلسوفانو، جهمیه، بطنیه، اسماعیلیه، دولس امامي شیعه او قدریه. ابن تیمیه همدارنګ د قبرونو زیارت بدعت ګڼه او په یزید باندې لعنت ویل یې جائز نه ګڼل.

هغه اهل بیتو سره مینه واجب ګڼله او پر هغوی لعنت ویل یې ظلم ګڼه. هغه د صحابه عدالت له دیني مسلماتو ګڼه او د هغوي منکران یې کافر ګڼل. خو بیا هم، هغه په ځینې صحابه نیوکې کولې. ابن تیمیه شیعه په اسلامي نړۍ کې د ټولو شخړو سرچینه وبلله او د نصیریانو، اسماعیلیانو، قرامطیانو او دروزیانو سره یې جنګ واجب ګڼه.

ابن تیمیه د وهابیت د فکري بنسټ ایښودونکي په توګه پیژندل کیږي، او ویل کیږي چې د هغه نظریات د داعش او طالبانو په څیر د تکفیري ډلو په جوړولو اغیزه کړې ده. د ابن تیمیه د شخصیت په اړه بیلا بیل نظرونه شتون لري؛ ځینو سني عالمانو هغه شیخ الاسلام بللی دی، خو ډیرو مسلمانو عالمانو هغه د افراطیت او د اسلامي اجماع څخه د انحراف له سببه غندلی دی. د ابن تیمیه په مخالفت کې او د هغه په رد کې ډیر اثار لیکل شوي دي.

ژوند لیک

احمد بن عبدالحلیم چې د ابن تیمیه په نوم پیژندل کیږي، یو حنبلي عالم و چې په ۶۶۱ هجري کال کې د حران په سیمه کې (چې د موصل او شام ترمنځ یو ځای دی) زیږیدلی و.[۱] کله چې هغه شپږ کلن و نو د مغولو د یرغل له سببه د هغه کورنۍ دمشق ته مهاجره شوه او هغه هلته د ۱۷ کلنۍ په عمر کې د اجتهاد سند ترلاسه کړ.[۲] ابن تیمیه د خپل وخت په ډېرو علمونو کې لکه فقه، اصول، حدیث، کلام، تفسیر، فلسفه او ریاضي زده کړې وکړې، او د نورو دینونو، په ځانګړې توګه د یهودیت په اړه یې هم ځینې معلومات درلودل.[۳]

ابن تیمیه د خپلې وینا د ځواک، له مخالفینو سره په مناظرو کې د تاوتریخوالي،[۴] د خپل وخت د عالمانو سره د مخالفت، د واکمنانو په وړاندې د بې پروایۍ، په سیاسي او ټولنیزو چارو او جګړو کې د خپل حضور، او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په برخه کې د خپلې سختۍ په سبب مشهور و.[۵]

په دمشق کې د حنبلي مکتب د شیخ په توګه د مقام له ترلاسه کولو وروسته، ابن تیمیه د «کتاب العقیده الحمویة الکبری» په څیر اثارو په تدوین سره د عالمانو او خلکو اعتراضونه راوپارول.[۶] مختلفو فرقو سره د هغه شخړې او مناظرې تر هغه وخته پورې جاري وې چې په ۷۰۵ هجري کال کې مصر ته وغوښتل شو او د عقیدتي انحرافاتو په تور زنداني شو. له خوشې کیدو وروسته، هغه په مصر کې پاتې شو او خپل نظریات یې خپاره کړل، چې له همدې امله څو ځله زنداني شو.[۷]

په ۷۱۳ هجري کال کې، هغه د ناصر پاچا سره، د مغولو یرغل سره د مابلې لپاره، شام ته روان و چې بیا ځلې دمشق ته راستون شو او خپل تبلیغ او تدریس یې پیل کړ. په دمشق کې د اوسیدو په وخت، هغه د نورو فرقو له فقهاوو سره د اختلافاتو له امله څو څو ځله زنداني شو، تر دې چې په ۷۲۸ هجري کال کې د دمشق په کلا زندان کې وفات شو.[۸]

استاذان، شاګردان او شالیدونه

په دمشق کې ابن تیمیه د مجد بن عساکر، ابن عبدالدائم، قاسم اربلي، شرف الدین احمد بن نعمة مقدسي او نورو سره زده کړې وکړې[۹] او له خپل استاد شرف الدین څخه یې د اجتهاد سند ترلاسه کړ.[۱۰]

ابن‌کثیر، د البدایة والنهایة کتاب لیکوال،[۱۱] ابوالحجاج مزي د تهذیب الکمال کتاب لیکوال،[۱۲] او ابن‌قیم جوزیه[۱۳] د هغه له شاګردانو وو.

ځینې پوهان په دې باور دي چې د ابن تیمیه شالید د هغه د انحرافي افکارو په جوړښت کې اغیزمن و؛ ځکه چې مختلفو پیښو او ټولنیزو او سیاسي ستونزو، لکه په صلیبي جګړو کې د مسلمانانو کمزوری کیدل، د مغولو یرغل، او د عباسی خلافت ړنګیدل چې د سنیانو لپاره د حکومت یوه نمونه وه، او د انحرافي جریانونو رامینځته کیدل، دې ټولو د ابن تیمیه د افکارو د ټکر او ظهور لپاره زمینه برابره کړه.[۱۴]

تألیفات

د «منهاج السنة النبوية» کتاب د ابن تیمیه له ډېرو جنجالي اثارو څخه دی.

ابن تیمیه د دیني علومو په مختلفو برخو کې ګڼ شمېر اثار لیکلي دي. ابن شاکر په خپل کتاب «فوات الوفیات» کې، د هغه کتابونه او رسالې د موضوع له مخې جلا جلا لیسټ کړي دي لکه تفسیر، کلام، فقه، اصول او فتواګانې.[۱۵] همدارنګ د هغه کتابونه د ابن قیم جوزیه په کتاب «أسماء مؤلفات شیخ الإسلام ابن تیمیة» کتاب کې د موضوع له مخې جلا جلا راغونډ شوي دي.[۱۶] د هغه ځینې مهم اثار دا دي:

