منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د پیغمبر(ص) خدیجې سره واده

د wikishia لخوا

د پیغمبر(ص) د حضرت خدیجې سره واده، د پیغمبر(ص) او حضرت خدیجې ترمنځ واده یادوي، چې د بعثت څخه شاوخوا ۱۵ کاله مخکې ترسره شو. د راپورونو له مخې د واده په وخت کې حضرت محمد(ص) ۲۵ کلن و او حضرت خدیجه ۴۰ کلنه وه.

پیغمبر(ص) او خدیجه سره پيژندګلي، د خدیجې شام ته د سوداګریز سفر وروسته وشوه؛ پیغمبر(ص) په دې سفر کې د خدیجې په پانګې سره سوداګري وکړه، او له راستنیدو او د هغه د صداقت او ښو اخلاقو په هکله له خبریدو وروسته، حضرت خدیجې د واده لپاره لیوالتیا څرګنده کړه. ځینو سرچینو دا واده د خدیجې د شتمنۍ له سببه ګڼلی دی، خو عالمان دا نظر د پیغمبر(ص) د شخصیت او د خدیجې د مستقیم وړاندیز سره په ټکر کې ګڼي.

د پيغمبر او خديجې درې اولادونه وو، قاسم، فاطمه(س) او عبدالله. ځينې سرچينې زينب، رقيه او ام کلثوم هم د پيغمبر لوڼې ګڼي، په داسې حال کې چې شيعه عالمان په دې باور دي چې خديجې له پيغمبر څخه مخکې واده نه دی کړی او دا درې واړه بلل شوې لوڼې وې یعنی لوڼې ورته ویلي وو.

د تاریخي سرچینو له مخې، د خدیجې مهر د دولسو اوقیو، شلو ځوانو اوښانو، یا پنځه سوه درهم ترمنځ راپور شوی دی.

د پیغمبر(ص) لومړی واده

خدیجه د پیغمبر(ص) لومړۍ میرمن وه[۱] او پنځه ویشت کاله یې ورسره ژوند وکړ.[۲] د دوي واده د پیغمبر(ص) له بعثت څخه شاوخوا ۱۵ کاله مخکې یا لږ زیات مخکې ګڼل شوی دی.[۳] د ځینو راپورونو له مخې، واده د ۲۵ عام الفیل کال د ربیع الاول په ۱۰ مه نیټه ترسره شو او ابو طالب د واده خطبه ولوسته.[۴]

مهر

په انساب الاشراف بلاذُری (وفات ۲۷۹ هجري) کې راغلي دي چې رسول الله(ص) د خدیجې لپاره دولس اوقیه (هره اوقیه څلویښتو درهمو سره مساوي وي) د مهر په توګه ټاکلې و.[۵] په نورو سرچینو کې، مهر شل ځوان اوښان[۶] یا پنځه سوه درهم هم بیان شوي دي.[۷] طبرسي (وفات ۵۴۸ هجري) هم د پیغمبر(ص) د ټولو میرمنو د مهر لپاره ورته اندازه بیان کړې ده.[۸]

د خدیجې(س) له پيغمبر(ص) څخه وړاندیز او د واده انګېزه

پیغمبر(ص) او خدیجې(س) یو بل هغه وخت وپيژندل کله چې د خدیجې د سوداګرۍ کاروان شام ته روان و نو پیغمبر(ص) د ابوطالب او د خدیجې(س) په بلنه د خدیجې په پیسو سره سوداګري وکړه.[۹] له سفره له راستنیدو وروسته، د خدیجې(س) غلام میسره، هغې ته د حضرت محمد(ص) د صداقت او ښو اخلاقو په اړه خبرې وکړې.[۱۰] خدیجې(س) له پیغمبر(ص) سره مینه پیدا شوه او د منځګړو له لارې یې د واده په اړه د هغه نظر وغوښت. پیغمبر(ص) موافقه وکړه، او ابوطالب او حمزه د پیغمبر(ص) په استازیتوب د هغې د تره، عمرو بن اسد څخه خدیجه وغوښته.[۱۱]

