منځپانگې ته ورتلل

په دښمن د وسلې پلور

د wikishia لخوا

په دښمن د وسلې پلور، دې ته ویل کېږي چې د جګړې هر ډول وسلې د دین د دښمنانو، ظالمانو او په ځمکه کې د فساد خپروونکو لاس ته وسپارل شي. د شیعه فقهاوو د مشهور نظر له مخې، د جګړې پر مهال دښمن ته د وسلې پلور حرام دی او د سولې پر مهال جایز دی. خو ټول فقیهان دا نظر نه مني. ځینې دښمن ته د وسلې پلور په هر حالت کې حرام ګڼي. بله ډله باور لري چې د دې حرمت هغه وخت دی چې اسلامي ټولنه د جګړې په حالت کې وي او د وسلې پلور د دښمن د پیاوړتیا لامل شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر، امام خمیني، دا مسئله له حکومتي چارو او د هر وخت د مسلمانانو له مصلحت سره تړلې بولي. د همدې له مخې، کېدای شي په ځانګړو شرایطو کې غیرمسلمانانو ته د وسلې پلور یا ان وړیا ورکول جایز یا واجب وي؛ لکه هغه وخت چې د اسلامي سیمو دفاع یوازې د هماغې ډلې په وسلوالولو ممکنه وي.

پېژندنه او ځایګی

په دښمن د وسلې پلور یوه فقهي مسئله ده[۱] او د فقهې د بابونو له ډلې د تجارت په باب کې پرې بحث شوی دی.[۲] په ځینو سرچینو لکه شرایع الاسلام او کتاب المکاسب کې د «هغه شي د پېر او پلور چې د حرام نیت پرې کېدای شي» تر عنوان لاندې بحث شوی دی[۳] او په ځینو نورو لکه اللمعة الدمشقیة کې د «حرامو معاملو» تر عنوان لاندې څېړل شوې ده.[۴]

له وسلې او دښمن مراد

فقیهان له دښمنه د دین دښمنان مطلب اخلي؛ که کافر وي او که مسلمان.[۵] ځینو فقهاوو ظالمان او هغه کسان چې په ځمکه کې فساد خپروي لکه غله او لارشکوونکي هم پکې شامل کړي دي.[۶]

وسله هر ډول جنګي افزار ته ویل کېږي چې د جګړې یا دفاع لپاره په فعاله توګه کارول کېږي.[۷] د وخت په تېرېدو سره وسلې بدلون او پرمختګ مومي، او دا بدلونونه د فقهاوو پر حکمونو هم اغېز کوي.[۸] د بېلګې په توګه، د هغو زړو وسلو پلور چې نور په جګړه کې نه کارېږي او یوازې د تاریخي یا زینتي شیانو په توګه کارېږي، د دین دښمنانو ته هم جایز دی.[۹]

په دښمن د وسلې د پلور په اړه د فقهاوو نظرونه

د شیعه فقهاوو مشهور نظر دا دی چې د جګړې پر مهال په دښمن د وسلې پلور حرام او د سولې پر مهال جایز دی.[۱۰] نور نظرونه داسې دي:

  1. که د مسلمانانو او کفارو ترمنځ سوله نه وي، په دښمن د وسلې پلور حرام دی.
  2. د دین په دښمنانو د وسلې پلور، که د جګړې پر مهال وي او که د سولې پر مهال، حرام دی.
  3. که موخه د کفارو پیاوړي کول وي، یا دا چې پلور د جګړې پر مهال وشي، حرام دی.
  4. په مشرکانو او کفارو په هر حالت کې د وسلې پلور حرام دی؛ خو له شیعه مخالفو مسلمانانو سره یوازې د جګړې پر مهال منع دی او د سولې پر مهال جایز دی.[۱۱]

په دښمن د وسلې پلور د حکم دلایل

د انفال سورې په۶۰ آیت استناد

همدارنګه وګورئ: د انفال سورې ۶۰ آیت

د سید ابوالقاسم خویي په وینا، د انفال سورې ۶۰ آیت مسلمانان مکلفوي چې د دښمنانو پر ضد جګړه‌ییز وسایل چمتو کړي او په هغوی کې وېره واچوي؛ نو ځکه په دښمن د وسلې پلور، ان د سولې پر مهال هم، د شارع له هدف سره په ټکر کې دی.[۱۲]