  • منهاج السنة النبویة فی نقض کلام الشیعة والقدریه کتاب په ۷۰۵ هجري کال کې د علامه حلي لخوا د ليکل شوي کتاب منهاج الکرامة په نقد کې ليکل شوی دی[۱۷] او د دې په رد او نقد کې یا موافقت کې، ډېر کتابونه خپاره شوي دي.[۱۸] د سنيانو او حتی سلفيانو، اماميانو او زيدي شيعو عالمانو د منهاج السنة په مخالفت کې کتابونه ليکلي دي.[۱۹] ابن تيميه، د هغه څه پر اساس چې په دې کتاب کې يې لیکلي دي، په ناصبي شونې تورن شوی دی.[۲۰]
  • «العقیده الحمویة الکبری» د خدای او د هغه د صفاتو په اړه د پوښتنو په ځواب کې ولیکلی شو، او د اسلامي مکتبونو د پوهانو ترمنځ یې ډېر مخالفتونه راپارول.[۲۱] هغه علم کلام سره مخالفت وکړ او باور یې درلود چې علم کلام هم د ارسطو د فلسفې په څیر، انحراف او زندقه ته لار هواروي.[۲۲] ابن تیمیه همدارنګ په دې کتاب کې د اشاعره په ډېرو عقایدو نیوکه کړې ده، او هغه یې کمزورې او سستې بللي دي.[۲۳]
  • الحسبة في الإسلام: په دې کتاب کې د ابن تیمیه ځنې اقتصادي تفکرات دي.
  • السیاسة الشرعیة لإصلاح الراعي والرعیة: د ولایت، امامت او حکومت په هکله په مصر کې لیکلی شوی.
  • العقیده الواسطیة: دې کتاب، چې د عقیدې د اصولو په اړه مسایل پکې شامل وو، د پوهانو او عامو خلکو ترمنځ ډېر نظریاتي بحثونه راوپارول، او د ابن تیمیه د زنداني کیدو لامل شو.
  • حاوی مسائل اصول اعتقادات، دې کتاب د عالمانو او خلکو تر مینځ ډېر نظري جنګونه راوپارول او د ابن تیمه د زنداني کیدو لامل شو.
  • النصوص علی الفصوص: په فصوص الحکم کتاب کې د ابن عربي د افکارو په خلاف لیکل شوی.[۲۴]
  • د ابن تیمه یو لوی کتاب، مجموعة الفتاوی ۳۷ ټوکه کتاب د هغه فتواګانو دی، خو بیا هم ویل شوي دي چې د هغه ټول آثار په کې نه دي راغونډ شوي، ځکه چې د هغه د کتابونو بشپړ لړلیک هیڅکله په صحیح طریقه نه دی راټول شوی.[۲۵]

تفکرات او نظریې

په ډېرو مواردو کې، ابن تیمیه د سنیانو د نظرونو او فتواوو پر خلاف نظرونه وړاندې کړي دي؛ چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

کلامي او عقیدوي لیدتوګې

ابن تیمیه په دې باور دی چې حضرت محمد(ص) د دین ټول اصول مشخص کړي دي، خو متکلمان عقلي دلیلونو سره خلک د پیغمبر(ص) له تعلیماتو څخه لرې کړي دي.[۲۶] سره له دې چې هغه د کلام علم مخالف دی خو بیا یې هم ځینې کلامي مسایل د عقیدوي نظریاتو په توګه وړاندې کړي دي چې د اسلامي مکتبونو د ډیری عالمانو لخوا یې مخالفت وشو، له هغو ځنې دا دي:

  • د خدای خبري صفاتو په ظاهري معنی باندې معنا کول: ابن تیمیه په خپل رساله «العقیدة الحمویة» کې، د اهل حدیث په پيروۍ کې، د الله تعالی خبري صفتونه لکه د خدای په عرش باندې کښيناستل، یا د خدای لاس او مخ درلودل د هغې په لغوي او ظاهري معنا ګڼلي او هر ډول تأویل، تعطیل، تبدیل، تشبیه یا تمثیل جائز نه ګڼي، او په مؤوِّله (هغه کسان چې د خدای د صفاتو په تأویل باور لري) باندې یې نیوکه کړې ده.[۲۷] هغه دا صفات مجهول ګڼي. ځینې څیړونکي په دې باور دي چې د ابن تیمیه د خدای د خبري صفاتو مجهول ګڼل د دې لپاره وو چې د تشبیه او تجسیم(د خدای لپاره بدن او جسم ګڼل) له تور څخه ځان خلاص کړي.[۲۸] د اسلامي مذهبونو عالمانو پورته ذکر شوي صفات تأویل او تفسیر کړي دي.[۲۹]
  • توسل: ابن تیمیه د توسل درې معنې بیانوي: ۱. که توسل په دې معنا وي چې د رسول الله(ص) اطاعت ورسره وشي، نو هغه یې د ایمان کمال ګڼي، ۲. توسل په دې معنا چې د پیغمبر(ص) په ژوند کې او د قیامت په ورځ د هغه دعا او شفاعت وي نو دا هم ممکن دی، ۳. توسل په دې معنا چې خدای پاک ته په یو څه قسم ورکړې یا د پیغمبر(ص) په وسیلې له خدایه یو څه وغواړې، نو ابن تیمیه د توسل دا دریم ډول جائز نه ګڼي او باور لري چې د صحابه په ژوند کې داسې هیڅ شی نه و.[۳۰]
  • په یزید باندې لعنت ویل: که څه هم ابن تیمیه د امام حسین(ع) په قاتلانو لعنت ویل جائز ګڼل،[۳۶] خو هغه د امام حسین(ع) په قتل کې د یزید ښکیلتیا ثابته نه ګڼله.[۳۷] همدارنګ، ابن تیمیه په یو ظالم او فاسق باندې لعنت ویل جائز ګڼي،[۳۸] مګر هغه د یزید فاسق او ظالم شونه ثابته نه ګڼي؛[۳۹] له همدې امله، په هغه باندې لعنت ویل یې جائز نه ګڼه.[۴۰]

فقهي نظرونه

ابن تیمیه د حنبلي فقهي مکتب پیرو وو، خو له ټولو اسلامي مذهبونو څخه یې په خپلواک نظریات غوره کول. [۴۱] هغه په غیر معمولي او نادرو فتواوو په صادرولو کې مشهور و، دا د هغه ځانګړتیا وه چې د هغه وخت د عالمانو او فقهاوو ترمنځ یې ډیر اعتراضونه راوپارول او په څو مواردو کې یې د زنداني کیدو لامل شوو.[۴۲] د هغه ځینې غیر معمولي فتواوې په لاندې ډول دي:

