بعثت انا و الساعة کهاتین
| موضوع | د بعثت او قیامت ترمنځ اړیکه |
|---|---|
| څخه صادر شوی | پیغمبر(ص) |
| شیعه سرچینې | امالي مفید او طوسي، الامامة و التبصرة من الحیرة ، الخرائج |
| د سلسلةالذهب حدیث • د ثقلین حدیث • د کساء حدیث • د عمر بن حنظلة مقبوله • د قرب نوافل حدیث • د معراج حدیث • د ولایت حدیث • د وصایت حدیث • د جنود عقل او جهل حدیث • د شجره حدیث | |
بُعِثْتُ أَنَا وَ اَلسَّاعَةُ کَهَاتَیْنِ یو داسې نبوي حدیث دی چې د پیغمبر(ص) د بعثت او قیامت تر مینځ تړون ته اشاره کوي. د شیخ مفید د روایت له مخې چې له امام صادق(ع) څخه یې نقل کړی، پیغمبر(ص) په داسې حال کې په منبر ناست و چې د مخ رنګ یې تلی و او ویې فرمایل: ای مسلمانانو، زما بعثت د قیامت ورځ سره د دې دوو ګوتو په څیر دی. او هغه خپلې دواړه د شهادت ګوتې سره یوځای کړې.[۱]
د روایت د مطلب په هکله دوه نظرونه دي:
- د قیامت د ورځې په اړه: ځینې شیعه عالمان، لکه فضل بن حسن طبرسي،[۲] لطف الله صافي ګلپایګاني[۳] او ناصر مکارم شیرازي،[۴] د پیغمبر(ص) بعثت د قیامت له نښو څخه یوه نښه ګڼلې ده (اشراط الساعة) (د قیامت د نږدې کیدو نښې). نورو یې د قیامت د یقیني شونی[۵] او نږدېوالي په توګه تفسیر کړی دی.[۶] د عبدالله جوادي آملي په وینا، دا حدیث ښیي چې پیغمبر(ص) د قیامت له ورځې او د هغې له پیښو خبر دی.[۷]
- د رسول الله(ص) د خاتمیت بیانوونکی: ځینې نور په دې باور هم دي چې دا حدیث په خاتمیت دلالت کوي، پدې معنی چې خاتم النبیین وروسته به تر قیامت پورې هیڅ پیغمبر نه رالیږل کیږي.[۸]
دا روایت په ګڼ شمېر شیعه او سني سرچینو کې ذکر شوی دی. شیخ مفید (وفات ۴۱۳ هجري) په امالي کې په دوه طریقو دا روایت ذکر کړی دی.[۹] همدارنګه، علي بن حسین بابویه (وفات ۳۲۹ هجري) په الاِمامة والتبصرة من الحيرة[۱۰] کې او شیخ طوسي (وفات ۴۶۰ هجري) په امالي کې ورته محتوا د «بُعِثْتُ أَنَا وَ اَلسَّاعَةُ کَهَذِهِ مِنْ هَذِهِ؛ زما د بعثت او قیامت د ورځې ترمنځ د وخت وقفه د دې دوو ګوتو ترمنځ د واټن په څیر ده» په عبارت سره راوړې ده.[۱۱] راوندي (وفات ۵۷۰ یا ۵۸۰) د حدیث محتوا د «بُعِثْتُ وَ اَلسَّاعَةُ کَفَرَسَیْ رِهَانٍ: زه او د قیامت ورځ د دوو سیالي کوونکو اسونو په څیر یو» په جملې سره نقل کړې ده.[۱۲] سني عالمانو هم په مسند احمد،[۱۳] صحیح بخاري[۱۴] او نورو سرچینو[۱۵] کې دا روایت نقل کړی دی.
فوټ نوټ
- ↑ مفید، الأمالی، ۱۴۰۳ق، ټوک۱، مخ۱۸۷ و ۲۱۱.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ټوک۹، مخ۱۵۴.