په دښمن د وسلې پلور په ګناه کې مرسته ده

همدارنګه وګورئ: د ګناه د مرستې د حرمت قاعده

فقیهان باور لري چې دښمن او هر ظالم ته د وسلې پلور چې په هغې سره ظلم کوي، د «اعانه بر اثم» مصداق دی او حرام دی.[۱۳]

په دې موضوع کې راغلي احادیث

شیخ انصاري هغه احادیث چې دښمن ته د وسلې د پلور د حرمت په اړه راغلي، مستفیض بللي دي.[۱۴] دا احادیث درې ډوله دي:

  • هغه احادیث چې په هر حالت کې، که جګړه وي که سوله، د وسلې پلور جایز ګڼي.
  • هغه احادیث چې په هر حالت کې یې حرام ګڼي.
  • هغه احادیث چې د جګړې پر مهال یې حرام او د سولې پر مهال یې جایز ګڼي.[۱۵]

فقیهانو د دغو احادیثو سند او دلالت ارزولي او د حکم د استنباط لپاره یې ترې ګټه اخیستې ده.[۱۶]

دښمن پیاوړی کوي

ځینې فقیهان په دښمن باندې د وسلې پلور، که په سوله کې وي او که جګړه کې، ځکه حرام ګڼي چې د دښمن د پیاوړتیا او ملاتړ سبب ګرځي.[۱۷] شیخ انصاري دا استدلال کمزوری ګڼي او وايي چې دا د نص پر وړاندې اجتهاد دی؛ ځکه په ځینو روایتونو کې د وسلې پلور جایز ګڼل شوی دی.[۱۸]

عقلي دلیل

د ځینو فقهاوو له نظره، عقل په خپلواکه توګه حکم کوي چې که دښمن ته د وسلې پلور فساد رامنځته کوي، نو حرام دی.[۱۹] د جعفر سبحاني په وینا، دا عقلي حکم هغه روایتونه چې مطلق جواز ښيي، محدودوي او یوازې هغه حالت ته یې راکموي چې فساد پکې نه وي.[۲۰]

په دښمن د وسلې پلور؛ حکومتي چاره ده

امام خمیني باور لري چې په دښمن د وسلې د پلور حکم د مسلمانانو د ورځېني مصلحت تابع دی.[۲۱] د جګړې پر مهال یا هغه وخت چې دښمن له مسلمانانو سره په ښکاره دښمني کوي، د وسلې پلور حرام دی.[۲۲] خو د سولې پر مهال یا کله چې کفار له یو بل سره په جګړه کې وي، د مسلمانانو د مصلحت له مخې وسلې پلورل کېدای شي جایز وي.[۲۳] په دې اړه پرېکړه د مسلمانانو د واکمن دنده ده او بل هېڅوک پکې د مداخلې حق نه لري.[۲۴]