  1. د لمانځه په کسر ادا کولو کې، هغه د لنډ او اوږد سفر ترمنځ توپیر نه کاوه، او دا کار به یې د نساء سوره د ۴۳ آیت په اطلاق سره او د رسول الله(ص) د سنتو پر بنسټ ترسره کاوه.[۴۳]
  2. د طلاق په اړه، د نورو سني عالمانو برعکس، هغه په دې باور و چې د ثلاث ټکي سره طلاق ورکول یوازې یو طلاق ګڼل کیږي او د طلاق قسم خوړل د طلاق سبب نه کیږي. هغه همدارنګ په طلاق کې تحلیل چې ورسره ښځه خپل لومړي میړه لپاره حلالیږي جایزه نه ګڼله، او دا یې یو شرعي چل ګڼه.[۴۴]

حدیثي لیدتوګې

د حدیث په اړه د ابن تیمیه نظر د عمومي طریقې پيروي چې روایت ته به یې لومړیتوب ورکاوه او په عقل باندې به یې وړاندی کاوه. هغه روایتونو ته ډیر اعتبار ورکاوه او یوازې محدثان به یې د نظر خاوندان ګڼل، پداسې حال کې چې د عقل ګروهونکو باندې به یې نیوکه کوله.[۴۵] د عقل او نقل ترمنځ به، ابن تیمیه عقل هغه وخت معتبر ګڼه چې متن سره مطابقت ولري؛ له همدې امله، به یې د حکماو او متکلمانو هغه خبرې رد کولی چې مذهبي متنونو سره په ټکر کې وې. د هغه په نظر، هغه عقل چې په روایت یې تکیه نه وي کړی هیڅ ارزښت یا اعتبار نلري.[۴۶]

سره له دې چې ابن تیمیه د احادیثو په اعتبار باندې ډیر ټینګار کاوه، خو کله ناکله چې یو روایت بې د خوښې خلاف و نو هغه به یې یا نیمګړی نقل کاوه یا به يې په کې لاسوهنه کوله.[۴۷]

تفسیري لیدتوګې

د قرآن کریم په تفسیر کې د ابن تیمیه طریقه د قرآن کریم د ظاهري معنې او د روایتونو پر اساس وه. هغه به د احادیثو له حوالې پرته تفسیر حرام ګڼه. ابن تیمیه خپله د تفسیر طریقه په خپل کتاب «مقدمة فی اصول التفسیر» کې وړاندې کړې ده. د هغه په وینا، پیغمبر(ص) ټول قرآن کریم د اصحابو لپاره تفسیر کړی دی او تابعینو دا تفسیرونه له اصحابو څخه نقل کړي او راټول کړي دي. د ابن تیمیه د طریقې له مخې، قرآن کریم لومړی د قرآن کریم په واسطه تفسیر کیږي، او په ورپسې مرحلې له نبوي سنت څخه ګټه واخیستی شي، او که نبوي روایت نه وي نو بیا د اصحابو له قولونو څخه باید ګټه واخستی شي، او په پای کې د تابعینو تفسیرونه ته باید رجوع وشي.[۴۸]

د فلسفیانو نقد

ابن تیمیه فیلسوفان په دریو ډلو ویشي:

  • دهریان: هغه کسان چې باور لري چې عالم ازلي ګڼي او کوم پوهه جوړونکی نه لري.
  • طبیعت پوهان: هغه کسان چې په طبیعي نړۍ یې ډیر تمرکز کړی او د معاد منکر دي.
  • الهیات پوهان: لومړني فیلسوفان لکه افلاطون، ارسطو، فارابي، او ابن سینا، چې باور لري چې عالم قدیم دی.[۴۹]

ابن تیمیه همدارنګ فلسفیان د څو دلایلو له امله کافران ګڼلي دي:

سیاسي لیدتوګی

د ابن تیمیه سیاسي نظر له دغې نظراتو جوړ شوی دی: د اسلامي نړۍ د وروسته پاتی والی او کمزوري، د عباسي خلافت سقوط، چې د مغولو او صلیبیانو د یرغل له امله رامینځته شوی دی، چې هر یو یې د اسلامي ځمکې یوه برخه نیولې وه. ابن تیمیه د اسلامي نړۍ ستونزې د فرقه پالنې د شتون له سببه ګڼي او د مسلمانانو د وروسته پاتې والي څخه د خلاصون لاره د فرقه پالنې او جهاد پریښودل بلي. خو په عین حال کې د هغه په اند، جهاد د ټولو اسلامي عبادتونو او احکامو څخه غوره دی، په شمول د لمانځه، روژې او حج، او د مسلمان ریښتینی شخصیت په انفرادي ریاضت او تقوا کې نه، بلکې په جهاد کې څرګندیږي. د ابن تیمیه په اند، هغه کسان چې په جهاد کې برخه اخلي، حتی که هغوي شهیدان شي هم په میدان کې بریالي دي، او که مسلمانان په جهاد کې برخه وانخلي، نو هغوي به کافر شي.[۵۱]

نورې لیدتوګې

د ابن تیمیه ځینې نظرونه دا دي:

د اهلبیتو(ع) په هکله

ابن تیمیه د اهل بیتو سره مینه واجب ګڼي او امامت د هغوی لپاره ګڼي، او پر هغوي لعنت ویل او بد رد ویل د ظلم مصداقونه ګڼي.[۵۲] هغه امام علي(ع) له دریو خلیفه ګانو وروسته، تر ټولو مسلمانانو غوره معرفي کوي او باور لري چې له پیغمبر(ص) وروسته له اهل بیتو تر ټولو پوه او غوره علی ابن ابي طالب دی. هغه امام علي(ع) لپاره ډیرې ښې ځانګړتیاوې بیانوي، لکه عدالت، زهد او صداقت.[۵۳] هغه باور لري چې هغه شهید شوی او په جنت کې دی.[۵۴] خو بیا هم، هغه ځینې حدیثونه او راپورونه چې د اهل بیتو(ع) په فضیلت کې راغلي دي تحریف شوي او جعلي ګڼي. د دې پر بنسټ، ابن تیمیه په دې باور دی چې امام علي(ع) په ۱۷ مواردو کې د قرآن کریم د نص خلاف عمل کړی، او د هغه جنګونه د دین لپاره نه وو، بلکې د دنیا غوښتنې او د مشرتابه د غوښتنې له امله وو.[۵۵]

ابن تیمیه په دې باور دی چې که څه هم امام حسین(ع) په ناحقه شهید شو، خو د هغه پاڅون هیڅ دنیاوي او اخروي مصلحتونه نه درلودل. هغه د عاشورا پاڅون په اسلامي ټولنه کې د ډیرو شخړو لامل او د حضرت محمد(ص) د سیرت خلاف ګڼي. له بلې خوا، هغه یزید د امام حسین(ع) له شهادته بري ګڼي او په دې باور و چې د امام سر، یزید ته نه، بلکې ابن زیاد ته وړل شوی و.[۵۶]

