مسوده:د اودس غړي
| ځینې عملي او فقهي احکام |
|---|
| دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
د اوداسه هغه غړي چې د مائدې سورې په ۶م آیت کې یاد شوي، تر څنګلو پورې لاسونه، د سر مسح او تر کعبینو (د پښو د پاسنۍ برخې راوتلې هډوکې) پورې د پښو مسح کول دي.[۱] د شیعه او اهلسنتو ترمنځ د لاسونو د مینځلو د طریقې او د پښو د مینځلو یا مسح کولو په حکم کې اختلافنظر موجود دی؛ برسېره پر دې، د سر د مسح کولو د اندازې په اړه هم بېلابېل لیدلوري مطرح شوي دي
- لاسونه: شیعه د روایتونو پر بنسټ د اوداسه طریقه هماغسې ګڼي لکه څنګه چې جبرئیل(ع) رسول الله(ص) ته ورښوولې ده؛ پر دې اساس، لاسونه له څنګلو څخه د ګوتو پر لور مینځل کېږي او په سر او پښې مسح کېږي.[۲] په مقابل کې، فخر رازي، د شافعي مذهب مفسر او فقيه، د اوداسه د آيت په تفسير کې داسې نظر نقلوي چې له ګوتو څخه د څنګلو (بند) په لور د لاسونو مينځل لازم ګڼي او په معکوس لوري (سرچپه) مينځل جايز نه بولي؛ سره له دې، د هغه په وينا، ډېری فقهاء له څنګلو څخه د ګوتو په لور د لاسونو مينځل صحيح ګڼي، که څه هم د سنتو خلاف یې بولي.[۳]
- سر: همدارنګه د اهلسنتو په مذهبونو کې د سر د مسح اصل هم منل شوی دی، که څه هم د مسح د اندازې او جزئیاتو په اړه اختلاف نظر شته.[۴]
- پښې: شیعهګان تر بندونو (کعبین) پورې د پښو مسح کول واجب ګڼي، په داسې حال کې چې اهلسنت په اوداسه کې د پښو مینځل لازم بولي.[۵]
ځینېو سرچینو د اوداسه د طریقې دا اختلاف د عثمان د خلافت د دورې ګڼلی دی[۶] او ویلي یې دي چې د رسول الله(ص) او لومړي او دویم خلیفه په زمانه کې په دې اړه کوم اختلاف نه و.[۷] همدارنګه ویل شوي چې عثمان هم د خپل خلافت په لومړیو کې د پخوانیو په څېر اودس کاوه.[۸]
د شیعه د تقلید مراجع د اوداسه د صحت لپاره د مینځلو او مسح کولو پر مهال د اوداسه د غړو پاکوالی شرط ګڼي. خو که له مینځلو یا مسح کولو وروسته، د اوداسه له پای ته رسېدو مخکې کوم غړی نجس شي، اودس صحیح دی.[۹]
د اوداسه په غړو باندې هر ډول خنډ، لکه چسپ یا رنګ باید لرې کړل شي. که د خنډ لرې کول ممکن نه وي، په هغه صورت کې چې خنډ یوازې د غړي یوه برخه پوښلې وي، جبیرهيي اودس ترسره کېږي. خو که خنډ ټول غړی پوښلی وي، ځینې مراجع تیمم لازم ګڼي او ځینې نور جبیرهيي اودس کافي ګڼي او د احتیاط له مخې د تیمم کولو سپارښتنه هم کوي.[۱۰]
فوټ نوټ
- ↑ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۴، مخ۲۸۵.
- ↑ حر عاملي، وسائل الشیعه، ټوک۱، مخ۳۹۹، ح۲۴؛ کلیني، الکافي، ټوک۳، ح۴و۵، ۲۵ـ۲۶مخونه؛ طباطبایي، المیزان، ټوک۵، ۲۱۹-۲۲۰مخونه.
- ↑ فخر رازي، التفسیر الکبیر، ټوک۱۱، مخ۱۶۰.
- ↑ قمي، «چگونگی انجام وضو نزد فریقین(۳) مسح»، مخ۴۵.
- ↑ شافعي، الام، ټوک۱، مخ۲۳؛ قرطبي، الجامع لأحکام القرآن، ټوک۶، مخ۹۹.
- ↑ متقي هندي، کنز العمال، ټوک۹، مخ۱۹۳، ح۲۶۸۹۰.
- ↑ شهرستاني، لماذا الإختلاف فی الوضوء، مخ۳۱.
- ↑ قشیري، صحیح مسلم، ټوک۱، مخ۲۰۶، ح۲۲۹.
- ↑ بنیهاشمي خمیني، توضیح المسائل چهارده مرجع، ټوک١، مخ٢١٣.
- ↑ طباطبایي یزدي، العروة الوثقی، ټوک۱، ۴۴۲-۴۴۳مخونه؛ حکیم، مستمسک العروة الوثقی، ټوک۲، مخ۵۴۰؛ بنیهاشمي خمیني، توضیح المسائل، ټوک۱، مخ۲۴۷.
سرچينې
- بنیهاشمي خمیني، سید محمدحسن، توضیحالمسائل مراجع، قم، د قم د حوزې علميې د مدرسینو ټولنې د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۳۹۳ل.
- حر عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسة آل البیت علیهم السلام، ۱۴۰۹ق.
- حکیم، سید محسن، مستمسک العروة الوثقی، قم، د آیتالله مرعشي نجفي کتابتون، ۱۳۹۱ق.
- شافعي، محمدبن ادریس، الأم، بیروت، دارالمعرفه، ۱۴۲۶ق.
- شهرستاني، سید علي، لماذا الإختلاف فی الوضوء، د فیس عطار تلخیص، تهران، د مشعر خپرندوی، ۱۴۲۶ق.
- طباطبایي یزدي، سید محمدکاظم، العروة الوثقی فیما تعم به البلوی (المحشّی)، څیړنه د: احمد محسنی سبزواری، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۲۰ق.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان في تفسیر القرآن، بیروت، موسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
- فخر رازي، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر (مفاتیح الغیب)، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۲۰ق.
- قرطبي، محمد بن احمد، الجامع لأحکام القرآن، تهران، ناصرخسرو انتشارات، ۱۳۶۴ل.
- قشیري، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، د عبدالباقی محمد فؤاد په هڅه، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۱۵ق.
- قمي، علي، «چگونگی انجام وضو نزد فریقین (۳) (مسح)»(د دواړو لورو (فریقینو / شیعه او اهل سنت) په اند د اودس کولو څرنګوالی)، په میقات حج مجله کې، ۹۰ ګڼه، ژمی ۱۳۹۳ل.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- متقي هندي، علي بن حسام، کنز العمال فی سنن الأقوال والأفعال، بیروت، دارالعلمیه، ۱۴۱۹ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، دوهم دېرشتم (۳۲) چاپ، ۱۳۷۴ل.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||