منځپانگې ته ورتلل

په شعب ابي طالب کې د بني هاشمو محاصره

د wikishia لخوا

په شعب ابي طالب کې د بني هاشمو محاصره يوه هر اړخيزه اقتصادي، ټولنيزه او سياسي کلابندي وه چې د قريشو له لوري د رسول الله(ص) او د بني‌هاشمو پر ضد ترسره شوه، د دې موخه دا وه چې هغوی د مکې په ښار کې د اسلام له دعوت څخه لاس واخلي. د قريشو مشرانو يو تړون‌نامه وليکله، چې له مخې يې له محاصره شویو (بني‌هاشمو) سره هر ډول سوداګريز، واده‌ییز او ټولنيز اړیکې منع شو.

دې بندیز درې کاله دوام وکړ او پر مسلمانانو يې سخت کړاوونه راوستل. د تاريخي سرچينو له مخې، رسول الله(ص) خبر ورکړ چې وَینو دا تړون‌نامه خوړلې او يوازې د «خدای نوم» پرې پاتې دی، او کله چې دا خبره تائيد شوه، محاصره پای ته ورسېده.

د محاصرې علت او شاليد

د ابن‌سعد د راپور له مخې، د حبشې د پاچا نجاشي له لوري د مسلمانانو د هجرت هرکلي د قريشو مشران غوسه کړل، نو پرېکړه يې وکړه چې رسول الله(ص) ووژني. د قريشو مشرانو د منصور بن عکرمه په لاس يو تړون وليکه او د کعبې دننه يې وځړاوه، او پرې يې قسم وخوړ چې د هغې مواد به عملي کوي.[۱]

د تړون‌نامې مواد

د دې تړون‌نامې له مخې، له هغو کسانو سره چې د رسول الله(ص) ملاتړ کوي، هر ډول سوداګري، ټولنيزې اړيکې او واده منع شول. د محاصرې د لغوې يوازينی شرط دا و، چې رسول الله(ص) دې قريشو ته د وژلو لپاره وسپارل شي. دا تړون د نږدې ټولو قريشي مشرانو (پرته له مطعم بن عدی) لخوا لاسليک شو[۲] او هر څوک چې تازه مکې ته راتله، له بني‌هاشمو سره له سوداګرۍ څخه منع کېده؛ که چا به یې سرغړونه وکړه، شتمني به يې ضبطېده.[۳]

د محاصرې پر مهال د بني‌هاشمو حالت

د قريشو د فشارونو په غبرګون کې، د ابوطالب په بلنه، د بني‌هاشمو قبیله (پرته له ابولهب او د هغه له کورنۍ) د مکې له ښاره بهر د ابي طالب شعب درې ته ولاړه.[۴]

مسلمانانو ته يوازې د حج په ورځو کې اجازه وه چې له شعب څخه د سوداګرۍ لپاره ووځي.[۵] د ابن‌سعد له وينا سره سم، محاصره د بعثت په اووم کال د محرم په مياشت کې پيل شوه[۶] او درې کاله[۷] او د يو بل روايت له مخې څلور کاله[۸] یې دوام وکړ.

دا محاصره له سختې تندې او لوږې سره مله وه،[۹] او قريشو هڅه کوله د شعب اوسېدونکو ته هېڅ توکي ونه رسېږي، خو يو شمېر خلکو پټ په پټه دا کار کاوه. (د خديجه وراره)، حکیم بن حزام[۱۰] ابوالعاص بن ربیع[۱۱] او هشام بن عمر د شپې په تیاره کې په اوښ غنم او خرما بارول او د شعب څنډې ته به يې پرېښودل.[۱۲]

امام علي(ع) په يوه ليک کې چې معاويه ته يې لېږلی، د مسلمانانو د سختو ورځو يادونه کړې ده چې په ابي طالب شعبو کې يې تېرې کړې.[۱۳]

د محاصرې پر وړاندې د مسلمانانو تګلاره

د ابي طالب شعب د محاصرې پر مهال مسلمانانو بېلابېلې لارې کارولې چې د قريشو د فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي. د حضرت خديجه(س) شتمني د محاصره شوو خلکو د مالي ملاتړ اصلي سرچينه وه.[۱۴] همدارنګه، د انفاق او زکات فريضه د داخلي همکارۍ د يو نظام په توګه پياوړې شوه.[۱۵] ځينو مشرکانو، د خپل قومي تړاو له امله، پټ پټ د خوراکي توکو د لېږلو هڅې کولې.[۱۶] ځينې مسلمانانو، لکه امام علي(ع)، دا تحريمونه په پټه ماتول.[۱۷]