د اصحابو عدالت

ابن تیمیه ځان د اصحاب سلف، تابعینو او لویو حدیث پوهانو پیرو ګڼي. د هغه په اند، سلف د وروستیو عالمانو او فقهاوو په پرتله په مذهبي متنونو ښه پوهېدل ځکه چې هغوي حضرت محمد(ص) ته تر ټولو زیات نږدې کسان وو، او قرآن او سنت د هغوي په ژبه نازل شوي وو نو هغوي ورباندې زیات پوهیدل.[۵۷] هغه اصحابو عدالت له دیني مسلماتو ګڼي، او هر څوک چې له دې څخه انکار کوي هغه کافر ګڼي. د ابن تیمیه د پرتلې له مخې، د صحابي کیدو معیار د پیغمبر(ص) سره کښیناستل پاڅیدل دي او په دې کې د لږ یا ډیر ترمنځ هیڅ توپیر نشته.[۵۸]

سره له دې چې ابن تیمیه د اصحابو په عدالت باور لري، خو کله کله یې په خلفای راشدین باندې نیوکې کړې دي. خو په خپل کتاب «العقیده الواسطیه» کې د امام علي(ع) په مخالفت کې د طلحه او زبیر د کړنو یادونه کوي او هغه کسان چې د خلفای راشده په خلافت اعتراض کوي هغه یې له خرو څخه بدتر ګڼلي دي.[۵۹] د ابن تیمیه په وینا، لومړي او دوهم خلیفه د پیغمبر(ص) له خبرو سرغړونه وکړه او د نص په مقابله کې یې اجتهاد وکړ، او دریم خلیفه د پیسو مینه وال و.[۶۰]

د شیعو په هکله

ابن تیمیه، شیعه په اسلامي نړۍ کې د ټولو شخړو سرچینه ګڼل او له هغوی سره جګړه یې د خوارجو او مغولو سره د جګړې په پرتله ډیره مهمه ګڼله. د دې عقیدې له امله، هغه په رضاکارانه توګه د مغولو سره د کِسرَوان په سیمه کې د دروزی شیعو سره د جګړې لپاره حاضر شو.[۶۱] هغه شیعه په دریو ډلو ویشي:

د شیعو او یهودو ترمنځ مقایسه کې، ابن تیمیه د دوی ترمنځ څو ورته والي بیان کړي دي: لکه د قبلې څخه انحراف، د طلاق شوې ښځې یا د هغې د میړه له مړینې وروسته د عدت نه لرلو د عقیدې له سببه، او د دې باور له سببه چې خدای پنځوس لمونځونه واجب کړي دي، او «السام علیکم» ویل، او جبرائیل سره دښمني.[۶۵](که څه هم دا ټولې خبرې غلطې دي)

په تکفیري سلفي ډلو باندې اثر

ابن تیمیه د سلفیه مشر[۶۶] او بنسټ ایښودونکی ګڼل کیږي[۶۷] او د هغه نظریات د بنسټپالو غورځنګونو او سلفي جهادي ځواکونو[۶۸] لپاره اساس ګڼل کیږي چې په اسلامي ټولنه کې نوی راڅرګند شوي دي؛[۶۹] تر دې حده چې هغه د سني اسلامي افراطیت د روحاني پلار په توګه معرفي شوی دی.[۷۰]

وهابیت، اخوان المسلمین، او جهادي سلفیه، له هغو ډلو څخه دي چې (د نورو څلورو سني مذهبونو په خلاف) د سلفي فقهې پیروي کوي.[۷۱] همدارنګه، د ابن تیمیه د بنسټپالو افکارو تکثیر د طالبانو، القاعدې او داعش په څیر ډلو په بڼه څرګند شوی[۷۲] او د مسلمانانو د یوې لویې برخې د تکفیر په اعلانولو سره، دوي د تکفیري سلفیانو په نوم پیژندل شوي دي.[۷۳]

له فکري پلوه، افراطیت او سلفیزم د ابن تیمیه او د هغه د شاګردانو لکه محمد بن عبدالوهاب، ابو الاعلیٰ مودودي او سید قطب له تعلیماتو څخه ګټه پورته کړې ده[۷۴] او کله چې دوي واک ترلاسه کړی دی، نو دوي د ابن تیمیه په تعلیماتو تکیه کړی ترڅو مسلمانان ووژني[۷۵] او د اهل بیت(ع) او د رسول الله(ص) د اصحابو زیارتونه ویجاړ کړي.[۷۶]

ویل شوي چې مذهبي بنسټپالنه، د عصري نړۍ د بحرانونو په وړاندې، د ابن تیمیه په فتواوو او د مذهبي متنونو د ځانګړو تفسیرونو په کارولو سره، مسلمانان د افراطیت په لور هڅولي دي.[۷۷]

د نورو له نظره

ډېرو سني عالمانو او لیکوالانو د ابن تیمیه په اړه خبرې کړې دي او د هغه په اړه یې مختلف نظرونه وړاندې کړي دي، او د دوی په منځ کې، ځینو هغه ته د سنی څلورو مذهبونه د امامانو په پرتله لومړیتوب ورکړی دی، او ځینو یې هغه ته د شیخ الاسلام لقب ورکړی دی، چې د خپل وخت یوازینی عالم، علامه، فقیه، مفسر،[۷۸] د دیني علومو په برخه کې د خپل وخت تر ټولو پوه کس[۷۹] او تر ټولو لوی عالم،[۸۰] لقبونه یې ابن تیمیه ته ورکړي دي.[یادونه ۱] جلال الدین السیوطي هغه ته شیخ الاسلام، علامه، فقیه، مشهور مفسر، او د خپل وخت یو زاهد او بې ساری عالم بللی دی.[۸۱]

په مقابل کې، د څلورو لویو مذهبونو ډیرو سني فقهاوو او قاضیانو په څرګنده توګه ابن تیمیه د هغه د عقایدو، منحرفو فتواګانو او افکارو له امله په کفر، ګمراهۍ او بدعت تورن کړی دی؛ په شمول د ۱۸ سني قاضیانو چې حکم یې وکړ چې ابن تیمیه کافر دی ځکه چې هغه د پیغمبرانو تنقیص کړی دی.[۸۲] شوکاني(۱۱۷۳-۱۲۵۰ هجري)، یو سني سلفي عالم، نقل کړي چې محمد بخاري(وفات ۸۴۱ هجري)، یو حنفي عالم، د ابن تیمیه د تکفیر اعلانولو سربیره، په دې باور وو چې هر هغه څوک چې ابن تیمیه د اسلام شیخ ګڼي هغه هم کافر دی.[۸۳]