په یوه بل روایت کې راغلي، کله چې کاروان له شام څخه راستون شو، خدیجې په مستقیم ډول پیغمبر(ص) ته د واده وړاندیز وکړ، او ویې ویل چې د پیغمبر(ص) د خپلوۍ، امانتدارۍ، ښو اخلاقو او صداقت له امله هغه د دې واده غوښتونکې ده.[۱۲] ځینې سرچینې د دې واده د منځګړي په توګه یوه ښځه هم یادوي.[۱۳] ځینو سرچینو یو روایت نقل کړی چې خدیجې په دې واده کې د خپل پلار خویلد د رضایت ترلاسه کول لپاره شراب کارولي دي.[۱۴] څیړونکو دا روایت جعلي ګڼلی دی او ویلي یې دي چې که دا ریښتیا وای، نو واده باید په ورته وخت کې باطل اعلان شوی وای.[۱۵] دا هم اټکل شوی چې دا روایتونه د بني فاطمې د دښمنانو لخوا جوړ شوي وي، ځکه چې د شیعو امامان د همدې واده په نتیجه کې زیږیدلي دي.[۱۶]

ځینو د خدیجې شتمني د دې واده انګېزه ګڼلې ده، په داسې حال کې چې ځینې څېړونکي دا نظر د رسول الله(ص) د سیرت او د حضرت خدیجې د نیغ په نیغه د واده وړاندیز سره په ټکر کې ګڼي.[۱۷] عباس زریاب خویي (وفات:۱۳۷۳ لمریز کال)، چې د اسلامي تاریخ یو څېړونکی دی، هم په دې باور دی چې د خدیجې(س) په څېر د یوې ښځې دې ته ګروهنه چې حضرت محمد(ص) سره واده وکړي، د پیغمبر(ص) د ټولنیز حیثیت او په امانتدارۍ او صداقت کې د هغه د شهرت نښه ده.[۱۸]

د واده په وخت کې د پیغمبر(ص) او حضرت خدیجې عمر

د تاریخ پوهانو د مشهور نظر له مخې، پیغمبر(ص) ۲۵ کلن وو[۱۹] او حضرت خدیجه ۴۰ کلنه وه.[۲۰] په هرصورت، تاریخي سرچینو د خدیجې(س) عمر د ۲۱ او ۴۶ کلونو ترمنځ[۲۱] او د پیغمبر(ص) عمر د ۲۱ او ۳۷ کلونو ترمنځ[۲۲] یاد کړی دی. د شیعه تاریخ پوه سید جعفر شهیدي(وفات ۱۳۸۶) په وینا، د حضرت خدیجې د ماشومانو شمیر ته په پام سره دا کیدی شي چې د هغې عمر له ۴۰ کلونو څخه کم وي.[۲۳] همدارنګه، د اسلامي تاریخ څېړونکي سید جعفر مرتضی عاملي(وفات ۱۳۹۸) په وینا، ډیر تاریخ پوهانو د واده په وخت کې د خدیجې عمر ۲۸ کاله تایید کړی دی.[۲۴]

آیا خدیجې(س) له پیغمبر(ص) څخه مخکې هم واده کړی و؟

له ابراهیم پرته د پیغمبر(ص) ټول اولادونه د خدیجې له خوا وو.[۲۵] سرچینې د دواړو شپږ ماشومان یاد کړي دي: فاطمه(س)، قاسم، عبدالله، زینب، رقیه او ام کلثوم.[۲۶] ځینې تاریخي سرچینې وايي چې خدیجه پیغمبر(ص) سره له واده کولو دمخه دوه ځله واده شوې وه.[۲۷] له همدې امله، زینب، رقیه او ام کلثوم کله کله د خدیجې لوڼې او د پیغمبر(ص) بللي شوي لوڼې ګڼل کیږي. په هرصورت، یو شمیر شیعه عالمان په دې باور دي چې خدیجه پیغمبر(ص) سره د واده کولو پر مهال پيغله وه او چرته واده شوې نه وه.[۲۸] او زینب، رقیه او ام کلثوم د خدیجې د خورزې وې، نه د هغې د خپلې لوڼې.[۲۹]