- ↑ صافی گلپایگانی، منتخب الأثر، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، مخ۳۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۲۱، مخ۴۴۹.
- ↑ «بحث تفسیر موضوعی پیرامون آیات معاد»، فاضل لنکرانی.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۱۸، مخ۱۳۸؛ «بحث تفسیر موضوعی پیرامون آیات معاد»، فاضل لنکرانی.
- ↑ جوادی آملی، اسرار عبادات، ۱۳۷۲ش، مخ۲۸۶.
- ↑ حلبی، السیرة الحلبیة، ۱۴۲۷ق، ټوک۲، مخ۱۵۷؛ جوادی آملی، اسرار عبادات، ۱۳۷۲ش، مخ۲۸۶.
- ↑ مفید، الأمالی، ۱۴۰۳ق، ټوک۱، مخ۱۸۷ و ۲۱۱.
- ↑ ابنبابویه، الأمامة و التبصرة من الحیرة، ۱۴۱۲ق، مخ۱۴۴.
- ↑ طوسی، الأمالی، ۱۴۱۴ق، مخ۳۳۷.
- ↑ راوندی، النوادر، ۱۴۱۸ق، مخ۶۷.
- ↑ ابنحنبل، مسند الإمام أحمد بن حنبل، ۱۴۱۶ق، ټوک۱۹، مخ۲۷۱.
- ↑ بخارى، صحیح البخاری، ۱۴۱۰ق، ټوک۸، مخ۲۲۹.
- ↑ مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، ۱۴۱۲ق، ټوک۲، مخ۵۹۲؛ ابن ماجه، سنن ابن ماجه، ۱۴۱۸ق، ټوک۱، مخ۷۴.
سرچينې
- «بحث تفسیر موضوعی پیرامون آیات معاد» (د معاد د آيتونو په اړه موضوعي تفسير بحث)، د فاضل لنکراني وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۵ مهر ۱۳۹۱هـش، د لېدنې نېټه: ۱۶ مهر ۱۴۰۴هـش.
- ابن بابویه، علي بن حسین، الإمامة والتبصرة من الحیرة، بیروت، د آلالبیت(ع) د تراث د احیا مؤسسه، ۱۴۱۲ق.
- ابن حنبل، احمد بن محمد، مسند الإمام أحمد بن حنبل، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۶ق.
- ابن ماجه، محمد بن یزید، سنن ابن ماجه، څېړنه: بشار عواد معروف، بیروت، دار الجیل، لومړی چاپ، ۱۴۱۸ق.
- بخاري، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاري، څېړنه: د اوقافو وزارت، د اسلامي چارو عالي شورا، د سنتي کتابونو د احیا کمېټه، مصر، د مصر عربي جمهوریت، دوهم چاپ، ۱۴۱۰ق.
- حلبي، علي بن ابراهیم، السیره الحلبیة: إنسان العیون في سیره الأمین المأمون، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۷ق.
- جوادي آملي، عبدالله، اسرار عبادات، تهران، الزهراء خپرندویه، څلورم چاپ، ۱۳۷۲هـش.
- راوندي کاشاني، فضلالله بن علي، النوادر، تهران، د کوشانپور د اسلامي فرهنګ بنسټ، ۱۴۱۸ق.
- صافي گلپایګاني، لطفالله، منتخب الأثر فی الإمام الثاني عشر علیه السلام، قم، د آیتالله العظمی صافي ګلپایګاني کتابتون او د نړیوال نشر واحد، ۱۴۲۲ق.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان في تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۰۸ق.
- طوسي، محمد بن حسن، الأمالي، قم، دار الثقافة، ۱۴۱۴ق.
- مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، سمون: محمد فؤاد عبدالباقي، مصر، دار الحدیث، لومړی چاپ، ۱۴۱۲ق.
- مفید، محمد بن محمد، الأمالي، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۰۳ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۷۴هـش.