ویل شوي چې د ابن تیمیه ځینو ځانګړتیاو د هغه په اړه د سني عالمانو منفي قضاوتونو کې مرسته کړې او د هغه د افکارو او شخصیت څخه یې ناخوښي راپارولې؛ ځينې ځانګړتیاوې لکه د هغه ګرم مزاجي، تاوتریخوالی، د خپلو لیدونکو سپکاوی، د بحث او مناظرې د آداب نه مراعاتول، او پخوانیو ته د غلطیو نسبت ورکول؛[۸۴] دا هغه ځانکړتیاوې وې چې د څلورو مکتبونو د قاضیانو لخوا د هغه د زنداني کیدو او د فتوا له ورکولو څخه د هغه د منع کیدو لامل شو.[۸۵]

د ابن تیمیه په نقد کې کتابونه

ابن تیمیه د څلورو مکتبونو د ډیرو عالمانو او شیعه عالمانو لخوا د خپلو فتواګانو او د غیر معمولي نظرونو د صادرولو له امله ورباندې نیوکه شوی ده، او کتابونه یې د هغه په نقد کې لیکلي دي. د هغه د افکارو په نقد کې ځینې مهم کتابونه دا دي:

  1. الدرة المضیة فی الرد علی ابن تیمیه، چې تقی ‌الدین علی بن عبدالکافی سبکی لیکلی، وفات کال ۷۵۶ق.
  2. شفاء السقام فی زیارة خیر الانام، چې تقیي الدین علی بن عبد الکافي سبکی لیکلی، وفات کال ۷۵۶ق.
  3. نقد الاجتماع والافتراق فی مسائل الایمان والطلاق، چې تقی ‌الدین علی بن عبدالکافی سبکی لیکلی، وفات کل ۷۵۶ق.
  4. النظر المحقّق فی الحلف بالطلاق المعلّق، نوشته تقی‌الدین علی بن عبدالکافی سبکی، درگذشتهٔ ۷۵۶ق.
  5. الاعتبار ببقاء الجنّه والنار، چې تقی ‌الدین علی بن عبدالکافی سبکی لیکلی، وفات کل ۷۵۶ق.
  6. منهاج الشریعة فی الرد علی ابن تیمیه، د محمد مهدی کاظمی قزوینی کتاب.
  7. رسالة فی الرد علی ابن تیمیه في مسأله الطلاق، د محمد بن علی مازنی دمشقی کتاب، وفات کال ۷۲۱ق.
  8. رسالة فی الرد علی ابن تیمیة في مسأله الزیاره، د محمد بن علی مازنی.
  9. التحفة المختارة فی الرد علی منکر الزیاره، عمر بن الیمن مالکی، وفات کال ۷۳۴ق.
  10. الابحاث الجلیة في الرد علی ابن تیمیه، احمد بن عثمان ترکمانی حنفی، وفات کال ۷۴۴ق.
  11. الرد علی ابن تیمیة في الاعتقادات، محمد بن احمد فرغانی دمشقی حنفی، وفات کال ۸۶۷ق.
  12. الجوهر المنظم في زيارة القبر الشريف النبوي المكرم، ابن‌حجر هیثمی، وفات کال ۹۷۴ق.
  13. نظرة فی کتاب منهاج السنة النبویة، علامه امیني لیکلی، او د الغدیر کتاب څخه اخستی شوی چې ځانته بیل چاپ شوی دی او د ابن تیمیه په کتاب منهاج السنه کې یې د هغه نظرونه رد کړي دي.[۸۶]

د هغه په باره کې سمینارونه او علمي غونډې

په ۱۴۰۸ هجري کال کې د هند د بنارس په سلفي پوهنتون کې د ابن تیمیه په ویاړ یوه غونډه جوړه شوه، چې پکې د ابن تیمیه په معرفي او ستاینه کې شاوخوا ۵۰ مقالې وړاندې شوې او د «بحوث الندوة العالمية عن شيخ الإسلام ابن تيمية وأعماله الخالدة» په نوم په یوه ټولګه کې خپرې شوې. د ابن تیمیه د مختلفو نظرونو د ردولو لپاره هم کنفرانسونه[۸۷] او اکاډمیک څوکۍ[۸۸] ترسره شوي دي.