فوټ نوټ

  1. ابن‌قتیبه دینوری، المعارف، ۱۹۹۲م. مخ۱۳۲.
  2. آیتی، تاریخ پیامبر اسلام محمد، ۱۳۹۱ش، مخ۵۷.
  3. مرادی، «خدیجه»، ټوک۲۲، د مدخل لاندې.
  4. مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ټوک۱، مخ۱۷.
  5. بلاذری، أنساب الأشراف، دار المعارف، قاهره، ۱۳۹۴ق، ټوک۱، مخ۹۷.
  6. آیتی، تاریخ پیامبر اسلام محمد، ۱۳۹۱ش، مخ۵۶.
  7. استرابادی،‌ آثار احمدی، ۱۳۷۴ش.مخ۷۲.
  8. طبرسی، إعلام الوری، ۱۳۷۶ش، ټوک۱، مخ۲۷۵.
  9. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۰۳ او ۱۰۴ او ۱۰۵.
  10. الحلبی، السیرة الحلبیه، دار الكتب العلمية، ټوک۱، مخ۱۹۳.
  11. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۰۳ او ۱۰۴ او ۱۰۵؛ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۴۲۷ق، ټوک۲، مخ۱۸۹.
  12. ابن‌هشام، السیرة النبویة، قاهره، ټوک۱، مخ۱۲۲.
  13. حلبی، السیرة الحلبیه، دار الكتب العلمية، ټوک ۱، مخ۱۹۹؛ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، ټوک۱، مخ۱۹۳.
  14. حلبی، السیرة الحلبیة، ۱۴۲۷ق، ټوک۱، مخ۱۹۳.
  15. زریاب خویی، سیره حضرت رسول، ۱۳۸۸ش، مخ۹۶.
  16. زریاب خویی، سیره حضرت رسول، ۱۳۸۸ش، مخ۹۶.
  17. قدردان قراملکی، پاسخ به شبهات کلامی دفتر سوم: درباره پیامبر اعظم، مخ۳۳-۳۴.
  18. زریاب خویی، سیره حضرت رسول، ۱۳۸۸ش، مخ۹۵و ۹۶.
  19. یعقوبی، تاریخ یعقوبی، بیروت، ټوک۲، مخ۲۰؛ بخاری، التاریخ الصغیر، ۱۴۰۶ق، ټوک۱، مخ۴۳؛ ابن‌هشام، السیرة النبویة، قاهره، ټوک۱، مخ۱۲۱؛ حلبی، السیرة الحلبیة، ۱۴۲۷ق، ټوک۱، مخ۱۹۳.
  20. بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۳۹۴ق، ټوک۱، مخ۹۸؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۰۵.
  21. مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ټوک۱، مخ۱۷؛ طهماز، السیدة خدیجة أم‌المؤمنین و سباقة الخلق إلی الإسلام، ۱۴۱۷ق، مخ۳۷ او ۳۸ او ۳۹.
  22. طهماز، السیدة خدیجة أم‌المؤمنین و سباقة الخلق إلی الإسلام، ۱۴۱۷ق، مخ۳۶؛ ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ټوک۴، مخ۱۸۱۸.
  23. شهیدی، تاریخ تحلیلی اسلام، ۱۳۹۲ش، مخ۴۲.
  24. عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۴۲۷ق، ټوک۲، مخ۲۰۰.
  25. ابن‌قتیبه دینوری، المعارف، ۱۹۹۲م. مخ۱۳۲.
  26. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۰۶؛ بخاری، التاریخ الصغیر، ۱۴۰۶ق، ټوک۱، مخ۴۳.
  27. ابن‌قتیبه دینوری، المعارف، ۱۹۹۲م، مخ۱۳۳؛ حلبی، السیرة الحلبیة، ۱۴۲۷ق، ټوک۱، مخ۱۹۳.
  28. ابن‌شهرآشوب، مناقب آل أبی‌طالب(ع)، ۱۴۱۲ق، ټوک۱، مخ۲۰۶؛ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۴۲۷ق، ټوک۲، مخ۲۰۷ تا ۲۱۳.
  29. کوفی، الاستغاثه، بې‌نېټې، ټوک۱، مخ۶۸؛ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۴۲۷ق، ټوک۲، مخ۲۰۸.