ابوطالب د رسول الله(ص) د امنيت لپاره ساتونکي وټاکل[۱۸] او ځینې تابیاوې یې وکړې، لکه د پېغمبر(ص) د خوب د ځای بدلول، چې د هغه د ژوند ساتنه وشي.[۱۹]

دا موده د قصص سورې د آيتونو په نزول سره د معنويت له پلوه پياوړې شوه،[۲۰] د رسول الله(ص) او ابوطالب(ع) د زړورتيا له برکته،[۲۱] د مسلمانانو ترمنځ يووالي او ټولنيز پېوستون نور هم ټينګ شو.[۲۲] د مسلمانانو صبر او اتحاد د قريشو په منځ کې د اختلاف سبب شو او بالاخره محاصرې ماتې وخوړه.[۲۳]

د محاصرې پای

د بعثت په لسم کال، کله چې ابوجهل د حکیم بن حزام په وسیله خديجه ته د خوړو د لېږلو مخالفت وکړ، د قريشو يو شمېر مشران پرې قهر شول او اعتراض يې وکړ.[۲۴] دغه کار د مشرکانو په منځ کې د پښېمانۍ سبب شو او يو شمېر يې د بني‌هاشم ملاتړ پيل کړ. د قبيلو د ژوند د نابرابرۍ له کبله اعتراضونه زيات شول، او له لاسليک کوونکو څه څو تنو پرېکړه وکړه چې تړون لغوه کړي. د ابن‌هشام د نقل له مخې، کله چې سند وکتل شو، وليدل شول چې وَینو یې ټول متن خوړلی دی پرته له دې جملې: «باسمک اللهم».[۲۵] په بل روايت کې راغلي، رسول الله(ص) د وحي له لارې خبر شو چې وَینو تړون‌نامه خوړلې ده.[۲۶] ابوطالب قريشو ته وويل: که دا خبره رښتيا وي، محاصره دې پای ته ورسوي، او که نه وي، زه به رسول الله(ص) تاسو ته وسپارم؛ نو کله چې د پېغمبر دا خبره رښتيا ووتله، محاصره پای ته ورسېده.[۲۷]

فوټ نوټ

  1. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۶۳.
  2. ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ټوک۳، ۸۴–۸۶مخونه؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۶۳.
  3. طبرسی، اعلام الوری، موسسه آل‌البیت، ټوک۱، مخ۱۲۶.
  4. مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ټوک۱، مخ۴۴.
  5. طبرسی، اعلام الوری، موسسه آل‌البیت، ټوک۱، مخ۱۲۷.
  6. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۶۳.
  7. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۲۳۴.
  8. طبرسی، اعلام الوری، موسسه آل‌البیت، ټوک۱، مخ۱۲۷ و۱۲۸.
  9. طبرسی، اعلام الوری، موسسه آل‌البیت، ټوک۱، مخ۱۲۷؛ قائدان، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۱ش، مخ۱۱۴.
  10. ابن‌هشام، السیرة النبویة، ټوک۱، مخ۳۵۴.
  11. طبرسی، اعلام الوری، موسسه آل‌البیت، ټوک۱، مخ۱۲۸.
  12. ابن‌هشام، السیرة النبویة، ټوک۱، مخ۳۵۴.
  13. نصر بن مزاحم، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق، بخش ۲، مخ۸۹.
  14. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، نشر دارصادر، ټوک۲، مخ۳۱؛ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الأعظم، دارالهادی، ټوک۳، مخ۱۹۶.
  15. قاسم‌زاده و احمدوند، «واکاوی محاصرۀ اقتصادی و اجتماعی پیامبر اکرم(ص) و پیروانش در شعب ابی‌طالب»، مخ۶۳.
  16. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، دار الفکر، ټوک۳، مخ۸۸.
  17. اسکافی، المعیار و الموازنة، ۱۴۰۲ق، مخ۸۹.
  18. طبرسی، اعلام الوری، موسسه آل‌البیت، ج۱، ص۱۲۶.
  19. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ټوک۱۴، مخ۶۴.
  20. سیدحسین‌زاده یزدی و شریف‌زاده، «سیره پیامبر اکرم(ص) در مقابله با تهدیدهای اقتصادی»، ص۱۱.
  21. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، دارالفکر، ټوک۳، مخ۸۴.
  22. زرگری‌نژاد، تاریخ صدر اسلام (عصر نبوت)، ۱۳۸۴ش، ۲۸۱–۲۸۲مخونه.
  23. سیدحسین‌زاده یزدی و شریف‌زاده، «سیره پیامبر اکرم(ص) در مقابله با تهدیدهای اقتصادی»، مخ۱۱.
  24. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفة، ټوک۱، مخ۳۵۳.
  25. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفة، ټوک۱، ۳۷۴-۳۷۶مخونه.
  26. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۲۳۴.
  27. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۶۴.