فوټ نوټ

  1. ابن‌کثیر، البدایة والنهایة، ۱۴۰۷ق، ج۱۳، ص۲۴۱.
  2. عبدالحمید، ابن‌تیمیة حیاته وعقایده، ۱۴۲۶ق، ص۵۶.
  3. زریاب، «ابن‌تیمیه»، ج۳، ص۱۷۲.
  4. دوخی، منهج ابن تیمیة فی التوحید، ۱۳۹۰ش، ص۲۹.
  5. زریاب، «ابن‌تیمیه»، ج۳، ص۱۷۳، ۱۷۷.
  6. ابن‌کثیر، البدایة والنهایة، ۱۴۰۷ق، ج۱۳، ص۳۴۳؛ ج۱۴، ص۴.
  7. ابن‌کثیر، البدایة والنهایة، ۱۴۰۷ق، ج۱۳، ص۳۴۳؛ ج۱۴، ص۳۸.
  8. ابن‌کثیر، البدایة والنهایة، ۱۴۰۷ق، ج۱۳، ص۳۴۳؛ ج۱۴، ص۱۳۵.
  9. ابن‌کثیر، البدایة والنهایة، ۱۴۰۷ق، ج۱۴، ص۱۳۷-۱۳۸؛ ابن‌شاکر، فوات الوفیات، دار صادر، ج۱، ص۷۴.
  10. بدرالدین العینی، عقد الجمان، ۲۰۱۵م، ج۱، ص۲۸۸.
  11. ابن‌کثیر، البدایة والنهایة، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲.
  12. مزی، تهذیب الکمال، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۱۸.
  13. ابوزید، ابن قیم الجوزیة: حیاته وآثاره، ۱۴۲۳ق، ص۱۷۸.
  14. علیزاده موسوی، «شخصیت‌پژوهی ابن‌تیمیه».
  15. ابن‌شاکر، فوات الوفیات، بیروت، ج۱، ص۷۵-۸۰.
  16. ابن‌قیم جوزی، أسماء مؤلفات شیخ الإسلام ابن تیمیة، ۱۴۰۳ق.
  17. بهرامی، بنیان تکفیر، ۱۳۹۶ش، ص۴۱.
  18. طبسی و مروجی طبسی، «گونه‌شناسی مواضع آثار مکتوب اسلامی راجع به مواضع ابن‌تیمیه...».
  19. طبسی و مروجی طبسی، «گونه‌شناسی مواضع آثار مکتوب اسلامی راجع به مواضع ابن‌تیمیه...»، ص۹.
  20. طبسی و مروجی طبسی، «گونه‌شناسی مواضع آثار مکتوب اسلامی راجع به مواضع ابن‌تیمیه...»، ص۷-۸.
  21. ابن‌شاکر، فوات الوفیات، دار صادر، ج۱، ص۷۶.
  22. راوندی، تاریخ اجتماعی ایران، ۱۳۸۶ش، ج۱۰، ص۲۰۲.
  23. مجموعه مقالات هم‌اندیشی زیارت، ۱۳۷۸ش، ص۳۴۲.
  24. ابن‌کثیر، البدایة والنهایة، ۱۴۰۷ق، ج۱۴، ص۳۷.
  25. Bori, “The Collection and Edition of Ibn Taymiyyah’s Works...” p. 52–54
  26. ابن‌تیمیه، مجموعة الفتاوی،‌ ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۶۰.
  27. ابن‌تیمیه، مجموعة الفتاوی...، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۴۵؛ سبحانی، فرهنگ عقائد و مذاهب اسلامی، ۱۳۷۸ش، ج۱، ص۲۱-۲۲.
  28. زریاب، «ابن‌تیمیه»، ج۳، ص۱۷۹.
  29. علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۱۳ق، ص۲۹۶-۲۹۷؛ رضوانی، شیعه‌شناسی و پاسخ به شبهات، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۲۱۷.
  30. ابن‌تیمیه، مجموعة الفتاوی...، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۴۸-۱۴۹.
  31. ابن‌تیمیه، مجموعة الفتاوی...، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۰۶.
  32. المشعبی، منهج ابن تیمیة في مسألة التکفیر، ۱۴۱۸ق، ص۳۵۱-۴۶۳.
  33. رضوانی، وهابیان تکفیری، ۱۳۹۰ش، ص۱۱۴-۱۲۲.
  34. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۸۸، باب ما یکره من إتخاذ المساجد علی القبور، ح۱۳۳۰.
  35. ابن‌تیمیه، منهاج السنة...، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۱۳۱.
  36. ابن‌تیمیه، مجموعة الفتاوی...، ۱۴۱۸ق، ج۴، ص۴۷۸.
  37. ابن‌تیمیة، رأس الحسین، بی‌تا، ص۲۰۷.
  38. ابن‌تیمیه، منهاج السنة...، ۱۴۰۶ق، ج۴، ص۵۷۱.
  39. ابن‌تیمیه، منهاج السنة...، ۱۴۰۶ق، ج۴، ص۵۷۲.
  40. ابن‌جوزی، الرد علی المتعصب العنيد المانع من ذم يزيد، مقدمه تحقیق، ۱۴۲۶ق، ص۱۷.
  41. زریاب، «ابن‌تیمیه»، ج۳، ص۱۷۲.
  42. زریاب، «ابن‌تیمیه»، ج۳، ص۱۹۲.
  43. ابن‌تیمیه، مجموعة الرسائل والمسائل، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۲۴۳.
  44. ابن‌تیمیه، مجموعة الفتاوی...، ۱۴۱۸ق، ج۳، ص۷۹-۸۰.
  45. زریاب، «ابن‌تیمیه»، ص۱۷۸.
  46. ابوزهره، ابن تیمیة حیاته وعصره، ۱۹۵۲م، ص۱۸۳-۱۸۵.
  47. عبدالحمید، ابن تیمیة في صورته الحقیقیه، ۱۴۱۵ق، ص۱۳، ۶۷-۷۲.
  48. خلیل برکة، ابن تیمیه وجهوده فی التفسیر، ۱۴۰۵ق، ص۱۲۷-۱۴۰.
  49. المشعبی، منهج ابن تیمیة فی مسألة التکفیر، ۱۴۱۸ق، ص۳۵۱-۳۵۲.