سرچينې

  • آیتي، محمدابراهیم، تاریخ پیامبر اسلام محمد، بیاکتنه او زیاتونې: ابوالقاسم ګرجي، تهران، د تهران پوهنتون خپرونې، ۱۳۹۱ش.
  • ابن‌سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علي، مناقب آل أبی طالب(ع)، بیروت، دار الأضواء، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب في معرفه الاصحاب، بیروت، دارالجلیل، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌قتیبه دینوري، عبدالله بن مسلم، المعارف، سمون او تصحیح: عکاشه ثروت، قاهره، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۹۹۲م.
  • ابن‌هشام، السیره النبویة، قاهره، د محمد علي صبیح او زامنو کتابتون، بې‌نېټې.
  • استرابادي، احمد بن حسن، آثار احمدی، تاریخ زندگانی پیامبر اسلام و ائمه اطهار(د اسلام د پېغمبر او پاکو امامانو د ژوند تاریخ)، د میرطاهر محدث په هڅه، تهران، نشر میراث مکتوب، د قبله خپرندویه، ۱۳۷۴ش.
  • بخاري، محمد بن اسماعیل، التاریخ الصغیر، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۰۶ق.
  • بلاذري، احمد بن یحیی، أنساب الأشراف، قاهره، دار المعارف، ۱۳۹۴ق.
  • حلبي، علي بن ابراهیم، السیره الحلبیة، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۷ق.
  • زریاب خویي، عباس، سیره حضرت رسول، تهران، سروش، ۱۳۸۸ش.
  • شهیدي، سید جعفر، تاریخ تحلیلی اسلام، تهران، علمي ـ فرهنګي خپرونې، ۱۳۹۲ش.
  • طبرسي، فضل بن حسن، إعلام الوری بأعلام الهدی، قم، د آل‌البیت (علیهم السلام) د میراث د بیا راژوندي کولو مؤسسه، ۱۳۷۶ش.
  • طهماز، عبدالحمید محمود، السیدة خدیجة أم المؤمنین وسباقة الخلق إلی الإسلام، دمشق، دار القلم، ۱۴۱۷ق.
  • عاملي، سید جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، بیروت، مرکز الاسلامي للدراسات، ۱۴۲۷ق.
  • قدردان قراملکي، محمدحسن، پاسخ به شبهات کلامی دفتر سوم: درباره پیامبر اعظم (کلامي شبهاتو ته ځوابونه، درېیم ټوک: د ستر پېغمبر په اړه، تهران، د اسلامي کلتور او اند د څېړنو انستیتیوت، ۱۳۹۳ش.
  • کوفي، علي بن احمد، الاستغاثة في بدع الثلاثة، بې‌خپرونکي، بې‌نېټې.
  • محمودپور، محمد، «خدیجه»، دانشنامه جهان اسلام، (د اسلام د نړۍ پوهنغونډ)، ۱۵ ټوک، تهران، د اسلامي دایرةالمعارف بنسټ، ۱۳۹۳ش.
  • مرادي، عبدالحمید، «خدیجه»، دائرة المعارف بزرگ اسلامی، (لویه اسلامي دایرةالمعارف)، ۲۲ ټوک، تهران، د لویې اسلامي دایرةالمعارف مرکز، بې‌نېټې.
  • مقریزي، احمد بن علي، إمتاع الأسماع بما للنبی من الأحوال و الأموال و الحفدة و المتاع، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۰ق.
  • یعقوبي، احمد بن ابي‌یعقوب، تاریخ یعقوبي، بیروت، دار صادر، بې‌نېټې.