سرچينې

  • ابن سعد، محمد، الطبقات الکبری، د محمد عبدالقادر عطا په تحقیق، بیروت، دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۰هـ ق.
  • ابن کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۷هـ ق.
  • ابن هشام، عبدالملک، السیرة النبویة، د مصطفی السقا، ابراهیم الأبیاري او عبدالحفیظ شلبي په تحقیق، بیروت، دار المعرفة، بې‌نېټې.
  • اسکافي، محمد بن عبدالله، المعیار و الموازنة فی فضائل الإمام أمیرالمومنین علی بن ابی‌طالب(ع) و بیان أفضلیته علی جمیع العالمین بعد الأنبیاء و المرسلین، د محمدباقر محمودي په تحقیق، ۱۴۰۲هـ ق.
  • بلاذري، احمد بن یحیی، انساب الأشراف، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۷هـ ق.
  • جعفریان، رسول، آثار اسلامی مکه و مدینه (د مکې او مدینې اسلامي آثار)، تهران، نشر مشعر، نهم چاپ، ۱۳۸۷هـ ش.
  • ذهبي، محمد بن احمد، تاریخ الإسلام و وفیات المشاهیر و الأعلام، بیروت، دار الکتاب العربي، دوهم چاپ، ۱۴۰۹هـ ق.
  • زرګري‌نژاد، غلامحسین، تاریخ الإسلام و وفیات المشاهیر و الأعلام (د اسلام د پیل تاریخ (د نبوت پړاو)، تهران، انتشارات سمت، درېیم چاپ، ۱۳۸۴هـ ش.
  • سید حسین‌زاده یزدي سعید او محمدجواد شریف‌زاده، «سیره پیامبر اکرم(ص) در مقابله با تهدیدهای اقتصادی (د اقتصادي ګواښونو پر وړاندې د رسول اکرم (ص) سیرت)»، اسلامي اقتصاد، ۶۲مه ګڼه، ۱۳۹۵هـ ش.
  • شهیدي، سید جعفر، تاریخ تحلیلی اسلام (د اسلام تحلیلي تاریخ)، تهران، د پوهنتوني خپرونو مرکز، ۱۳۹۰هـ ش.
  • طبرسي، فضل بن حسن، اعلام الوری بأعلام الهدی، قم، د آل‌البیت (ع) د تراث د احیا مؤسسه، بې‌نېټې (موجوده نسخه د فقاهت په مجازي کتابتون کې).
  • قائدان، اصغر، تاریخ و آثار اسلامی مکه و مدینه (د مکې او مدینې تاریخ او اسلامي آثار)، تهران، نشر مشعر، څلورم چاپ، ۱۳۸۱هـ ش.
  • مقریزي، احمد بن علي، إمتاع الأسماع بما للنبي من الأحوال و الأموال و الحفدة و المتاع، د محمد عبدالحمید نمیسي په تحقیق، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۰هـ ق.
  • یعقوبي، احمد بن اسحاق، تاریخ یعقوبي، دار صادر خپرندویه، بې‌نېټې.
  • قاسم‌زاده، افتخار او فاطمه احمدوند، «واکاوی محاصرۀ اقتصادی و اجتماعی پیامبر اکرم(ص) و پیروانش در شعب ابی‌طالب (د شعب ابي‌طالب کې د رسول اکرم (ص) او د هغه د پلویانو د اقتصادي او ټولنیز محاصرې څېړنه)»، د اهل‌بیت د تاریخ او سیرې مجله، ۴مه ګڼه، منی او ژمی ۱۳۹۹هـ ش.