  50. المشعبی، منهج ابن‌تیمیة فی مسألة التکفیر، ۱۴۱۸ق، ص۳۵۳-۳۶۳.
  51. مهدی‌بخشی، «جهاد؛ از ابن‌تیمیه تا بن‌لادن»، ص۱۷۲-۱۷۲.
  52. ابن‌تیمیه، منهاج السنة...، ۱۴۰۶ق، ج۴، ص۵۶.
  53. ابن‌تیمیه، منهاج السنة...، ۱۴۰۶ق، ج۶، ص۳۳۰؛ ج۷، ص۸۸، ۴۸۹.
  54. ابن‌تیمیه، مجموعة الفتاوی...، ۱۴۱۸ق، ۴، ص۴۳۱.
  55. ابن‌حجر عسقلانی، الدرر الکامنة...، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۱۸۱.
  56. ابن‌تیمیه، منهاج السنه، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۵۳۰.
  57. ابن‌تیمیه، «العقیدة الحمویة الکبری»، ج۱، ص۴۲۷-۴۲۹.
  58. ابن‌تیمیه، الصارم المسلول علی شاتم الرسول، ۱۴۰۳ق، ص۱۰۷.
  59. ابن‌تیمیه، العقیدة الواسطیه، ۱۴۲۰ق، ص۱۱۸.
  60. ابن‌حجر عسقلانی، الدرر الکامنة...، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۱۷۹-۱۸۱؛ ابن‌تیمیه، مجموعة الفتاوی...، ۱۴۱۸ق، ج۲۰، ص۲۵۱.
  61. ابن‌تیمیه، مجموعة الفتاوی...، ۱۴۱۸ق، ج۲۸، ص۴۶۸-۴۸۹.
  62. ابن‌تیمیه، مجموعة الفتاوی...، ۱۴۱۸ق، ج۲۸، ص۴۶۸.
  63. ابن‌تیمیه، الصارم المسلول علی شاتم الرسول، ۱۴۰۳ق، ص۵۸۶.
  64. ابن‌تیمیه، منهاج السنة...، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۳۵.
  65. ابن‌تیمیه، منهاج السنة النبویه، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۲۵.
  66. لطفی، «بررسی تأثیرات اندیشۀ ابن‌تیمیه بر عملکرد سلفیۀ جهادی»، ص۴۱.
  67. محیطی و فرمانیان، «فقه سلفیه (فقه ابن‌تیمیه) مذهبی جدید در فقه اهل‌سنت»، ص۱۲۱.
  68. علی‌پور و دیگران، «تأثیر اندیشه‌های ابن‌تیمیه بر خطوط فکری و خط‌مشی گروه‌های سلفی-تکفیری»، ص۴۳.
  69. لطفی، «بررسی تأثیرات اندیشۀ ابن‌تیمیه بر عملکرد سلفیۀ جهادی»، ص۵۹.
  70. علی‌پور و دیگران، «تأثیر اندیشه‌های ابن‌تیمیه بر خطوط فکری و خط مشی گروه‌های سلفی-تکفیری»، ص۴۳.
  71. محیطی و فرمانیان، «فقه سلفیه (فقه ابن‌تیمیه) مذهبی جدید در فقه اهل‌سنت»، ص۱۲۵-۱۲۶.
  72. علی‌پور و دیگران، «تأثیر اندیشه‌های ابن‌تیمیه بر خطوط فکری و خط مشی گروه‌های سلفی-تکفیری»، ص۴۳.
  73. پورحسن و سیفی، «تقابل نئوسلفی‌ها با شیعیان و پیامدهای آن بر اتحاد جهان اسلام»، ص۱۷-۱۸.
  74. مهدی‌بخشی، «جهاد از ابن‌تیمیه تا بن‌لادن»، ص۱۷۲-۱۷۴.
  75. سبحانی، بحوث فی الملل والنحل، ۱۴۲۷ق، ص۵۸۷.
  76. امین، کشف الارتیاب، قم، ص۵۲.
  77. علی‌پور و دیگران، «تأثیر اندیشه‌های ابن‌تیمیه بر خطوط فکری و خط مشی گروه‌های سلفی-تکفیری»، ص۴۳.
  78. ابن‌شاکر، فوات الوفیات، دار صادر، ج۱، ص۷۴.
  79. حجوی، الفکر السامی فی تاریخ الفقه الاسلامی، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۳۶۲.
  80. ابن‌کثیر، البدایة والنهایة، ۱۴۰۷ق، ج۱۴، ص۱۵۶.
  81. سیوطی، طبقات الحفاظ، ص۵۲۰.
  82. بغدادی، الذیل علی طبقات الحنابله، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۴۰۱.
  83. شوکانی، البدر الطالع، دار المعرفة، ج۲، ص۲۶۲.
  84. حجوی، الفکر السامی فی تاریخ الفقه الاسلامی، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۳۶۳-۳۶۴.
  85. ابن‌أبی‌یعلی، طبقات الحنابله، بیروت، ج۴، ص۳۹۴، ۴۰۱.
  86. «نگاهی گذرا به زندگی ابن‌تیمیه»، پایگاه تخصصی وهابیت‌پژوهی و جریان‌های تکفیری؛ «نظرة فی کتاب منهاج السنة النبویة»، پژوهشکده حج و زیارت؛ امینی، نظرة في کتاب منهاج السنة النبوية، مدرسه فقاهت، ص۲۰-۲۱.
  87. «نشست نقد و بررسی نظریه خلافت در آثار ابن‌تیمیه برگزار شد»، خبرگزاری حوزه؛ «ابن‌تیمیه هیچ آورده‌ای برای اندیشه خلافت ندارد»، شبکه اجتهاد.
  88. «کرسی علمی ترویجی با عنوان نقد و بررسی دیدگاه ابن‌تیمیه پیرامون شفاعت»، دانشگاه شهید باهنر کرمان؛ «کرسی علمی ترویجی بازخوانی انتقادی دلایل سلفیه در نکوهش علم کلام با تمرکز بر دیدگاه ابن‌تیمیه»، مدرسه علمیه عالی نواب.

