منځپانگې ته ورتلل

مسوده:له جګړې تېښته

د wikishia لخوا


له جګړې تېښته له کبیره ګناهونو څخه ده چې په فقه[۱] او علم اخلاقو[۲] کې د «الفَرارُ من الزَّحْف» (له دښمن سره له جګړې څخه تېښته) په نوم یادېږي.[۳] له دښمن سره د مستقیمې مقابلې په صورت کې له جګړې څخه د تېښتې د حراموالي[۴] لپاره قرآني دلیل، د انفال سورت ۱۶م آیت دی. [۵] په ځینو روایتونو کې راغلي چې د جګړې له ډګره د تېښتې د ګناه بدوالی حتی د کفارې په ورکولو سره هم نه جبرانېږي.[۶]

د فقهاوو په نظر، په دوو حالتونو کې انسان د تېښتې حق نه لري او که وتښتي، ګناهکار ګڼل کېږي:[۷]

  • هغه مهال چې امام (ع) یوې ځانګړې ډلې ته په جګړه کې د ګډون امر وکړي.[۸]
  • هغه مهال چې انسان له یوه یا دوو دښمنانو سره مخامخ شي؛ یعنې د دښمنانو شمېر د مسلمانانو له شمېر څخه کم یا پوره یا تر دوه برابره پورې وي.[۹]

په دغو مواردو کې، حتی که د وژل کېدو احتمال هم موجود وي، تېښته جایزه نه ده.[۱۰] خو علامه حلي د بقرې سورت د ۱۹۵م آیت پر بنسټ، په هغه صورت کې چې د وژل کېدو قوي ګومان موجود وي، تېښته جایزه بللې ده.[۱۱] ویل شوي چې د جګړې د تېښتې حرمت د اختیار او اضطراره (لکه ناروغۍ) ، دواړو حالتونو، ته شاملېږي.[۱۲]

د شیخ طوسي په باور، د جګړې له پیل وروسته د جنګیالي پلار، مور یا پورورکوونکی حق نه لري چې هغه د جګړې له ډګره بېرته راوګرځوي.[۱۳] خو که تېښته د جګړې د صفونو د بدلون یا د بیا برید لپاره له بلې پوځي ډلې سره د یوځای کېدو په موخه وي، جایزه ګڼل کېږي.[۱۴]

د انفال سورت د ۶۵م آیت پر بنسټ، د اسلام په لومړیو کې هر مسلمان مکلف و چې د لسو مشرکانو پر وړاندې مقاومت وکړي؛ خو د انفال سورت د ۶۶م آیت له نازلېدو وروسته دا حکم نسخ شو او د دوو کسانو پر وړاندې د مقاومت وجوب پر ځای شو.[۱۵] له همدې امله، که د دښمن د ځواکونو شمېر د مسلمانانو د ځواکونو له شمېر څخه دوه برابره زیات وي، تېښته جایزه ده.[۱۶]

خو شیخ طوسي په دې باور دی چې که د سالم پاتې کېدو احتمال غالب وي، دفاع کول مستحب دي.[۱۷] په مقابل کې، سید ابوالقاسم خویي معتقد دی چې که مسلمانان پر بریا ډاډ ولري، تېښته جایزه نه ده.[۱۸] همدارنګه، امام خمیني له جګړې څخه تېښته په هېڅ حالت کې جایزه نه ده بللې.[۱۹]د «حکم فرار نظامیان از جهاد در راهبرد دفاعی اسلام» مقالې پر بنسټ، د اُحد په جګړه کې د رسول اکرم (ص) د چلند په پام کې نیولو سره، په هغه حالت کې چې د سرتېرو د وژل کېدو احتمال د اسلام د موجودیت لپاره د ګواښ سبب شي، تېښته واجب ده.[۲۰]

په اسلامي روایتونو کې له جګړې څخه د تېښتې لپاره ځینې پایلې هم بیان شوې دي؛ له هغو څخه د انسان ذلت او خواري، د عدالت له منځه تلل، د دښمن پیاوړتیا، د دیني مشرانو پلانونو ته بې‌پامي[۲۱] او د دین کمزوري او سپکاوی[۲۲] .

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دار صادر، ۱۴۱۴ ق.
  • امام خمیني، سید روح‌الله، استفتائات، قم، اسلامي خپرندوی (انتشارات اسلامي)، ۱۳۷۲ ل.
  • حر عاملي، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعة إلی تحصیل مسائل الشریعة، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع) لإحیاء التراث، ۱۴۱۶ ق.
  • خویي، سید ابوالقاسم، منهاج الصالحین، قم، نشر مدینة العلم، ۱۴۱۰ ق.
  • سید
  • سید رضي، محمد بن حسین، المجازات النبویة، سمون: مهدي هوشمند، قم، دار الحدیث، ۱۴۲۲ ق.
  • سید رضي، محمد بن حسین، نهج‌البلاغه، سمون: صبحي صالح، قم، مؤسسه دار الهجره، ۱۴۱۴ ق.
  • شهید اول، محمد بن مکي، اللمعة الدمشقیة فی فقه الامامیة، قم، دار التراث، ۱۴۱۰ ق.
  • شهید ثاني، زین‌الدین بن علي، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، مَن لا یَحضَرُهُ الفقیه، څېړنه او سمون: علي‌اکبر غفاري، قم، د قم د علمیه حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، دویم چاپ، ۱۴۱۳ ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیة، تهران، مکتبة المرتضویة، ۱۳۸۷ ق.
  • طباطبایي، سید علي، ریاض المسائل فی بیان احکام الشرع بالدلائل، قم، مؤسسه نشر اسلامي، ۱۴۱۵ ق.
  • علامه حلي، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع)، ۱۴۱۴ ق.
  • علامه حلي، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة، قم، مؤسسه نشر اسلامي، ۱۴۱۳ ق.
  • قاسمی مقدم، حسن و دیگران، «حکم فرار نظامیان از جهاد در راهبرد دفاعی اسلام» (حکم فرار نظامیان از جهاد در راهبرد دفاعی اسلام)، د حکومتي فقهې علمي ترویجي دوه‌فصلنۍ، اتمه ګڼه، منی او ژمی ۱۳۹۸ ل.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، دار الکتب الاسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ ق.
  • نجفي،‌ محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، څېړنه: محمد قوچاني، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۳۶۲ ل.