فوټ نوټ

  1. د مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ټوک۲، مخ۳؛ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ټوک۳، مخ۲۰۶ و ۲۱۱؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۲۲، مخ۲۸؛ شیخ انصاری، کتاب المکاسب، ۱۴۱۵ق، ټوک۱، مخ۱۴۷.
  2. د مثال په توګه وګورئ: شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ټوک۳، مخ۲۱۱.
  3. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ټوک۲، مخ۳؛ شیخ انصاری، کتاب المکاسب، ۱۴۱۵ق، ټوک۱، مخ۱۴۷.
  4. شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ټوک۳، مخونه۲۰۶ و ۲۱۱.
  5. شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ټوک۳، مخ۲۱۱؛ بحرانی، الحدائق الناضرة، مؤسسة النشر الاسلامی، ټوک۱۸، مخ۲۰۸.
  6. محقق اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ټوک۸، مخ۴۲؛ روحانی، فقه الصادق، ۱۳۹۲ش، ټوک۲۰، مخ۲۰۶.
  7. خوئی، موسوعة الامام الخوئی، ۱۴۱۸ق، ټوک۳۵، مخ۲۹۷.
  8. امام خمینی، المکاسب المحرمة، مؤسسه اسماعیلیان، ټوک۱، مخ۱۵۲.
  9. د مثال په توګه وګورئ: امام خمینی، المکاسب المحرمة، مؤسسه اسماعیلیان، ټوک۱، مخ۱۵۲.
  10. طباطبایی یزدی، حاشیة المکاسب، ۱۳۷۰ش، ټوک۱، مخ۱۰.
  11. طباطبایی یزدی، حاشیة المکاسب، ۱۳۷۰ش، ټوک۱، مخ۱۰.
  12. خوئی، موسوعة الامام الخوئی، ۱۴۱۸ق، ټوک۳۵، مخونه۲۹۵-۲۹۶.
  13. محقق اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ټوک۸، مخ۴۲.
  14. شیخ انصاری، کتاب المکاسب، ۱۴۱۵ق، ټوک۱، مخ۱۴۷.
  15. سبحانی، المواهب، ۱۴۲۴ق، مخ۳۳۳.
  16. د مثال په توګه وګورئ: محقق اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ټوک۸، مخ۴۳؛ شیخ انصاری، کتاب المکاسب، ۱۴۱۵ق، ټوک۱، مخونه۱۴۷-۱۵۰.
  17. حسینی عاملی، مفتاح الکرامة، ۱۴۱۹ق، ټوک۴، مخ۳۵؛ خوئی، موسوعة الامام الخوئی، ۱۴۱۸ق، ټوک۳۵، مخ۲۹۴؛ سبزواری، مهذب الاحکام، دار التفسیر، ټوک۱۶، مخ۷۱.
  18. شیخ انصاری، کتاب المکاسب، ۱۴۱۵ق، ټوک۱، مخ۱۴۹.
  19. د مثال په توګه وګورئ: خوئی،‌ موسوعة الامام الخوئی، ۱۴۱۸ق، ټوک۳۵، مخ۲۹۵؛ سبحانی، المواهب، ۱۴۲۴ق، مخ۳۳۵.
  20. سبحانی، المواهب، ۱۴۲۴ق، مخ۳۳۵.
  21. امام خمینی، المکاسب المحرمة، مؤسسه اسماعیلیان، ټوک۱، مخ۱۵۲.
  22. امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ټوک۱، مخ۴۷۲.
  23. امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ټوک۱، مخ۴۷۲.
  24. امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ټوک۱، مخ۴۷۲.

سرچينې

  • امام خمیني، سید روح‌الله، المکاسب المحرمة، قم، مؤسسه اسماعیلیان، بې‌نېټې.
  • امام خمیني، سید روح‌الله، تحریر الوسیلة، تهران، د امام خمیني د آثارو د تنظیم او خپرولو مؤسسه، بې‌نېټې.
  • بحراني، شیخ یوسف، الحدائق الناضرة فی أحکام العترة الطاهرة، قم، د اسلامي خپرونو مؤسسه، بې‌نېټې.
  • حسيني عاملي، محمدجواد بن محمد، مفتاح الکرامة، قم، د اسلامي خپرونو مؤسسه، ۱۴۱۹ق.
  • خویي، سید ابوالقاسم، موسوعة الامام الخوئی، قم، د الخوئي اسلامي مؤسسه، ۱۴۱۸ق.
  • سبحاني، جعفر، المواهب فی تحریر احکام المکاسب، قم، د امام صادق(ع) مؤسسه، ۱۴۲۴ق.
  • سبزواري، سید عبدالاعلی، مهذب الاحکام، قم، دار التفسیر، بې‌نېټې.
  • شیخ انصاري، مرتضی، کتاب المکاسب، قم، د شیخ اعظم میراث، ۱۴۱۵ق.
  • شهید ثاني، زین‌الدین بن علي، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، قم، داوري خپرندویه، ۱۴۱۰ق.
  • روحاني، سید محمدصادق، فقه الصادق، قم، آیین دانش، ۱۳۹۲لمریز.
  • طباطبایي یزدي، سید محمدکاظم، حاشیة المکاسب، قم، مؤسسه اسماعیلیان، څلورم چاپ، ۱۳۷۰لمریز.
  • محقق اردبیلي، احمد بن محمد، مجمع الفائدة و البرهان، قم، د اسلامي خپرونو مؤسسه، ۱۴۰۳ق.
  • محقق حلّي، جعفر بن حسن، شرایع الاسلام، قم، مؤسسه اسماعیلیان، دوهم چاپ، ۱۴۰۸ق.
  • نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تصحیح: عباس قوچاني او علي آخوندي، بیروت، دار احیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۳۶۲لمریز.