سرچينې

  • ابوزهره، محمد، ابن تیمیة حیاته وعصره: آراؤه وفقهه، قاهره، دار الکتب العربی، ۱۹۵۲م.
  • ابوزید، بکر بن عبدالله، ابن قیم الجوزیة: حیاته وآثاره، ریاض، دار العاصمه، ۱۴۲۳ق.
  • ابن‌ابی یعلی، محمد بن محمد، طبقات الحنابلة، بیروت،‌ دار المعرفة، بې نېټې.
  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، «العقیدة الحمویة الکبری»، در مجموعة الرسائل اکبری، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۳۹۲ق/۱۹۷۲م.
  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، الصارم المسلول علی شاتم الرسول، ریاض، الحرس الوطنی السعودی، ۱۴۰۳ق.
  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، العقیدة الواسطیة، ریاض، أضواء السلف، ۱۴۲۰ق.
  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، مجموعة الرسائل والمسائل، بیروت، جنة التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، مجموعة الفتاوی لشیخ الإسلام ابن‌تیمیة، بیروت، دار الوفاء، ۱۴۱۸ق.
  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویه فی نقض کلام الشیعة والقدریة، تحقیق محمد رشاد سالم، ریاض، جامعة الإمام محمد بن سعود الإسلامیه، ۱۴۰۶ق.
  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبدالحلیم،‌ رأس الحسین، تحقیق السيد الجميلی، بې ځایه، بې خپرونکی، بې نېټې.
  • «ابن‌تیمیه هیچ آورده‌ای برای اندیشه خلافت ندارد»، شبکه اجتهاد، تاریخ بازدید: ۵ آبان ۱۴۰۴ش.
  • ابن‌جوزی، الرد علی المتعصب العنيد المانع من ذم يزيد،‌ تحقیق هیثم عبدالسلام محمد، بیروت، دار الکتب العلمية، ۱۴۲۶ق.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الدرر الکامنة فی أعیان المائة الثامنه، بیروت، دار الجیل، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌شاکر، محمد، فوات الوفیات، بیروت، دار صادر، بې نېټې.
  • ابن‌قیم جوزی، محمد بن ابی‌بکر، أسماء مؤلفات شیخ الإسلام ابن تیمیة، بیروت، دار الکتاب الجدید، ۱۴۰۳ق.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة والنهایة، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۷ق.
  • المشعبی، عبدالمجید بن سالم، منهج ابن تیمیة في مسألة التکفیر، ریاض، مکتب أضواء السلف، ۱۴۱۸ق.
  • امین، سید محسن، کشف الارتیاب فی أتباع محمد بن عبدالوهاب، قم، دارالکتب الاسلامی، بې نېټې.
  • امینی، عبدالحسین، نظرة في کتاب منهاج السنة النبوية، بر اساس نسخه مدرسه فقاهت.
  • بخاری، محمد بن إسماعيل، صحیح البخاري: الجامع المسند الصحیح المختصر من أمور رسول الله صلى الله عليه وسلم وسننه وأيامه، تحقیق محمد زهير بن ناصر الناصر، مع شرح وتعليق د. مصطفى ديب البغا، ترقيم محمد فؤاد عبد الباقي، مرتبط بشرحيه فتح الباري لابن حجر وابن رجب، بیروت، دار طوق النجاة، ۱۴۲۲ق.
  • بدرالدین العینی، محمود بن احمد، عقد الجمان فی تاریخ اهل الزمان، قاهره، دار الکتب، ۲۰۱۵م.
  • بغدادی، ابن‌رجب، الذیل علی طبقات الحنابلة، بیروت، دارالکتب العلمیه، ‭۱۴۱۷‬ق.
  • بهرامی، علیرضا، بنیان تکفیر: پژوهشی در زمینه‌های عقیدتی، فکری و فرهنگی پیدایش جریان‌های تکفیری، قم، برگ فردوس، ۱۳۹۶ش.
  • پورحسن، ناصر، و عبدالمجید سیفی، «تقابل نئوسلفی‌ها با شیعیان و پیامدهای آن بر اتحاد جهان اسلام»، مجله شیعه‌شناسی، شماره ۵۲، زمستان ۱۳۹۴.
  • حجوی، محمد بن حسن، الفکر السامي في تاریخ الفقه الاسلامی، بیروت، دار الکتب العلمیة، ‭۱۴۱۶‬ق.
  • خلیل برکة، ابراهیم، ابن تیمیة وجهوده في التفسیر، بیروت، المکتب الإسلامی، ۱۴۰۵ق.
  • دوخی، یحیی‌ عبدالحسن، منهج ابن تیمیة في التوحید، تهران،‌ نشر مشعر، ۱۳۹۰ش.
  • راوندی، مرتضی، تاریخ اجتماعی ایران، ج۱۰: تاریخ فلسفه و سیر تکاملی علوم و افکار در ایران، تهران، مؤسسه انتشارات نگاه، ۱۳۸۶ش.
  • رضوانی، علی‌اصغر، شیعه‌شناسی و پاسخ به شبهات، تهران، نشر مشعر، ۱۳۸۴ش.
  • رضوانی، علی‌اصغر، وهابیان تکفیری، تهران، نشر مشعر، ۱۳۹۰ش.
  • زریاب، عباس، «ابن‌تیمیه»، در دائرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۳، تهران، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۶۹ش.
  • سبحانی، جعفر، بحوث فی الملل والنحل، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۲۷ق.
  • سبحانی، جعفر، فرهنگ عقائد و مذاهب اسلامی، قم، توحید، ۱۳۷۸ش.
  • سيوطي، عبدالرحمن بن أبي‌بكر. طبقات الحفاظ، بيروت، دار الكتب العلمية، ۱۴۱۴ق/ ۱۹۹۴م.
  • شوکانی، محمد بن علی، البدر الطالع بمحاسن من بعد القرن السابع، بیروت، دار المعرفة، بی‌تا.
  • طبسی، نجم‌الدین، و محمدمحسن مروجی طبسی، «گونه‌شناسی مواضع آثار مکتوب اسلامی راجع به مواضع ابن‌تیمیه درباره اهل‌بیت پیامبر اعظم»، در مجله شیعه‌پژوهی، ش۴، پاییز ۱۳۹۴ش.
  • عبدالحمید، صائب، ابن تیمیة حیاته وعقایده، قم، مؤسسة دائرة المعارف الفقه الاسلامی، ۱۴۲۶ق.
  • عبدالحمید، صائب، ابن تیمیة في صورته الحقیقیه، بیروت، الغدیر للدراسات والنشر، ۱۴۱۵ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد في شرح تجرید الاعتقاد، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • علیزاده موسوی، سید مهدی، «شخصیت‌پژوهی ابن‌تیمیه»، پایگاه تخصصی وهابیت‌پژوهی و جریان‌های سلفی، تاریخ درج مطلب: ۱۶ آذر ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۱۴ دی ۱۳۹۹ش.
  • علی‌پور، جواد، و سجاد قیطاسی و مهدی دارابی، «تأثیر اندیشه‌های ابن‌تیمیه بر خطوط فکری و خط‌مشی گروه‌های سلفی-تکفیری»، در فصلنامه اندیشه سیاسی در اسلام، شماره ۱۲، تابستان ۱۳۹۶ش.
  • «کرسی علمی ترویجی با عنوان نقد و بررسی دیدگاه ابن‌تیمیه پیرامون شفاعت»، دانشگاه شهید باهنر کرمان، تاریخ درج مطلب: ۲۷ آبان ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۵ آبان ۱۴۰۴ش.
  • «کرسی علمی ترویجی بازخوانی انتقادی دلایل سلفیه در نکوهش علم کلام با تمرکز بر دیدگاه ابن‌تیمیه»، مدرسه علمیه عالی نواب، تاریخ درج مطلب: ۲۶ دی ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۵ آبان ۱۴۰۴ش.
  • لطفی، علی‌اکبر، «بررسی تأثیرات اندیشۀ ابن‌تیمیه بر عملکرد سلفیۀ جهادی»، در فصلنامه سراج منیر، شماره ۳۱، پاییز ۱۳۹۷ش.
  • مجموعه مقالات هم‌اندیشی زیارت، قم، مشعر، ۱۳۷۸ش.
  • محیطی، مجتبی، و مهدی فرمانیان، «فقه سلفیه (فقه ابن‌تیمیه) مذهبی جدید در فقه اهل‌سنت»، در مجله صراط، شماره ۱۷، بهار ۱۳۹۸ش.
  • مزی، یوسف بن عبدالرحمن، تهذیب الکمال، بیروت، موسسة الرسالة، ۱۴۰۰ق.
  • مهدی‌بخشی، احمد، «جهاد از ابن‌تیمیه تا بن‌لادن»، در مجله علوم سیاسی، شماره ۳۴، تابستان ۱۳۸۵ش.
  • «نشست نقد و بررسی نظریه خلافت در آثار ابن‌تیمیه برگزار شد»، خبرگزاری حوزه، تاریخ درج مطلب: ۱۰ اسفند ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۵ آبان ۱۴۰۴ش.
  • «نظرة فی کتاب منهاج السنة النبویة»، پژوهشکده حج و زیارت، تاریخ بازدید: ۵ آبان ۱۴۰۴ش.
  • «نگاهی گذرا به زندگی ابن‌تیمیه»، پایگاه تخصصی وهابیت‌پژوهی و جریان‌های تکفیری، تاریخ درج مطلب: ۶ مهر ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۵ آبان ۱۴۰۴ش.
  • Bori, Caterina. “The Collection and Edition of Ibn Taymiyyah’s Works: Concerns of a Disciple.” Mamlūk Studies Review 13, no. 2 (2009): 47–67.